18.11.2015

سليم شاه  

د لندن ميشتو ليکوالو او شاعرانو د دې مياشتې غونډ

 كابل د جنازو ښار

 

 

د كابل فضا زموږ په ننۍ هنرې غونډه هم خپره وه دلته د كوم سوډر پوډر نمانځ غونډه نه وه چې يو چاته ښه راغلاست ووايو اوديو چا بې ځايه ستاينه وكړو۔ يا زموږ د خلكو په اصطلاح له پشم نه پشم خان جوړ كړو · دا زموږ مياشتنۍ غونډه وه · تېره مياشت چې هيواد د خونړيو پيښو شاهد وو · كابل د جنازو په ښار بدل شوی وو· موږ يې له زر گونو مايلو ليرې خپه كړي وو · خبره خو همدا ده له دې خو بله درنه غميزه نشته مه څنگه  ؟

كلونه كلونه وشول چې دكابل ښار  دافغانستان سمبول، دجنازو په ښار بدل شوی دی · ارواحگاني سرگردانه دي · په ليارو اوكوڅو كې، په پليواو واټونو، دلويو بلډنگونو په مخ اوشاه كې  ارواحگاني سرگردانه دي · دسترگو په رپ كې ديوالونه اسمان ته رسيږي پورته کيږي  · خو انسان پكې نور هم خواريږي،ځوريږي اوترې تيښته کوي  · انسان نور هم ځان وركوي · ځکه نو موږ هم دديدرو په قول چي(( له انسانه پيل كوو اوپه انسان يې پای ته رسوو ))· انسان چې په دې جونگړه كې نور هم ځان خوار اوكوچنې احساس كوي۔  وحشت په واټونو، اوكوڅو كې په لويو لارو اودښتونو  په ورشو گانو اوځنگلونو ،غرونو اوهوارو كې دارواحو پسې سرگردانه دی۔کيسه يې ورځ تربلې خونړۍ کيږي  ·

په زړه پوري داده چې دا اوس چې څه ليكو دانسان له دريځه يې ليکو ، اودانسان په اړوند يې ليكو · خو تردې دمه مو پام وي چې د انسان په نوم يوه٬٬ اشا٬٬ بل  انسان شكنجه كوي ، انسان ډوله  د انسان په مرۍ چاړه ږدي اودتورات يوه كليمه ده  چې وايي (( دا يوازې انسان دې چې ورته وايي ته به نن  وژل كيږي)) · انسانډوله بل  انسان په باروتو كښينوي ۔  هغه الوزوي  اودا ټولي چارې دانسانيت په نوم هم نه كوي  بلكې په هر گام كې دلوی الله او دالله اكبر ناره كوي  · يعنې چې الله لوی دی · داسلام په نامه يې كوي · خو که دځنگل ځناوروگورو ۔هغوۍ  هيڅكله بل نوع ځناورته زندان نه جوړوي ·هغه نه بندي كوي · هغه نه وژني · دهغه په مرۍ چاړه نه ږدي  دهغه په  گيډه مرمۍ نه ننباسي · خو كيدای شي دخپل نوع نه بغير حيوان څيري كړي · بد چلند ورسره وكړي · خو دالله نوم هم نه اخلي · خو دانسان په نوم يو(( انتروپوس)) دا كاركوي ·

دې خبري ته راځو چې په انسان كې دوه گونې ځانگړني پر مخ ځي · يو رحماني اوبل يې وحشي اوحيواني · كه له رحماني يې تېر شو چې دډير متمدن ، ډير عالي انساني سجاياو نماينده گي كوي ، نو حيواني ته را ځو ·هغه  څه چې په دوه پښو گرځيدونكی  اود دوه لاسو لرونكی  چې خبري هم كوي · ځانگړنو ته را ځو · توماس هابس ډېر ساده تير شوی دی · اويوه خبره يې كړي ده · چې (( انسان دانسان ليوه دی ·))كاشكي چې هابس ژوندی وايي او په شينوارو كې يې هغه خلك ليدلي وای چې دبمونو په ډيريو كښينول اووالوزول شول · كاشكې چې هغه ماشوم يې چې دمور وپلار په مخ كې يې په ننگرهار کې څيرې كړ اوبيايي مور اوپلار هم ورووژ ل · اوپه دې ټولو حالاتو كې يې ((دالله لوی دی)) كليمه هم په مرداره خوله  تكراروله · په غزني كې يې اوه تنه مسافر حلال كړل ·جسدونه يې له سرونو سره اقاربو ته واستول · اودكابل ښار يې دماتمونو په ښار بدل كړ · دجنازو ښار يې كړ · دالله اكبر چيغې يي هم ورسره جوختي تكرار شوې ·  

