08.2014 .17

پروفیسور دکتور جنيد شريف*

د جاز په رومان کی انځورونه او آوازونه

 

د دی نه مخکی چی د مشهور رومان جاز  په هکله خپل بحث پیل کړو د هغه د لیکوالی تونی موریسن یوه لنډه پیژندګلوی ته اړتیا ده:

د امریکی د افریقایی اصله ټولنی د یوی غښتلی ویاندی په توګه موریسن په دی بریالۍ شوی ده چی هم د خپل ځپلی او محرومه پاتی شوی ملیت په تیره بیا په دی ملیت کی د ښخو آواز را اوچت کړي او هم د لیکوالۍ هنری او تخنیکی کمال په لوړه کچه تر لاسه کړي. د پنځو رومانونو د لیکلو وروسته چی جاز یی وروستی رومان وو، موریسن په ۱۹۹۳ کال کی  د نوبل جایزه وګټله. د جازنه لږ مخکی دی معشوق (Beloved) لیکلی وو چی ډیری نسخی یی  خرڅ شوی او یو ښه فلم هم ځینی جوړ شوی دی. که معشوق د غلامی د وحشت نه د یوی تښتیدلی مورد برباده ژوند او سودایی ذهن نکل دی چی د نونسمی پیړۍ په وروستۍ نیمایی کی د اوهایو په ایالت کی پیښه شوی ده، نو جاز بیا د شلمی پیړۍ د دوهمی او دریمی لسیږی برخه لیک دی چی هم د جاز د ابتکاری موسیقی د زیږیدو او خپریدو وخت وو او هم په ادبیاتو اوکلتور کی د تورانو د رنسانس او ځلا پیل ورته ویلای شو. د جاز نه وروسته موریسن څو نور رومانونه هم لیکلی دی چی د هغو له لاری نه یی د خپلی ټولنی د برخه لیک نکل تر ننۍ ورځی پوری رسولی. وروستی ناول په ۲۰۱۲ کی چاپ شو چی کور نومیږي (Home) چی په هغه کی د رومان نارینه شخصیت د امریکی د لویدیږ نه بیرته سویلی ایالت جورجاته را ستنیږي چی د خپلی کورنۍ مسولیت په غاړه ونیسی.

د جاز رومان د تاریخی او دراماتیکو تضادونو او ډیرو اشاراتو او کنایاتو نه ډک دی. خو دا رومان د پلات او حوادثو رومان نه دی. نو ځکه زه ډاډه یم چی که څه هم لوستونکو دا رومان نه وی لوستی د هغه د هنری ښکلا او ژبنی بډایی په باب به د تحلیل نه ګټه پورته کړي. زه به هم زیار وباسم چی دا تحلیل د کتاب  د دوو مرکزی  پروژو له پولو نه د باندی ونه وزی. سره له دی هم د داستان یوه ډیره لنډه خلاصه به په دی برخه کی بیځایه نه وي.

دا نکل د مینی داستان دی. ویولت او جوسف (جو)، دوه تور امریکائیان په ځوانۍ کی  په یو بل مینیږی. لکه ډیر نور توران دوی هم د سویل نه شمال ته مهاجرت کوی او د نیویارک په هارلم  سیمه کی  میشته کیږي. جو تریس اوه واری خپل د کار او شغل موخه بدلوی. جو او ویولت واده هم کوی که څه هم په واده باندی دومره رڼا نه ده اچول شوی. ویولت د ښکلا په سالون کی کارکوی خو رسمی اجازه یا لیسانس نلری او ځکه نو زیاتره مشتریان یی دا خپلو کورو ته غواړی چی ځینی دا مشتریان یی بد اخلاقه ښځی هم دی. ویولت ډیرو خلکو ته یو څه بی سده ښکاری. لکه یو واری چی  د سړک په مینځ کی کیناسته. جو تر ډیره حده یو عادی سړی دی خو په استعاروی  لحاظ د لـټون او سفر سره پیوستون لری. موریی لیونۍ شوی وه او دی د هغی پسی په ځنګله کی ډیر ګرځیدلی. جو ښکاری هم وو او د «ښکاریانو د ښکاری» شاګردی یی کوله.  

د جو او ویولیت مینه د شلو کلو په ترڅ کی د ستونزی سره مخامخ کیږي او ښځه ورځ په ورځ د نړۍ او د مینی او د هوښیارۍ نه واټن پیدا کوی. میړه د یوی ځوانی جلۍ سره یاری  پیل کوی چی څه سپینه وینه یی هم په رګونو کی چلیږي. په بله وینا غنم رنګه ده. د دی جلۍ نوم دورکاس دی چی په یونانی ژبه د هوسۍ  یا غزال مانا لری. او زه په دی باور یم چی موریسن د غزال او غزل د عربی مانا نه هم خبره ده  ځکه د دورکاس په کرکتر کی مینه ډیره لویه برخه لری. د دورکاس ارمان یو ډیر ساده ارمان دی: د پنځوس کلن جو تریس سره مکسیکو ته لاړه شی.  مګرنصیب ورته همدومره بخت ورپه برخه کړی چی د یو ی  مشری ښځی په اپارتمان کی د جو تریس سره پټ ملاقاتونه وکړی. رومان د همدی دری کسو د مینی داستان دی چی د بیلابیلو پیښو او دیالاګونو وروسته د میړه او ښځی په بیرته نزدی کیدو ختمیږي. په دی ترڅ کی د رومان د شخصیتونو تاریخ او دهغه سره د ټولنی تاریخ بهیر مونږ ته را څرګندیږي. د مثال په توګه د دورکاس مورپه سینت لویس کی د نژادی شخړو په پایکه کی سوځول کیږی او وړه  دورکاس بی مور او پلاره د خپلی ترور سره نیویارک ته راځي

