27.03.2015

اکبر کرګر

په لندن کې د ادبي بنډار پينځمه نا سته

د ما رچ په ۲۵ د ما ښا م  په شپږو اوشپږ نيمو بجو دکابل ريستوانت تالار بيا دخبرو،ادبي بنډار او بحث مرکز شو .د لته په دې ځای کې چې  دلندن په سوتهال کې واقع دی  دشعر اوادب مينه وال  په داسې حال کې چې دشعر کتابچې يې دبغدادۍ سيپارو په څير په تخرگونو کې نيولي وي  له څو میا شتو راهیسې په میا شت کې یو ځل را ټولیږي. د ستړې ورځې د دمې ايستلو او د هيواد د ياد په خاطر چې اوس ورو ورو د ماضي برخه گرځي  . او د وخت اوزمان گردونه پرې پريووځي او ځان ورکوي  .دوی ديو بل په ليدو دزړه سوبه کوي . ورو ورو مجلس توديږي، سپين تڼې دتل  په څير په خلاصه تڼۍ اوله خندا ډکه خوله غواړی د غونډې د جلالتمابي جلب په لاس کې ونيسې . شينوارې سوله مل چې د سوسولوف په څير دپردې شاته د غونډې دپرمخ وړلو پلان شوې دنده ورپه غاړه ده  دکيسو اوشعر دلوستلو له پاره دسپين تڼې په غوږونو کې  لکه دويلني مار کشيزي  . سپين ته يې خداې ورکوي اوخبرې پيل کوي :

 حضرت عظيمي چې تل له يو ې ښې  پيلامې  سره راځي نن يې بيا يو شعر وړاندې کړ . فکر کيده چې دا به هم طنزيه شعر وي . خو دا په طنز کې  داسې  ترخه وو لکه په حلوا کې چې دبورې پر ځای مالگه اومرچ  واچوې . شعر دلند ن دناخوالو شعر وو . ياران دحضرت دشعر په څرنګولی: رديف قافيه ، وزن اوحزن پسې نه گرزي خو هغه دچا خبره چې :

 چې دحضرت خوله هم لکه دمولا شاه گل داسې ده چې هر څه واي خوند کوي . په شعر کې هغوستونزو ته اشاره وه چې څنگه په غرب کې د ميرمنو اوميړونو ترمنځ درز راځې اوپه فاجعي پاې ته رسيږي ، داسې مالوميده چې څو ورځي ترمخه  يو افغان  په همدې  اويا داشان کيس کې ومړ .خپلوانو يې  ورته فاتحه اخيستي وه.شاعر اشاره هم داسې پيښو ته  وه .حضرت خپله پيک داره خولۍ چې دپوهنتون ځينو محصلينو به په مظا هرو کې پر سر کوله  له سره پورته، سر يې ښه وگرولو اوبيا يې بيرته پرې جوخته او سمه کړه اوخپل شعر ته يې پونده ورکړه .

ژوند مې په لندن    تشويشونه د کابل

په فکر کې دکار يم     پلټلنې کوم تل

يو څه پيسې چې راشي   حواله شي په شيردل

دا شعر د زياتو افغانانو د جاري ژوند يوه تابلو ده چې پخپله په بد  حالت کي وي خو له دوې نه په افغانستان کې توقع  له حده زياته وي  . د شعر په اخير کې وايي:

اروپا کې ډېره شوې جدايي ده 

نتيجه يې غرغره اوځان وژل

دی خو لاړ شي له دونيا فاتحه وشي

اولادونه وي په خلکو کې خجل

د دې کار نتيجه ټوله ځوريدنه

اوازه يې بيا خوره شې تر زابل

د حضرت اعظمي شعر په اوريدو سره ټول غلي شول خو يوه وويل په شعرکې داروپا دژوند ترخه حقايق ځاې شوي وو . په رښتيا چې په زړه پوري وو .

داعظمي  حضرت له شعر نه وروسته جدي خبري پيل شوې  نظيف الله تکل چې تل دښو اونويو شعرونو سره په غونډه کې گډون کوي .له نويو تصويري شعرونو سره پيل وکړ هغه وويل :

که بيا راغلي

تا به پوه کړي

ما دمړ څراغ

وروستۍ لمبی ته

خپله ټوله کيسه کړې

خو :

په دې شرط چې

ته رڼا بيرته تازه کړې . 

