محمود نظری

دوه طنزونه

پوهکراسي

پوهکراسي عجبه ښه کراسي ده له دي لپاره چې خلک يو بل په پېر او پلور، معاملو اوزدوبندوکې ونه غولوي او خپله دلخوا سړی په اساني پيدا کړي د هر سړي په شا يې کسب ليکل شوي دئ .

جانان ته داپوه کراسی ډيره جالبه وه او د هر يوه شا ته يې په ځير ځير سره کتل د يوه پر شا ليکلي وه:

مخبر: دوه زره خلک پسی رهي وه او نارې يې وهلې ژوندی دي وي ښاغلی پهلوان جاسوس صیب!

د بل په شا ليکلي وه:ټالۍ څټۍ: پر هغه ډير خبريالان را ټول وه او هغه ورته په چینګه خوله خپل سر ګذشت بيانوه خلک لاس په نامه ورته ولاړ وه او هغه ته يې اشاره کوله

جلالتمعاب لوی ټولنیږ صیب!

د یوه په شا لیکی وه: جنایت کار

.د هغه د خلکو پسي دېخوا هاخوا کتل خلکو هغه ته کتلای نه شوه او سر په اشاره يي یو بل ته ښودی هغه دی ستر جلالتمعاب قصاب صیب .

خو زه د هغه له سترګو نه وډارشوم او ترې منډه مې کړه .

د لري مې د باجه خانې ږغ تر غوږشو د هغه خوا ته ورغلم د يو سړي په شا ليکل شوي وه :وطن پلورونکی، ډله ډله خلک يې شا ته روان وه او لس ټانکونه ورپسې او چورلکه يې پر سر څرخيدله

خلکو یو بل ته ښودی هغه دی محترم پوخ جوارګر صیب!

دیو بل په شا ليکل شوي وه:سیاسي مداری

کله چې هغه تیریده ټول سړکونه ورته بند یده او بیکاره خلکو لاسونه پسې پړ کوله .

خلکو یو بل ته ښودی :محترم د فېلم بدماش صیب!

د يوه بل پر شا ليکلي شوي وه :قاچاقبر هغه يو مټينګ ته وينا کوله او وروسته د هري خبري به په چکچکو بدرګه کيد ه . خلکو ورته ویل: ستر مافیا صیب!

د بل په شا ليکلي وه ګوډاګی

هغه ته ښه ځير شوم مخ يې خلکو ته ژړل او شا يې خندل

خلکو ورته له ډیری مینی ویل : ښاغلی ژړانوک صیب!

د يوه په شا هيچ نه وه ليکل ښوي هغه ته ورنژدې شم د هغه نه مې وپوښتل :

ایشت دېخوا !

هغه په بد ګمانه سترګو لکه تروریست راته وکتل:

ما وار در مخه کړ او ورته مې وویل:

- ولې ډارنه! بلا وهلی یې ستا پر شا ولې څه نه دي ليکل شوي ؟ په دی پوه کراسی کې بیله نومه ګرځې ،خاینه!

هغه راته وويل:

پام پام چې نور څه ونه وایي زه دا ټوله نومونه لرم دورځی له موډ سره سم هغه تر شا تړم . پوهیږی! زه اوغاني ساسيتمداريم اوغانی.

هله چور دئ هله!

هر خوا ته منډې ترړې وې چا ختیځ ته، چا سهیل ته چا شمال او چالویدیځ ته منډې وهلې، دې ځغاستو دوړې جوړي کړی وې او نارې وې :

دا زما دادئ!

دازما حق دئ !

هر چا يو شی په شا کړئ وو. چا تلویزیون چا بوغبند، چا موټر چا الوتکه او يو بياد یو ټول وزارت تعمیر ته رسۍ اچولی وه هغه رسۍ يې پر شا تړلی ولاړ او زورنه يې وهله چې هغه یوسی.

هغه کسان چې بې پلنډو وه په هغو يې ډزي کولې ځکه هغوی لاسونه تش او خطرناکه وه.

يو څوسپیرو بیا د افغانستان يوه ماته نخښه په شا کړی وه کله يې لوديځ اوکله به يې ختيځ ته منډه وهله تر څو هغه وپلوری.