رسیدن: 02.03.2012 ؛ نشر : 06.03.2012

فريد مل


دپيوند ټولنې له خوا د كيسه ليكوال او څيړونكي اكبر كرگر

د فرهنگې اوادبي كارونو ياد او قدردانی


غونډه چې دپيوند ټولنې دمشر فريد مل په نوښت د فبروري د مياشتې په ۲۴ ماښام دبرنت په تاوون هال كې جوړه شوه پوره اوه بجې دافضل ټكور په بلنې پيل شوه ٬ د غونډې له چلوونكي سپين تڼی نه هيله وشوه چې دغونډې چارې پر مخ بوځي ۔
له هغه وروسته افضل ټكور داكبر كرگر لنډ ژوند ليك اودشخصيت دبېلابيلو ابعاد ويادونه وكړه ۔
افضل ټكور وويل زه له نيكه مرغه له ديرشو كالو په زياته موده كې اكبر كرگر پيژنم ۔ هغه مهال چې ښاغلی كرگر دراديو افغانستان لوی ريس وو ۔ زموږ پيژندنه وشوه ۔ دده فرهنگې كارونه ليكنې اوڅيړنې يوی خواته خو په ملگرتيا اودوستۍ كې داسې سړې دی چې هيڅكله يې دايديو لوژی گوندی طرز تفكر اوڅوكۍ له اغيز لاندې نه دی راغلی ۔ دهغه دفتر تل ددوستانو اوملگرو دناستی اوراټوليدو ځای وو ۔ همدارنگه هغه وخت چې كرگر دوزارت په پست كې كار كاوه هغه درسمې ادارې په خوا كې دهيواد دتكړه فرهنگيانو مشورو ته غوږ ايښوده اوله هغو يې فرهنگي مشورې اخيستلې ۔ دكرگر كور تل دملگرو اودوستانو دراټوليدو اوفرهنگې ناستی ولاړې مركز اوځای وو ۔ كله چې دكرگر ليكوالی اوڅيړنو ته راځو ۔ بايد ووايو چې دكرگر په كيسو اوڅيړنو كې هم دنورو په نسبت نوی والی موجود دی ۔ داستاد روهي خبره چې كرگر تل په نوی خبرې پسې گرځي ۔ دبايزيد روښان فلسفې څيره اثر يې يو بې جوړې څيړنه ده ۔ ادبيات اودانسان دننۍ نړی اثر اودغه راز غني دشگو په محل كې اثار اولنډې كيسې يې خپل خپل ځای لري ۔
له افضل ټكور څخه وروسته عبدالوكيل سوله مل شينوار ې داكبر كرگر په داستاني اثارو او پښتو ژبې ته ددبهرنيو ادبياتو په ورپيژندنه كې ادبيات وپيژندنې په باب خبرې وكړې ۔
وروسته بيا داسماعيليه فرقی په نماينده گۍ جنرال سيد ظاهر اغا دبايزيد روښان په عقايدو كې داسماعيله اثراتو په هكله دكرگر دڅيړنو يادونه وكړه ۔
ښاغلی عبدالله شادان چې كلونه پخوا دافغانستان په راديو اوتلويزيون كې له اكبر كرگر سره ملگری اودتلويزيون دخپرونو لوی ريس وو داكبر كرگر دزحمتونو اودنه ستړي كيدونكي كار يادونه وكړه ۔ هغه زياته كړه وگورۍ دا سات په افغانستان كې يو مامور يو عادي چارواكی دلكونو دالرو خبرې كوي ۔ خو كرگر يو وزير وو ۔ ريس وو ۔ دې دومره پاك اوسپيڅلي اوجگ سر ی دی چې هيڅ نه لري اونه يې دپيسو دراټولو لو نيت كړی اوس شپه اوورځ په لندن كې كار كوي چې دكور بيلونه وركړي اوشپه سبا اوورځ بيگاه كړي ۔ كرگر ټول عمر نه ستړي كيدونكی كار كړی ۔ ليكنې اوڅيړنې يې كړي ۔ په لوړو پوستونو كې يې كار كړی ۔ خو په يوه جوړه كاليو كې له وطن څخه راوتلی اونن زمو ږ په منځ كې دقدر وړه يو درويش اوملنگ دی ۔ كرگر په ملگر توب كې پوره تواضع لري اودادده بله ځانگړنه ده ۔
