30.12.2015

د خوشال کونړي مزاروال

غبرګون

لنډه کیسه

جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې خاتونه سره د دوو لوڼو او یوه بوتکي زویه، د خپلوانو واده ته تللي، پلار یې حسن خان اکا په کور کې له خپلې لور سره پاتې دی، خو د ماښام په لمانځه کې، د پورې کلي توکل اکا  د مېرمنې، د ناڅاپي مړینې له کبله،  چې د دوی له نږدې خپلوانو څخه وه،خبرېږي. د لمانځه وروسته په منډه کور ته راځي. لور له پېښې خبروي. لور یې ورته وایي:

- پلاره! خپل هغه، چې په بده ورځ  پکار شي، او بیا توکل کاکا خو داسې سړی دی، چې په ښې بدې کې کلک راته ولاړ دی. تر ټولو ړومبی رارسېږي. نو بیا تاسې خو بویه ژر تر ژره ورشئ، چې د غمونو بوج خو یې لږشانې سپک شي. پلار یې وایي:

 - زه خو تاسې یوازې نشم پرېښودلای. که ځان سره مو بیایم، کور به څنګه شي؟ نه چې په کومه بلا واوړي..... خولور یې له ځنډه پرته وایي:

- زه به په کور کې پاتې شم!  زما په باب اندېښنه مه کوئ! سپی خو کور کې شته. خو له ځانه سره بیا موسکۍکېږي. د وربل ویښتان یې چې په سترګه راپرېوتي دي ، د ښي لاس په ګوتو پورته کوي، او د غوږ له پاسه یې ږدي، او خپلې خبرې لاپسې غځوي:

- پلاره! ډېره اندېښنه مه کوه! د وسلې په چلولو پوهېږمه! او بیا یې هغه ورځې مخې ته نیغې ودرېږي، چې پلار به یې دې ته اړ ایسته، چې وسله ترې واخلي. او د نښې ویشتل ترې زده کړي. بختورې ته د هغوی په کلا د راسواره غره ناو، د وسلې د زده کړې، او د نښې نیولو مناسب ویشتنځای وو، چې اوس به یې کله ناکله  ګیدړان، شرمښان، زرکې او سوۍ په نښه کولې.....

د حسن خان اکا زړه د خپلې لور په خبرو اوبه وڅښلې. تګ ته یې هوکړه وکړه. د تندي ګونځې یې خورې غوندې شوې. وې ویل:

((چې داسې ده نو، پام کوه پام دې د خدای وي  .راشه!  د کلا لویه دروازه وتړه. سپی هم ایله کړه. ګوره چې چاته دروازه بېرته نه کړې.  ولو که هر څوک وي.))  دا یې وویل. له کوره ووت، او پورې کلي ته پورېوت.

بختورې لویې دروازې ته لوي کلف واچولو. لاړه سپی یې په انګړکې خوشې کړ. سپی نه وو .سم ځناور وو. د غره په لیوانو یې هم سترګه نه سوځېده. خپله لاړه. په کټ کې نیولې شان پرېوته. هغه چېرې هم د شپې له خوا یوازې نه وه پاتې شوې.....

بختوره چې عمر به یې د شلو- دوه ویشتو کلونو تر منځ وو، بې درېغه پیمخې وه. جګه ونه، غټې د هوسۍ سترګې چې د تورولو په وخت کې به نورې هم زړه وړونکې کېدې، نرۍ پوزه، سپین ته نږدې غنم رنګې، تور ګېډی ویښتان، او په غوښو پټ تن.....

