رسیدن: 12.10.2012 ؛ نشر : 12.10.2012

دستګیر روشنیالی 

د لويو اندیښنو ملاله

 

“ زه ملاله يم” “ زه ملاله يم” “ زه ملاله يم”...

گراني ملالې،  ما وبخښه. ما ونشواي کولاي د نورو ډيرو په شان ستا د ارزوگانو، دستا د لويو فکرونو،  ستا د ميړانې او ستا د دردونو په هکله په وخت او سم تصوير ورکړم. خو زه به هم د هغه پاڅون برخه شم چي تا پيل کړی دی. 

ملالې، ته د روښنتيا د اسمان ځلانده ستوری شوی چي هميشه به روښانه وي.  ملالې، تا نه يوازي نجليو، ښځو، بلکي په ځانگړي توگه پښتني ټولني ته د دي پيغام ورکړ،  نور د تاريکي، د جهالت او د جهالت سالارانو په ضد د پاڅون وخت دی. ستا دا هيله به هرومرو په واقعيت بدليږي او پايلي به يي ستا له نوم “ملاله يوسفزی” سره تړلې وي او راتلونکي به همداسي وي.  نن په زرگونو ځوانان او ماشومان وايي:  “ زه ملاله يم” ، “ زه ملاله يم” ، “ زه ملاله يم”...

هو! ملالې ته په خپله راتلونکي یی او ته راتلونکو ته د زړورتوب او اميدونو درس يي.

ملالې،  ته  ميليونونو نجونو ته د ازادي او پوهي په لار کي د نه تماميدونکی الهام منبع شوي.  

 ملالې، تا په ټوله دنيا کي د ميليونونو انسانانو زړونو او فکرونو ته لاره موندلې او د هغوي فکرونه له تا سره دي او ستا تصويرونه خپروي ُ ستا په نوم سندري او شعرونه وايي.

“ لاس دې راکړه چې د لمرکلي ته ولاړ شو

د دې ولس د ویښتابه څلي ته ولاړ شو”  (غفور ليوال)

ملالې،  ته تاريخ شوي او ته هم د نن او هم د سبا شوي.

ملالې، سره له دی چي پر تا حمله سخت دردونکي او ځورونکي ده، خو زه تا ته نه ژاړم.  ملالې، ته نه مړه کيږي تا مرگ مات کړي او مرگ ستا د نوم او  ستا د خپلواکو اندیښنو په وژلو کي بشپړه بي وسي ښيي.

ملالې، ته له هغوي نه ډاريږي، هغوي له تا ډاريږي او ته له هغوي ډيره پياوړي او ډيره زړه وره يي.  دا د هغوي  ډار او کمزوري دی چي يوه څورلس کلنه نجلۍ “ ملالې” په دوښمني نيسي. پر تا برید  د ډار او کمزوري عمل دی.  يوه څورلس کلنه نجلې په دوښمني نيول او د هغي د وژلو هڅه کول نه د عقل کار دی او نه هم د ميړانې.

هغوی وایی: « که دا ځل هغه “ ملاله” وژغورل شي، په راتلونکي کي به نه خلاصيږي، موږ به هرومرو هغه وژنو»

 ملالې، پر تا بريد پر انسانيت بريد دی. پر تا بريد په ماشومانو بريد دی. پر تا بريد  پر ښځو بريد دی او پر تا بريد پر پوهه او پرمختگ بريد دی.

ملالې، تر څو چي دنيا وي ستا نوم او ستا انديښني به ژوندي وي:

"I have the right of education, I have the right to play. I have the right to sing. I have the right to talk. I have the right to go to market. I have the right to speak up." ...

د ماشومانو پاڅون د لويانو د بي وسي په معنا دي.

ملالې،  ستا په پاڅون سره زه د سختي بي وسي او ملامتي احساس کوم. د ماشومانو پاڅون د لويانو د بي وسي په معنا دي. چيري چي لويان بي وسه او يرغمل شوي وي، ماشومان به پاڅون کوي.

