حبيب الله رفيع

پرانيستى ليك


ستا د اتلولۍ اعلام مې ستا د اتل وياند له خولې واورېد!
څومره لويه اتلولي؟
څومره لويه قهرماني؟
څومره لوى جرأت او زړورتوب؟
او څومره لويه مېړانه؟
تا چاړه راواخيسته
او له هغه مظلوم مارغه نه دې سر پرې كړ
چې لاسونه او پښې يې دې څو اوونۍ پخوا ورتړلي وو
په قفس كې دې اچولى و
او ستا رحم وكرم ته ناست و
زه اجمل ښيم
اجمل نقشبندي
هغه اجمل
چې نه يې توپ درلود، نه ټوپك
نه يې چور كړى و نه چپاول
نه د امريكې په لښكر كې و
نه د كرزي
يوازې يو قلم ورسره و او يوه كتابچه !
په هغې يې هم د هېواد هغه پېښې ليكلې
چې ستا او انګرېز په نښته كې پېښيدې
هغه وحشت يې نړۍ ته رساوه
چې له جګړې نه راولاړ شوى و
او مظلوم خلك په كې مړه كېدل
هغه اوريې منعكساوه
چې بې ګناه خلك په كې سوځيدل
تا زړه نه درلود؟
چې د ده په هغه نمناكو، غمناكو او الواكو سترګو يې وسوځوې
چې په شپو – شپو يې ستا په قفس كې اړولې را اړولې
او ستا په وسيله يې د ټلويزيون په پرده
ګرزي او د ده يارانو ته هم واړولې
نړۍ ته يې هم واړولې
او په دې هم پوه شوې
چې هغه بېوزله او بې كسه و
بې ډلې او بې وسه و
ځكه هيچا هم د ده اوښكو ته اعتنا ونه كړه
هيچا هم دسمال راوانخيست
چې اوښكې يې پاكې كړي
كرزي ته يې له هيلو او زاريو ډكې سترګې ور واړولې
په خوله يې خپل خلاصون ترې وغوښت
خو هغه، دى ستا په قفس كې پرېښود
او هغه ضمير يې چې د پردو له پاره تپيدلى و
د ده له پاره ويده شو.
نړيوال هم د ده په غوښتنه غلي شول
اجمل يو افغان و
يو مسلمان و
څومره هيله يې چې له نورو كېده
همدومره يې له تا هم كېده
لكه څومره يې چې نورو ته الواكې سترګې اړولې
همداسې يې تاته هم تر هغې زياتې
هره شېبه سترګې اړولې او زارۍ يې كولې
زه چې همدا اوس هم د ده مظلومې سترګې راپه زړه كړم
زړه مې ودردېږي
ودرزېږي
خوړين شي
او د اوښكو چينې ترې وخوټكېږي
خو نه پوهېږم
چې تاته څنګه ستا وجدان اجازه دركړه
چې داسې ښكېله مرغۍ ووژنې
نه پوهېږم
چې تاته څنګه ستا ايمان اجازه دركړه
چې داسې يو مؤمن ووژنې
نو جزايې جهنم ده، تل به پكې وي.
بيا مې هم ټول ذهن سواليه، سواليه شي
چې څنګه ستا مسلمانۍ اجازه دركړه
چې د يوه بې ګناه مسلمان په مرۍ چاړه تېره كړې!
طالب جانه
هيله كوم
چې داسې اتلولۍ پرېږده
په خپل اسلام او ايمان ووېرېږه !
مسلمان مه وژنه !
او مسلمان افغان مه وژنه !
ځكه چې د بې ګوناه افغان وژل لويه بې غيرتي ده
او مسلمان افغان وژل لويه بې ايماني !