دښاغلی شادان دخبرو په منځ كې هارون يوسفي وار واخيست ۔ هغه وويل زه چې كله ادبياتو پوهنځي كې استاد شوم كرگر په فلسفې ديپارتمنت كې محصل وو اوله هماغه وخته يې پيژنم ۔ بيا په ورځپاڼه كې همكاران وو ۔ هغه دورځپاڼې مرستيال وو ۔ هغه په چا امر ونهې نه كوله بلكې پخپله دهمكار ميز ميز ته ورتلو اوخبرې يې ورسره كولي ۔ دكرگر شرافت اوصداقت اوپاكې له هيڅ چا پټه نه ده ۔ خو دا بايد ووايم چې زما په خواكې به په غونډه كې نه كښيناست دا ځكه چې ما به ټوكې كولي اوده به بې دريغه خندا كوله ۔ دښاغلي شادان داوږدو خبرو وروسته وار نظيف الله تكل ته ورغی اوهغه خپله لڼډه مقاله دكرگر په لنډو كيسو باندې ليكلې وه ولوستله : هغه وويل :
ما دكرگر نوم اوريدلې وخو ليدلې مې لا نه و كله چې مې وليد دې دافغانستان دحكومت دكابينې غړى وواوزه په هماغه كال له پوهنتونه فارغ شوى اوپه پما كې په دنده بوخت ووم
خوكرگر په هماغه لومړ ۍ ځل ليدو كې دومره صميمي و چې مافكر وكړ له ډير پخوا نه سره پيژنو اونه يوازې دا چې پيژنو بلكې اوږه په اوږه انډيوالان هم يو دبيا بيا ليدو له پاره هماغه دلومړي ځل ليده كافي وو٠ دى وزير و خو ديارانو سره يار٠ هيڅكله يي دوزارت له موقفه دخپل دوست سره خبرې نه كولې همدا سبب وكله چې له وزارته ليرې شو اودليكوالو دټولنې مرستيال مقرر شو هم هماغه پخوانى كرگر و٠ نه يي په خندا كې كوم بدلون راغي اونه يي په راشه درشه كې څه فرق پيداشو ٠ ديارانو په منځ كې هماغه يار وو٠

د۱۳۷۲ ل ل كال دثور داتمې غميزې چې دټول هيواد خلك په يو شكل نه يو شكل و دردول له دې څخه دهيواد دا نوميالى ليكوال هم بې برخې پاتې نه شو ٠ دى يي هم دنورو هيودوالو په شان له خپله كوره وتلو ته اړكړ اود پيښورپه كوڅو كې يي قدمونو ايښيدو ته اړكړ ٠
كرگرچې هرڅومره له هيواده لريوالى په زړه كې زوراوه خو په ښكاره يي ژوند ته په هماغه سترگه كتل اوخوندېې ترې اخيسته چې ده ترې په هيواد كې اخيسته ٠
دهيواد دې نوميالي ليكوال دخپل ژوند دغه پيښې ډيرې داستاني كړې ٠له همدې سببه هغه يو رياليست اوهيومانيست ليكوال دى٠ هغه له ټولو ډير دبې وطنۍ درد زورولى دى ٠ دخپل درديدلې زړه بړاس يي په دومره هنري انداز داستاني كړى دى چې كله لوستونكى دژړا تر پولې رسوي اوكله يي دومره دطنز مالگه ورگډه كړې چې په همدې ژړا كې سړى خندولی هم شي وگروئ :
(( اوپروسږكال چې سرو مچيو ځاله جوړه كړې وه ٠زما گاونډئ سوسن جانه يي په شونډو وچيچله لكه چې دمچيو هم زما په شان دهغې سرى شونډې خوښيدې ))
اودا دكرگر غوندې دماهر ليكوال كاردى ٠ دكرگر ديوې كيسې پيښه هم داسې نه ده چې هغه دې دافغانې پيښو سره ورته والې ونه لري ٠ دكيسو ټول اتلان يي دافغاني چاپيريال اتلان دي ٠ دكر گر په لنډو كيسو اوليكنو كې بې له شكه چې دهغه دمسلكې زده كړو اثر پروت دى ٠ اوټولې كيسې يي دفلسفې اوتر يوه حده دساه پوهنې په رنگ ككړې دي ٠