جاز یو ډیر بډای او «پنډ» سمبولیک  رومان دی. دا یوه مقاله به هیڅکله د هغه هنر ته کافی پاملرنه ونه شی کړی خو زما نیت دی چی لږ تر لږه  دوه د انځورنو کړۍ  دلته وڅیړو: د پری کیدو او نیمګړتیا کړۍ او د سازونو او سندرو د  یو ډول ادبی مقابلی یا  مشاعری کړۍ.  دا دواړه د انځورونو کړۍ د رومان په لومړی مخ کی مونږ ته را پیژندل شوی دي.:

سسسڅ! زه دا ښځه پیژنم. د مرغانود ډلی سره یی په لینکس سړک کی ژوند کاوه. میړه یی هم پیژنم. یوی اتلس کلنی نجلۍ باندی مین شو. او دا مینه هغه ژوره او ترسناکه مینه  وه چی دی یی په غم او خوشالۍ کی دومره ډوب ساتلی وو نجلۍ یی ووژله چی دا اوریی په زړه کی مړ نه شي . نو چی ښځې – نوم یی ویولیت دی – د نجلۍ جنازی ته لاړه چی مړی ووینی او د هغی مخ په چاړه پری کړی، خلکو دا په ځمکه غوزاره کړه او د کلیسا نه یی وشړله. ښځه روانه شوه، په واوراو په یخنی کی او اپارتمان ته چی ورسیده مرغان یی د کپسه ویستل او د کړکۍ نه یی د باندی خوشی کړل چه والوزی یا یخ یی  ووهی او یو په  کی توتی هم وو چی ویلی «زه په تا مین یم»  (۳).

لومړی لغت (سسڅ ( Sth  یو معیاری توری نه دی. د لیکوال موخه د هغه نه زیاتره د یو غږ زیږول دی او د داسی غږ زیږول چی پکی  د غږ او اد ژبی نفی کول له هماغه لومړۍ شیبی نه اخښل شوی دی. د سسڅ مانا داده چی «غږ مه کوی دا یو پټ راز دی» او دا چی «د جاز د وړوکو ډولونویا سنیر درم  دا ټیټ غږ  واورئ » ( رادریګوس د تریسی شرارد په مقاله کی ۵) . او دا چی « د مینی ژبه چوپه چوپتیا ده او د رښتینی مینی نکل سکوت ته اړتیا لری.» له بلی خوا همدا د سسڅ غږ د یو بل نقد لیکونکی په اند د اورګاډی د دریدو په وخت کی د دود د وتلو غږ دی.  اورګاډی چی د سکرو په انرژی چلیږی همداسی یو آواز ورکوی (بیکر د شرارد په مقاله کی ۵) . ما پخپله یوه بله بیلګه د چاز په اړوند ورته پیدا کړي ده او هغه دا چی که د لویی آرمسترانګ مشهور جاز سندر غاړی یو ریکاټ ته  چي (Now you has jazz) نومیږي غوږ ونیسی د سسڅ غوندی یو غږ د لویی آمرسترانګ به سندره کی هم شته.

د رومان لومړۍ جمله – زه دا ښځه پیژنم – د راوی یا داستان ویونکی شخصیت او د داستان اصلی محتوا سمدلاسه تثبیتوی. دا نکل زه کوم یعنی څه چی تاسی لولی د یوی ښځی له خولی نه ویل شوی دی. او نکل هم د یوی ښځی یا د ښځو په هکله دی. د مرغانو د ډلی انځور هم ښکلی دی. د مرغانو او د آزادۍ اړیکه خو ښکاره ده مګر دلته زه ګومان کوم د مرغانو او د موسیقۍ او او ژبی اړیکه تر هغه ډیر د متن سره نزدی ده. د جاز روما ن هماغومره چی د شخصیتونو او قهرمانانو مرکه ده د  امریکی د افریقایی اصله ټولنی د سندرو او تصنیفونو دیالوګ هم دی.  خو دی سندریز دیالوګ ته به لږ وروسته بیرته راشو.