***

هسې خو دادنومبر مياشت په لندن كې سپين سهار هم تورتم وي خو له نيكه مرغه چې  په څنگ كې مې سپين ناست دی · سپين، تك سپين تڼې دريادوم · هغه ناست دی ·دغونډې خبرې ته ټول په تمه دي · سوله مل شينواری دنظيف الله تكل سره  دمعمول اومقرراتو په خلاف ناوخته راورسيد · دسيال شينواري اودكامه وال خو هډو درك نشته لكه چې په برنت كراس كې كافي څښي اويا خو کيدای شي بل چيرې بوخت وي هغوۍ خو هسې هم دپردې ياران دی ۔خو غير حاضري ورته کيدای شي لوړ بيه تمامه شي ·  خو له نيكه مرغه اعظمي لغمانی ناست دی · لكه دختيز لوري چې لمر را وخيږي اودلغمان په کڅونو خپلې وزرې خپرې کړي  · خوپه دې لړ کې  يو چا له سوله مله نه وپوښتل :

 ولي ناوخته راغلي ؟· هغه سمدواره وويل . په خولا چې  داوسني نظام يو  جنگ سالارله يوه ځايه تيريده ټولي لارې يې بندې كړې وي · بل ورته وويل : ته په لندن كې يې اوخبرې دكابل دشش درك نه كوي ·

 هغه ځواب وركړ · خبره سمه ده  خو زه دانگليسې فيلسوف باركلي په باور يم هغه به ويل: هغه څه چې زما په ذهن كې دي هماغه سم دي نه بيروني دونيا · زه دخپل ذهن تابع يم · زه چې دشپې ويده كيږم  ټوله شپه ببر اوږيره ور كابل په خوب کې وينم · نه دا خوی اوصابوني لندن ·

په دې گپ شپ کې چې سوله مل خپل سر ددسپږنو جنگ سالارو له لاسه په سوکانو واهه  نظيف الله تكل غونډه پيل كړه : هغه يو لنډ اوتصويري شعر ولوست  اوله هغه وروسته سوله مل دخپلي كيسې په لوستلو پيل وكړ · خو دهغه دكيسې نوم هم(( هلته چې لوې جنايتكاران هم ازاد گرځي))  تر سر ليك لاندې وه ·

دسوله مل كيسه لنډه هنري ادبي كيسه وه · خو كيسه داسې يوې هنداري ته ورته وه  چې كه سړی ورته گوري نو خپله څيره په كې نه ويني  بلكې دافغانستان ځنگل ټولنه په كې گوري۔شير چور په کې گوري ۔ يا داچې :  هلته چې تعويذ گر ناست دی  دوه درې زاړه دقصه خاني چاپ كتابونه يې يو په بل ايښي · زړې عينكې چې په يوه كې درز هم دی اودبلي سترگۍ ډنډه يې په تارونو كلكه تړلي ده  ،خلكو ته تعويزونه څاښتونه  ، دودي او نور۔۔ وركوي · دشاه دو شمشيره دزيارت مجاور ويني چې په زير زمينې كوټه كې ديوې فاحشه خاني مديريت كوي · دشاه دو شميره ددوه شمشيرونو لاندې اودجنډو لاندې نوري ناروا گاني هم كوي ۔  خو څو تنه لنډه غر را ځي دالله اكبر پاكه كليمه وايي۔ فرخندې ته اور اچوي   اوبيا پرې موټر خيژوي۔دپارلمان يو وكيل حنفي چې له خولي يې اوبه رواني وي دهمدغه لنډغرو نه دفاع كوي · دفرخندي جنازه  دلومړي وار له پاره دمعمول په خلاف  دښځو په اوږو هديرې ته وړل كيږي اوخبيث اخصلته مفسد فی الارض  والفنا مولانا  ورته نږدې هم نه پريږدي· ميرمني وايي نور رجاله يا ښځنوك حق نه لري داسې مقدسه جنازه خاورو ته وسپاري ·