تر ډېره خوب نه ورتلو. د سوچونو په نړۍ کې سرګردانه وه. ټوله نړۍ یې خپله وه. د نن شپې یوازیتوب په لاس ورکړې وه. د مشغولتیا لپاره یې څوک نه درلودل. یوازې سوچونو سره یې زړه خواله کوله. مشغولېدله. تر هر څه ړومبی یې هغه زېړی مازیګری سترګو ته ودرېد، چې له زیات ټینګار وروسته یې له پلاره ټوپک واخیست. د لومړي وار لپاره یې په ټوپک نښه نیوله، او ډز یې کاوه. زړه یې بې واره درزېده، ته به وی، له سینې بوټ راوځي.  د ډز کولو په وخت کې یې دواړه سترګې پټې کړې. خداې خبر، کوم ځای یې وویشته. یوه شېبه یې په شونډو خوښۍ ونڅېدې. ښایسته شېبه په اند کې شوه. بیا د مستې ځوانۍ په ګلبڼ ورسمه شوه. د کلي یو یو خیالور ځوان یې تر سترګو تېروو. خو په یوه یې هم سترګې نه خوږېدې. او یا به داسې برېښېدله. همداسې د ځوانۍ په خوږو خوږو سوچونوکې اخوا دېخوا ګرځېده. ځکه یوازې پاتې وه. خوب هم نه غوښتل، چې د سوچونو تناب یې پرې کړي. ګونډې یې ورته وهلې وې. د انتظار شېبې یې ورته وېستې....

شپې نیمې ته ځان جوړاوه چې د بختورې سترګې مرغۍ مرغۍ شوې. لاس یې لاټین ته ورووړ. غوښتل یې چې رخصت یې کړي، خو زړه ته یې څه پرېوتل. د لاټین روښنایي یې کمه کړه. د خوب تابیا یې ونیوه، او سترګې یې پټې شوې.

بختورې به لا یوه سترګه خوب نه وو کړی، چې سپي بده ورځ ونښلوله. هیبت وهلې له خوبه راپورته شوه. سپي خوله په خوله نه ایښوده. شور او زوږ یې جوړکړی وو .کله  یې کونجونو ته غپل. کله به یې منډې کړې د کلا په تمبو به یې خپړې لګولې. د بختورې رنګ زېړ زبېښلی وتښتېد. ترهه او واهمه یې په تن ننوته.

یخني  پسې واخیسته. ژامنې یې وړچېدې. ژبه یې په تالو کې وچه وچه شوه. وېرې او ډار یې د ذهن او روان واګي د سوچونو په لورراښکودل. له ځانه سره یې وویل:

ـ  (( موږ خو له چا سره دښمني نه لرو. پلار خو مې هم بې بدو سړی دی. غټ ورونه  هم نه لرم، چې چا ته به یې په سپکه کتلي وي. له پخوانو او خاورې شوو هم راته کومه بدي نه ده پاتې، چې اوس یې غچ اخیستل غواړي. نو دا به څوګ وي؟)).

بېرته یې اند تغیر مومي. وایي:

- (( اوس خو د جوارو وخت دی. کېدای شي کوم غرنی ځناور: ګیدړ یا شکوڼ پټیو ته د شټو، او ټانټو خوړلو لپاره راښکته شوی وي، او وروسته یې دېخوا مخه کړي وي …..)) .له  دې سره نوره هم تسلي کیږي، وایي:

- کېدای شي لارویان وي……  بېرته له ځانه سره سر خوځوي وایي:

 که داسې وي، نو سپی ولې په تمبو خوله لګوي، زوږ یې ولې ټوله کلا په سر راخیستې؟

په دې وخت کې یې پام  دیوال ته اوړي. سترګې یې په ۳۰۳ بور انګریزي سرپوخ ټوپک لګیږي، کوم چې په خونه کې د هغې ښي لاس ته په دېوال ځوړند دی. نوره هم د ترهې او وهم په شوي مخې ته ځي، زړه ورته وایي:

- څه به وي چې پلار یې په دې ورځو کې تازه له ولسوالۍ راوړی. څه به یې اورېدلي وي. او بیا یې په دې ورځو کې د مشرانو مرموزې مړینې ذهن ته تداعي کېږي. غلې وایي:

- (سل دې ومره، خو د سلو سر نه). کلی خو په مشرانو راټول دی. دوی د کلي ستنې، بشونه، او برجونه دي، چې د کلي ښې بدې ته یې اوږې ورکړي……

خو ځغلند ه یې فکر په دې ورستیو ورځو کې نارامیو ته اوړي. د تېرو کفن کشو نه اوسني ورته بدتر، او داړونکي برېښي. ځکه دوی اوس په ولاړه د انسانانومرۍ پرې کوي. تندي، او تازه زېږدي بچي څیرې، دوه ځایه، او دوه پلې کوي. سپین ږیري په ماینونو او بمونو کښینوي، او الوزوي یې.... او له دې سره یې د خپل کلي دوه مشران هر یو ګلاب شاه او علي شاه اکا هم سترګو ته مخامخ درېږي.....