«میړه یی هم پیژنم» او اوږده جمله چه ورپسی راځی د داستان مرکزی پیښه یا د دورکاس وژل  د کومی مقدمی نه پرته مونږ ته را څرګندوی. خو د دی جملی راوستل یو بله موخه هم لری او هغه دا چی د جازد سبک او آهنگ مینځ ته راوړی.  د ګرامر او نحوی (syntax)  له پلوه د لنډو جملو او نیمګړو جملو پسی داسی جملی راوستل چی څو شیبی دوام کوی او هیڅ وقفه په کی نشته  کټ مټ د جاز د کمپوزونو او سندرو سبک دی ځکه جاز د کلاسیکی لویدیزی موسیقی په خلاف فی البدیهه غزونو یا امپرووایز کولو ته وده ورکوی. که تشبیه ډیره ونه غزوو دا د لنډو جملو تکرارول او د دی تکرارونو په مینځ کی امپرووایز کول نه یوازی په جاز کی بلکه په هندی راګونوکی هم اوریدل کیږي. زه لا دا هم وایم چی  په ډیرو اتڼونو کی هم د څو لنډو ټوټو نه وروسته یوه اوږده ټوته راځی چی دهغی سره سم د ډول غږ لوړیږی او اټن چیان څو واره پرله پسی څرخی څو ډول ورو کیږي د دوی قدمونه هم ورو کیږي. د بیلګی  په توګه په یوتوب کی د پکتیا د اتڼ یو مثال وګورئ. (د یوټوب ویدیو ګانی کله کله تخنیکی اوحرفوی کیفیت ته پام نه کوی خو ددی ودیو محتوا ښه ده).

http://www.youtube.com/watch?v=3yxJkxGs6hM

د ناول دا لومړۍ اوږده جمله د جو تریس د متضادی مینی پیژندګلوی ده.  هم پری مین دی او هم یی وژنی لکه د معشوق درومان محوری شخصیت سیته چی خپله لور وژنی څو غلامی ته د هغی د بیرته تللو مخه ونیسی. ما ته یوه لنډه کیسه را په  یادیږی چی په نامه د پښتنی په یوه کتاب کی ما په وړکتوب کی لوستی وه.   هلک د  وزیرۍ په نامه یوی پیغلی باندی مین دی او وزیرۍ چه د ما ما کره ده دی ورته پرله پسی جرګی لیږی. د وزیرۍ پلار نه منی. پس له څو مودی  وزیرۍ بیرته د خپل پلار د کور خواته روانه ده  او دا ځوان یی (زه اوس هغه کتاب نلرم او د هلک نوم می نه دی په یاد)  مخه نیسی: راشه راسره سپره شه چی لاړ شو دی ځی نه. وزیرۍ نه منی او وایی صبر وکه آخر به می پلار راضی شی. هلک اصرار کوی او نجلۍ نه منی نو اخر دی ورته وایی که را سره نه ځی نو زه مجبور یم مړه به دی کړم. وزیرۍ وایی ښه ده پریږده چی لمونځ وکړم بیا می وژلی شی. دا چی په رکوع ځی هلک پری د توری وار کوی. په هر کلتور کی دا د مینی او تاوتریخوالی غبرګیدل شته او هر کلتور د رستم او سهراب د اسطوری یوه بڼه لری.

د جو تریس د جنون او غضب بل اړخ د ویولت لیونتوب دی چی د خپل انتقام د ترلاسه کولو د پاره د مړ ی مخ پری کوی.  د کلیسا نه دباندی د واوری او د یخنی فضا د دی بیسده او جنون ځپلی دنیاګۍ  د وړاندی کولو د پاره مناسبه ده ځکه پکی نه یوازی د ویولت توتی  یخ وهی بلکه مونږ لوستونکی هم د کتاب په دی لومړی مخ کی منجمد شوی یو. نو پوښتنه دا ده چی د جاز په دی ویرجن محفل کی به د دی څو ښځو کیسی دا کنګل ویلی کړای شی ا او د توتی د بی مخاطبه «I love you» په ځای به د مینی کومه نغمه را اوچته شی او که نه.    

دویم او ډیر اساسی او جوړښتتیږ ټکی دا دی چی هم د انځورونو له مخی او هم د ژبی او ګرامر د څرنګوالی له مخی مونږ دلته د «پری کیدو» او پردی کیدلو د مضمون سره اشنا کیږو. د یوی نقد لیکونکی کارولین جونز په اند،

په جاز کی موریسن د  معشوق [جاز نه مخکی چاپ شوی رومان]  داستان یو ځل بیا نکل کوی چی دا داستان ددی په نظر د توری امریکی تجربه ده. ددی داستان په پیل کی انسانی روان ، روح، او ځان د غلامۍ تر فشار لاندی  ټوټی ټوټی  کیږی. ددی ماتیدو له امله سړی د خپل ځان ارزښت په لوی لاس کموي، ځان په بل  سړي په وجود کی لټوي او د خپل ځان تر ټولو ښی برخی بل چیرته په بل سړي یا په «معشوق» کی ځای په ځای کوی. د جاز په رومان کی موریسن دا ماتیدل د ددو مینانو د په شخصیتونو کی په ډول ډول سمبولونو ښکاره کوی چی تر ټولو مهم یی د ویولت د شخصیت سره د «درزونو» او د جو [د هغی میړه] د شخصیت سره د «پل او مزل» د انځور تړل دی (جونز ۴۸۱).