ليكوال هڅه كړيده چې پښتو لنډه كيسه دروايت له ځنځيره خلاصه كړي ٠ اويا بهتره ده ووايم چې كرگر له روايت څخه بغاوت كړي دى ٠ دغه بغاوت دكرگر په دردونه اوكړاوونه كې را برسيره كيږي ٠ ليكوال په دې لنډه كيسه كې خپل مرگ تجربه كوي ٠ اوبيا له خپلې ساه سره غږيږي ٠(( دتابوت له يوه چاود څخه مې پر باران وهلې نمجنه ځمكه له ورايه سترگې ولگيدې ٠تورې خاورې ډيرۍ شوې وى ٠)) دكيسې پيل له همدې جملې كيږې ٠ اوسړى سم له واره پوهيږي چې مړى خبري كوي ٠اوخبري اوري ٠ دا كيسه په ډيره خوږه ژبه ويل شوي ده خو دكيسې بيان يوې نوې نړئ ته ورتگ بيانوي ٠ له خپله كوره وتل دي له خپلو بچو اوخپلو خپلوانو ليرې كيدل دي چې ليكوال همد ا مهاجرت له مرگ سره برابر بللې دى ٠

((ملا يوه كوچنۍ ډبره راواخيسته يوه بل ولاړ تن ورته وركړه گرد اوخاورې يي ترې پوه كړې اوبيا يي پوښتنه وكړه ددې مرحوم يا خداى بخښلي نوم څه دى ؟ )) خواكې يوه چاورته وويل مساپر خان ٠
-ښه نوم دى ٠ موږ ټول په دې فانې نړئ كې مساپر يو ٠
له دې مالوميږي چې دكيسې ليكوال په تصادفي توگه دكيسى داتل نوم نه دى غوره كړى بلكې په عمدي اوقصدې ډول يي خپل اتل ته دمساپر نوم وركړى دى اومساپرهغه څوك دى چې له وطنه ليرې وي ٠ اوپه پردي وطن كې كډوال وي ٠
ښاغلي اومنلى ليكوال دمهاجرت درد دومره دردولى اوكړولى دي چې مرگ يي تجربه كړى دى
((ملا دمړي دمور دنامه پوښتنه كوي :
خواكې ولاړ سړي ورته وويل : بختۍ ! اوبيا يي دمړي دپيدايښت كال وپوښته ٠دمړينې پوښتنه يي هم وكړه وې ويل ده كله خپل كل پرى ايښي دى ٠؟
يوچاورته وويل : وړم كال ٠
ملا وويل :بس دمړينې كال به يي هم هماغه نيټه وكاږو٠ كه خداى ورته په هغه دونيا كى دخپلو اقاربو سره ليده كاته ور په برخه كړي ٠ځكه له كله نه يي چې كلې پرى ايښي دى مړينه به يي له هماغه نيټې وشميرو ٠ ))
دلته جوتيږي چې دكيسې ټول هدف دكډوالۍ درد دى ٠ بې وطنې ده اوله خپله هيواده لريوالى دى يوازيتوب دى ٠تنهايي ده اوپه يوازيتوب كې ژوند كول دى ٠

دغه را ز ليكوال په انځورونه كه هينداره كېسه كې هم يو ډول اروايي موجود سره غږيږي اوهغه هم داسې ضدي موجود دى لكه ځيلي ماشوم چې له موره څخه ديو شي غوښتنه شروع كړي ٠ نو چې ترڅويي ترلاسه نه كړي بيا يي نه پريږدي ٠ وگورئ :
(( زه پوهيږم ته ښه انځورگر يي زما انځوركښلى شي خو نه يي باسي ٠
باور وكړه ٬زه ستا انځور نه شم كښلى زه ستا دانځور له كښلو ډير عاجز يم اوډير بې وسه يم ٠ بيا يي زما دتړلو پښو غټه گوته وخوځوله :زر كوه زما انځور وباسه ماته يي همدا نن وكښه ځكه چې زما ورته ډيره تنده ده ٠ته به يي ماته همدا نن رسموې ماته به يو ثبوت وي ٠

زه يي دې ټول عالم ته ښايم ٠ ټول چم گاونډ ته يي ښايم اودا ورته وايم چې دا زما انځور دى چې زما انځورگر ماته كښلى دى ٠ ))
دا اروايي موجود تراخيره دليكوال سره په دې لنډه كيسه كې ملگرى دى اوپه هر شيبه كې كيسې ته خپل خواږه وربښي ٠