بیا یې د کلي مشران یاد ته ورځي چې څو ورځې وړاندې د خپل پلار په ګډون  له حکومتي مشرانو سره غوږونه نږدې کوي. ټوپکې اخلي، او د کلي د امنیت لپاره د پوستو او امنیتي کمر بند د جوړولو په اند کې کېږي ،  چې څرنګه د کلي د سر سړي او ټول کلی خوندي کړي. او د ویرژلو پېښو مخه ونیسي.....

اوس نو بختورې ته د خپل سپي ګواښونه، لاسلګی ، او بده ورځ بې څه نه مالومېده. د زړه درزا یې په زیاتېدو شوه. حلق یې وچ وچ شو. او ورسره یوځای د سوچونو، وهم،  او ورهم  تورتم ځنګله ته ننوته:

ناببره د کلا د لویې دروازې  پنډې تمبې بېرته کیږي. یوه ډله شونډک تړلي، چې ګردنۍ یې په غاړه دي. له خپلو وسلو سره انګړ ته راننوځي. یو شمېر له کلا بیرون څارنه کوي. دوه تنه د انګړ له دننه نه بیا هم لویه دروازه څاري. څو تنه دویم پوړ ته راپورته کېږي. ګوري چې پرته له یوې پېغلې بنده ذات په کور کې نشته. شیطاني وسوسې یې په مغزو ټونګې پیلوې. د هوسونو تنورونه یې لمبې کوي. لوخړې ترې پورته کیږي. د اور سپرغۍ یې په رګونو ورننوځي. په اونیو اونیو، او میاشتو میاشتو په غرونو، سمڅو، او سوړو کې اوسېدلي. هر یو د خپلو زړونو بړاس ویستل غواړي. رګ رګ یې د زړه یخېدل غواړي. د هر یوه تن سرې سکروټې دی. خړوبول یې غواړي. د ډلې مشر د ټولو نه زیات په مستۍدی. سترګۍ یې شوي. بې اختیاره ملاوستنی له شونډکه لرې کوي. ټول ببر دی. یوازې سترګې یې ځلیږي. د هوسونو خونړی دریاب یې غولۍ وهي. موسکی کیږي. زیړغاښونه یې له ورایه پام ځانته را اړوي. وایي:

- هلکانو نن خپله تنده ماتوو. خامخا یې ماتوو. خپل زړونه یخوو . د زړونو له یخولو وروسته بیا دغه نازک او ښکلی ستونی خفه کوو. وژنو یې ، چې پلار ته یې عبرت شي. هغه آریانه ولاړه ده. د تېري کوونکو خبرې اوري. زړه یې اور اخلي  .د ځانوژنې رو ګودر لټوي، چې په دې کې د سپي غورځې پرزې او لاس لګونه یې د سوچونو تنابونه پرې کوي. لکه پاڼه رېږدي. سپینې یې تښتي. وټی خولې یې د سینې په دښتې او غونډیو پشکې وهي. لکه ترهېدلې، او نیول شوې هوسۍ آریانه ده. نه چې د پلار پښتو او شمله یې له خاورو سره خاورې شي. نه چې په سپینه لمنه یې تور داغ لګېږي. نه چې سپکه وړۍ اوسپکه سپانده شي. د خلکو پېغورونه، مخ توری. بې پتي، او شرم یې سترګو ته ودرېږي. نوره یې هم غریونیسي. سا یې په مرۍ کې بنده بنده کېږي. د اندېښنو دریاب یې څپې وهي. هغه لکه خاشاک او نېزوڼی له ځانه سره اخلي. څپه په څپه یې ولي. د څپو په سر د خپل تور بخت ویر کوي، او په ناهیلۍ سره وایي:

- ته ګوره زما تور بخت ته! بیا هم له خپل تور بخت نه سر ټکوي  . وایي:

-  په ژوند کې، کله هم د شپې له خوا  په کور کې یوازې نه ده پاتې شوې. خو چې نن پاتې ده، بیا داسې کانې را منځ ته کېږي.....

