رسیدن: 05.03.2012 ؛ نشر : 01.04.2012

 

عبدالهادی هادی

 



انجام


د رڼې ورځې ماښام دی، ورته ګوره
یو غریب مین ناکام دی، ورته ګوره
ستا د تورو زلفو ، غرونو نه ځاریږي
څه یاغي سړی دې رام دی، ورته ګوره
د باران له غږ نه ښکلې، غزلبولې
ټول هنر د تا غلام دی، ورته ګوره
ستا له خولې نه ، هماغه خبره غواړي
زړه ماشوم مې څومره خام دی، ورته ګوره
هره ورځ مو ، یوه بله شپه پیلیږي
د افراط دغه انجام دی، ورته ګوره
په یوه سر یې دنیا پسې اخیستې
څه سرزوری زما قام دی، ورته ګوره
ستا هادي چې سر له کاڼو جنګولو
اوس مات شوی او آرام دی، ورته ګوره


۲۳/۲/۲۰۱۲
سیډني کانبیرا لاره