رسیدن به آسمایی : 18 . 11 . 2008؛ تاریخ نشر در آسمایی : 18 . 11 . 2008

اکبر کرگر

 

د کونډې د زوی له هستوونکي او لويوونکي ٬ ښاغلي واحد نظري سره د زړه خواله


څو ورځي تر مخه دافغانستان د ملي راديو تلويزيون مشر واحد نظري لندن ته راغی ٬ دلته د يوې فرهنگي ټولنې له خوا يوه غونډه جوړه شوه چې په هغې کې د نظري صيب مينه وال ٬ فرهنگيان او ليکوال راټول شوي وو . زما په نظر په دغه غونډه کې چې بايد تر هر څه د مخه د واحد نظري په فرهنگي اوهنري کارونو مکث او خبرې شوي وای ٬ تر زياته حده د هغه په دولتي کارونو باندې خبري متمرکزې شوي .
غونډه د سازماندهي له پلوه هم تر پوښتنې لاندې وه ٬ په دې مانا چې هغه نظم او دسپلين چې بايد لرلي يې وای لږ څه کمزوري وه .

خو په هر حال که چيرې تاسې له ما وپوښتۍ چې زه څه ووايم نو زما خبرې به داوی :  کله چې په اوسمهال له نظري سره مخامخ کيږو، نو د يو څو بعدي شخصيت سره مخامخ کيږو . يو خو دا چې هغه دا مهال د ملي راديو تلويزيون مشر دی. دا يوه خبره ده . دا يو دولتي پوست دی . خو د ده له پاره دا ځکه توپير لري چې دی لکه واسلاو هاول درامه ليکوونکي چې يو څه وخت يې اداري کارونه وکړه او بيا په هر حالت کې هغه ته ليکوالي او درامه ليکنه د چک د جمهوريت تر مشرتابه هم سپيڅلي وه .
زما په نظر چې په دغه ارگان( راديو تلويږيون ) کې څو کلنه کاري تجربه لرم ٬ د واحد نظري له پاره به هم دا کار له زړه تنگۍ نه ډک وي . ځکه دی اداري کارونو ته دومره جوړ نه دی لکه څومره چې هستوونو اوپنځونو ته تيار دی .
زه فکر کوم چې د واحد نظري د قدردانی ځای هم په دې کې نه دی چې د کوم ځای مشر دی بلکې په دې کې دی چې څه يې کړي اوڅه يې هست کړي دي . په دې ډول د هغه دويم ډول کار ته راځو او هغه د نوموړي هنري کار دی . دي يو هنرمند دی او هنرمند داسي استغنا هم لري ٬ چې کله وايي : وادې اخله دونيا زه وږی ستا د دونيا نه يم . او يا د رحمان بابا دا شعر چې وايي :
اورنگزيب که د ډيلي په تخت نازيږي- ما رحمان لره د خاورو کنډولی دی

د يو چا خبره ده چې سلطان محمود ډير زورور پادشاه وو . خو که اوس هغه او فردوسي دواړه راژوندي شي نو د سلطان په مخ به تو وشي او فردوسي به د لعل په څير په زربفتو کې وساتل شي .
گرانه نظري صيب ماته په دغه مهال موقع ميلاو نه شوه چې خبرې وکړم . ځکه چې هلته د کمرې او د تصوير مينان او په خپلو خبرو باندې عاشقان ډير وو. خدای دې وکې چې د هغو خبرې واورول شي . خو که له ما چا پوښتلي وای ما به همدومره ويلي وايي :
«گرانه !
کله چې تاسي د کونډې د زوی په اننگو باندې اوښکې وليدلې . څه احساس مو وکړ؟ ايا دا سمه نه ده چي ووايو تا ژر ژر قلم راواخيست او د هغه انځور مو وويست ٬ بيا مو د هغه د مور زړه انځور کړ . بيا مو په دواړو زړونو کې يو رښتينواله ٬ زغم اوصبر ترسيم کړ . بيا تاسو د مور د زړه باغ وليده . بيا مو د يو انسان صداقت او رښتينواله وليده چې څومره لويه وه لکه د هندوکش لړۍ ٬ لکه د فراه او هلمند دښتې ٬ لکه د کندهار عظمت، لکه د کابل د غرونو ديوالونه ٬ او داسې سپيڅلی لکه افغانستان  . ارومرو چې تاسو يې راسره منۍ ٬ تاسو کولی شول د کونډې زوي ته پتلون واغوندۍ. مکتب ته يي رهې کړۍ ٬ تعليم پرې وکړۍ او بيا يي مامور کړۍ  بيا يي ريس کړۍ ٬ چې کله د هغه کونډه مور د هغه دفتر ته ورغلي وای نو ارومرو چې بيا به يي د دفتر سکرتر ته ويلي وايي : چې دا زموڕ خدمه ده . لږ چای ورته ورکړه او رخصت يې کړه . خو تا دا کار ونه کړ. هغه دې د وطن د ساده اوشډل طبيعيت په څير لوی کړ ٬ او د خپلي وزی سره دې د کابل په دپړه مارونو ور برابر کړ٬ چې په ژوندوني له خلکو پوستکې باسي .
ايا هماغه د کونډې د زوی لوټوونکي اوس هم د واك په گدۍ ناست نه دې؟
زما په نظر خو د شادگل ستونزه زموږ د اولس ستونزه ده ٬ پوهيږې چې څه وايم . شادگل د هيواد يو سپيڅلې هيرو دى . د روغ و درب نه پيژنې ٬ ټگي او برگي نه پيژنې او تل د خپلو صداقتونو قرباني دى .
خدای دې وکې چې زما له خبرو سره موافق اوسې...
زه د «لمر په لور» فيلم نه يادوم . هغه زموږ د نسل يوه رواني ستونزه ده چې تل زموږ د هيواد انسان لكه چې د يوه كاريزما په تمه شپې سبا كوي ٬ يوه رواني ستونزه هم لري هغه هم ٬ چې د همدغه کونډې زوي په څير د غم شيبې تيروي.  کيسه زما وه او تا ښکلي کړه فيلم دې ترې جوړ کړ٬ خو باور وکړه کله چې په هماغه وخت کې فيلم وليده ، تا ډيره اوچته انځور کړې وه . په هغه وخت به ځينو کودنو( بې مغزو ) ويل چې داد ولي ديالوگ نه لري- راشه او دې خبرې ته پرتوگ وکړه . تصوير پخپله يو څه دي . تصوير هم ديالوگ او هم كيسه او هم بحث او جدل دى .