    د غلامۍ د دوری اغیږی د امریکی د تورانو په روحیه باندی ډیری ژوری وی او ان تر اوسه هم د هغو نښی شته. په دریمه نړۍ کی هم د استعمار فرهنګی او روانی تیری هم هماغه خصوصیات درلودل خودلته که له یوی خوا د لویدیزتبلیغاتی جګړه روانه وه چی بومی خلک لټ او خیرن دی او د ساینس د زده کړی استعداد نلری او داسی نور چټیات،  له بلی خوا د هغی په مقابل کی د مقاومت امکان هم زیات وو.  برعکس د امریکی په غلامانو باندی د وحشت او فشار کچه دومره لوړه وه چی د لیک او لوست زده کړه او کوزده او کورنۍ ورته منع وی. د وریجو او مالوچو په پټو کی د جسمی کارفشار او لوږی او یخنی له کبله ددوی بدن ځپل کیده او د بیلابیلو تخنیکونو  اود مسیحیت د تحریف شوو اصولوپه مرسته دا  ایدیالوژی خپره شوی وه چی نیګرو یا تور پوستکی د روح نه بی برخی دی  او ځکه نو انسانان نه دی.   

 د جونز د مقالی له خولی د جاز دوه مرکزی سمیولونه «درز» او «پل» دی. دا دوه توری لکه د موریسن توری زیاتره په ډیر غور غوره شوی دی نو زه باید دا دوه په انګلیسی هم دلته څرګند کړم.  د «crack» لغت ډیری ماناګانی لری. په ځمکه یا دیوال کی یو شکست یا درز ته کراک وایی. د کود یا شفر حل کولو ته هم کراک کول وایی. که یو حرف د تریس نه واخلو او د کراک د لومړی حرف سره یی بدل کړو نو «track» ځینی جوړیږي. تراک د اورګاډی کرښو ته ویل کیږی چی هم په دی کتاب کی او هم د توری امریکی په کلتور کی یو مهم انځور دی. له بلی خوا تراک د ګرامافون د ریکارد کرښو ته ویل کیږی چی دا توری همدا اوس هم د فلم موسیقی مانا ورکوی: ځکه نو هر فلم ځانته یو سوند تراک لری.

 د سندرو او سازونو بحث ته چی راغلو دا لغت به نور هم وسپړو خو اوس بیرته «crack» ته لاړ شو چی یوه زښته مهمه مانا بله هم لری: کراک قمچینی ته ویل کیږی او غلاما ن چی به په پټو کی په خپل کار کی لږ ورو شول نو ددوی باشیانو به دوی په قمچینه وهل. ځکه نو د سپین پوستکو یو سپک او کنځاډوله لقب «cracker» وو.  جو تریس د نیویارک د یو پاڅون د نکل کولو په ترڅ کی وایی:

ډلی ډلی رنګی [تور] خلک یی راوړل چی د جنګ [لومړی جهانی جګړی ] په وخت کی کار وکړی. د سویل قمچین وال په قار وو چی توران ورنه تلل. د شمال قمچین وال په قار وو چی توران ورته راتلل (۱۲۸) .

د کاف او د تی (C and T) صوتونه ما بی دلیله بدل کړي نه دي. د جو تخلص یا کورنی نوم تریس دی او ویولت چی ودیږی نوم یی ویولت تریس کیږی. د ادیبانو په قاموس کی دا ډول د صوتونو لوبی زښته زیات دی او موریسن چی د لیکنی سبک یی شعر ته ډیر شباهت لری د کلماتو د آوازونو سره داسی لوبی ډیری کوی. نو راشو اوس پخپله د جو تریس نامه ته. اول خو د جو یا جوزف نوم هم کیدای شی چی د کنعنانی یوسف (ع) سره څه اړیکه ولری څرنګه چی هغه هم د غلامۍ ژوند لیک درلود. خو زه په دی ټکی باندی ټینګار نه کوم ځکه چي په انګلیسی ژبو کی د جو سف او جو نوم خورا ډیر عام دی او د جاز څیړونکو تر کومه ځایه چی ماته معلومه ده دا اړیکه نه ده په ګوته کړې . خو د تریس (Trace) په نامه کی د هر ډول شک نه پرته سمبولیکه مانا پرته ده.  ما له ناکامی نه دا لغت په «پل او مزل» ترجمه کړی خو دی لاندی ترجمو ته هم پام وکړئ.

څوک چی چیرته سفر کوی د هغه د سفر مسیر لاره

څوک چی بیخی لادرکه کیږي او کومه نښه نه پریږدی، هغه ته وایی (left no trace). هیڅ نښه یی پری نه ښوده. جو یوه ورځ پوښتنه کوی چی زما اصلی مور اوپلار چیرته  دي. او هغه ښځه چی دی ورسره اوسیږی وایی بی له نښی ورک شول. (disappeared without a trace).  دی چی ښونځی ته ځی معلم ورنه پوښتنه کوی چی نوم دی څه دی. دی چی تخلص یا فامیلی نوم نلری وایی جو تریس. «ما فکر کاوه چی هغه نښه چی دوی بی له هغی نه لاړل زه وم. » (۲۲۴).

د افغانستان د علومو د اکادمۍ (د رڼا خپرونه) دکشنری د تریس یوه بله مانا هم ثبت کړی ده: یو له هغو دوو تسمو یا ځنځیرونو څخه چی آس یا بل حیوان د ګاډۍ سره پری تړي. څرنګه چی د جو کرکتر د مزل او لټولو کرکتر دی همدا مانا هم ښه مناسبت لری. له بلی خوا د تسمی او قمچینی په مینځ کی هم همغږی شته.

