رسیدن: 11.03.2012 ؛ نشر : 14.03.2012

 

ډاکټرحنیف بکتاش

 

 

کابله مه ژاړه ته

 

کابله مه ژاړه ته

ما درته ډیر ژړلي

کابله وخانده بیا

کابله وغوړېږه

دریڅه پرانیزه د باغ پر لوري

چې زما د زړه ، دا نړېدلې نړۍ

یو ځلې بیاد سرو ګلانو له عطرو ډکه شي

کابله مه ژاړه ته

کابله وخانده بیا

 

د قرآن غله له کابله وزه

دا زما د اوښکو له ساحله وزه

زموږ د سرونو د کرلو شیبو

له دې حاصله وزه

دا زما د زړه له کوڅې

زما د فکرونو له منزله وزه

د قرآن غله له کابله وزه

کابله مه ژاړه ته

کابله وخانده بیا

کابله لوړ شه

کابله نر شه

کابله ستر شه

کابله ودروه

یو ځلې ودروه

دا زموږ د اوښکو سفر

 

کابله وخانده بیا

کابله وغوړېږه

یو ځلې پورته شه

سپیده راوله

د تورې شپې مخې ته

یوه ډیوه راوله

 

زه غواړم ووینمه

ستا پر تالا باغونو

یوه مسکا د هیلې

یو غوړېدلی بهار

یوه خندا د مینې

کابله مه ژاړه ته

کابله وخانده بیا.

اوړی 2004 کال کابل