د يادونو په هېنداره کې

 

پوهاند دوکتورم.ا.زيار

 ١٥ / ٩ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-12-05 20:16:00 م

 

استاد عبيدي د پوهې او فرهنګ


د يوه پياوړي مخکښ په توګه

 

د۱۳۳۵ زده کړيزکال له پايته رسېدو سره يوولسم ټولګي ته تازه بريالی شوی وم او له ژمنۍ چوټۍ څخه مې په ګټه اخېستنه په هېلمند پروژه کې کارکاوه. يوه جمعه چېرې په کندهار کې د ښوونې روزنې د لوی مدير محمد اَصف خان خوګياڼي کره ور برابر شوم چې عبيداله خان حاکم اعلی صاحب يې هم مېلمه وو. په خبرو خبرو کې يې راته په ډېر ښاڅ و وياړ د خپل زوی کيسه وکړه چې په ادبياتو پوهنځي کې پر زده کړه بوخت دی، پښتو او پارسي کيسې ليکي، خپل اَر نوم يې محمد اعظم دی او د ده د نامه له مخې يې ځانته«عبيدی» لنډنوم ټاکلی دی.
په دې توګه مې عبيدي صاحب تر هغې دوه دوه نيم کاله وړاندې چې د مخامخ ليدو وياړ يې راپه برخه شي، په ناسوبتيا کې پوره پېژانده او هغه هم د يوه هڅاند ليکوال او استاد په نامه. هغه مهال يې د ښوونې روزنې مؤ سسې ته لار پيداکړې وه چې د امريکاد کولمبيا ټيچرز ټرېنېنګ کالج يا پوهنتون په مالي او مسلکي مرسته رامنځته شوې وه. دوه غبرګو شپېنيو ښوونځيو، ابن سينا او دارالمعلمين يې هم له څو لومړنيو ښوونځيو سره تر کالخوايۍ(قيموميت) لاندې ټيکاو لاره. مديران يې هم د هماغې مؤ سسې د مشرتابه له خوا ګومارل کېده چې زما د زده کړې پرمهال يې د ټولو مشري د خپل وخت د ښوونپوهنې او ټولنپوهنې دنوميالي استاد پوهاند غلام حسن مجددي پرغاړه وه. په دغه لړ کې ورته حفيظ اله دومره ځان ور نژدې کړی وو چې د ابن سينامنځني ښوونځي له مديريت سره يې په هماغه لومړيو کې «امين» لنډنوم يا ستاينوم هم ور ډالۍ کړی وو. د دغه «وفادار شاګرد» هم همدا نيکي سترګوته ولاړه وه چې د انقلاب پر لومړي کال يې د حضرتانو د ټولوژنې له نومليکه نوم ور غورځولی وو!
استاد عبيدي بيا پر خپل کار و زيار پوره باور درلود او پر خپل وار د لوړو زده کړو لپاره امريکاته واستول شو. له راستنېدوسره دکابل پوهنتون دښوونې روزنې پوهنځي استاد شو چې له هماغې مؤسسې نه رازېږېدلی وو او د پخوا په څېريې کالخوايي د کولمبياپوهنتون پر غاړه وه.
داچې په اړوند خپاره شوي ژوند ليک کې د نوموړي پوهنځي پرځای د سيد جمال الدين افغاني د ښوونې روزنې مؤسسې استاد ښوول شوی، زما له يادښتونو سره سمون نه خوري. که څه هم دغې مؤسسې هم راوروسته پرمختيا وموندله او اوس ګرد سره پر يوه خپلواک پوهنتون اوښتې چې سږکال ورته زه د خپل ښوونيز سفر په ترځ کې ديو ورځني لکچر لپاره ورغلی وم.
دومره مې پر ياد دي چې تراميني پېر راوروسته له څرخي زندانه راوتو سره مې د نورو پوهنتوني او فرهنګي دوستانو د لټون په لړ کې استاد عبيدي ژوندی وموند او ډاډ مې ورکړ چې د سرو لښکرو له راتګ سره سره يې د مؤسسې او کولمبيا پوهنتون دهمڅانګي او ټولګيوال د«بېطرف- بېشرف» او زنديو او زندانونو تور واکپېر نور پای ته رسېدلی او څوک ورته زغردې خبرې د پزې پېزوان کولای نه شي. هماغه وه چې د دوکتور
نجيب اله تر راپرځېدو يې خپل علمي دنده پرې نه ښووه. د «کمونېستي» انقلاب ناخوالې يې تر پايه وزغملای شوې،خو «اسلامي» هغه ته يې ټيکاو رانغی او له ماسره هممهال د خپل ګران هېواد پرېښوولو ته اړووت!