جو په خپل ژوند کی ډیر مزلونه لری. د وحشی شوی مور پسی سرګردانه وو. د ښکار پسی ګرځیده. نیویارک ته یی ځان ورساوه او بیا نیویارک کی دروازه په دروازه د یو کار نه بل کار ته لیږدیده. خو د داستان اصلی مزل او اصلی ښکار د دورکاس (هوسۍ) لټونه ده.  جو خپله ښځه خوښه کړی نه وه. ویولت دی خوښ کړی وو او دی هم ورپسی روان شوی وو. نو په سمبولیکه کچه باندی جوسف د خپل ځان د بشپړ کولو پسی ګرځی او په روانی او تحت الشعوری کچه اوس هم چی پنځوس کلن دی د خپلی مور پسی ګرځی او د خپل نصیب د «درز» د ډکولو هڅه کوی.

له بلی خوا ویولت هم چی خپله بیله سرګردانی لری د ماشوم پسی ګرځی. د ویولت مور چی ځان په کوهی کی واچوله ویولت ټینګه پریکړه وکړه چی هیڅ کله به مور نه شي. خو بیا وروسته غواړی چی یو ماشوم غلا کړي خو خلک پری پوهیږي. نو په یوه ډیره متضاده او طنزآمیزه توګه ویولت هم خپل ښکار یا خپل ماشوم د دورکاس په وجود کی مومي. ځکه نو ورو ورو د دوکاس انځور(عکس) او د دورکاس خیالونه او ویښتان د ویولت په ذهن کی خای پیدا کوی. کورکی چی خوږمنی زیاته شی بن هم د بن سره خواخوږي کوی.

 موریسن د پری کیدل او پری کولو د انځور سره یوه بله ټوکه هم مونږ باندی کوی. په  ۵۰ او ۶۰ لسییزو کی د جاز سندرغاړو او زیاتره د ترومپت او ترومبون نوازندګانو په خپل مینځ کی یو ډول ژوندۍ مسابقی  درلودی چی په نامه د «پری کولومسابقو»  یادیدی. (cutting contests)

 د یوه منقد یورگین گرانت په اند دا مسابقی د نیویارک او لاس انجلس په کابارو او سالونونو کی د  ژوند یو مهم رکن ګڼل کیده. قراردادونه او ښه کارونه هغه چا ته ورکول کیدل چی په دی مسابقو کی یی خپل ابتکار او مهارت ښودلی وو. ددی مسابقو یوډیر پر فروشه ریکاټ هم د تعقیب یا Chase   په نامه بازار ته وړاندی شو چی په هغه کی د ګوردن او ګری په نامه د جاز د دوو لوبغاړو  مسابقه ثبت شوی (313). په رومان کی یود غلامی د وخت کرکتر ګولدن ګری نومیږي (طلایی خړ). ګولدن ګری د یوه سپین پوستکی منصبدار ګری د لور نا مشروع زوی دی چی پلار یی یو تورپوستکی غلام وو. نوم یی ګولدن یا طلایی وو ځکه د خپل مخلوط نژاد له کبله یی زیړ ویښتان زیړ وو. جالبه دا ده چی همدا ګولدن ګری هم د خپل شړل شوی پلار پسی «مزل» کوی او چی پیدا کوی یی پلار ورته وایی تا ته به همدا ښه وی چی زه درسره نه اوسم.

د رومان د تحلیل یو نامتو نقد لیکونکی میخاییل بختین په دی اند دی چی رومان د شعر په خلاف په یوه ژبه خبری نه شی کولای او هر غږ په رومان کی خامخا د دوو یا څو غږونو یو پیچلی ترکیب دی. یو ساده مثال د لیکوال او راوی او د راوی او نورو شخصیتونو او د هر شخصیت د بیلابیلو تمایالاتو او دنننی غوځنګونو تر مینځ تضادونه او ابهامات شته. د موریسن په نورو ناولونو کی سړی د بیلو بیلو لیدلورو یو ډول ګد کورَس یا گډ ه سمفونی موندلای شی. په جاز کی یوازی جو او د دورکاس یوی همزولی (فلیس) ته دا چانس ورکړ شوی دی  چی خپلی  کیسی په خپله ژبه ووایی.  نور نو ټوله کیسه د راوی له خولی اوریدل کیږي. خو دا په دی مانا نه ده چی په جاز کی د غږونو تنوع نشته. دلته د کتاب فصلونه او برخی ځانګړو لید لورو (نقطۀ نظر) ته بخښل شوی نه دی بلکه درست رومان د غږونو مقابله ده.

په ځانګړی توګه د جاز په رومان کی دری ډوله موسیقی سره مخامخ شوی دی. یوه یی د بلوز (شنه) موسیقی ده چی محزونه او د اوسیلو او زګیروی نه ډکه انګازه لری. د دی موسیقی په هکله د رومان د زیاترو شخصیتونو نظر منفی دی. د جاز موسیقی چی په ۲۰ لسیزه کی ښه وده کړی وه او د یوه شخصیت نه پرته نور ورته په ښه نظر ګوری. یو ریکاټ چی نوم یی یاد شوی دی د جاز د ددی لسیزی یو مشهور ریکاټ The Trombone Blues دی (۲۱). ویولت (بنفشه ای)  چی نوم یی د شین او سور په مینخ کی دی که هرڅه نیمګړتیاوی لری د یو نوی نسل زیری یی راوړي.   دا امکان شته چی موریسن په دی سندریزه سیالی کی ځان د هیڅ خوا پلوی نه ګڼی او په ضمنی توګه مونږ ته چی اوس د ډیرو نورو سازونو او سبکونو سره مو پیژندګلوی پیدا کړی ده دا بلنه راکوی چی د ساده شوو او یو اړخیزو ارمانونوپه ځای خپل برخه لیک د ټولو تضادونو او شخړو سره سره ومنو یا   منل څه چی جوړ یی کړو.