هو، موږ او پرونيو له ټولو لویوغوښتنو، لويو دعوو، اتلوليو!،  وياړونو! ... سره سره  ونشواي کولاي د خپلو ماشومانو او د خپلو راتلونکو له پاره د يوه ډاډمن ژوند بنسټ را منځ ته کړو او د هغوي د پوهي او شخصيت کيدلو، د هغوي د ازاديو او حقونو د تامين کولو لاره هواره کړو او زه له دي امله هم له تانه بخښنه غواړم.

 

زه ولې مجازات کيږم، زه ولې وژل کيږم  

 زه غواړم ښوونځی ته ولاړه شم،  زده وکړم ، ځان او جهان وپيږنم، تر څو په راتلونکي کي د يوه خپلواک وگړی په توگه له نورو سره په برابري کي د ټولني په کار کي برخه واخلم. زه خپله اتوريته، خپل تاثير او خپل ځواک په زده کړه او پوهه کي لټوم اوبی له شکه به دا پوهه وي چي ما ته قوت او شخصيت را کوي. زه ښوونځی ته ځم تر څو په ټولنه کي په خپل رول او په خپل مسووليت پوه شم . نو زه ولې،  په کومه گناه او د کومي محکمي او يا د چا په حکم مجازات او وژل کيږم.  ولې او په کومه گناه؟

 

هغه ملا ته چي زما د وژلو فتوا ورکوي

ملا، ته ولې ما ډاروي؟  ته ولې ما ويروي؟ ته ولې ما مسموموي؟ ته ولې ما وژني، ته ولې زما ښونځی تړلی او ته ولې زما ښوونکي وژني؟  د ماشومانو ويرول او ډارول  په خپله جرم دي.

زه د پرون ادامه، د نن ماشومه او د سبا مسوول يمه.  سبا په ما پوري تعلق لري او زه غواړم سبا ته د زده کړې او پوهي په درلودلو سره ورننوزم او پوهه کولای شي ما د هغو دندو او مسووليتونو اجرا او پلي کولو ته چمتو کړي چي په سبا کي زما انتظار باسي؛ له ما نه د پوهي او زده کړې اخستل له ما نه د راتلونکي اخستل دی او هغوي چي دا کار کوي سبا به يي ما ته ځواب څه وي. زه به  هرومرو هغوي عدالت ته مخامخ کوم او دا بي له شکه يو تاريخي عدالت وي، چيري چي به جهالت محکمه کيږي.

ته،  له څه ويره لري او له څه ډاريږي؟ زه په ښوونځي کي پوهه ترلاسه کوم او ته له پوهي ډاريږي؟  زه په ښوونځي کي زده کړه کوم او ته له زده کړي ډاريږي.  زه په ښوونځی کي ځان پيږنم او ته له ځان پيږندني ويره لري. پوهه له تا سره څه دوښمني لري او که زه خپل ځان وپيږنم، دا ولې تا ځوروي.

له  پوهي او علم  سره دوښمنې ته يوازي جهالت قانونيت ورکولاي شی.  له پوهي او زده کړي سره جگړه  د جهالت پالونکوکار دی.  که زه له جهالته را وزم، ته خفه کيږي. که زه په خپله د فکرکولو وس پيدا کوم، ته دا  خپل ځان او خپلې اتوريتي ته گواښ بولې.  ستا اوتوريته زما په جهالت او زما ناپوهي کي ده او غواړي زه جاهله پاتي شم. غواړی زه هميشه په څلوردیوالې زندان کی پاتی شم. نه، نه زه نور نه غواړم د جهالت او ناپوهي په تورو ديوالونو کي بندی پاتي شم.  “ زه حق لرم  زده کړه وکړم.  زه حق لرم لوبي وکړم. زه حق لرم سندري ووايم. زه حق لرم خبري وکړم. زه حق لرم مارکيټ ته ولاړه شم...” ( ملاله یوسفزی)