15.01.2015

بسم الله اکبري


ژوندی خاطرې او تیریدونکي شیبې

 

عجیبه اوله له عجایبو ډکه نړۍ ده له خپله کوره د خپلې کوچنی باغچې په لور روان وم د ګړندیو موټرونو خورا سخته ګڼه ګوڼه وه د بریښنا ټرافیکي څراغونوته مې شیبې څارلې چې ګورم ترڅنګ مې د یوي ښایسته دنګې ونې خاوند زلمي، چې په مخکې یې سپی روان و، زما پاملرنه ځانته جلب کړه. هغه په دواړوسترګو ړوند و خو خپلي سترګې یې په خورا قیمتې عینکو پوښلي وې څراغونه شنه شول د خپل سپي په لارښوونه چې خپله ورسره امسا ېې هم په احتیاط په لاس کې ښوروله د سړک بلې غاړې ته پوریوتو له لنډکې روغبړ وروسته مې ترې وپوښتل څومره خواخوږی اوګلالی سپی دی له هغه پرته ښايي ګرځیدل درته ستونزمن وي په مینه ناکه موسکا یې راته وویل هو بې له شکه هغه مې ژوندۍ امسا ده همدا شیبه خوراکي پلورنځي ته روان یوو، خوراکي توکي پیرو هغه د ژوند په ټولو چارو کې زما رښتینی او وفادار مرستندوی دی او د زړه له کومې ترې منندوی یم.

له لنډې زړه خوالې وروسته مو رخصت سره واخیست او زه په لاره کې د خپلو خیالاتو په سمندر کې لاهو شوم چې سالمه ښوونه، روزنه او پالنه ان سپی لوړکمال او د انسان د چوپړ پوړۍ ته رارسوي او د هغه رښتیني خواخوږي او وفاداری لامل دی چې سپی به هم جنت ته ځي هغه سپی یادوم چې په نا پایه مینه ېې کلونه، کلونه د اصحاب کف سره په غار کې تیرکړي و. ټولټال لسو الوتونکو او څارویو ته ېې شمیر رسییږي چې جنت المکان بلل شویدي لامل ېې نوروهمنوعو ته خدمت اوګټه رسول دي ځکه لوی نیاومن ذات فرمایلي چې ترټولوغوره انسان هغه دی چې نورو انسانانو ته ېې ګټه رسیږي. او جوته ده چې ترټولو ناوړه او ناولی انسان هغه دی چې نورو ته یې تاوان اوشر ورسیږي.

د بشرپالنې په لوړاحساس او د انساني کرامت په روحیه وحشي ژوي لکه په پورتنۍ بیلګه کې سپي هم د انسانانو د خدمت په موخه روزل کیږي خوله بده مرغه پنجاپي تورلنګي اوتور زړي مولایان او د پاکستان انسان دوښمنه څارګر په لوی لاس تش په نوم دیني مدرسو کې تنکیوماشومانو ته د انسان وژني او د مسلمانانو د قتل عام روزنه ورکوي او د معصومو هلکانو او نجونو څخه داړونکي ژوي جوړوي چې د پکتیکا د وروستي خونړي جنایت په څیر یې په ټول هیواد کې سترې غمیزې رامنځته کړي دي د اصحاب کف سپی جنتي خو د پنجاپي روزل شوی انسان وژنکی دوزخي دي.

په همدې چورتونو کې خپلي باغچې ته ورسیدم خو خپل غمیدلي او په مودو، مودو سخت ځوریدلي افغان ولس جګړه ییزناورین ته د خیالونو او غمجنو اندیښنو په ټالونو ځنګیدم او د زړه د ډاډینې لپاره د خپلو بیلابیلو ګلانو په اوبولو او تماشا کولو بوخت شوم او د کډوالی د دوران ترخې شیبې مې د رنګینو او ښکلوګلانو په پلمه غلطولي چې ناببره مې د یوه ګڼ غوړیدلي ښایسته ګلاب د ټوکیدلو ګلانو پرمخ یو سترجال جلب کړه. خدایږوهیښوونکی او ویروونکی جال وو په زیات شمیرکوچني ژوي اوپه لسګونو د شاتو مچۍ په کی ښکیل وې زه به کله ناکله خوشاله وم د شاتو د مچیو اوښایسته ملخیو په لیدو به هسې مې انګیرله چې پخپل وطن کې یم او بیا به مې په زړه کې وګرځیدل چې دا هم یو ثوابي کاردی چې غالبوزي زما په لاس د روزل شویوګلانو له شیرې څخه ګبینه جوړوي. جال نه و سم سمکی د بګرام اوګواتینامو زندان و کله مې چې د شاتومچۍ په ځیر وکتلې زیاتره ېې وچې کلکې وې وینه ترې زبیښل شوې اوځیني نیم ژواندې وې په سخته غوسه مې جال څیري کړاو د جال په بل سرکې په ډیرغضب او ویروونکي بڼه یوه غټه غڼي لکه سمندري اختاپوت غوسه ناکه راپیدا او یرغلي تکل ېې درلود هغې د بې شمیره کوچنیو ژویو او د شاتو د غالبوزو د وینوپه زبیښلو ورځیني ښکیلاکګر پړسیدلی ځناور جوړشوی او زما د ګلالي وطن د بې ګناه ولس د خونړي قاتل په بڼه ښکاریده بې له ډیله مې بېلچي ته لاس کړاو په خاورو کې مې ښه ژور ځای وکینده اوپه هماغه بیلچه مې غڼې په خاورو کې دفن کړه او د حشراتو او مړو مچیو ډک جال مې پر وغوړاوه او خپل ټپي احساس مي یو څه ټکور کړ.

ما ته د دغې ببرې بدشکله غڼي په څیر د ګران افغانستان د تورمخو دوښمنانو او زموږ د بې وزله افغان ولس د وینو زبیښونکو پړسیدلي څیرې سترګو ته ودریدې چې په څومره سپین سترګۍ، وحشت اوبربریت ېې کلونه، کلونه افغان ملت د سترو ناورینونو او زړه بوږنوونکو ناخوالو سره مخا مخ کړی او د خپلو ځانګړو فرعوني موخو لپاره ېې دا زوریدلي ولسونه یرغمل نیولي او بې وسه کړي دي خو له نیکه مرغه ملتونه نه مري او د زمانې په یون کې به د استکبارمکرجنې خونړۍ ککرۍ د خپلو شومو اعمالو دروند ټس وخوري.
هیله ده چې په هیواد کې وروستي اوښتونه اوبدلونونه به د افغان ملت سترې غمیزي اوخونړي حمام ته د پای ټکی کیږدي. اود زور او زر لیوني به نور په دې زوریدلي اوپه ټوله نړۍ کې بې ساري کړیدلي ولس ورحمیږي.