ششم اکتبر 2015

سليم شاه

د لندن د دې میا شت ادبی ناسته

نن د اكتوبر د مياشتې څلورمه نيټه ده  سالون ته د ورتللو او ننوتلو لاره كې د ونو زيړی پاڼي پرتي دي   داسي لكه په افغانستان كې چې د وسله والو توپك سالارانو   كړه وړه پراته وي اونور يې دارستوكراسۍ لمن په ټوليدو وي خو نه! هغوې وايي چې يو وار بيا موږ وس لرو او كولي شو  چې دا ملك نور هم ازاد كړو دفضل اكبر پاچا خبره چې زما يو دوست كوله دوې هيواد  داسې ازاد  كړ  چې ديوال هم ورپاتې نه شو دې ته واېې ازادي اوخپلواكې(!) چې نه ورته كلاشينكوف پاتي شو اونه ورته  ۳٠۳ ټوپك  ټول كباړ شول اوټانكونه اولونا او سكاد يې هم را ولپنډې ته وزغلول زما په دې ټولو قوماندانانو كي حضرت علي صيب ددره نور  ډير ښه ايسي  چي پاكې خبري كوي  دټولټاكنو په موقع يې وويل :( ما  داكتر صيب عبدالله ته وويل چې زموږ همدا درې څلور ولايتونه بس دې نور دې طالبان ونيسي (دخبرو ريكاټ  به په يو ټيوب كي وي ) اوس به نو پنتاگون هم حيران وي چې دا يې دسړي جگړې په مهال څه وزيږول خو دهمدې خبرې دسپړلو له پاره نن په يو نوي چاپ شوې اثر خبرې كول غواړو اودا اثر دهابيل را ستنيدنگ يا بازگشت هابيل  نوميږي

په دې موخه چې يو څه واوري اويو څه ووايي اودزړه خواله وكړي نو ياران نن بيا راټول شوي دي دوی ټول دهابيل فكر وړي دي چې څرنگه قابيل پاڅيد  اوهابيل يې مړ كړ دا لړۍ تر ننه راورسيده  په كندز كې بيا تكرار شوه  خو دقابيل لښكر هماغه ډول مغروره اومست دی په دې منځ كې يو چا وپوښتل چې په دې كتاب كې خو دپيريانو ياد هم شوی دی نو دا پيريان څه ډول اشا ده ؟

زما په خوا كې ملگري چې دتسبيحو كړسار يې زما په غوږونو كې انگازې كولي  وويل  چې دپيريانو بده به نه وايي دا ځكه چې پيريان كه په خوب كې درشي  نو كټ به درباندي چپه كړي خو بل ملگرې وايي چې زه خو يي هر وخت ښه اوبده وايم خو ولاكه زما تف داني يې چپه كړي وي په هر صورت   ښاغلي حضرت اعظمي  لغمانی   خوله را خلاصوي اووايي چې په هر صورت داداسې موجودات دي  لكه ميږيان چې ځان هم كوچني كولي شي اوهم يې لويولې شي هم يې اوږدولي شي اوهم يې پلنولي شي څوك يې په سترگو نه ويني خو كه تاسي تشناب ته هم لاړ شئ. پيريان به هلته تاسو وويني اوزمو هيواد چې يو غرني هيواد دی دا موجودات په كې بيخي زيات دي پخوا به چې كله موږ غرونو ته دواښو اولرگو پسې تللو نو پر موږ به يې گټې را تولولي  خو دا تيره مياشت چې يو څوك له هيواده لندن ته راغلي و و په جومات كې مې وليده  روغبړ مو سره وكړ له لمانځه نه وروسته چې كله يې سلام وگرځاوه نو دهيواد دپيريانو كيسې يې كولي هغه ويلي  چې اوس پيريان په غرونو اودغرونو په غارونو كې نشته بلكې ټول ځمكې ته را كوزشوي دي دولتي ځمكي يې په خپلو منځو كي ويشلي دي ملكيتونه يې غضب كړي دي   ان دا چې پارلمان اداره كوي  اوداسې دعوه كوي چې اوسه پوري خو دا ملك انسانانو وخوړ  خو اوس دجنيانو كار دي  نو چې دجنيانو حق څوك ورنه كړي نوزموږ  جنايت ته دې ځان ټينگ كړي هغوۍ وايي ژرنده كه دپلار ده هم په وار ده اوس زموږ وار دی پيريان هم دخدای مخلوق دې دوی په سترگو نه ليدل كيږي خو بي شميره بچې را وړي دوې دمكتب اوتعليم  سره مينه نه لري  فرهنگ ددوی خپل پيرياني فرهنگ دی  

