رسیدن:  04.02.2014  ؛ نشر : 05.02.2014 

 

اسدالله زمری

 
غم -  د اوښکو بحر راچارپیره کړ
څنګه به اوس دغه توفان وساتم؟

هر یو یا رقیب شو یا غماز راته
څنګه د وطن خوږ جانان وساتم؟
چاته مې د زړه داغونه وسپړم ؟
کومو لیونو نه   ګریوان وساتم؟
آه که اوسیلي او که ځګیروي  وکړم 
اور نه به یې څنګه جهان وساتم ؟
ماته زولنې ، زندان  او دار     دي دیو
څو چې مې عزت د پیمان وساتم
نه کوم  ژړا ،  ګیله ،مانه چانه 
کلک به می خپل زړه تر سندان وساتم
ورکه پردیسي شه او د سوال کترې 
څومره زړه کې سوز او حرمان وساتم ؟  
ماته د پرواز یو خپور وزر راکړي 
څو چې د وطن شین اسمان وساتم
بیا د افغان نوم او پت پر ځای چې شي 
زه  به مې غښتلی ایمان وساتم
راشه چې کړو ماتې د نفاق  کرښې
تا سره به زه هم افغان وساتم
چیرته دی کاوه  چې جګ بیرق کړي خپل
څو پورې به غلي زمریان وساتم 

 
۲۰۱۴/۰۱/۲۵
ویسبادن