دهغه بل شعر په دې انداز وو :

پيل :

 ته دې سپرلي ته منتظره اوسه    

دا ځل چې دروح  دسيورې تصوير   

  تاته درليږم

  ته يې دبريتو   سپين ويښته  

 يو يو هماغسې ورتور کړه

 لکه يو وخت چې دې

له سکرو   زما پر شونډو جوړول  

 گوندي وشي چې له دې سره  

 دېوي شپې سحر هم بيرته له سره پيل شي    

اوماته   

 د يو شاعر دشاعری 

د پيل شيبې کاندې رايادې .

اکبر کرگر وويل : چې ته اوهر څوک ښه شعر ووايي نو ولې به دبيا ووايه غږ نه کوو. خو که څوک خراب شعر ووايي  بايد محاکمه يې کړو . دتکل  شعر  دغربت دچاپيريال شعر وو ، زموږ په غربت کې هغوۍ چې له وطنه شاعران راغلي وو هماغسې په وطن کې دهماغه وخت په سطحه کې پاتي شول خو هغوی چی په ځان کار وکړ اوفطري ېې ددغه هنر سره مينه وه  هغوۍ ورځ په ورځ پر مخ ځي . دتکل هر شعر له ورځي بلې فرق کوي . دتکل دا بيت چې وايي :  ته يې دبريتو   سپين ويښته  

 يو يو هماغسې ورتور کړه

 لکه يو وخت چې دې

له سکرو   زما پر شونډو جوړول 

دېوې ژورې نستالژيا نماينده گي کوي . په پای کې يې خپل يو غزل ولوست :

سپرلي گلونه رنگ په رنگ زيږوي

دلونگ تخم خپل لونگ زيږوي

واړه کبا ن يې زيږولي نه شي 

دانهنگان دي چې نهنگ زيږوي

دې زمانې راسره قصد اخيستی

چې هر خوشال ته مې اورنگ زيږوي

داځيني ځينې غرنۍ پښتني

پگړۍ دقام اوسوچه ننگ زيږوي 

تکله ستا دغزلو ملکه 

نن دسازونو مست اهنگ زيږوي 

په دې غونډه کې چې يوه نگه افغانې غونډه وه له نيکه مرغه په کې غلام حيدر يگانه درې داستان ليکوال اوشاعر  اوښاغلي  دستگير نايل ددرې ژبي ښه شاعرهم گډون درلود له ښاغلي يگانه نه غوښتنه وشوه . چی خپل شعر ووايي  هغه وويل : سره له دې چی زه دپلان نه بهر راغلي يم اوزه ډېر خوشاله يم چې دډيرو ښو فرهنگيانو سره لکه   . . .. گورم زه به يو سپين شعر تاسو ته وړاندې کړم :

شهر بی نام :

درين کوچه   

منترې هست که شيرِ مادر رارویِ مشاب سازد

کيميايي که شاه توتِ همسايه را خربيدي گرداند

وتنوري که درتوفانش بازارِ کشتي رونق يابد 

در اين جا

کباب می گيرد از پهلویِ سگ ِپيرش ،چوپان

دراکواريوم بير فقط تازه می ماند سلام

وجيره می دهد گنجشک ، جيک جيک را به تمام

دراين خانه

نان جاسوسي نوه را مې خورد پدرکلان

به طمعِ خونبها ،فرزند را می دهد مادربه نظام

وبا چکمه ُ غير مې فشارند حلق يتيم را زمامداران

اين قوم را به منطق مور رسان در خودي شناسي

به جبلتِ ماهي درموسم تخمريزي

به شکوه فيل درنوحه بر مرگ همنوع

ای نان افرينا!

نام ده اين شهر را نام!

صوفيه ۱۳۸۸

د يگانه د شعرونو اورولو  وروسته اکبر کرگر وويل : زه په رسمي غونډو اوجلسو کې له گډون نه ستړی يم زموږ غونډه يوه فرهنگي هغه ده لږ څه بايد ازادي ولرو .زه به درته ديگانه صيب په باب يوه کيسه وکړم . ما  په شپيتمو کلونو کې په راديو افغانستان کې کار کاوه . هغه مهال به خبرونه له باختر اژانس نه راتلل په يوه خبر کې دغلام حيدر يگانه نوم وو . يا راپور تاژ وو ، خو راپورتر دغه خبر په پښتو ژباړلي وو اودده نوم يې هم ترجمه کړي وو ليکلي وو . يواځينی غلام حيدر.  نو ديگانه صيب سره زما پيژندگلوي له همدې ځايه شوې ده . وروسته سپين تڼي له کرگر نه غوښتنه وکړه چې خپله کيسه ولولي .