راغلي سړي وويل اوس پيريان پر هر څه لاسبري دي دا هغه پيريان نه دې چې څوارلس كاله يې په غرونو كې تير كړل خو يوه ورځ يې هم ځان پری نه مينځلو اوس دوې نكټايي اچوي اولوكسې دريشي اغوندي دوبۍ ته تگ راتگ كوي بيانيي وركوي په لوكسو امريكايي  موټر وكې گرځي اوعياشي خو څه كوي دښار ټول بلډنگونه دهمدې پيريانو دي شيرپور دوي چور كړ اوس دې پيريانو نور بچوړي وزيږول  دهغو بچو نور بچوړي زيږوي اوس غټ پيريان شول اوس يې له غرونو اوسمڅو بدې راځي وايي نور موږ هغو غارونو ته نه درومو دا ځكه چې په غرونو كې هاغه خوند پاتې نه دی

له هيواده راغلي سړي داسې اوږده كيسه وكړه خو زما سر پرې خلاص نه شو   په خوا كې زموږ دغونډي بل اشنا  سليم حيات وو چې خبري يې په دقت اوريدلي  وويل : ستا خو پري سر خلاص نه شو خو زما پرې پزه  غوږونه اوسترگې خلاصې شوې  اوس هغه پخواني پيريان چې په سترگو به نه ليدل كيدل هسې نه دي پاتي  نن په سترگو ليدل كيږي دا پيريان اوس دشر اوفسا د په نوم ياديږي كه څوك دفساد اورشوت نوم واخلي سم دواره پرې دكفر ټاپه لگوي په كندز كې همدې پيريانو محشر جوړ كړ  غټو پيريانو  خلك دومره وځورول  چې په رڼا ورځ يې ورته محشر وښود اوكله چې ددغو پيريانو  بچوړي راغلل هغوی هم هاغه كارونه وكړل چې دپيريانو په فرهنگ كې لا نه وو

وايي چې دا دكندز پيريان هم هماغه تور پيريان وو كله چې مراد علي مراد د زورمنتر پرې چف كړ نو بيا په رڼا ورځ ترې تم شول وايي چې پيريان ناڅاپه وركيږي خو اصلي غټ پيرې چې اوس په ديو بدل شوی دی  ميرعلم خان  اودپارلمان مشر پيری  دلگ لگ په څير اوږود اورميږ لري درته يادوم  اوس هم خلك له پښو ځوړندوي   اودخلكو بچيان دهغو په خپلو كورونو كې وژني

هابيل رښتيا بيا كند زته راغي د قابيل ظالم چې دخداې قهر اوغضب پری نازول وو  وتښتيد

دغونډي له پیله دمخه  سوله مل لنډ ې خبري وکړي په سر کې ېې د سفارت له سرپرست سیامک او

دده له نورو همکارانوله کوربه توبه بیا خپله مننه وکړه، خوښي يي وښوده چې د غونډو د برخه والو شمیر مخ په ډیریدو دئ او لازمه یی وبلله که هر برخه وال په اثارو خپل نظر محدود وسا تی چې غونده په ټا کلی وخت خپل ټول پروګرام پرمخ یوړلی شي . بیا یی له ښه شا عر نظیف الله تکل هیله وکړه چي غونډه مدیریت او پرمخ یوسی.

بالاخره غونډه  پيل شوه ټولو خپل ځای ونيو د غونډې پرمخ بیونکی تکلد خپلې لنډې یادونې او خبرو وروسته داكبر كرگر  نه غوښتنه وكړه چې دهابيل دراستنيدنگ په اثر خپل نقد ولولي هغه غوښتل چې لنډي خبري وكړي خو دحاضرو كسانو په غوښتنه اړ شو چې خپل نقد ولولي

