06.06.2015

لیکوال : کارول ریپتون  (Carol Repton)

ژباړه: سپین غر

 

انګریزی لیکوال دافغان لیکوال کیسې ارزوی

لندن کې برتانوي مېشتو لیکوالانو د افغان کیسه لیکوال عبدالوکیل سوله مل شینواري د لنډو کیسو ارزونه وکړه.

دا ارزونه د لندن په زړه کمډن کې د کتابونو په یوه کلوب کې وشوه چې له مخکې یې افغان لیکوال ور بللی و.

د ښاغلي سوله مل پر پنځوس میلیونه نومي کتاب بحث وشو.

دا کتاب په انګریزي، دري ،هندی ،سلواکی او اردو ژبو ژباړل شوی دی.

د پنځوس میلیونه کتاب انګریزی ژباړه پښتون لیکوال، شاعر او ژباړن راشد خټک کړې ده.

د کتاب ډېرې کیسې د افغان مېرمنو ژوند ، جګړه ، افغانی رواجونه او تاریخ انځوروي.

ښایی له همدې کبله انګریز لیکوالانو ته د کیسو ارزونه او له افغان لیکوال سره ناسته په زړه پورې وه.

ځینې انګرېز لیکوالان پر لندن سر بېره له نورو ولایتونو راغلي وو .

په دې نا سته ددې کلپ یوې غړې کارولین داسې رپوټ جوړ کړی دئ:.

موږ ټولو وکیل سوله مل ته هر کلی ووایه ځکه دا لمړی ځل و چې  د کتا ب لیکوال دده د کتا ب په ارزونه کې زموږ د کتا ب کلوپ

په غونډه کې برخه اخلي . په دې ورځ دمي په ۲۶ د ما ښام په اتو بجو دلندن په کینتش ټاون کې چیرې چې هره میا شت یو ځل زموږ د کتا ب کلوپ غونډه جوړیږی زموږ د کتا ب کلوپ ټول غړی په غونډه کې حا ضر وو. د سوله مل د لنډو کیسودا ټولګه د زموږ د کلوپ له یوه غړي پرته نورو ټولو به شو ق لوستې وه.

په کتا ب دپیل خبرو وار ریتا واخیست . هغې وویل: زما دا کیسې ډیرې خوښې شوې ، ډیرې لنډې او په زړه پورې وې . د کتا ب ګردو کیسو په اخلاقی لحا ظ په موږ ټولو اغیز وکړ. هرې کیسې ښه  او څرګند پیل ،منځ او پا ی لری. د سیکس خبرې هم په ځنو کیسو کې راغلې وې ، په دې خبره ټولو ښه پوره وخندل .

په ریتا پسې کا ت خبرې پیل کړې او ویی ویل : سره له دې چې لیکوال به نه وی غوښتي خو د کتا ب ډیری کیسې یی سوریالیستیک سبک لری .د ا کیسې سره له دې چې موږ غربی وګړو ته نا اشنا دي خو د جګړو د انځور او شرقی عنعنو له کبله موږ ته هم خورا په زړه پورې دي.

ریتا بیا خبری پیل او داسې څر ګندونه ېې وکړه: ما ته دا له باوره لیرې وه چې په افغا نستا ن کې دې له ښځو سره دومره سخت چلند کیږي. یوه بل کس ورحواله  کړه چې دا یوازینی هیواد نه دئ ،په نړۍ کې داسې هیوادونه نور هم وجود لری چې ښځې په کې دوهمه درجه اوسیدونکی او اتبا ع ګڼل کیږي.

په دې یادونې سره الیسن چې تازه له چین نه راستا نه شوې او زوی یی چینا یی میرمن لری داسې کیسه راواخیسته : په چین کې دیوه ما شوم د لرلو د پا لیسۍ  او نورو عنعنوله کبله به پخوا خلکو که لومړی ما شوم به یی نجلۍ وه دنارینه ما شوم له پاره د مور له ګیډې غورځوله . که به مور دوهم ځل هم په نجلۍ حمل واخیست نجلۍ به یی پټه او مخفی سا تله .ددې ننګور همداسې برخلیک لاره. او تر ډیره یی مور او پلار جنسیت پټ وسا ته .

ریتا د سوله مل د لور د کیسې یادونه وکړه چې څنګه یوه افغا نه کورنۍ د لور په زیږیدو خواشینی شوه او د ټنګ ټکور پروګرام یی دستی ودراوه .

کارولین م د کلوپ هغه غړې وه چې دا کتا ب او دا کیسې ېې لا نه وې لوستې . هغې د کلوپ له یوه غړی دا کتا ب په پور واخیست او وی ویل چې ما ته به هم دا کتا ب او دا کیسې خورا په زړه پورې وي ځکه زه د افغانستا ن ګاونډ ایران ته تللې یم او سفرنا مه مې هم دکتا پ په بڼه چآ ب او خپره شوې ده . هغې سوله مل وپوښت : چې په داسې کیسو او کتا بونو پیسې هم ګټي که څنګه او ایا ژوند له همدې لار په مخ وړي؟  سوله مل یی په ځواب کې وویل :

له بده مرغه نه ، دی په ځنو ځا یونوکې د ژبې له تدریس او کلتوری مشورو خپل ژوند پرمخ بیا یی .

ریتا له سوله مل وپوښتل : چې په هره کیسه یی څومره وخت اوړي؟ سوله مل ځواب ورکړ چې په هره کیسه یی له پینځو تر اتو سا عتونو وخت اوړی او ورسته د کیسو له بشپړولو هره کیسه څو څو وار له سره ګوری او بدلون په کې راولی .

کا ت د کتا ب ژباړه یاده کړه او ویی ویل چې نیګړتیا وې لري او په غربی ستندرد نه ده برابره او ګرامری تیروتنې یی هم کمې نه دي .

