رسیدن: 06.03.2012 ؛ نشر : 08.03.2012


عبدالهادي هادي

دا شعر مې د طالبانو د حاکمیت پر مهال د مارچ پر اتمه ، په ننګرهار کې د افغانستان د ترقي غوښتونکي پاچا اعلیحضرت امان الله خان د میرمنې ملکه ثریا پر مزار په نمجنو سترګو لیکلی وو چې هماغه وخت ډیر ځله خپور شوی هم دی:

 

ستا به باور نه راځي...!

 

واه ملکی! څومره هوسا ،څه په آرام پرته یې
په څومره برم د عظمت د غره پر بام پرته یې
واه زورورې! لا دې هم خلک سلام ته راځي
شه مبارک چې پر لیمو د یوه قام پرته یې
×××
دلته نازو او زرغونه خلک په کاڼو ولي
د ملالۍ د خولې ټپه خلک په کاڼو ولي
هره اونۍ د ښار لوبغالي کې راټول وي اولس
یوه ښایستوکې پرښته خلک په کاڼو ولي
×××
داسې ماحول کې د تا خپل نوم او نښان پاتې دی
لا دې پر قبر د نامه توری روښان پاتې دی
په دې مالت کې چې د ښځې وجود شرم ګڼي
وایه چې څنګه دې لا قبر په امان پاتې دی؟
×××
هغه شیطان چې ته تکفیر کړې ته یې وشړلې
لا د تذویر تسبې په غاړه په ممبر کې ناست دی
هغه شیاد چې ستا له نوم سره ګناه تړلې
لا د اولس په وینو څري په بر سر کې ناست دی
×××
سر دې راجګ کړه ثریا ستا به باور نه رآځي
ښار کې د جهل او تورتم د لښکر راج وګوره
هغې بلا چې د رڼا پر لمن داغ وو ایښی
اوس یې پر سر ستا د غازي ملګري تاج وګوره
×××
یو وخت رڼا د دریڅې کیلي د تا په لاس وه
ته وې په مخکې او تر شا د نور لښکر دې راوست
تا د آدم کیڼې پوښتۍ ته خپل هویت وباښه
سر دې په تله کې وو ایښی دلې لمر دې راوست
×××
تا د رڼا د نور د کرښو تلاوت وکاوه
تا له رواج نه یو ښایستوکی بغاوت وکاوه
زه دې له سوي نا امید زړه نه لوګی شم بي بي
تا د سهر د راوستلو ریاضت وکاوه
×××
ثریا مرګ دی دلې، مرګ دی دلې، مرګ دی هر خوا
ستا د وطن لوڼې بندیانې دي، بندیانې دلې
تورو پردو، تورو ښیښو، بندو کړکیو شاته
د مرګ مزل باندې روانې دي روانې دلې
×××
دلته دې خویندو ته د جنس په نوم سزا ورکوي
څو پرښتې د یو ابلیس کور ته رڼا ورکوي
هر ځناور چې د دې کلي څاروي ډیر وڅیري
ورته ډالۍ زموږ امام لوڼه د تا ورکوي
×××
ملکې دلته خلک ستا قبیله کمه تلي
څوک یې له وینځو، څوک نانځکو سره سمه تلي
دلته حوا نه انکاري دي د حوا بچوړي
دلته عادت دي خلک نجونې له درهمه تلي
×××
ستا په وطن کې ښځې اوسي خو انداز یې نه شته
پیغلې هغه، نجونې هغه د ټپې ساز یې نه شته
دلې د پیغلو د واده جامې په اوښکو لمدې
لکه د وینځو پر سر لښتې خوري آواز یې نه شته
×××
ځمکه دې وسوځي چې ستا نازک وجود یې وخوړ
زموږ د ورانې کلا لمر، د هسک سپوږمۍ خو ته وې
ستا د غازي جانان پر سپین سپڅلي روح مې قسم
زموږ په تور تیاره مالت کې ډیوه ګۍ خو ته وې
×××
ملکې وګوره ستا قام قبیله څنګه ښکاري؟
دلته وهلې ابوجهل سیکه څنګه ښکاري؟
ستا د حیا هره خبر یې چې ګناه ګڼله
اوس یې جومات کې اوښتلې قبله ښکاري؟
×××
ستا قبیلې ته ستا وطن کې چا رانجه ورکړي
زړګی یې وچاوده، فریاد کوي خو زوږ یې نه شته
راشه آواز یې شه په ستوني کې فریاد وکوه
چې وطن ډک دی له ښځمنو نه خو غږ یې نه شته
×××
پاڅه یو ځل د خپلو خویندو امامت وکوه
بیرته ښځمنو ته د ژوند د امید کور وښیه
دغو بې روحه او لار ورکو جسدونو ته مو
تورو تیارو کې د راڼه سباون لور وښیه