په المان کې له ټيکاو موندلو سره بياهم ارام کښې نه ناست او د خپل انجنير او فرهنګيالي زوی« حمید الله جان» په مرسته يې«اسمايي» مهالنۍ رامنځته کړه او له دې لارې يې د شاته پرېښي جنګ و جنايت ځپلي هېواد او هېواد والو د دردونو او کړاوونو د انګازه کولو چاره پرمخ بوتله.
ارواښاد استاد عبيدي له هماغو لومړيو نه د خپل نوميالي ليکوال او سياستوال ما ما، عبدالرحمن پژواک، تر سيوري لاندې دواړو ژبو ته په يوه سترګه کتل چې د پوهنځي د مهال کيسې يې له غورو بېلګو څخه ګڼل کېدې.
پر 1355کال چې ګوېتې انستيتوت له ما څخه په الماني ژبه د پښتو داستان ليکنې تاريخچه غوښتې وه او هغه هم يوازې په بره پښتونخوا کې. نو د خپلو اوږدو پلټنو په پايله کې مې مټې د دوو ليکوالو څرک و لګوای شو چې په ټوله نو مهالې مانا يې د لنډې کيسو دمخکښۍ وياړ درلود او هغه د ادبياتو پوهنځي پوهنپال او په ډېر ګومان همټولګيوال، کندهاری رفيق اشنا او ننګرهاری محمد اعظم عبيدي ول.
دا چې اړوندې خپرنۍ ټولګې يا کلکسيونونه خورا نيمګړي ول او يوه بېلګه مې هم پکې تر پايه و نه شوه موندلای، عبيدي صاحب ته ورغلم. ده هم کومه يوه راخوندي کړې نه وه او هسې يې په خوله راته د لومړۍ پښتوکيسې کيسه وکړه : اتل يې پر يوې مخپټې څادريوالې ښځې زړه بايللی او هغې هم تر ډېرو ځورونو او کړاوونو وروسته ورسره منلې وه، کورته ورسره ولاړه شي، خو همدا چې يې پر پالنګ باندې مخ ورلوڅ کړی وو، خپله کاوين (نکاح) ښکلې مېرمن يې وه!
له استاد سره زما له ځانګړو يادونو څخه يو دا وو چې د پوهنځي په ژمنۍ چوټۍ کې يوه ورځ له څو شاعرانو سره باغوانيوته تللی وم او بيا د دوی لوړې برجورې کلاته، خو له بده مرغه مو نه حاکم اعلی صاحب وليد او نه دی.کله چې بيرته کابل ته راستون شوم، په لټه کې يې شوم او له ليدو سره مې ورته کيسه وکړه. ده چې رانه د نورو ملګرو پوښتنه وکړه، تر فناساپی، عزيز الرحمن ممنون... وروسته د دلبر سمسور ساپي له يادونې سره چې د ممنون ماما کېده، موسکی شو او زياته يې کړه: « ولې هغه نور نومونه دې ور وانخېستل چې د ننګرهار درې مياشتنۍ پر مخ يې کاږي؟». ما چې ورته ځان ناګاره کړ، نو ده راته هغه ګرد په يوه سا را لړۍ کړل: محمد دلبر سمسور ساپی باغوانيوال سره رودی ننګرهاری!
ټوکې ټکالې او زغردې خبرې يې په دې د هرچا خوښېدې چې د پاک سپېڅلي زړه له ژورو يې سرچينه اخېسته او يو بېساری را کښون يي درلود. نور يې خندول، خو پخپله نه، او هسې به يې کله نا کله پر شونډو يوه نرۍ موسکارا و ځلېده. له لوښې او طبيعته همېشه داسې نيولی او جدي برېښېد چې تا به ويل، په لوستخونه کې شاګردانو ته لکچر ورکوي او يا ترې ازموينه اخلي!
د يوه داسې پوهيال او فرهنګيال انسان مړينه چې نيمه پېړۍ يې د خپلو هېواد والو په ذهني روزنه او روښانونه کې ټوله پوهه او هاند و هڅه پر کار اچولي، ډېره دردوونکې او خواشينوونکې ده. زه يې د يوه اوږد مهالي کورني او پوهنتوني دوست په توګه، په داسې حال کې چې يې له ټولو ويرمنو اړوندانو او دوستانو سره په وير کې يوځای اوښکې تويوم او خپلې خواشينۍ او خواخوږۍ ورسره شريکوم، هغه ارواښاد ته له بښاند او لوراند څښتنه جنتونه غواړم!
اروا يې ښاده او ياد يې تلپاتې!