14.10.2015

نور محمد غفوری

زما غم

 

نه مې غم د خپل فامیل او نه د ځان دی

داچې ډیر مې ځوروی غم د افغان دی

 

لویه خدایه په علت یې نه پوهیږم

چې د ولې قهرولی پرې آسمان دی؟

 

تر دا ټولو غمو لوی غم یې جګړه ده

سره وژني دواړو لورو ته افغان دی

 

هره ورځ سل او پنځوس میندې بوریږي

هر یو پلار یې د اولاد په ویر فغان دی

 

د ملت شتمنی څو زورواکو لوټ کړه

ولس خوار وچې ډوډۍ ته سرګردان دی

 

د فساد سردمداران زموږ مشران دی

شرارت له هرې خوانه را روان دی

 

چې زورګیر دی، فسادی دی شرانداز دی

د پردیو په خدمت کې قهرمان دی

 

منافق دی په خوله یوه او عمل بل کړي

د ملت غم ورسره نشته، تش د ځان دی

 

هغه نن زموږ په ملک حکمرانی کا

سرچپه د ترقۍ کاروان روان دی

 

راشئ ټول شو چې دا شر او فساد ورک کړو

ټول هغه چې مو هنوز بیدار وجدان دی

 

 غفوري چې اسلامي نړۍ ته ګورم
څومره وروسته پاته شوی مسلمان دی!

 

کابل- افغانستان

د ۲۰۱۴  میلادی کال د جون میاشت