دگونگوټانو په لنډه كيسه كې چې دمهاجرت كوم درد پروت دى په هماغه اندازه په كې دطنز خواږه هم شته اوزما له نظره دا په پښتو لنډه كيسه كې يو نوښت دى ٠
سليم حيات هم په خپل وار دكرگر په نوې ناول دغوايي هدوكي باندې خبرې وكري اوددغه ناول نوښتونه اوځانگړنې يې په گوته كړي ۔ همدارنگه دغونډې يو گډون وال اومشهور ژورنالست عزيز مرموز هم په خپل وار غوښتنه وكړه چې وتلي اوبرجسته پښتو اثار بايد په دري هم وژباړل شي
پښتني شاعری زركې مقبل هم يو خوږ شعر ولوسته چې په چكچكو بدرگه شو اواكبر كرگر ته يې ډالۍ كړ ۔
ددرې ژبې خوږبي شاعر اوليكوال رضا محمدې هم په خپل وار دكرگر په ناول اونور اثارو اوافكارو باندې په زړه پورې مقاله ولوستله ۔ چې دلوستونكو له خوا يې هركلی وشو ۔ هغه دخپلې مقالي په يوه برخه كې وويل :
((+اکبر کرگر خیلی وقت پیش یک کتاب درباره شعر نوشت و بعد یک کتاب در باره جنگ و تروریزم از هوارد زین به پشتو برگرداند و بعد در باره اعجوبه ای مثل بایزید روشان مطلب نوشت و کتاب دیگری نوشت که از همه این ها مهم تر خمیر مایه ذهن و زندگی او را شکل می داد.او کتابی نوشت به نام ادبیات و جهان درونی انسان و در آن از ادبیات جهان چهار چهره محبوبش را برای بررسی برگزید.کامو،کافکا،مارکز و فاوست گوته..
این چار موضوع دیگر ذهن او را رها نکردند با او ماندند و در همه داستان ها و نوشته های او مخفی شدند. و بالاخره در کتاب تازه او همه این ها با هم شدند و البته بی این ها خوانش کتاب او دشوار خواهد بود.
اولین خصیصه رمان استخوان گاو مثل همه نوشته های کرگر شاعرانگی آن است.کرگر اصلا قرار بوده شاعر باشد منتها خیلی کم شاعران را می توان یافت که حوصله نوشتن رمان کنند. مارکز یکی از آنهاست. دومین خصوصیت کتاب او جستجوی ریشه های جنگ و تروریزم است. مساله ای که ذهنش را یکبار دیگر هم مصروف ساخته بود. و بالاخره درین جستجو به جهان درونی انسان خودش می رسد. داستان او روایت سمبولیک برشی از تاریخ مملکتش است. تقریبا مثل فاوست گوته.استخوان گاو نوعی نقد تراژدی نسخه روزگار مدرن در افغانستان است. روزگاری که در دیوار های سنگینش انسان ذهنی او را شکنجه و نابود می کند. فاوست نیز نوعی نقد مدرنیته است. فاوست سمبل جامعه زخم خورده در دوره انقلاب است و هر دو کتاب نوعی چالش و مبارزه طلبی برای ارایه شکل دیگری از مدرنیته است که در آن انسان خوراک ماشین گوشت مدرنیته نباشد. در هر دو پیامد مدرنیته دنیایی پارادوکسیکال است.محوطه ساختمانی فاوست در اینجا همان محوطه زندان است. که همه باید زندگی خود را در آن برپا کنیم.مثل همان مهمان خانه که در همه داستان هست و پلی است بین دو زمان. و بالاخره بازگشت به گذشته است. مثل قهرمان فاوست که با خود کشی و با یاد آوردن گذشته به زندگی بر می گردد.قهرمان کرگر نیز با نوعی بازگویی خاطرات تازه می شود.
