04.12.2014

عبدالوهاب سرتیر

زما په برخلیک کې  او د استاد عبیدی وڼده

غواړم چې د یو چا یاد وکړم !

د خدا ی بښلی محمد اعظم عبیدی صیب یاد ، څوک چې پر ما ډېر حقدار دی او د هغه د حق اداء ګران کار .

ابلوچی ځوان وم ، د دولسو کالو ، څه ناڅه ملایی لیک لوسته مې کړی ؤ، خو په ښوونخي کې نه وم شامل شوی ، او ډېره هیله مې لرله چې ښوونځي ووایم ،خو په طریقه یی نپوهېدم چې څه ډول ؟

موږ هغه وخت په میرویس میدان (ده نو ده بوری)کی اوسیدلو .یوه ورځ مې چې ،ماما راته له پيښوره راوړی ، (لونګۍ په صواتۍ خولۍ تړلی وه آو په سر کړی مې وه ) ډير خوشحاله وم ،په همدی کی له کوره خبر راغی چې مور خدای بښلی مې څه ناروغه وه غوښتل یی چی ډاکتر ته ورسره لاړشم . دواړه مور او ځوی پلی دعلی آباد سرک ته چې زموږ له کوره کابو یو کیلومتر لری و وخوځيدو ،هلته دملی بس وروستی تم ځای ؤ ،بس ته وختلو مورمی مخکی دښځو پر سیټ کیناسته ، زه په وروستی سیټ کې ،هیر می دی چې څه خبره وه خو په بس کی مې له یو هلک سره چې زما په منګ به ؤ ، لانجه راغله لاس مو سره واچاوو، په دی کې یو ډير دروند سړی چې ښکلی دریشی یی پر غاړه وه موږ سره خلاص کړو ، او زه یی په خپله خواکی کینولم له څه نصیحت وروسته یی دپوښتنو لړۍ پیل شوه:

- د کوم ځای یی ؟ 

- صیب د ننګر هار 

- ډېر ښه د  ننګر هار د کوم ځای یی ؟ 

- صیب د سره رود 

- دا خو نو وطنداران یو ، زه د باغوانیو یم ، مکتب کی یی ؟ 

- نه صیب مکتب کی نه یم 

- درس دی ویلی دی ؟

- هو صیب څه ملایی لیک اولوست مې کړیدی 

- ولی مکتب ته نه ځي ؟

- څنګه لاړشم ؟

- غواړی چې مکتب ووایی ؟

- هو 

- سبا دارالمعلمین ته له خپل پلار سره راشه ، او هلته د تدریسی معاونیت ټبوس وکړی ، زه هم هلته یم او تابه په مکتب کی شامل کړم .په همدی کی پامیر سینماته ورسیدو او مخه ښه مو سره وکړه .

ماښم کله چې پلار کورته راغی نو مور می دا جریان ورته تیر کړ پلار مې وویی چې موږ کی چا مکتب ندی لوستی ، ده ته هم ضرور ندی چې لږغټ شو خپل پلرنی کسب او کاردی وکړی (پلرنی کسب او کارمو سوداګری وه ). ما ډېر وژړل . د پلار راته خوا بده شوه موافقه یی وکړه. سبا کله چې له کوره وتو نو زما همځولی د کاکا زوی (نورحسن) می ولید هغه ته مې هم وړاندیز وکړ چې ته هم راځه . هغه زما وړاندیز ومانه هغه هم راسره د دارالمعلمین تدریسی معاونیت ته لاړ هلته مو معاونیت ته د ننوتو اجازه واخسته او دننه شوو ، که ګورم چې پرونی په ملی بس کی راسره آشنا شوی باغوانیوال وطندار په ډېر وقار د کار د میز تر شا ناست زموږ پر لیدلو راپاڅید ، زما له مرحوم پلار او موږ سره له روغپړ وروسته کیناستو او خبری یی زما له پلار او موږ سره په ډېره مهر بانۍ وکړي وی فر مایل موږ دوه تجربوی ښوونخي لرو يو په سپین کلی کی دی او بل په علاوالدین کی ، موافقه مو په سپین کلی راغله ، عریضه مو ترتیب او محترم عبیدی صیب پرې احکام ولیکل:  «امتحان سویه ګرفته شامل مکتب شوند» .

سبا د سپین کلی مکتب ته لاړو او هلته هم سرمعلم ایام الدین خان او مرستیال یی محسن خان )ډیره نیک برخورد وکړ آزموینه مو تیره زه او زما دتره زوی دواړه په پنځم ټولګی کې کی شامل شوو . دا دی نن له هغی نیټې څخه پوره دو پتځوس کاله تیریږی . د د غه ستر میړنی یاد کوم د چا له برکته چې نن په ټولنه کې د معلم ، ژور نالست ، لیکوال او شاعر په نومونو پيژندل کیږم ، د عبیدی صیب روح دې ښاد وی او یو ځل بیایی دوستانو ، کورنۍ او ګران زوی حمید الله عبیدی صیب ته د مړينې دکلېزی لما نځلو له امله تسلیت وایم( انا لله وانا اله راجعون )

*

- د استاد محمد اعظم عبیدی ځانګړی پاڼه

 

عبدالوهاب سرتیر: د معارف بحراعظم تهMP3