په لنډ ډول داكبر كرگر دخبرو لنډيز په دې ډول وو

دهابيل راستنيدنگ داستان لكه څنگه چې دهغه له نامه جوته ده  په يوه نوې شيوه ليكل شوې دی داستان ددوه ډوله فكرونو يعني سور رياليستي يا جادويي رياليستي اورياليستي فكرې توگو تركيب دی ، هابيل نوم لوستونكي دیته هڅوي چې داستان تر پايه  تعقيب كړ ي داستان ديوي ژرند ي نه پيل كيږي اوبيرته په ژرنده كي پای ته رسيږي ، له ډيرو ښو اومثبتو ټكو برسيره چې داستان كې شته  خو زما په نظر ددې ټكو له پامه ليرې ايستل هم نه دې په كار

په داستان كې دليكنې دوه ليدتوگي ددې سبب شوي دي  چې   يوه داسې گاډي ته پاتي شي چي كله په خامه سړك  اوكله هم په پاخه سړك تگ كوي   په داستان كې چې زيات فلش بكونه شته اوصحنه په صحنه داستان را خلاصيږي   بيا هم دپيښو تر منځ كوټلي ارتباط نشته چې لوستونكي كله چې بلې صحنې ته تيريږي بايد له تشې سره مخامخ نه شی   همدارنگه دفرعي كركترونو شمير  هم كله نا كله داستان ريالسيتيك كوي  اودا دداستان رواني اړخ ته زيان رسوي په داستان كې پيريان ډير ځله ياد شوي دي خو دپيريانو هيڅ  خيالي ترسيم اوتوصيف نشته اونه خو ددې شيانو يا موجوداتو خارق العادگي بيان شويده  كه دا پيريان دټولنې اوسني پيريان وي  لږ څه بايد تشريح شوی وای اوكه خيالي وي هم ؟ په پای كې دداستان دوه كركتره چې يو ملا دی  خو دهغه بل اړخ له ملا بدتر جوگي اوتعويذليكونكي اوڅاښتونه وركوونكي دی  په واقعي دونيا كې ددې دواړو كشمكش لږ څه غير طبيعي بريښي

سره له دی چې ځيني وايي چې هابيل نور ژوند نه لري اوهغه يوازې يو روح دی چې دا ومنو نو دملا سرور شخړه دهغه په روان كې نه ده ترسيم شوي بلكې په واقعي دونيا كې ترسيم شوې ده كه داستان كاملا رواني اودذهن له كړكۍ تشريح شوی وایی خپل اصالت به يې ساتلي واي

دكرگر له خبر ووروسته عبيدا لله محك خپلې خبري وكړي هغه بالعكس داستان ډير غوره اوښه ارزيابي كړ اووي ويل چې  دادموجوده حالت يو انعكاس دیزما ميرمنې دا ډير خوښ كړ اوهغې وويل چې ليكوال ته يې مباركي ووايم زما په نظر  دا يو موزايك ته ورته دی

 

وروسته ښاغلي دستگير نايل دناول په اړوند خپلي لنډي خبري وكړي

اوبيا وكيل سوله مل شينواري خپلې خبري وكړي  هغه وویل چې ده د ښا غلی سیا مک د ناولنو لویه برخه لوستې ده اوورته څرګنده شوې ده چې سیا مک د ديري لیکوالو خلاف معا صر نوی ادبی سبکونه تجربه کوی او د نورو په څیر یوازې په وچ ریا لیستیک مکتب کې نه دئ را ایسار ، زما یی د د ناولونو د عنواننونو نیولیې د کرکترونو نومونه  او سمبولونه ټول خوښیږی د روایت بڼه ، انځورونه او د کرکترونو روانی تصویرونه او ژبه ټول یی ښه او عالی دي او په دومره کلونو کې د شپږو ناولونو پڼځول دا ثا بتوی چې دی هڅا ند او نوښتګر لیکوال دي خو یو شی چې ما دده له زیاتو اثارو له لوست اخیستی دا دئ چې دی ناول ښه پیلوی خو وروسته بیړه کوی او ځنې وختونه پیښې خپل تړاو له لاسه ورکوی او پای یی هم ډیر بیړنی کیږی خو د ها بیل راستنیدل کې ېې زما پیل او پا ی دواړه خوش شول ، د ژرندې انتخاب او په زرنده کې دروازه چې بیرته نه راپورې کیږی او دوستم زرنده ګړی هر یو ژور مفا هیم لیږدوی په کیسه کې د ملا او پیریانو ځا یول زموږ ټولنه په پرون او نن کې ښه راپیژني خو په روایت کې کله او ځای نیم ځای د پیښو تړاو ښه با فت له لاسه ورکوی او زه د کرګر صا حب له دې خبری سره موافق یم چې کیسه نګه یو سبک نه تعقیبوی کله سوریالیزم او کله ریا لیستیکه بڼه نیسی ، د پیرې لرونکی انسان معرفی هم تنا قص لری ځکه هغه چې پیریان لری هیڅکله کرامت نه ښا یی کراما ت د ملایانو ، پیرانو او سیدانو کار دئ پیریان خلک ویروی او یا جنون ته رسوی ، د کرکترونو د روان مطا بق په ځا نګړو غمجنو شیبو کې هم د نه منلو دئ لکه جمال ته د ملا سرور کنځلې او دجنازې او مړی په سر د ها بیل د میرمن ها جر غوښتل