نور یې هم  د زړه بوج لاپسې درنیږي، وایي:

- له چا به یې مالومات تر لاسه کړی وي، چې نن په کور کې یوازې ده ، او پرته له هغې هیڅوګ نشته؟

له زړه یې تور لوګی راپورته کېږي. بې درېغه یې له خولې راووځي:

- د تورمخو دې خونه میراته شي. بېرته ځانته وایي:

 - ښېرې څه ګټه لري، او کله ځای نیسي. اوس هسې هم اوبه له ورخه تېرې دي. یوه لاره پاتې ده، او هغه دا چې د پلار عزت او ابرو یې له خاورو سره خاورې نشي.

- نه! داسې به نه کیږي. چېرې هم نه. په ژوندینې نه……

زړه ته یې قوت ورځي. د لېنګو ګړزا او ړچېدنه یې ودرېږي. په زړه کې پرېکړ ه کوي. په دیوال ځوړند سرپوخ ته ګوري. کټ پښې ته پرته ګردنۍ راپورته کوي. غاړې ته یې اچوي. دېوال ته ودرېږي. سرپوخ ټوپک را اخلي. د ټوپک ججوره ډکوي. بیا یوه ګولۍ له ګردنۍ را اخلي. ښکته پورته ورته ګوري. له نورو ګولیو یې بیلوي. مخامخ په ټټر یې ځړوي. د ځان لپاره. د خپلې حیا د ژغورلو لپاره. له غورځېدو څخه د خپل پلار د پګړي د بچولو لپاره..... روانیږي. د لاټین څنګ ته ورځي. هغه رخصتوي. تپه تیاره جوړېږي، او د یو سرتېري په شان په ترصد او څارنې لاس پورې کوي.

منټ  دوه نه تېرېږي چې په دې کې بیا سپي د کلا په لویو تمبو ورځغلي. له تمبو سره په جاغو کېږي. خو دا وار یې پوره راغلې وي. د تمبو له درز نه یو درز کېږي. ګولۍ په خوله کې خوري. غپا یې په ستونې کې زندۍ کیږي. ګولۍ یې له مغزو تېر  و بېر وځي. ماغزه یې باد باد او شیندل کېږي. ټول انګړ یې ماغزه نیسي. دیوالونه په مغزو اخېړ کیږي. ټول کور ورته ماغزه ماغزه ښکاري. د مغزو نالۍ یې د ذهن په لور منډې وهي. د بختورې زړه ارې ارې شي. نینې نینې، او وسوځي. خپل همسنګری له لاسه ورکوي. وېره او ډار یې نوره هم په خپله غېږه کې نیسي، نوره هم یې زبېښي  .غلې په زړه کې وایي:

- تا خو خپل پور پرې کړ. خپل دین دې ادا کړ. خپله مینه او وفاداري دې سر ته ورسوله. اوس زما وار دی. بیاد سرپوخ لټ کښېکاږي. ګولۍ د ټوپک شپېلۍ ته ور دننه کوي. په سوچ کې ځي. زړه کې وایي: ญญـ ښه دی چې راکټ ماکټ نه لري. که نه نو وختي به یې د کلا تمبې الوزولې وای. زما په خیال له خبرېدو سره،  سرکاوته او اله پته راروان شوي چې زه په کور کې یوازې یمه…….. بیا له ځانه سره وایي