اکبر کرگر دا وار يوه سورريالستيکه کيسه د ((سرگردانه ارواحو ))په نوم ولوستله  چې داوريدونکو له خو ا استقبال شوه.  په دې کيسه ځينو کسانو تبصره وکړه له هغې جملې  سليم حيات ډيره ژوره اوپه زړه پورې ټکو ته اشاره وکړه .

هغه وويل : کيسه دمکالمې په بڼه وه . چې هلته ارواحگانې خبري کوي . خو محتوی يې زموږ دټولنې يو واقعيت دی . هغه په ملاتوب باندې په پښتنې ټولنه کې وغږيد  وې ويل چې ملا داسې کلاس دی چې په جرگه کې دگډون حق نه لري دا ځکه چې له قومي اوقبيلوې جوړښته په ټيټ کلا س کی راځې . هغه په کيسه کې درې ټکي برجسته کړل : يو داچې بشر ازاد دی . بله داچې ازلې برخي دتامل وړ دي . اوبله دزمان اووخت مساله وه چې په دی دريواړو مسالو چې له داستان سره يې اړه درلوده اودشيطان له خولي ويل شوې وو چې :دده (کرکتر ) په ټنډه کې همداسي کښلي وو.  چې دا ملا معتصم بايد دداسې گناه مرتکب شي ، خو کرگر په ټوکو ووېل گوره څه چې شيطان  وايي هغه زه نه وايم  . خو دشيطان په خبرو لږ غور په کار دی . شيطان يو زمان مقربه ملکه وه . په اوم اسمان کې يې ملايکو ته درس ورکاوه  خو چې زموږ بابا ادم ته يې سجده ونه کړه  نو تاسو وليدل چې ورځ يې له بن لادن نه هم بده شوه .

بيا يې دعرفاني اوفلسفي ليدلوري اړونده پوښتنو ته  ځواب ورکړ .

بايد وويل شي نظيف تکل هم وويل دا کيسه بيخي نوی مضمون لري . دفرخندي مرگ ډير څه بربنډ کړل کرگر لا دمخه  دا ليکلي وه  .حضرت وويل زه دغه ددين ددوکاندارانو  ډېرې  کيسې لرم . همدا بې علمه ملايان د ې چې دفساد اوفاجعي بنياد گرزي .

سوله مل هم وويل د کيسې  مکالمي اوفورم  يې په زړه پورې دي  .

استاد  جما ل الدین اشنا وويل په دې کيسه کې چی دکميدې الهي يادونه هم شويده.ددانته اوبياتريس ياد اوداستان کرکتر  چې په دوزخ کې دملا معتصم پسې سرگردانه دی   ښه فکتور دی چې لوستونکي اړکوي  چي ددانته اثر هم وگوري .

د غونډې په پاې کی وکیل سوله مل شينواري خپله کيسه ولوستله چې  هغه هم داوريدونکو له خوا ښه استقبال شوه . په دې کيسه کې زموږ دمحرومي ټولني ډيرو پټو مسايلو چې ویل او څرګندول يې شرم دی په هنرمندانه توگه ويل شوي وو . کرگر وويل ددې کيسې ښه والي دا وو چې نوی مساله يې درلوده . اولنډه هم وه . دا کيدای شي لږ يې رواني ابعاد نور هم وغځيږي .  سپين تڼې هم په خپل وار دکيسې ستاينه وکړه  اوپه محرومه ټولنه کې يې داجباري وادونو اودښځو سره جفا اوتیری اوهمدا راز دېوي متاع په توگه ښځو ته کتل بايد نور بربنډ شي دا چې هر څوک پيسې لري ددې مانا نه لري چې  د هر څه حق لري. ښځه هم انسان دئ . داوسنی شرايطو قوماندانان اوجنگ سالاران دانسان په جامه کې څلور بول دي .

سليم حيات وويل ملايان داډول کيسو ته دترسکون کيسه وايي .دشينواري سوله مل دا ډول کيسې چې دشهواتو په باب دي ځيني کسان فکر کوي چې زموږ ټولنه يې برداشت نه لري . خو خبره داده چې دا ټولنه به تر څه وخته بی برداشته وي  بايد بنديزونه مات شي . دا مسايل دادم اوحوا نه راهيسې جريان لري .

سوله مل شینواری د خپلو دا ډول کیسو په ننګه وویل : زما په کیسو کې بربنډې خبرې او تصویرونه  وسیله ده نه هدف .

غونډه د شپې په لسو بجو پا یته وریده .