رسیدن: 06.04.2012 ؛ نشر : 13.04.2012

 ډاکټر حنیف بکتاش

منلی علمي او فرهنګي شخصیت

ملګری او لارښود ډاکټر مجاور احمد زیار
 

د روان کال د اپریل په پنځمه نېټه په لندن کې د ېوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې د افغانستان د ویاړلي علمي او فرهنګي شخصیت پوهاند ډاکټر مجاور احمد زیار د زیږېدو پنځه اویاومه کلیزه ولمانځل شوه. ما له ډېره وخته د دغه فرهنګي ویاړلي یار د کلیزې د رسېدو نېټې ته انتظار ایسته او غوښتل مې د لمانځنې په غونډه کې د پوهاند زیار د علمي او فرهنګي هڅو، نوښتونو او خوځښتونو په هکله خبرې وکړم. بلاخره دا نېټه راورسېده خوله بده مرغه چې هلته مې نه یواځې خبرې ونشوې چې زماله بدو طالعو په غونډه کې مې ګډون هم ناشونی شـــو.

زه اوس نه غواړم په دې هکله کوم عذریادلیل وړاندې کړم ځکه چې باورلرم هېڅ څوک ېې راسره نه مني نو دا به مې په ګټه وي چې ځان غلی ونیسم. خو اوس غواړم دګران ډاکټر صاحب په ویاړ دا څو کرښې ولیکم چې له یوې خوا د دغه خواږه دوست او غمخور، لارښود ملګري د کلیزې په لمانځنه کې مې برخه اخیستې وي.

او له بلې خوامې د هغو اوږدوړ اړیکو درناوی کړی وي چې زموږ تر منځ د تېرو دېرشو کلونوپه ترڅ کې موجودې وې اوکه خدای کول په راتلونکي کې به هم بې خلله پاتې شي.

لکه څنګه چې مې وویل مانږدې دېرش کاله وړاندې له زیارصاحب سره پېژندګلوي ومونده. هغه وخت دی د کابل پوهنتون د ژبې او ادبیاتو د پوهنځي استاد و او زه د کابل د حبیبیې لېسې زده کوونکی وم. تر دې د مخه ما په هلمند کې ژوند کاوه او هلته کله ناکله په کابل کې خپرېدونکې ورځپاڼې او مجلې تر ګوتو  کېدې او د همدغو رسنېو له لارې وچې زه د ډاګټر مجاور احمد زیار له نوم او شعر سره اشنا شوم.

کابل ته په راتلوزما مینه اوپاملرنه دادبیاتونړۍ ته زیاته شوه،په کابل کې خپرېدونکومجلواوورځپاڼوته مې لاره وموندله او د هغه دوران په تول له روښان اندو سره مې هم اړیکې پراخې شوې. په کابلي رسنېو په تېره د ژوندون،پښتون ژغ او د کابل په مجلې کې به مې د هغه وخت د شاعرانو او لیکوالو شعرونه او کیسې لوستلې او په تېره دډاکټرزیارله شعري نوښتونو نه به مې خوند اخیست. زما په همغه وخت کې هم پام شوی وچې د زیار شعرونه له نورو سره توپیر لري. ده په همغه وخت کې هم ازاد شعر  لیکه او د شعر په نړۍ کې ېې نوې تجربې ازمويلې.

په۱۳۵۵ کال کې له ماسره بخت یاري وکړه او زه په یوه ادبي کانکورکې د پښتو شعر د یوې جایزې ګټونکی وبلل شوم. له دې سره د هېواد د فرهنګي او سیاسي کړیو پاملرنه ماته زیاته شوه او په دې لړ کې د هېواد د معاصر شعر له پیاوړو استازو او مخکښانو ښاغلو سلیمان لایق،بارق شفیعي او ډاکټر زیار سره زما اړیکې ټینګې شوې. ما ته له همغه وخت نه ډاکټر زیار نه یواځې د یوه علمي او فرهنګي شخصیت په حیث مطرح دی بلکه زما د ځوانۍ د پیچلي  پړاو د یوه درون او ګران مشر په ډول هم په سترګو کې دی.

د پوهاند زیار په هکله خبرې کول ما ته یوڅه ګران ښکاري، ځکه چې دی هر کاره اوزه که بېکاره نه یم چندان د کار سړی هم نه یم. دی یو ژب پوه، توکم پوه د ادبیاتو، څېړونکی،تاریخ پوه،لغت جوړوونکی،منتقد شاعر او لیکوال او ...دی. زه به د ده په هکله ډېرڅه نه وایم که څه هم دی دډېروستاینو وړدی خو غواړم په لنډ ډول دوه درې ټکي د ده د بریالېو هڅو په هکله بیان کړم.

۱-دی د پښتو ژبې او ادبیاتو په نړۍ کې یوه اکادمیکه څېره ده، له وچو او تعبدي انګېرنو راوتی او ماسېوا او د یوه نوي او پراخ نړۍ لید خاوند دی. د ده همدغې ځانګیړنې په ژبنیزو او تاریخي څېړنو کې ده ته جلا او له امتیازه برخمن موقعیت ورکړی دی او دی ېې د دودیزو پوهانو له ډلې څخه چې هغوی هم په خپل وار ژبې او ابیاتو ته نه هېرېدنکي خدمتونه کړي دي بېل کړی دی.

۲-ده د پښتو او پښتنو د تاریخ په راسپړلو، د ژبنیزې پانګې په پراخولو او پخولو او د علمي او میتودیکو بنسټونو په ټینګښت کې لویه او ځانګړې ونډه اخیستې ده.

۳-دی دپښتو د ازاد شعر یو پوخ هډوکی،کلک پلوی او هڅوونکی دی. پر دې برسېره دی یو زړه سواند ملګری همکار اولارښود دی. دی ډېرې نورې ښېګڼې هم لري چې خدای دې نور هم پرې برکت کړي. خو په ځانګړي توګه غواړم د ده له بې پایه مرستو او مشورو او په تېره له هغه وخته چې ما په لندن کې د پښتو او دري ژبې په تدریس پیل کړی دی مننه وکړم.

د پوهاند ډاکټر مجاور احمد زیار پنځه اویاومه کلیزه دې مبارک، د ژوند ډیوه ېې روښانه او تذکره دې له ویاړونو ډکه وي.