در حقیقت از دل دیوار ها انسانی تازه به دنیا می آید. جایی که نویسنده مدعی است مرده است. در اصل به شکلی پارادوکسیکال از نو زاده می شود.
داستان روایتی مدرن دارد.مثل روایت مسخ خیلی وقتها تبدیل به یک گفتگوی درونی آزارنده می شود. مثلا در صفحه 117 یکباره شعری کافکایی می شود.تلخ و گزنده :
"من هم روان هستم اما از بین دیوارها بیرون نشده ام. بلکه در انحصار دیوارها هستم و در بین آن ها روانم." شاید اگر همه داستان راوی تک گویی درونی می داشت بهتر می شد وارد این ذهن غریب شد. وقتی نویسنده دانای کل را وارد می کند .دست خودش را می بندد به کلیات بیشتر مجال می دهد به فضا سازی های معمولا تکراری. پرداخت سمبلیک به شخصیت ها هم ویژگی دیگر کافکایی اوست. شخصیت هایی که می توانند افغانی باشند و هم در هر جای دیگری اتفاق بیفتند. این ذات اندهگین انسان است که در هر لباسی و هر جایی سرنوشتی همانند را بر دوش می کشد. کرگر درین شکل یکی از ممتازترین نویسندگان است. نمی گویم افغان وترک و فارس چرا که نویسنده قوم ندارد.نویسنده مرز و وطن ندارد. نویسنده نماینده رویاهای جمعی بشر است. و وقتی رویایی را باز می گوید دیگر جزوی از تجربه ذهنی جهان می شود.مثل کافکا که با اینقدر هموطن است.و مثل کرگر که اگر عشاق افغانستان به جای جنگ های زرگری پشتون و تاجیک و کفر و اسلام کتابش را ترجمه کنند با همه جهان همشهری خواهد بود. شاید ترجمه زیبایی های نثر پشتو مشکل باشد اما به هر حال باید بشود تا ذهن ما نیز به حافظه جمعی جهان راه پیدا کند.کارهایی که کرگر با ریتم نثرش می کند به راستی فوق العاده است. مثلا وقتی که قصه مادر مریصش را می کند و یکباره با جمله های پی در پی کوتاه ریتم به شدت تند می شود و نفس خواننده را می برد. به همان نسبت که گاهی نثر کند می شود و خواننده وارد ذهن مغشوش قهرمان می شود.
دغوندې په پای كې كرگر ډيرې لنډې خبري وكړي وی ويل : كه زموږ وطن په مجموع كې ديو انسان په توگه تصور كړو ۔ نو دغه انسان دوه سترگې لري چې يوه يې پښتو اوبله يې درې ده ۔ كه يوه سترگه ټپه شي بله به ښه كار ونه كړي ۔ له نيكه مرغه چې زموز ځوان اوملت جوړوونكی نسل له دواړو سترگو برخمن دی اوڅوك چې له يوې انكار كوي نو دړانده حيثيت لري ۔ اودخپل ناول په باب يې وويل ددې ناول موخه دانه ده چې دكوم گروپ او ډلې غندنه وشي ۔ بلكې داده چې هلته يو انسان مخامخ دی ۔ دپيښو سره داسارت سره اودشكنجی سره ۔له رواني شكنجی سره ۔ اودانسان ازادي اوسرنوشت هغه څه دي چې دانساني فرهنگ زړی جوړوي ۔ نو كه څوك يې غلط تعبيروي دويليم جيمزخبره تداعي كوي چې وايي يو ناول زرگونه كړكۍ لري هر څوكي دكوټي منځ له يوې كړكۍ گوري ۔ ))
په پای كې دپی اچ ډې كانديد ې داكبر كرگر مشرې لور نگين كرگر دغونډې له گډون والو په تيره دپيوند دټولني له مشر فريد مل ٬ ليكوالو اوشاعرانو اوټولو دوستانو څخه مننه وكړه ۔
غونډه دموسيقی اوسندرو له برخې وروسته پای ته ورسيده ۔
دپيوند ټولنه لندن