رسیدن: 05.03.2012 ؛ نشر : 01.04.2012

 

عبدالهادی هادی

 




ځواني


لږ خو نوره ښه شه، رانه تللې ځواني راوله
ستا له تورو سترګو، جاروتلې ځواني راوله
څو به د اوزګارو د خبرو، پرواګیره یې؟
ګرمه مچه راکړه، شرنګېدلې ځواني راوله
لږ خو زمزمه، د کوم ښایستوکي غزل وکوه
بیرته د سندرو غوندې، ښکلې ځواني راوله
څنګه زمانه وه، چې زه هم د خیام ورور ومه
هاغه په شرابو، لمبیدلې ځواني راوله
بیا راته راوګوره، په ډک محفل کې وخانده
ستا په تورو زلفو، زنګېدلې ځواني راوله
راشه چې هادي، درنه قربان د غزل توري کړي
لاس رانه چاپیرکړه او بایللې ځواني راوله


۰۱/۰۳/۲۰۱۲
سیډني