کارولین ور زیا ته کړه ښه به وای که دا کیسې هغه چا ژباړلې وای چې په پښتو پوهیدای او انګریزی یی اصلی او خپله ژبه وای .

په هر صورت ریتا وویل چې ژباړه یی خوښه ده اود هغې له خا مۍ سره سره دا کتا ب یو پردی ګلاب ته ورته دئ .

د نا ستی او بحث ټولو ګډونوالو په یوه خوله وویل چې له دې هر څه سره سره دوی د کیسو په ضروری مفا هیمو او ما نا پوهیدلی او له کیسو ېې ډیر څه زده کړی او راخیستی دي.

 کارولین ر وویل: چې د ډولۍ کیسه ډیره ترا ژیکه کیسه وه دې کیسې ېې له سترګو  اوښکې وبهولې کله چې کوچنی ما شوم او کوچنۍ خور ېې له نیا سره یو ځای په جګړه کې د بم او راکټ د ولیدو له ویرې زیرزمینۍ ته پنا ه وړې .

سوله مل ددې کیسې له یادونې وروسته وویل چې دا د یوې ریښتینې کیسې له تجربې وروسته کښل شوې ده  او دا کوچنی او خور یی له نیا سره یو ځای لیدلی چې د جګړې په منځ کې ېې څنګه نیا د جګړې د ډزو تصور د واده د ډزو په تصور اړاوه اودوی هم پرې غولیدل .

جو هم دا کیسه په زړه پورې وبلله . هغه همدا څیر د یوې بلې کیسې ( فرما ن )یادونه وکړه چې څنګه والي د غلو جدی فرامین لیکل او ټول یی د دده په ګډون د ژر پلی کیدو غوښتنه کوی خو کله چې غل پځپله دده زوی راوځي څنګه ژرله خپله فرما نه اوړی.

ریتا وويل چې د پنځوس میلیون سرلیک یی ډیره خوښ شوي . دا هغه کیسه ده چې یو جنګسالارڅنګه ددې له پاره چې د بن لادن په مړی او ژوندي تن د آرمریکا د ډیرو پیسو جا یزه لاسته راوړي خپل سکه ورور چې څیره یی بن لادن ته ورته ده په بې رحمې وژني . او مړی یی امریکا یا نو ته سپاری.

سوله مل په دې اړه وویل چې که څه هم دا کیسه ریښتینه کیسه نه او د ده فا نتا زی ده  خو ننی افغا نستا ن له دې واقیعته خړوبیږی چې د افغا نستا ن ډیری جنګسالاران د پیسو او مقا م له پاره په هیڅ اړ نه دي.

کله چې له سوله مل پوښتنه وشوه چې څنګه کیسه لیکی هغه ځواب ورکړ چې لومړی څه اوری یا وینی او یا لولی بیا هغه څه چې دده احساس وپاروی کیسه کوی او په کیسه کولو کې له خپله خیال او فا نتا زۍ ډیره ګټه پورته کوی او یا هم کیسه دده نګه خپل خیا ل او اخترا ع وي دده د کیسو لویه برخه هم دا ورستی ډول جوړوي.

یوه تن له سوله مل وپوښتل چې په افغانستا ن کې خلک دده کیسې لولي او که ځواب هو وی ایا دی دداسې کیسو په لیکلو او خپرولو نه بیریږي؟

سوله مل ځواب ورکړ هو دا رښتیا دي  خو له نیکه مرغه هغوی چې په دې کیسو کې ځا ن وینی ،کتا ب نه لولی او دا زما لوی ډاډ جوړوي.

د پنځوس میلیون کیسې په اړه کارولین وویل چې دا کیسه دا راښا يي چې  امریکا یانو د بن لادن دنیولو له پاره د هیڅ څه پروا نه کوله دوی دې ته نه کتل چې  که دبن لادن په ځای بل بې ګنا ه هم وژل کیږی دوی غوږونه په کا ڼه اچول او پیسې ورکولی چې ددوی سیا ست تعقیب کړي.

یو بل تن هم وویل چې امریکا یانو ته د بن لادن نیول او وژل مهم وو ولوکه په دې لار کې هر ډول بل جنا یت او بې رحمي پیښیده دوی یی پروا نه کوله ځکه دوی ته خپلې ګټې مهمې وې .

کارولین ر وویل چې د تړلې غوټه کیسه ډیره خواشینونکې وه. په دې کیسه کې د جګړې له ډګره څنګه یو بوډا په بوجۍ کې مړی لیږدوی او ټوپکوال څنګه پرې ګولۍ چلوی خو دی یی پروا نه کوي.

جو سوله مل وپوښت ؟ چې کله یی نندارې هم لیکلی ؟

دسوله مل ځواب ورکړ چې هو

کارولین م  سوله مل نه وپوښتل چې ناول یی لیکلی ؟

سوله مل وویل چې نه خو په راتلونکې کې چې چا په ته ددوو داستا نی ټولګو له بشپړولو څنګه خلاص شی  په ناول لیکلو به هم لاس پوري کوي .

کارولین وویل چې د کتاب  په یوه کیسه ( څیرې او کارنامې ) ېې سر پوره نه دی خلاص شوي او پوهیدل یی خورا ګران و.خو په هر صورت  د هغې ۸۰ لسیزه چې روسی فو ځونو افغانستا ن نیولی و او مجا هدین یی په ضد جنګیدل په یاد دي. دا د لویدیځ او شوروی تر منځ اوږد جنګ و چې غرب د مجا هدینو ملاتړ کاوه خو همدا مجا هدین چې  ډیری یی وروسته په طا لبانو هم واوښتل د غرب په دښمنا نو بدل شو.