رسیدن:  نشر : 09.03.2014  ؛ نشر : 11.03.2014 

م .ا .کرگر

لنډه کېسه

دوزخيان د ځمکې پر مخ  

 

 هرکله  چې به په هغه اوږده زينه دريم منزل ته ورختلم ٬ لکه د خپل کلي دهغه راسواره غره سر ته چې خيژم  . ډېر به  يې ستړی ستومانه کړم  . او ورسره جوخت به يې  دکوچنيوالي او د ښوونځي دورې ته بوتلم  . داسې چې کله به له ښوونځي نه  کور ته  راغلم ، سملاسې به په غره ورسم شوم چې څارويو ته دغره له دنگې څوکي واښه اوگياه راوړم  . هغه مهال به هم غره ته تګ له اده باده وويستم  .دخولو نه به لوند خيشت شوم  . خو  دا مهال دې زينې نه خولي کولم  . نه يوازې يې خولې راته وچې کړې وې ، بلکې زما په رگونو لې يې وينه  هم  وچه  کړې وه  .

دزينې سر ته يعنې درېيم منزل ته په ورختلو به  له ستړيا ساه وتيگاه شوم  . يوه شېبه به ودرېدم  . لږه دمه به مې جوړه کړه خو بيا به ددې متره په ما کې  نه وه  چې  دفتر ته ورننووځم اوهلته ناستو کسانو ته سلام واچوم  ...... خوبالاخره  زما دخوښۍ ورځ هماغه وه چې ځواب يې راکړ اوترې را کښته شوم  .

سليم شاه له دندې نه دلاس پر سر کيدلو باندې خپله خواشیني ښوده . خو دا يې هم نه هيروله چې ديو لوې عذاب نه يې اوږې سپکې  شوې  . هغه کيسه کړه:

دفتر ته په ننوتو سره به چا لاس نه راکاوه  . يوازې دسترگو په اشاره به يې پوهولم چې پر مخامخ څوکۍ  کښېنم  . ډېر ساعت به ناست وم  . اوبيا به ماته څیرمه هغه تور سړي چې سر به يې تل دشړشمو په تيلو تر غوږونو اخېړ  او ځان  به يې مصروف ښوده  تر سترگو لاندې څارلم،  شونډې به يې چيچلې  .  په بد اکر به يې را ته وکتل او د دوه درې ګړیو له انتظاره  وروسته به يې را ته وويل :

-بله ورځ راشه !

سبا ؟

نه! بل سبا  .

بيا به غلی پاڅېدم  .خپل کتاب به مې چې تل به   را سره و ،  په لاس کې ونيو  . څادر به مې په وليو سم کړ  . دلاس په اشاره به مې  خدای پاماني وکړه اوبيا به له دفتره را ووتلم  .  لکه څنگه چې زما سلام داخيستو نه و،  دا شان مې خدای پاماني هم داخيستو نه وه   . له دفتر نه  به ورو او په نزاکت سره را ووتلم  . څه مې کړي وای

دکابل جنگونو اودمجاهدينو انډوخر پسې اخيستی وم،  کور اواور مې پريښوده،  پيښور ته کډه شوم  . په يوه لېرې ځای کې مې يو ارزان بيه کور  ونيو  . هغه هم ديو دوست  په سپارښتنه. په دې دفتر کې ترجمان شوم له انگريزي نه به مې ترجمي کولي اويا به مې په اردو بدلولي  . په دواړو ژبو پوهېدم  . خو عمر مې دبل کار اوروزگار نه وو  . د ډودۍ پيدا کولو او د کور  د کرايي بار مې په اوږو پروت وو  . خو دفتر دداسې پنجابې منيجرانو په ولقه کې و  . چې پلار اونيکه يې په عمرونو عمرونو دانگريزانو خدمت کړی و  . او لا مې  د ذهن نيلی دهغه په اړوند وغځېدې .  

تور سړی چې په تور ه کرتۍ اوتور پتلانه کې نور هم تور برېښېده  . دذهن له درکه هم ډير تور و  ٬ او د ده توروالی هغه وخت نور هم راته جوت شو چې په دفتر کې  يې ديو چا دپوښتنې په ځواب کې دخپل پلار اونيکه يادونه کوله چې څرنگه دانگريز افسر سره نوکر وو  . دهغو ددفتر پاکي اوصفايي به يې کوله  . خو هغه ددې خدمت شاته  د خپل پلار محروميت او دانگريز دامرو نهی منل او د هغه سپکاوی چیرې هم نه ياداوه نه یې په دې اړوند فکر کاوه  .  