لوستونکی  ته به جوته شوی وی چی د جاز په رومان کی کوم اتل نشته او د  هغه ښځینه شخصیتونه چی د نارینه و په پرتله د ستاینی وړی ښودل شوی دی ډیر عادی انسانان دی د عادی استعداونو او ارمانونو سره. ولی ټولی  ښځی د وژل شوی دورکاس په شمول با همته او په اخلاقی لحاظ  غښتلی  انسانان دی. نارینه د جو تریس نه پرته دومره څرګند رول نه لوبوی او جو هم  د ښځو سره ښی اړیکی لری او ډیر ځله وینو چی ښځو چاپیر کړی وی او دی هم ورسره په ټوکو ټکالو لګیا دی. ځکه نو موریسن ورته د ښکلا د وسایلو د پلورونکی حرفه ورکړی ده. زیاتره نارینه په دی نکل کی د غیرحاضر او غایبو افرادو په توګه ښودل کیږي. ښځی یو د بل سره او په خپلو یادونو کی د میړو د خیانتوو او دروغونو په هکله غږیږی.

په سمبولیکه ژبه د نارینه و نه شتون د مټ د انځور په مرسته بیان شوی دی. هم داسی شخصیتونه ډیر شته چی مټ یی پری شوی یا فلج شوی. او هم د ګرامافون د «مټ»  انځور څو واری کښل شوی دی.   لاندی لست د بیلګو د پاره وګورئ.

یوه اونی د هغه نه وروسته چی د کوزده کولو گوتمۍ یی د نیولا په ګوته کړه زوم له ایالته ولاړ. نیولا خپل لاس پر ټټر را چاپیر کړ او لاس یی د غم او شرم تر فشار لاندی هماغسی تاو شوی پاتی شو تا به ویل د خپل مات زړه ټوټی یی د خپل یخ وهلی او کاږه واږه مټ په کونج کی ټولی کړي او نه پریږدی چی پر ځمکه ولویږي  (۶۲).  

  د ویولیت او د جو تریس د لومړی دیدن په وخت کی هم د مټ انځور دوه واری یاد شوی دی. ویولیت او جو لا ۱۸ کلن شوی نه دی او د ورجینیا د مالوچ  په پټیو کی کار کوی. د شپی ویولیت د ونی لاندی پرته ده خو جو چی د جوز په ونه کی وده دی ناڅاپه شکته لویږي :

«مخکی هیڅ کله دا پیښه نه وه شوې... زه په دی ونه کی هره ورځ  وده کیږم. دا اول ځل دی چی لویږم. »

ویولت د هلک د بدن انځور په تیاره کی ولید چی ناست دی او لګیا دی خپل مټ بیا خپل سر او یو ځل بیا خپل مټ مږي.

«ته په ونو کی وده کیږي؟»

«که ښه ونه پیدا کم»

«څوک په ونو کی نه ودیږي.»

«زه په کی وده کیږم»

«ما ته لیونتوب ښکاری. کیدای شی چی ماران وی هلته»

«په دی سیمو کی د شپی  ماران په ځمکه ګرځی.»

«زه به دی وژلی وم»

«اوس به می هم وژلی وی که می مټ مات شوی نه وای»

د ونی سمبول د امریکی د تورانو په کلتوری حافظه کی ډیر خوږمن ځای لری. د غلامۍ په وخت کی  ددوی بی شمیره ځوانان په ونو کی غړغړه کیدل او کله کله پاس په ونو کی  په کپسونو کی  ځوړندیدل. او حتی د غلامۍ د لغو کیدو نه وروسته هم د قانون نه بهر د تورانو غړغړه کول د امریکی په سویلی ایالتونو کی ډیر پیښیدل.  له بلی خوا ونه هم په افریقایی کلتور کی یوه معنوی مانا لری او هم په مسیحیت کی د آدم او حوا نکل د ونی او د مار انځورونه لري.

د مټ د وچیدو یا پری کیدو انځور د جاز په رومان کی په بیلابیلو ډولونو اوبدل شوی دی. د بدن د غړو نشتون یا پری کیدل او د هغه په اړوند ټوټی ټوټی کیدل او پردیتوب یا یوازیتوب  په ادبیاتو کی خورا ډیر کاریږي. د یوی بیلګی په توګه د افغانستان په باب ایرانی فلم  کندهار د مصنوعی پښو او د بیشمیره خلکو د معیوبۍ حالت ښیی او د بیکسۍ اوکائناتی  تشوالی احساس د وچو دشتو او صحراګانو په تابلو باندی نښلوی. صوفیان او ځینی نور اسلامی فیلسوفان  هم د بیکسۍ او بیلتون مضمون ته پاملرنه کوي: کاز نیستان تا مرا ببریده اند  -- از نفیرم مرد و زن نالیده اند .

