09.12.2015

نورمحمد غـفوري

 

یوه چیغه یم، فریاد یمه، غزل یم

 

د ښایست په ګلســـتان دې مســت بلبل یم       

فرق یی نشته په (ماربورګ) که په (کابل) یم

عــاشقۍ کې زړه نــا زړه نه یم محبوبې         

د فـــرهـاد او د مــجــنون پــه تسـلســل یــــــم

سر تـر پښو نه ډک د مینې د احساس یم           

ســــرغـــندوی د عــــاشـقانـــو د محـــفل یـم

بی له تـــانه، یـم نیـــمګړی ژونـدانـه کې       

ســــتا تــر څـنــګه مســتغـنی یـــم، مکــمل یم

د بـــــازار د مـینې (لــــنډه کـیسه) نـه یم        

د رښـتیـــني محـــبـت بــــشـپړ (نــــاول) یـــم

ســتا د مینې له احــساس په زړه ډاډه یم         

ســـر مې لــوړ د عـشق او مـینې یـو مودل یم

په پــردیـو مـــلکو ډیــــر یـم ګــرځیدلی         

خــو پـه فکـــر او پــه خــیال د وطن خــپل یم

د نــــاکامـــو او کامــــیابـو عــاشقـــانـو         

یــــوه چـــــیغه یــم، فــــریاد یـمـــه، غـزل یم

امـــتـیاز تـــه پـه آخر صف کې دریـږم         

خـو چې ځــای د ســـــرښـــندنې وي، اول یم

زه د تـــیرو حادثــو په نغري پوخ شوم          

نـــــوی شـــوی ځـم، پـــه لار د مسـتـقـبل یـم

د ظـــالم او کــــبرجــن او دیکتاتور نه          

نـــه ویــریـږمــــــه،  د خــــدای پــه توکل یم

چې یـــادونه او فکـــرونه د حـسـین کا

(غـــفوری) د تا د خـیال د ټـټـر ګل یـم

 

12.11.2015