هر کله چې به زه په هماغه اوږده زينه ددفتر مخې دهلېز ته وروختم  . له دهلېز نه به مې ددمه ځای په توگه کار اخيست  .په ډېر احتياط سره به دفتر ته ورننوتلم  . دفتر ته په ورننوتو سره سم  دم به يو څوک چې کلونه دمخه يې داستعمار چيانو اواستعمار لاندې وگړو په اړوند اثر کښلی و ياد ته راغی  . کتاب نه بلکې پخپله ليکوال به له ما سره ملگری شو او د اثر د مضمون دتشريح له پاره به يې ژوندي مثالونه را په گوته کول  . هغه به لکه ښوونکی لکه لار ښوونکی داسې راسره مل شو  . لکه چې همدا مهال ماته د٬٬ځمکې پر مخ دوزخيان ٬٬ راښئ  . دخپل کتاب پاڼې اړوي اوپه ډېر دقت سره راته دمحکوم اورټل شوې انسان دکهترۍ اوکمترۍ غوټه اودرټل  شوي اوسپک شوي انسان اکر بيانوي  .

هغه  ليکوال را ته کيسه کوي وايي : کلونه کلونه اروپايي  زبیښاکګرو  خپلو لاس لاندې اولسونو ته دا تلقين کړې وه  چې تاسې په دويمه اودريمه درجه کې ياست  . تاسې ددې وړ نه ياست چې مشري اومديريت وکړۍ  . تاسې بايد امر ومنئ اومرييان پاتې شئ  . دهغوۍ غوټه يا کامپلکس دهغو په روان اوتحت الشعور کې ځای ونيو  . هغوی يې دی ته وهڅول اودې ته يې چمتو کړل چې ومني چې رښتيا هم دهيڅ وړتيا نه لري  . خو غوټه يې په روان اوذهن کې پاتې شوه اوله هغه يې داسې ((مسخ ))شوی انسان جوړ کړ چې که ېو بل څوک دهغه تر لاس لاندې شي  نو بيا دزړه ټول بړاس پر  هغه باسي  .

خو ((دځمکې پر سر دوزخيان)) ليکوال کله هم دنورو خبرو او کله هم زما دبوختيا  په لړ کې زما له ذهنه گوښه شو  . زما فکر  به په بل څه کې بوخت شو  ......

         *   *

دفتر ته په ننوتو سره په ورو او زړه نا زړه سلام اچوم  . هغه چې مخامخ دمېز شاته لکه تور کارغه ناست دی  . دسر په اشاره هم نه بلکې دسترگو په اشاره څوکۍ راښۍ سر يې دميز تر شاه يوازې يوه لويشت پورته مالوميږي  . ښې اوکيڼ لاس ته يې دکاغذونو اودوسيو کوټ شوی بنډل جوړ دی  . ځان بوخت ساتي  . زه هم کله دهغه په فکر کې شم ٬هغه ته مې پام شي دهغه خبرې اوامر ونهي ته منتظر يم اودمخ دڅېرې په ليدو يې د((ځمکې پر مخ دوزخيانو))  کتاب لولم  .

دکتاب مولف ډېر ځله دمحکومو اولسونو سره دبادارانو چلند انځور کړی دی  . دې چلند دمريي  انسان ازادي اوځانې بشپړتيا  وژلې ده   . اراده يې وروژلې ده  . داسې فکر کوي چې هغه دځمکې پر مخ يوازې دمرييتوب له پاره پيدا شوی دی  . اونن کټ مټ  همدا کېسه دمنيجر صيب په ټنډه کې لوستل کيږي  . د((دوزخيان)) ليکوال اشاره کوي:

 وگوره !هغه کرکتر همدا دی  کوم چې ما کښلې دی اوکوم چې ما يې په هکله ويلي دي  . همدا دی چې څوک  دخپل لاس لاندې احساس کړي  .که هغه څوک دده دهيواد وي اوکه دده ټولنې وي ٬ اوکه بل څوک  نو بيا دهماغه پلرني بادار پيښې کوي خو په بدله څيره کې  .

زه دمالي چارو د دايرکتر دهمدې اکر او د همدې عمل سره مخامخ  وم  . هغه غوښتل دخپل پلار اونيکه نه په مېراث  کې ورپاتې غوټې په ما هوارې کړي  . خپل کسات اوبدل له ما واخلي  . دا ځکه چې لږ تر لږه خپل رواني انډول  بايد برابر کړي  . نو ځکه خو به يې په ساعتونو ساعتونو په دفتر کې کښېنولم اوچې ځما سترگې اوپام به بلې خوا ته شو نو په ډېر بد اکر به يې را ته کتل  . او یا خو چورلټه به یې را ته وېل:

 سبا ته راشه   . نن څوک نشته  .

زه به له غږ اوغوږ  پرته را پاڅېدم  . پوښتنه مې نه کوله خو  ذهن اوفکر به مې ووېشل شو  . له يوې خوا به مې په ځانه سره په زړه کې وېل :

گوره نامرده داخبره دې په اوله شېبه کې هم کولی شوه  . خو بيا به دهغه داکر اوشخصيت بل اړخ ته ولاړ م اوهغه دنوموړې دکوچنيتوب اوسپکاوې  د غوټو يا عقدو  هوارول  ول چې څرنگه نن  يې زه  قرباني يم  . اوڅرنگه دپيړيو غوټي پر ما هواريږي  . اوسکون مومي  .

