رسیدن:  12.12.2013  ؛ نشر :  01.01.2014

 

اکبر کرگر

 

 

کله به راشې؟

 

دا مهال هغه قوماندانه نه وه ۔ په زړه ټپي بريښيده ۔ له سترگو يې اوښکې را وبهيدې ۔ دای پاد(IPAD ) په هنداره رڼې توی شوی ۔ داسې لکه يو شمع چې ويلي کيږي ۔ يو داسې څه وي چې ډير کلک او کوټلي موجود هم ورته تاب نه شي راوړلی ۔ هغه دخپلې دندې دخپل مسلک دخپل ورځنې کار  له نظم څخه ډيره ليرې وتې وه ۔

په همدې انگړ کې مې دا څو مياشتې ليدله چې په پخو گامونو قدم وهي ۔ دخپلوهمکارانو سره دزغره والو گاډو اولويو مرمي ضد گاډو کې کښته پورته کيږي ۔ ټوپک يې اوږې ته پروت وي ۔ چانته يې هم ځوړنده وي ۔  دشاه جورونو اومرميو ډکې  کڅوړې يې په ټټر ټومبلي وي ۔ سړی فکر کوي چې که ددې وسلو سره سرو کار لري  نو همداسې کلکه اوکوټلې به وي ۔ همداسې پولادينه اواوسپنيزه به وي ۔ اوهمداسې جنگيالی اودمعرکو ميرمن به وي ۔دهغې زړه به هم  دپولادو په څير نهنرميږي ٬ خو يوڅه يې نور هم درلودل چې هغه يې بدلولای شوه ۔ هغه يې ويلي کولای شوه اوهغه يې نرمولای شوه ۔ خو ماته په ظاهر کې لکه يوه اوسپنيزه مجسمه داسې بريښيده ۔

خو دهغې اوښکو اوپه سق سق ژړا زما اکر هم بدل کړل ۔ فکر کولو اوسوچ کولو ته يې را وبللم ۔ څنگه کيدای شي يو ه قوماندانه ٬ يوه لښکر مشره  يوه ټانکيسته  په سورو سورو وژاړي ۔ سرتيرې افسران دپوځ کارکوونکي خو ډير سخت زړي وي ۔ دا ولي ؟ داسې ډېرې پوښتنې به مې ذهن کې را غبرگې شوې خو څه مې ونه ويل ۔

يو څو اونې دمخه مې وليدله چې يوه لوی زغره وال همر گاډي ته په زينه وختله ۔ اشترنگ ته کښيناسته ۔ پنځو شپږو کسانو ته يې چې زغره وال واسکټونه اواوسپنيزې خولې يې پر سر وې   دسترگو په اشاره قومانده ورکړه هغوۍ هم پورته شول ۔ په گاډي کې سواره شول ۔ گاډې ته يې ريز ورکړ اوبيا  دگاډو له تم ځای نه ددندې په لور وخوځيده ۔

له څو مياشتو راهيسې يې په پرله پسې توگه وينم ۔ چې دنورو ښځينه ملگرو سره يو ځای چای ته روانه وي ۔ ډوډی خوړلو ته ورځي نور کسان ددې زړه نه کوي چې له هغې دمخه ولاړ شي ۔

يوه ورځ چې دلرگينې چتر ۍ لاندې لمر ته کښيناستم اوپښې  مې لوڅې کړې  دا هم دسگرت څکلو له پاره راغله دسر په اشاره يې دناستې اجازه وغوښتله ٬کښيناستله يووار يې مخامخ لارې ته وکتل۔بيا يې پوښتنه وکړه۔

ولې پښې دې ژوبل دي ؟

ما ويل نه دومره نه خو دشپې مهال درد کوي ۔

-         نو لمر ورته ښه دی ؟هو لمر هر څه ته ښه دی ۔

-         اودا وطن خو دلمرونو وطن دی ۔ که څنگه ؟

-         هو يو نوم يې هم په تاريخې لحاظ دلمرونو وطن دی ۔

بيا مې ترې  پوښتل : ستاسو دنده ؟. زه دکانادا يم ۔ دکانادا په پوځ کې افسره يم ديوه کنډک قوماندانه يم ۔ يو کال مې وشو چې په افغانستان کې يم يوڅه موده  په کندهار کې ووم ۔