اوس نو د انګړ په دیوالونو راپورته کېدل یې یوازینۍ لاره ده. هغه هم د لویې دروازې د ښي اړخ په دیوال احتمال زیات دی، ځکه د نورو په نسبت لږکوټې خنډی دی. بختوره  زیاته پاملرنه همدې دیوال ته اړوې. د سپي له مړینې وروسته یوه شېبه کراره کراري کېږي. لکه یرغلګرو چې د خوښۍ جشن چوپ چاپ، او په سکوت سره نیولی وي. ته به وای هر څه په درانه خوب ویده دي. په کلا راسور غر او ناو ویده دی. په غره کې د ګیدړانو، شرمښانو، او نور و ټولو خزندو زړونه درېدلي دي. د غره د پلوڅو، غوړاسکو، او نورو بوټو تر څنګ  له مماڼو او ګورګورو ساه ختلې. دغه شان د آسمان ستورو سترګې نه رپولې. سپوږمۍ مخ په تور پلو پټ کړی وو. چوپه چوپتیا وه..... خو داسې نه وه. ټول غوږ غوږ ول. ټول ګوته په غاښ ول. ټولو د پېښې ننداره کوله....

بختورې همداسې سترګې په خنډي دیوال ګنډلې وې. د خپلو دوه سترګو تر څنګ یې دوه نورې پور کړې وې. چې په دې کې د پښو ښکالو اوري. بختوره  نورې هم سترګې برندې نیسي. لږه شېبه نه وي تېره شوي چې سر له خنډي دیواله راپورته کېږي. دبختورې د ټوپک شپېلۍ مخکې له مخکې په هماغه لورې وي. زړه کې وایي: پرېږده چې لږشانې نور هم راپورته شي. اوس نو په تیاره کې سم مالومیږي. د بلۍ سرته په راپورته کېدو سره بختوره د ټوپک غوټۍ د هغه په ټټر تینګوې . یو درز کېږي. سړی د زړه په غولي لګېږي. د انګړ منځ ته راغورځي. د سپي څنګ ته پرېوځي. رغړي، را رغړي. ترپکې وهي. خراری یې انګړ په سراخلي. وینې یې پشکې وهي. د سپي له وینو سره یوځای کېږي، او شېبه پس د وینو په ډنډ کې خراری غلی شي. ډزې بیا زور اخلي. د ګولیو باران جوړېږي. بختور ه  ځان د برنډې دیوال ته غلی نیسي. ښایسته غوټه شېبه ډزې روانې وي. بېرته کراره کراري رامنځ ته کیږي. بختوره بیا دغه له رمز نه ډک سکوت ته په اند کې کېږي. خو سترګې له څاره نه باسي. کله یې د حواسو لړۍ لاندې انګړ ته ښکته ورځي. ځغلنده د وینو په تالاو کې د مړي جسد له سپي سره یو ځای له نظره تېروي. بېرته په زړه کې وایي:

- دوی به بیا لاره ګودر لټوي، چې څرنګه کلا ته راننوځي. خپل کسات واخلي. او خپل مړی له ځانه سره ولېږدوي.... د سوچونو په تلي کې اخوا دیخوا سرګردانه وي، چې په دې کې بیا کیش کړپ اوري. پسېدل یې تر غوږو رارسي. د خنډي دیوال له بر سر نه بیا سر را ښکاره کېږي. یو کوښښ کوي چې راپورته شي. په خرپ او ترپ سره ځان انګړ ته راوغورځوي. خو بختوره بیا د سترګو په رپ کې  سړی له پښو غورځوي. جسد د دیوال څټ ته لویږي. بیا د ډزو اورښت زور اخلي. لاندې چم هم په ډزو لاس پورې کوي. په تېري کوونکو ځمکه سره کیږي.. د بختورې سره په جګړه بوخت کسان د ځانونو د ژغورلو لپاره د تېښتې لار غوره کوي. آن داچې د کلا څټ ته د خپل ملګري مړی هم ترې پاتې کیږي. نور نو سپېدو چاودېدو ته هیڅ نه دي پاتي.د سهارنۍ خړې په لګېدو سره کلیوال د بختورې دوی کلا ته ځانونه رارسوي. د بختورې په اننګو کې د خوښۍ وینه په ځغلېدو راځي. کلیوال د یوې اتلې په څېره کې خپله بختوره ویني.

۲۹ - ۱۲ -۲۰۱۵

  ۸ - مرغومي - ۱۳۹۴

د ګرېستېد ښار؛ ډنمارک