سليم شاه چې سگرټ  يې   لاس  په دوه زيړو گوتو کې  نيولی  اوکله نا کله به يې ترې اوږود لوگی  وويست،  په ځمکه واچاوه اوپه پښه يې ومښه  . دشنو چايو له پيالې نه يې  گوټ وکړ،  دپيالي له گوټه دمخه يې  سترگې  پټې کړې اوبيا يې خپلې کيسې ته دوام ورکړ  .

دکړنگ ژمي شپې وي ٬ کابل په جنگونو کې اوراخيستی وو . اړ شوم چې پاکستان ته واوړم.  دخپلو ماشومانو سره سر په سيورې کړم  . دمياشتې په پنځه سوه کلدارې مې يو خرابه کور په کرايه ونيو  .دکور دکرايي اودخوارک څښاک پوره کول راته گران وو  . دافغانستان دجنگونو او ورانيو په هکله مې ژباړي  کولې  . دمياشتې په پای کې يې راته دوه زره روپۍ راکولې  . کار ماته دومره سخت اوستونزمن نه و و  . خو هلې ځلې يې غوښتلې  . زه چې په يوه پښه گوډ ووم اوپه جنگونو کې مې پښه ژوبل شوې وه دفزيکي کارونو هم نه ووم  . يوازې دهمدې ليکنو له لارې مي ژوند تيرولو  .

خو يوه ورځ  ماته دخوښۍ اودخپگان  داوړو حالتونو نه ډکه ورځ وه  .دوروستي ځل له پاره  په گوډه پښه دريم منزل ته ورپورته شوم  . دا مې دريمه مياشت وه اودټولې مودې شپږم اوم  کرت وو چې په دغه زينه را پورته شوی وم ٬ په دهلېز کې ودريدلم  .جرات اوزړه را کې نه وو چې بيا ددفتر دروازه بيرته کړم او  ورننوځم  . ځان راته ډېر حقير اوسپک برېښېده  . ما کارکولو، خو د دفتر د دايرکتر برندو کتلو ماته هماغه احساس راکاوه چې کلونه کلونه دغه ډول احساس د دايرکتر صيب په تن کې دعادت  اودمېراث په توگه ځای شوی وو  . اويا داچې دټولنيز تحت الشعور له  لارې  ورته را لېږدېدلی وو  .

هغه چې  زما په ليدو سره  د نورو همکارانو سره خپلې خبرې پارچاوې کړې ،له يوه مامور سره وپسيد،

 مخامخ يې راته سترگې ونيوې ٬همدومره يې وويل : نن بې وخته راغلی يي  .

-نو کښينم اوکه ولاړ شم  .

-ستا خوښه  .

-نوکله راشم  .

سبا نه بل سبا ٬

بيا يې دسترگو لاندې راته وکتل په کاغذونو کې به يې ځان بوخت کړ  . له ټنډې يې بريښيده چې ځان ورته يو عظيم با قدرته ښکلی اوپياوړی بريښي  . امر ونهی کولی شي   . يو څوک زورولی شي  . ديو چا له زورولو خوند اخيستلی شي  .

هغه ته په کتو سره بيا دځمکې پر مخ د دوزخيانو د کتاب مولف راته مخې ته ودرېده:

اوس خو پوه شوې چې ما دروغ نه دې ويلي  . ما دا عادتونه اوچلندونه په خپل پوټکي اوتن احساس کړي دي  . دهغه چې پلار به يې دپرنگيانو لوښي  پاکول٬ سودا به يې ورته راوړله اوچې ددمې اواستراحت وخت به شو، نو په دروازه کې به يې پرې پېره کوله اوبده لا دا چې کله به يې دسپي په خوله کې هم مړۍ پرې ورکوله   . هغه ته دا احساس نه وو  ورکړل شوی  چې ددې جوگه دی چې دبادار سره په يوه دسترخوان کښيني  . . تل په گونډو شوی اوسلام يې کړی  بوټان يې پاک کړي اودبهر نه يې دروغ اودرب هم راوړي دي  . ځکه خو يې ځان سيال نه باله  . همدا ډول يو بل څوک چې هغه ته درېږي هغه هم خپل سيال نه بولي  . بلکې دهماغه نا انډولۍ دجوړېدو له پاره دخپل بادار تقليد او پیښې کوي  .

په دې ډول منيجر صيب چې له سر نه پورته کس ته نعوذا بالله دخداې په سترگه گوري همدا شان له ځان کښته کس داسې څوک بولي چې دسپي سره يو شان اودده بنده دی  . خو دفانون ((دځمکې پر سر دوزخيان )) داثر دمولف په دې خبره مې ځان ته سکون اوتسل ورکړ  . غلې شوم را و  وتلم .خو ما ته دومره دخپگان شيبه نه بلکې دخوښی شېبه  وه چې له دروازې نه په راوتلو کې يې راته ووېل  :

سليم کاکا نور موږ ته ليکل مه کوه ځکه چې موږ بجت نه لرو  .

۲۶-۲-۲۰۱۴