نو واده دې کړی دی ؟

هو واده مې کړی خو واده مې بيرته ويجاړ شو ۔ اوس يوه لور لرم ۔ هغه له ادې سره يعنې زما له مور سره اوسيږي ۔ بس نور څوک نه لرم ۔ 

دلور په ياد سره يې هغه مهال شونډې ورپيدې ۔ په سپين مخ اونريو شونډو يې دخپگان يوه توره څپه را غبرگه شوه ۔ بيا يې دپام بدلولو هڅه پيل کړه په مخامخ لور يې سترگې وگنډلي ۔ دوه درې کسه په تراټ را روان وو ۔يوه هلک اونجلې په سپورتي کاليو کې منډې وهلي ۔ دايې  څويمه دوره وه چې  چې په انگړ کې يې وهله  ۔

په اوږدو سپينو گوتو لگول شوی سگرټ يې څنډ واهه يولوگی يې کش کړ ۔ بيا يې دلاري سر ته وکتل  يو کس دگيټر گاډې (بار وړونکي موټر ) په مخ کې روان وو لارښوونه يې کوله هغه ته ځير شوه ۔ بيا يې دسترگو لاندې ماته وکتل اوته واده لري ٬ وې پوښتل : هو زه هم اولادونه لرم ۔ بچيان  لرم ۔

 دلمر تودوخه شيبه په شيبه زياتيدله ۔ ساعت ته يې وکتل له ځايه پاڅيده همدومره يې وويل : بيا به وينو ۔ له ځايه په پاڅيدو سره څو گامونه وروسته ښځينه بلاک ته ننوتله  زه لا ناست ووم چې دپولادي خولۍ اويونيفورم اوزغرو  سره را ووتله ۔ ددروازې نه په راوتلو سره يې ټوپک اوچانټه اوږی ته اچولي وو۔ پوځي خولۍ يې پر سر وه دگاډو دتم ځای په لور وخوځيده ۔ اودديوالونو په منځ کې له سترگو پناه شوه ۔  

          

 

له هغې ورځي نه ډيرې شپې ورځي تيرې شوې وې ۔ دمازديگر اوماښام ترمنځ مهال وو ۔ بهر تورتم لگيدلی وو۔ په يوه سالون کې ناست ووم٬ کتاب مې لوست ۔ دا هم راغله کښيناسته ۔ ای پاد يې سويچ کړ ۔ ديو چا سره  په خبرو لگيا شوه ۔ دماشومانو په ژبه يې دناز خبرې پيل کړې دا وار يې په خبرو کې امر ونهي  قومانده اوحکم نه وو۔ هغه لکه داحساس اوعاطفې يو ه غونډۍ هسې وه ۔ ناڅاپه يې درڼواوښکو سيلاب را مات شو دای پاد هنداره يې لنده کړه ژر يې په کاغذي دسمال دسترگو نه وروسته پاکه کړه ۔ بيا يې خبرو ته دوام ورکړ ٬ سلگۍ يې وکړی ۔ دخبرو مجال يې له لاسه ورکړ ۔ دهغې زغره وال زړه دهغی پولادينه اراده توغنديو ويلي نه کړه ۔ دهغې په  اوسپنيز تن اووجود مرميو کار ونه کړ ۔ خو يو عاطفي غږ دهغې تن اوروان وېلې کړ اوله سترگويې داوښکو نيزراروان شو ۔ ومې پوښتله ولې خير خو به وي ؟

بس لور مې په سکايپ کی راسره مخامخ شوه ۔ هغه پنځه کلنه ده نن يې کليزه ده وايي :

مورې زه تاپسې خپه يم ٬ ته به کله راشې ؟

۴ دسمبر  ۲۰۱۳ مزار شريف