په دی لاندی جدول کی ما یو شمیر مثالونه د رومان نه ټول کړی دی چی  د مټ انځور پکی یا یاد شوی دی یا ورته اشاره شوی ده. په یاد ولری چی د (arm) کلمه زیاتی ماناګانی لری.

د کوچ بازو

Arm of the sofa (17)

په رومان کی یو تاریخی نوم

Mr. Armour (33)

کوم یو د ویکترولا (د گرامافون جوړولو یوه کمپنی) سره جنگیږي، (د ګرامافون) لاسی په ریکات باندی ږدی، د ریکاټ کرښه خراپوی

Someone fights with the Victrola,  places the arm on, scratches the record …(66)

په درست هیواد کی توری ښځی په وسلو سمبالی وی.

All over the country, black women  were armed (74).

نوری کومی ښځی وسلی نه درلودی؟.... هغه ښځی چی د وسله والو نارینه و سره وې.

Who else were the unarmed ones?... Those attached to armed men (78).

هغه کوناټي یی چی  (ویولت) له ځانه سره راوړي وو اوس نه لیدل  کیدل، هماغسی چی  یی شا او مټان تللی وو

The hips she came here with were  gone, too, just like the back and arms (93).

(الیس د دورکاس ترور) څوک چی مټان غواړی (مټان نلری) لکه ته چی یی غواړی.

(Alice)  Somebody wanting arms just like you do (113)

وروسته ویولت نانځکه په غیږ کی نیوله او وده کیده.

Then Violet started sleeping with a doll in her arm (129)

...

وروستی مثال د مـټ د توری د جو تریس د نیکه ګولدن ګری (طلایی خړ) په ژبه وړاندی کوم او په همدی اکتفا کوم. ګولدن ګری د یوی سپین پوستکی پیغلی او د یو د تور غلام  نامشروعه زوی دی چی له مخلوط نژاد په وجه چی طلایی ویښتان لری خلک ورته ګولدن وایی او ګری چی یو د بلاک، برون، او وایت  او نورو رنګونو غوندی د پخوانو حرفو سره اړیکه لری او یو ډیر عام نوم دی دسپین پوستکی نجلۍ د پلار نوم وو.

د مټ سمبول یوازی د بیل کیدو او یوازی کیدو نښه نه ده. دا سبمول د روما ن یو مرکزی انځور دی چی د موسیقۍ او په تیره د جاز د موسییقۍ سره ټینګه اړیکه لری. لومړی ګرامافون یو لاسی لری چی په ریکارد باندی د ستنی د ایښودو وسیله ده. د ګرامافون دی برخی ته په انګلیسی آرم یا مټ ویل کیږی.  زما خپله ګومان دادی چی د جاز د سندرغاړو یوه ډیره برجسته څیره لویی آرمسترانګ هم ددی انځور تر شا پیژندل کیږی خو دا اړیکه ما په هغو نقدونو کی چی می لوستی دی نه ده لیدلي.

د پری کیدو او پردی کیدو سره سره د ناول تر پایه پوری ورو ورو د نزدی کیدو او شریکیدو فضا جوړه شوی ده. «څومره خوندوره وی چی لوی شوی خلک د کمپلی لاندی یو د بل سره په ټیټ غږ خبری وکی. د احساساتو جوش یی د هنګ په ځای د پاڼو اوسیلی دی....هغه څه چی دا داواړه یو د بل سره تړلی دی د کارنیوالونو نانځکی دی، هغه پخوانۍ بیړۍ دی چی د لیری ساحلونو نه  چی دی دواړو هیڅکله نه وو لیدلي را روان شوي وو» (۲۲۸).

د موریسن د ډیرو نورو رومانونو غوندی دلته هم د لویدیږی افریقا نه د غلامانو د په زوره راوړلو بهیر ته اشاره شوی ده ځکه هغه وحشیانه سفر چی ددوی نیکونه پکی د څارویو په شان امریکی تا رواړل شوی وو دوی پخپله نه دی تیر کړی خو شریکه حافظه یی دوی نه شی هیرولی او نه ښایی چی هیر کړي.

 د رومان وروستۍ جملی د نقد لیکونو د پاره یوه معما ده.

«ما پخپله مینه یوازی په پټه پیژندلي. په پټه می چا سره شریکه کړي ده او غوښتلی می دی او ډیر می غوښتلی دی چی ښکاره یی کړم—چی په لوړ آواز د هغه څه د ویلو توان ولرم چی نور خلک یی ویلو ته کومه اړتیا نلری.  چی ما یوازی ستا سره مینه کړی ده، خپل بشپړ وجود می بیباکه او خطرناکه تش تاته تسلیم کړی دی. چی زه غواړم ما سره مینه وکړي او دا مینه را ته ښکاره کړی. چي دا ته چی می په غیږه کی نیسی او ما پریږدی چی در ته نزدی پاتی شم هغه زما ډیر خوښیږي. ستا د ګوتو لمس می ډیر خوښیږي. پورته کول، څرخول.  ډیره موده کیږي چی ستا مخ ته می کتلی دی او چی رانه لیری لاړي ستا سترګو پسی خپه شوې یم. تا سره خبری کول او ستا نه ځواب اوریدل –زما شوق همدا دی....»

