د بېنوا وېب پاڼي نه په مننۍ سره

پنځه دېرش پښتو قاموسونه پر ليکه شوه

دمورنۍ ژبې د نړۍ والې ورځي په ترڅ کي قاموسونه ټکی کام وېب پاڼي شپږدېرش پښتو قاموسونه پر ليکه کړه. په دغو آن لاين قاموسونو کي د پخوانيو قاموسونو لکه د علومو د اکاډمۍ دپښتو پښتو تشريحي قاموس، پښتو دري قاموس اود پښتو انګليسي قاموس ترڅنګ داسي نوي قاموسونه هم پر ليکه سوي دي چي ترمخه په بازار کي نه وه. ددغو قاموسونو د آن لاين کولو وروسته پښتو د نړۍ د هغو سترو ژبو سياله سوه، چي ګڼ شمېر آن لاين قاموسونه لري.

د قاموسونو ټکی کام مسؤل چلوونکي احمدولي اڅکزي بېنوا وېب پاڼي ته وويل چي دی دمفتي حبيب الله قاسمي صېب په ملګري د کابلي تفسير په کمپيوتري کولو هم بوخت دی او ډېر ژر به انشالله د قرآن پاک پښتو ژباړه او تفسير په پښتو ژبه آن لاين کړي.

احمدولي اڅکزي و بېنوا وېب پاڼي ته وويل چي دی د پښتو ژبي د لغتونو په راټولولو بوخت دی او داچي تر اوسه يې تر شپيته زره نه زيات داسي لغتونه راټول کړي دي چي په هيڅ قاموس کي نشته. نوموړي هوډ څرګند کړی چي ډېر ژر به ټوله هغه ويونه راټول کړي چي په قاموسونه کي نشته خوپه ورځنۍ پښتو ژبه او ليکنو کي کارول کيږي .  داڅکزي په وينا ښايي ډېر ژر د راټول شوو پښتو ويونو شمېر تر يو نيم لک نه زيات شي چي دا به د پښتو پانګې د راټولولو تر ټولو ستره لاس ته راوړنه وي.

احمدولي اڅکزي چي پخپله په 7 ژبو خبري کوي ددې نه سر وټکاوه چي د پروژې ټوله کارونه يې يوازي ورپه غاړه دي. نوموړي وويل چي که دده سره نور افغانان ملګري سي نو به دغه پروژه لاډېره اغېزمنه سي. ده وويل چي ګڼ شمېر داسي قاموسونه سته چي د پښتو لپاره ډېر ارزښتناکه دي، خو د اقتصادي او نورو ستونزو له وجې تر اوسه ندي کمپيوتري کړل سوي.

په کندهار کي د بېنوا فرهنګي ټولني او بېنوا پاڼي ټول غړي دپښتو په تاریخ کي دغسي ستري لاسته راوړني ته په خورا درنښت قائیل دي او درست پښتانه ټبر ته دپښتوژبي د همدې پرمختګ په اړه مبارکي وایې او دڅښتن تعالی له ستر دربار څخه غوښتنه کوي چي د احمد ولي خان اڅکزي په څير زیارکښه او زیږه پښتانه د پښتنو ابیو په غیږوکي را وزیږوي موږ ویاړو هغه څه چي د افغانستان دولت او د علومو اکاډمۍ باید کړي وائې نن یوه پښتون په یوازي سره چیلنج کړه او دائې په زبات ورسول چي د پښتنو وینه او مینه لا اوس هم د خپل خروښه لوېدلې نه ده .

 لاندني پښتو قاموسونه نن  د وړيا کارونې لپاره پر ليکه سوي دي:

عـــــــــــــربي   ـ   پښتو ، 11682 ويونه، قاموسونه ټکی کام
چينـــــــــايي     ـ   پښتو  ، 15400 ويونه، قاموسونه ټکی کام
چېکسلواکي      ـ   پښتو  ، 4118  ويونه، قاموسونه ټکی کام
پښتو نويزونه     ـ   پښتو ، 6180 ويونه، استاد مجاور احمد زيار
هالېـــــــنډي     ـ   پښتو، 8793  ويونه، قاموسونه ټکی کام
ډنمارکـــــــــي        ـ   پښتو ، 4502  ويونه، قاموسونه ټکی کام
انګليســــــــي         ـ   پښتو ، 25000  ويونه، دعلومو اکاډمي افغانستان او قاموسونه ټکی کام
انګليســــــــي         ـ   پښتوکمپيوټر، 1200  ويونه
انګليســــــــي         ـ   پښتوشمېرپوهنه، 2500  ويونه، ډاکټرماخان شنواری
انګليســــــــي         ـ   پښتوسياسي، 400  ويونه
فــرانســــــوي        ـ   پښتو، 11500  ويونه، ډاکټرمحمداکبروردک ستايلی
المانـــــــــــــي        ـ   پښتوکمپيوټر، 1100  ويونه، احمدولي اڅکزی
المانـــــــــــــي        ـ   پښتو، 15218  ويونه، قاموسونه ټکی کام
المانـــــــــــــي        ـ   پښتو، 14250  ويونه، محمدحکيم نورزی
عبرانـــــــــــــــي     ـ   پښتو، 4600  ويونه، قاموسونه ټکی کام
هنګـــــــــــــري      ـ   پښتو، 11227  ويونه، قاموسونه ټکی کام
اېټالــــــــــــــوي      ـ   پښتو، 9437  ويونه، قاموسونه ټکی کام
جاپــــــــــــاني        ـ   پښتو، 21780  ويونه، قاموسونه ټکی کام
کوريـــــــــايي        ـ   پښتو، 14097  ويونه، قاموسونه ټکی کام
لاطينــــــــــي         ـ   پښتو، 4000  ويونه، قاموسونه ټکی کام
نارويـــــــــــژي      ـ   پښتو، 7000  ويونه، قاموسونه ټکی کام
پښــــــــتو             ـ   انګريزي، 16000  ويونه، دعلومواکاډمي افغانستان
پښــــــــتو             ـ   انګريزي کمپيوټري، 1198  ويونه
پښــــــــتو                 ـ   انګريزي استاد زيار، 6142  ويونه، استاد مجاور احمد زيار
پښــــــــتو                 ـ  دري، 26795  ويونه، دعلومواکاډمي افغانستان
پښــــــــتو                 ـ  فرانسوي، 12068  ويونه،ډاکټرمحمداکبروردک ستايلی
پښــــــــتو                 ـ   الماني، 11900  ويونه،احمدولي اڅکزی
پښــــــــتو                 ـ   الماني کمپيوټري، 1150  ويونه،احمدولي اڅکزی
پښــــــــتو                 ـ   پښتو زاهد، 34000  ويونه، محمدزاهدمشواڼی
پښــــــــتو                 ـ  پښتو تشريحي، 45000  ويونه، دعلومواکاډمي افغانستان
پولېنډي                    ـ   پښتو، 1500  ويونه، قاموسونه ټکی کام
پرتګالـــــــــي             ـ   پښتو، 6127  ويونه، قاموسونه ټکی کام
ســـانسکرت              ـ   پښتو، 1852  ويونه، قاموسونه ټکی کام
هسپانــــــوي              ـ   پښتو، 11200  ويونه، قاموسونه ټکی کام
سوېډنــــــــــــي           ـ   پښتو، 11000  ويونه، قاموسونه ټکی کام

 

خالد هادي حیدري