دفرخندي روح اوس هم دكابل په اسمان كې سيورې كوي · دفرخندي روح دهغه ناهيد له روح سره يو ځای شوی دی چې د۱۳۹۲ كال په لومړيو كې يې ددريم مكروريان له پنځم منزل نه ځان را وغورځاوه اودتل له پاره يې دتوپك والاو په تندې دشرم اوننگ داغ پريښود ·

اوس هم دفرخندي روح دكابل دواټونو له پاسه گرځي · اوس يو بل روح هم دفرخندې روح سره يو ځای شو · هغه د((رخشانې)) روح وو ۔هغه سنگساره شوه · دهغې گناه هم داوه چې يو ه ځناور اووحشي حيوان  سره يې دوصلت تابيا نه كوله · دغه خيرن ، وحشي  ځناور  چې يوازې دلوي الله نوم دمنافقت اورذالت دكړني له پاره كاروي   له هغه مخ اړوي نو سنگساره كيږي · دري واړه ارواح ددين په نوم  ددډيرو رزيلو اوشريرو ځناورو موجوداتو له لاسه ووژل شوي  اوبيا شكريه هم ددې كاروان په مخ كې ودريده په ترخه خندا يې چې دتاريخ اوپيړيود تورتم زړه يې وچاوه او رڼا يې كړ، وبريښيده · داسلاميت اوديانت په دعوه دارانو يې لعنت اونفرين باد كړ · خوله بده مرغه څو تنه کودن او بې فرهنگه دداعش په پل پل ږدي اودخپل ملک دورانولو له پاره بيل اوتسکوره را اخلي چی په دې ډول له   پرديواخيستل شوې  پيسې هضم کړې نو ستونی پړسوې اوچټيات بادوي ۔ دننگرهار په پوهنتون کې چې يو وخت دعلم ،زده کړې اومعرفت مرکز وو په رڼا ورځ خپل بيرغ اوچتوي ۔

نو سوله مل شينوارې هم  دهيواد دداسی حالاتو نه لنډه كيسه جوړه كړي وه  · هغه يې ولوستله · هر يو پرې خپل نظر ووايه ·

***

دسوله مل شينواري ددې کيسې په اړوند چې کله خبرې پيل شوي کرگر وويل : دا کيسه نسبتا په نوې انداز کښل شوي ده ۔ ليکوال دلومړي شخص چې راوي هم دی دهغه دليد له زاويي کښلي ده ۔ خو سيامک هيروي وويل :  زما په نظردکيسې  هنريت  کمزوری وو ۔ يوې مقالي ته ورته وه ۔ يو روايت وو۔ چې پيښې يې ښې نه وي تصوير شوې ۔کيسه بايد په انځورونو اوتصويرونو پر مخ ولاړه شي ۔

خو ولي عبدالله ناروغ بيا وويل چې دا کيسه دليکوال دتيرو نورو کيسو په څير نه وه ۔ دا کمزورې بريښيده  پخوانۍ کيسې ېی ډېرې په زړه پوري وې ۔ خو نورو کسانو دومره زيات څه ونه ويل ۔ کله چي سوله مل شينوارې ته وار ورغي  هغه لا خبرې نه وې پيل کړې ۔ چې کرگر بيا وار واخيست  اودسيامک دخبرو په ځواب کې يې وويل : زما په نظر کيسې ټول معيارونه درلودل ۔ کيسه په فرمايش نه کښل کيږي اونه خو په داسې ډول چې يو اوريدونکي اولوستونکي ووايي چې بايد داسې وای اوداسی واې ۔ هغه ديوي هنري پديدي په توگه دليکوال دذهن له غلبيله تيرېږي ۔  خو زموږ ليکوال اوس هم دابراهيم يونسی د((هنر داستان نويسې))  په پاڼو کې لکه زخمې پتنگ  بند پاتې اووچ شوی  دي ۔ دهغه زړو معيارونو نه يو انچ هم پورته نه ځي ۔حال داچې  دکافکا ،استور ياس،بوتزاتي  اونورو کيسو دا زاړه چوکاټونه مات کړي دي ۔