«خو دا زه چا ته په ښکاره نه شم ویلی، په لوړ آواز نه شم ویلی. زه دا چا ته نه شم ویلی چی  په ټول عمر کی ددی شیبی په تمه وم او ددی انتظار توان می ځکه پیدا کړی دی چی ورته خوښه شوې یم. که می قدرت درلودای ویلی به می وو. چی ما جوړه که او بیا جوړه که. تا سره دا واک شته چی دا کار وکړی او ما سره دا واک شته چه درته ددی کار اجازت درکم ځکه  گوره،  ګوره. ګوره چی لاسونه دی چیرته دی. اوس» (۲۲۹).

ددی مرموزه پای په هکله ډیر څه لیکل شوی دی او نور هم باید ولیکل شی. د لته موریسن لوستونکی ته دا چانس ورکوی چی د  کتاب راوی  وپیژنی. د انګلیسی  ګرامر  مؤنث او مذکر نلری او مفرد غایب ضمیر چی دا توپیر پکی شته (he, she) د راوی په هکله کارول شوی ندی. خو د ځینو ملحوظاتو له مخی منقدین دی راوی ته د یوی نجلۍ یا ښځی هویت ورکړی دی او ماته هم دا تیوری سمه ښکاری. خو دا چی دا ښځه څوک ده کومه آسانه پوښتنه نه ده. داسی ښکاری چی موریسن زمونږ سره لوبی کوی او کتاب په دی پیل کوی چی زه دا ښځه پیژنم او ختمویی په دی طنز چی  تاسی به  ما هیڅکله ونه پیژنی.

نقد لیکونکو  دی پوښتنی ته دوه ځوابه لری. ځینی وایی د کتاب راوی د جاز موسیقی ده. هماغسی چی د رومان نوم جاز دی کیسه هم  د «جاز» له خولی نه ویل شوی ده.  د ګوتو او پورته کولو او څرخولو انځورونه ګرامافون او ریکات ته اشاره کوی که څه هم نڅا ته هم اشاره شوی ده.  یا دا هم کیدای شی چی راوی کله کله د ترومپت یا ترومبون له خولی خبری کوی ځکه دا آلات د سړي مخ ته ډیر نزدی پاتی کیږی او د ګوتو لمس هم پکی شته. دا تیوری د کیسی نسبتاً خوشاله پای سره هم سمون لری ځکه د دورکاس ملګری بیا نزدی شوو ښځه او میړه ته یو ریکات راوړي.

بله تیوری بیا دا ده چی ریکات به وی یا به نه وی خو سل په سلو کی پخبله کتاب دی. ځکه کتاب د لوستونکی مخ ته نزدی دی او کتاب یا کیسه د جوړلو او بیا جوړولو امکانات لوستونکی ته ورکوی. دا د خلاقیت نه ډکه ژبه او بیان که له یوی خوا د افریقایی اصله امریکی د هنر او ښکلا پیژندنی وسیله ده له بلی خوا د یوی نوی اخلاقی او فکری نړي او لیدلور د رامینځ ته کیدو ډله ایزه او په ځان هوښیاره مقابله هم ده. موریسن چی د راوی د غږ د پياوړی کولو او لوړلو له لاری خپل شخصی نظریات د خپل رومان نه تر ډیره حده د باندی ساتی، مونږ ته دا څرګندوی چی که د بلوز موسیقی د خوږمنۍ او محرومیت غږ وو نو جاز هم په خپل وار په خپله خوشبینۍ او مستۍ کی زیاتی کړی دی. او هغه غږ چی «اوس» ورته اړ یو، هغه د پاڼو او چنارونو ږغ دی چی تر اوسه مینځ ته نه دی راغلی.

که دا مقاله د کاغد د مخ نه بهر د جاز غوندی د لیکوال او لوستونکی تر مینځ یوه مرکه وای نو ما به د لویی آرمسترانګ مشهور ریکاټ «Now you has jazz» درته اورولو (د سندری عنوان طنز او ظرافت لری ځکه په سندره کی دننه آمسترانګ د «توری انګیسی» د لهجی ګرامر په معیاری ګرامر بدلوی: (Now you have jazz.  زما په نظر دا به ډیره عجیبه نه وی چی موریسن په دی وروستۍ جمله کی هماغه د آرمسترانګ جمله مونږ ته بیا را په یادوی:  . You have jazz. Nowمهربانی وکړئ. دا دی هم جاز!

 ---

مأخذونه

  Bakhtin, Michael. The Dialogical Imagination: Four Essays. Ed. Michael  Holquist. Trans. Caryl

 Emerson and Michael Holquist. Austin: University of Texas Press, 1981. Various pages.

                And Michael Holquest

Grandt, Jurgen E. "Kinds of Blue: Toni Morrison, Hans Janowitz, and the Jazz Aesthetic." African

                American Review 38 2 (004) 313.

Morrison, Toni. Jazz. New York: Vintage Books, 2004.

---

* د آسمایی یادونه : پروفیسور دکتور جنید شریف د فلسفی ،‌ژبی او ادبیاتو به برخه کی عالی تحصیلات تر سره کړی او اوس د الاباما په یونورستی کی د ادبیاتو استاد دی