ښاغلی نظري صيب ! د هجرت فيلم قهرمان هم  د کونډې بل زوی دی چې وطن پريږدي او بهر ته ځي .
هغه دا خبره خلکو ته څرگندوي چې که څوک له هيواده ليرې شي ٬ نو د چټليو هغه تورې پلاستيکي بوجۍ ته پاتې کيږي چې پر سړک له موټر نه گوزار کيږي اوهيڅ ارزښت نه لري خو قهرمان څومره سپيڅلی دی . هغه ته وايي چې ته دروغ ووايه . چې ته په خاد کې ریيس وې .

هغه له ځانه سره وايي : «نو زه څه رنگه دروغ ووايم »؛ «زه خو ريیس نه ووم ». هغه په دې رښتيا ويلو د هندوکش په څير قد باسي . او د سيستان د دښتو په څير لويږی او لکه افغانستان خپله سپيڅلتيا پيدا کوي .
هغه ته د بهر ژوند يوازې له ملنډو ډک نه دې بلکې د هغه بهرني اروپايي «ټيز» ته ورته او د ملنډو ډک دی ٬ چې په تشناب کې ترې الوزې. سره له دې چې هغه په خپله خندا سوكان خورې خو ورته خاندې . دا شرقي اصيل فرهنگ دى چې په ككړ او د مصيبتونو نه په ډك مدنيت خاندي . د اروپا ژوند، «نړيوال مدنيت»، «لويديزه دموکراسي» ٬ د «کډوالو سره دبشري حقونو پر معيارونو چلند» اودهغه اروپايي «باد» درې واړه يو دي . که داسې نه ده ؟ په هجرت کې وطن پالنه عروج پيدا کوي ٬ اسمان ته لوړيږي ٬ اوئخپل عظمت پيدا کوي . او «نړيوال کيدنه» دومره کوچنی کيږي او بشري حقونو او ديموکراسي او د مهاجرو سره ښه چلند د هماغه تشناب د پيښې سره تقاطع پيدا کوي .
د هجرت او د كونډې د زوى كانتراديكشن ارزښتونه پرتله كوي- افغاني اصيل ارزښتونه . او د دې وياړ تا ته دى . ولې وايم چې هيواد پالنه او افغانستان پالنه په كې اسمان ته زينه ږدي ؛ دا ځكه چې قهرمان په سپيڅلي احساس سره دا غږ كوي :«يره كه دا وطن جنت شې خو بيا هم زما په كار نه دى». غني خان څومره ښه وايي :
دا نرۍ تنگې كوڅې زما د كلي ورته څه دي د دونيا ښارونه ښكلي ».

نو گرانه نظري صيب !
که ماته چا موقع راکړې وای ما به همدا خبره جمع يوه بله هم کړي وای اوهغه دا چې :  ډير راباندې گران يې خو اوس ستا ليده گران شوي دي .
ياره مهربانه چې دا څه درباندې شوي دي .
بس همدومره

اکبر کرگر – لندن – د نومبر ۱۵