 سوله مل هم چې زړه يې صبر نه کاوه په خبرو کې را ودانگل اووې ويل که زما کيسه دپنځو کالو دمخه کيسو په څير وي نو بايد وې نه ليکم ۔ بله دا چې په کيسه کې تصوير شته اوښه ډير شته ۔ هغه نور توضيحات هم په دې اړوند ورکړل وې ويل: چې دا زموږ دټولنې دروانې غميزې يو انځور دی ۔ زموږ په ټولنه کې  ارزښتونو خوره کړې ده۔ بد اخلاقي،غارت اوچور وچپاول په فرهنگ بدل شوی دی ۔

دسوله مل په كيسه باندې له خبرو وروسته  ښاغلي محسني هم خپله ادبي ليكنه يا كوچنوټې مقاله ولوستله · چې دهيواد اوپه تيره دكابل وروستيو جنازو ته په كې اشارې شوې وي · هغه دمقالي په سر كې وويل : (( تاريخ به ياد دارد كه اوهيچ گاه قوم ،دين خاص را مخاطب نمې ساخت ، وهميشه مخاطبش انسان بود ، وهدفش فلاح ورستگاري انسان ! اينك چه شده است ، كه پيروان اين دين كشتن انسان را ايين خويش ساخته  ،بابريدن گلون كودكان تكبير ميگويد · وازكشتار انسان به رقص ميايند · ! تاريخ مات ومبهوت مانده است ، ودلش از دست علمای مسلمان وجهان اسلام بد ارمده ،با خود مې گويد يك بازي خطرناك ديگر با دين دگر ! به ياد سهيون وايجاد حزب سهيون می افتد وصحنه های خونين زيادې را به ياد می اورد · ومادرانه به حال بشر خود خواه خيره سر مي گيريد ! گفتار نخست از همين جا ربط می گيرد ،به لب خند تاريخ دروطن ما · ))

دښاغلي محسني له ليكني وروسته له اكبر كرگر نه غوښتنه وشوه  چې خپله كيسه ولولي · هغه خپله (( دستورو شمير)) په نوم لنډه کيسه  ولوستله  اوخبري هم پرې وشوي ·

سوله مل دکرگر دکيسې په اړوند وويل: په دې کيسه کې هم پيښه ډيره برجسته نه تر سترگو کيږي ۔ خو عاطفي بار يې ډير دروند دی ۔ اوپه نوی روال کې ډيره په زړه پورې کيسه ده ۔ سيامک هيروی هم وويل په کيسه کې چې په خوږه ژبه کښل شوې ۔ نستالژيا يې ډيره پياوړي ده  ۔ اودا جوتوي چې زموږ هغه ځوان نسل چې له هيواده ليرې دی  دبې هويتۍ له بحران سره لاس وگريوان دی ۔

غلام حضرت لغماني اعظمي ساپي هم دکيسې ډيره ستاينه وکړه ۔ وې ويل ۔ دا دکيسې ويل هم دملا شاه گل خوله غواړي کرگر يې نه يوازې ښه ليکي بلکې ښه يې لولي ۔ سپين تڼي دپير محمد كاروان يو ډير په زړه پورې غزل ولوست ·

دغونډې په پای كې دپير محمد باوري نه غوښتنه وشوه چې خپله كيسه ولولي · هغه په سر كې دخدای بخښلي نوميالي يو شعر لومړی ولوست  په دې ډول :

توره تياره وه ، اونيمه شپه وه ·

خوږه خوږه وه  زه اوهغه وه

پسته پسته وه ·

خو مالټه يوه وه ·

باورې له هغي وروسته  ډيره اوږده كيسه چې نوم يې وو دنيكمرغی ورځي ولوستله په دې كيسه كې چې ديوپنډي خوب دی ،خپل محروميت په كې ارضا كوي ، په خوند سره  ټولو واوريدله ·

همدارنگه دشعر برخه هم داوسني حالت نه اغيزمنه وه  ولي عبدالله يو دوه شعرونه ولوستل · اوبيا نظيف تكل هم يو شعر ولوست غونډه دشپې په نهو بجو پای ته ورسيده۔  

لندن دافغانستان دسفارت ودانۍ

 د نومبر ۱۵