12.02.2015

ښاغلی عبدالقادر مسعود ته د خواخوږی پیغام


 

كه مرگ حق كه طبيعي دى
ماته وير د جدايي دى
پلار جلا له مانه تللى
دا وير ماته ابدي دى

په ډیرى خواشینی مو خبر ترلاسه كړ چی د ښاغلي انجینر عبدالقادر مسعود پلار
  الحاج احمدشاه مسعود په ابدی سفر رھي شو.

افغان فرهنګپال چی له ښاغلی انجينير عبدالقادر مسعود او د هغه د فرهنګی هڅو سره پیژندګلوی لری ، ټول د ده د ګران پلار د له لاسه وركولو په وير كى له ده سره ځان شريك بولی. الله ج دى د ده معظم پلار ته جنتونه په نصيب كړي. مونږ په دى توگه ده او محترمى كورنى ته يى تسليت وړاندى كوو او د الله ج له دربار نه ورته د صبر غوښتنه كوو.

غم دى نور د دوى له كورنى نه خداى ليرى لري.