رسیدن به آسمایی: 17.10.2010 ؛ نشر در آسمایی: 21.10.2010

فاروق فردا


څو شعرونه


د وینو رنګ

لکه د ژرندې تیګي ،
هره ورځ ګرزي پر سرونو زموږ
کیسې د اور او هم کیسې د وینو
څومره دي ډ ېري تويي شوي ویني.
هریوه دلته وینه وینه وايي
خو هيچا ونه ویل:
دچا دي توري؟ د چا سپيني ویني؟.

وینه
زموږ په وینو کې خدای څه ګډ کړي؟ خدای پوهېږي
چې ورته تږي د دنیا خلک دي
څومره چې څښي، هغومره نور هم غواړي.
هغوی مړېږي نه او
چينه ددوی د وینو نه وچېږي.
په فلسفې ددې پوه نه شومه چې:
دا څه بلا ؟ ها څه بلا خلک دي؟

د وینو تږي

دا څه خلک دي؟ چې وینو ته دي تږي
خپلي ویني څښي، یا ستا، یا که زما دي
دسرو وینو دجامونو تږي وايي:
د انګورو ویني نه دي چې یې څښل په چا حراموي
دا دنورو مفتي ویني دي روا دي.

سور تاریخ
دوخت له مخ وسترګو اوري دباران غوندې چې،
څوک وایي بل څه دي دا ویني ندي
خو دتاریخ دکاغذ پاڼه زموږ
ان له اوله سره ده
ځکه نن هم مو دلمرونو وړانګې سپیني ندي.


زېری

د وږمو دزلفو عطرو زېری راوړ
پسرلي را روان کړی خپل کاروان دی
زموږ دهیلو شاړ فصلونه به بیا شنه شي
دوخت پېغلو به دشنو سندرو ډنګ ته
آچوي به اتڼونه او ګډېږي
ژمي هم ګډه تړلې او روان دی.
 


زه او ته


ما وې چې ستا سترګې به شم، ځو چې مې ځان وګورم
څومره چې نږدې شوم درته
هومره ځان شو ورک را نه
زهچې تر څو ته نشم
او تهپه ما کې زه نشې
زه به خپل ځان نه ګورم،زه به جهان نه ګورم.

 

خوب


د ژمي خوب یې پوره کېږې نه چې هر څه وکړم
زما په سترګو زما په زړه ورېږې
باڼه مې ستا درڼا څاڅکي ټولوي لپو کې
ته پرې شېبې شېبې ورېږې
څومره ښه ورېږې



ستړی

ووایه بڼو ته دې
چې سترګې رانه واړوي پېرې دې راته نه کوي
خوب یم ستا په سترګو غواړم پرېوزم
وامې خله دمه مې شه او خپل مې کړه پخپل ځان کې
څو چې ستا د مينې د ستړیا له غره راکېوزم.



د مچکو ستوري

که دې سترګې پټي هم وي
نو باڼه خو دې ما څاري
ما وې ږدم په رڼا ورڅ به ستا پر مخ د مچو ستوري
خو د حسن تر اسمانه دې لا اوس هم
لړې لړې تورې تورې ورېځي ښکاري.

 

کیسې


ستا د خندا لمنه تاوه شوه را تاوه شوله
ما پکې ولوستلې
زما وستا د بېګاني او هغو نوروګناهو د ثوابونو کيسې
دیوه شنه پسرلي زېری پکې هم ښکارېده
اوزما وستا د شوګيرو د مزلونو منزلونو کیسې.


تله - مسکو2010