له پورته خبرو ورسته سيامك هيروي دنقد دغونډي په اړوند وويل : هر وار چې زما په اثارو نقد شوی دی ، ماترې څه زده كړي دي نقد دتاريخ په اوږدو کې پر مخ تللی دی تاريخ پيښي بيانوي خو هغه څه چې ترې پاتي كيږی  په رومان كې انعكاس كوي  هغه دكرگر دخبرو اونقد په باب وويل لوستونكي دداستان څخه هيلي لري  خو هغه څه چې زه فكر كوم هغه ديو بل شخص يعني لوستونكي فكر دی هابيل روح دی چې دغنې له بوټې سره نښتی دی اولوييږي داستان له ژرندې پيل كيږي په دې ځای كې لوستونكي ديو عادي داستان سره مخامخ نه دی بلكې كله له يو څه اوكله له بل څه سره مخامخ كيږي  

دهابيل دبيا راستنيدنگ نه وروسته   ډوډۍ وخوړال شوه اوله هغه وروسته دپير محمد باوري په كتاب :د لندن طوطي خبرې پيل شوې

لومړی  افضل ټكور دلندن طوطي په اثر خبري وكړي : وې ويل دا اثر نه هنري دي اونه را پور زه نه پوهيږم دې ته څه ووايم  خو حضرت اعظمي داثر ځينې كيسې اوحكايتونه ډير په زړه پورې وبلل سليم حيات دا اثر داردو ژبي ليكوال له يو اثر سره پرتله كړچې داسې اوریدلې کیسې څنګه خوندورې او په زړه پورې ګرځولې دي هغه دا اثر نوی كار وباله   سوله مل شينواري هم چې دا اثر يې لوستي وویل : دا چې دا اثر څنګه لیکل شوی ،نثر او املا یی څنګه ده او یا یی روایت څومره جداب او هنری دئ زه په دې څه نه وایم او د کتا ب او ددې کیسو راټولونکی باوری صا حب هم تل ویلی چې دی لیکوال نه دئ خو زه غواړم ووایم چې خورا ارزښتمند دئ او دد اسې کیسو راټولول له مورخینو او لیکوالو دواړو سره مرسته کوي چې د هغو له مخې خپل تا لیف او تخلیق وکړی خو له باوری صا حب مې غوښتنه دا ده چې که ددې کیسو لپاره که کوم خلاق ایدیتور وموی کتابونه به یی لا خوندور وګرځی او بل دې کتا ب کې نه مقا لې ځا یوی او نه دنورو لیکنې ،کتا ب دې یوازې دداسې اوریدلو کیسو ټولګه وی كرگر هم تاييد كړي اووې ويل دا اړینه نه ده چې هر څوك دي شعر وليكي اوهر څوك دې كيسه دباوري  كار په خپل ځای كې ارزښت لري

داوود مقصودي چي يو عمر په راديو اوتياتر كې تجربه لري وويل :ديو هنري اثر له پاره دوه شيان ډير مهم دي  يو صحنه جوړول اوبل فضا جوړول  زما په اند که ددې ټولگي په ليكنو اوحكاياتو باندې دادوه شيان ورزيات شي هنري اثار ترې جوړيدی شي

په پای كې پيرمحمد باوري خپلي خبري وكړي اوله دوستانو يې غوښتنه وكړه چې پر ما خپل انتقادونه ونه سپموي  دا ځكه چې زه يې له انتقادونو زده كوم

غونډه دشپي په لسو بجو پای ته ورسيده