رسیدن: 01.02.2012 ؛ نشر : 03.02.2012

 
 محمود نظری

طنز

د ناوي د اینکی زور

 
 
دافغان او  پاک ترمنځ پورته لانجه سوه
په دواړو  اسلامي هیوادوکې د غزا ناره سوه
ټول سپاهیان راټول او ګوته په ماشه سوه
په هوا کې له ویرې ورک مچ او پشه سوه
یو خورد ضابط چې نوی یې کړی و واده
 لکه ټپي سوی مار ارام اوکرار يې نه کیده
 خوب ته یې نه پریښوده  یاد دناوي اینکی
زړه يې دړې وړې و ددې بې وخته جدايی
ضابط چي نوی یې دبرفی خوند لیدلی و دلګن
او مازې يې یوه  شپه تیره کړی وه د ودېزن
په سلو ارمانو يي قومندان ته وکړ غوړ سلام
ول رخصت غواړم حیا دي وي په ډیر احترام
یوه شپه شاوه وم  سهار د خواښي سلامي
دلته مې ولاکه د هغې اینکی خوب ته پریږدي
د مولا لپاره یوه شپه راکړه  ماته رخصت
په دې دښته کې مې نه کیږي زیاته طاقت
جنرال سور سو ورته ویل یې ډیر په غوسه
 ول نه چلیزي په احضاراتو کې کومه بهانه
که وکړې یو داسې فوق العاده د ویاړ کار
چي په هغه کې وي زموږ د هیواد لوی افتخار
په هغه   ویاړبه درکړم  رخصت سم قانوني
ما هم  د څلویښتو کالو پخوانی اینکی ژړوي
لړمون خوړین ضابط ولاړ مخ په لوري د سارا
د پاک یو  دولسګزه ټانک یې راوست په خندا
چکچکي سوې هرې خواته د هغه  په ویاړ
ټولو ویل شاباس دی سي دهغه په مور او پلار
یو ه اوونۍ رخصت ورکړ هغه ته  سترجنرال
چي ولاړ سي زړه یخ کړي لکه روسي یخچال
چې بیرته راغی  لا ټوله سپاهان وه انتظار
ټوله ګوته په ماشه  تر اوسه امر ته وه  تیار
 ضابط جان لا راغلی نه و بیا ژر ورغله ژړا
چې ورپه یاد سوه   په راتګ کې دناوی اینګا
ول اې کومندانه د خدای لپاره  وکړه یوه چاره
په خوند یې لا نه یم پوهیدلي په سڼکه سڼکه
 هغه ورته ویل بیا هغه دی خرک هغه درک
 ورسه بیا وکړه یو  کار دغیرت  او ویاړه  ډک
ولاړ د پاک دولسګزه تانک يې  بیا غور راوست
هغه یې په مزه مزه کرار بیله کوم چرچور راوست
قومندان ورکړه هغه ته یوه اوونۍ رخصت
 نه راتی خو راغی  چې پوره یې سو مهلت
بیا اتل ورغی سلام يې وکړ    وه جنرال ته
ول رخصت راکړه یا مي واستوه  چترال ته
 جنرال ورته ویل وکړه اتله څه  اوسون
یا ورځه بیا وکړه د باتوری او شهامت یون
ولاړ یو ګړی وروسته يې راوست دولس ګزه
چې پاکستاني ټاپې پر وهل سوي وې تازه
بیا ولاړ یوه اوونۍ یې په   کور کې وکړې میلې
لا راغلی نه و بیرته تګ  ته و ډیر بې حوصلې
د هغه د راتلوسره ختم سوه د جنګ احضارات
هغه ته منظور سوې و  د پاچا لخوا مکافات
جنرالی او زور مډال ورته پاچا کړی و منظور
دا په اردو کې  د غیرت او ننګ  و کلتور
ټول سپاهان ضابطان او جنرالان وه ناست
د هغه سوانح ویل کیدې له سهاره تر څاښت
یو سپاهي لاس پورته کړ په اخیر کي
ول زه یو پوښته لرم په دې بهیر کي
په څه خریطه يي کشف کړه  د دښمن وسیله
څنګه يي بې غږ اوغوږه تر دې ځایه راوسته
سترجنرال ویل ورکړه باتوره دا ځواب
آیا هغوی مست وه که مړه وه او که وه خواب
ول نه صایب هلته هم ما غوندې و یو تلواري
چې یوه شپه  یې  اوریدلې وه د ناوي رینګاړي
هغه  ته هم چا نه ورکوی بې ابتکاره رخصت
موږ دواړو وکړ دا کار  په سلا او مصلحت
ما هغه ته ورکوه خپل  یو ټانک دولس ګزه
هغه په بدل کې راکوي خپل ټانک   بې مغزه
 ټولو ودریدل هغه ته  د هغه په  افتخار
لاسونه يی سره  پړکول د هغه په دې ابتکار
 ستر جنرال ویل دا کار غواړی لوړ مورال
اتلان  تل  اخلي جنرالي ا و لوړ دزرو مډال
***
 پخوا به  په زومانو هر څه کول دناوي  اینکی
اوس د مقام لپاره بزرګان بند نه دي په  دووسی
دا دود سوی هر  پړپوس ته ورکول کیږی مډال
چې په دیسڼکي يې تر لاسه کړی وي ډیل او ډال
 د مقام لپاره تر دې حده رسیدلې د مشرانو میړانه
چې دامان الله نښان یې خیرن سری بش ته کړ نذرانه
 ګېله مه کوه دداسو غوړو لوښو پپوسانو
دلته  ډیر چغالان پټ دی په ماسک  کې د زمریانو
ډیل او ډال( شا ن اوشوکت) ،رینګاړی(د ژړا نری ږغ). اینکی( دناوی ژړا)،
انګا ( د نوی ماشوم ژړا)،سڼکه سڼکه ( په ژړا کی خوله ورانول)، ، اوسون( زغم)

ودېزن ( زوم) ، دیسڼکی ( دووس)، پپوس ( بی غیرته )،پړپوس( پړسیدلی او بیکار ه سړی