09.12.2015

عبدالقادر مسعود

په بلجیم کې د ښاغلي ډاکټر ببرک ارغند

 د ادبي او فرهنګي هاندو وهڅو په ویاړ نمانځ غونډه

 

دغه غونډه پر(۲۰۱۵) زیږدیز کال د دسمبر میاشتې پر پنځمه  نیټه د بلجیم د «خینت» په ښار کې جوړه شوه.

په دې  غونډه کې پر کوربه هیواد سربیره له بیلابیلو اروپایي هیوادونو څخه د پښتو او دري ادب و فرهنګ پیژندل شویو او نامتو څیرو، لیکوالو، ادیبانو او شاعرانو، او ګڼو مینه والو هم برخه اخیستې وه.

غونډه له درو برخو څخه جوړه شوې وه :

۱- د ښاغلي ډاکټرببرک ارغند د علمي، ادبي او فرهنګي شخصیت او اثارو په تړاو خبرې.

۲- مشاعره او موسیقي.

۳-  د لیکوالو، شاعرانو او د پوهې، فرهنګ او ادب د مینه والو پیغامونه.

دا غونډه زموږ د هیواد د خوږ ژبې او تکړه ویاندې اغلې سهیلا اصغري وردک حسرت نظیمي په وینا پیل شوه.دې د خپلو خبرو په ترڅ کې ټولو ګډون کوونکوته ښه راغلاست ووایه، او له دوی څخه یې چې په دغه غونډه کې یې برخه اخیستې وه د زړه له کومې مننه وکړه.

اغلی سهیلا اصغري، ښاغلي خلیل الله وفا خدرخیل د افغانانو د ملي یووالي د  ټولنې مشر ته بلنه ورکړه چې خپله وینا ګډونوالو ته واوروي.

ښاغلي خدرخیل صاحب ښاغلي ببرک ارغند او ټولو میلمنو  ته ښه راغلاست ووایه او له دوی څخه یې مننه وکړه چې په دغه پرتمینه غونډه کې یې ګدون کړې وُ.

ورپسې اغلې سهیلا اصغري د غونډې او د ډاکټر ببرک ارغند د علمي ، ادبي او فرهنګي شخصیت په اړه په پښتو او دري ژبو اوریدونکو ته په لنډه توګه معلومات وړاندې کړ او ډاکټر صاحب ارغند ته یې بلنه ورکړه چې د ستیژ سر ته راشي اوریدونکو ته خپله وینا وړاندې کړي. ښاغلی ډاکټر ببرک ارغند د چک چکو په بدرګه او تاوده هرکلي سره د ستیژ سر ته راغی او خپله وینا یې پیل کړه.

 

ډاکتر ببرک ارغند د خپلو خوندورو او ګټورو خبرو تر څنګ، ټولو میلمنو  ته ښه راغلاست ووایه او له دوی څخه یې مننه وکړه چې په دغه پرتمینه غونډه کې یې ګډون کړې وُ. او له هغو ټولو دوستانو څخه چې د دغې درنې او پرتمینې غونډې په جوړولو کې یې کارنده برخه درلوده د زړه له کومې مننه او درناوی وکړ.

وروسته اغلې سهیلا اصغري ښاغلی عبدالقادرمسعود ته بلنه ورکړه چې خپله وینا اوریدونکو ته واوروي. ښاغلی عبدالقادرمسعود د ښاغلي ډاکتر ببرک ارغند د ادبي اوهنري لیکنو، داستانونو او اثارو د ارزښت، درنښت او د اولسونو د راویښولو په تړاو په لنډه توګه او د ده د ژوند لیک په اړه د غونډې ګډونوالو ته په بشپړه توګه مالومات وړاندې کړ چې د اوریدونکو له خوا یې ډیر په مینه توود هرکلی وشو.

اغلې سهیلا اصغري د خینت د والي معاون ښاغلي توم بالتهازر ته چې په دغه غونډه کې یې هم ګدون کړې وُ، بلنه ورکړه چې خپله وینا د غونډې حاضرینو ته واوروي. د ښاغلي توم بالتهازر وینا ګډونکوونکو په ډیره مینه واوریده او توود هرکلی یې وکړ.

ورپسې د اغلې سهیلا اصغري له خوا سیاست پوه، ، د ادب و فرهنګ پیژندل شوي شخصیت، تکړه لیکوال اوشاعر، ژباړونکي او څیړونکي ښاغلي عبدالله نایبي ته بلنه ورکړل شوه  چې د ستیژ سر ته راشي او خپله وینا د غونډې ګډون والو ته واوروي. ښاغلي عبدالله نایبي د ښاغلي ډاکټر ببرک ارغند د علمي او ادبي سټې او اثارو په اړه خپله وینا واوروله، چې د اوریدونکو له خوا په ډیره مینه د ده د علمي او ادبي لیکنې توود هرکلی وشو.

په دې غونډه کې داوید تروخ چې یو تکړه بلجیمي شاعردی هم ګډون درلود. اغلې سهیلا اصغري، ده ته بلنه ورکړه چې اوریدونکو ته خپل ښکلي شعرونه وړاندې کړي.

ورپسې زموږ د هیواد هڅاند لیکوال، او تکړه ژباړونکي ښاغلي داود اسعد ته د اغلې سهیلا اصغري له خوا بلنه ورکړل شوه چې خپله وینا د غونډې ګډون والو ته واوروي. ښاغلي داود اسعد په خپلو خبرو کې  د ښاغلي ببرک ارغند علمي او ادبي شخصیت وستایه او د غونډې حاضرینو ته یې وویل، چې د ښاغلي ببرک ارغند یو شمیر اثار یې په جرمني ژبه ژباړلي دي او ډیر ژر به د کتاب په بڼه چاپ ته  وسپارل شي.

ترکي شاعر فه کي ایدر هم خپل خوندور شعرونه د دوتار په غږولو سره په دې غونډه کې حاضرینو ته واورول چې د ګډونکوونکو له خوا د چک چکو په بدرګه یې توود هرکلی وشو.

ښاغلی دستګیر هژیر د  «راه آینده» د ورځپاڼې  مسوول مدیر هم چی  په دغه غونډه کې ګډون درلود، خپله لیکنه کې د ډاکټر ببرک ارغند د ادبي او فرهنګي شخصیت په اړه او د ده د اثارو په تړاو رڼا واچوله چې د برخوالو د تاوده هرکلي سره مخامخ شو.

در غونډی در لمړی برخی په ړای کی میلمنو ماښامنۍ ته وروبلل شو.

د غونډې دویمه برخه چی د مشاعره او موسیقي برخه وو، ښاغلي الماس معارج چې یو تکړه ځوان او د ادب او فرهنګ مینه وال دی پیل کړه .

په دې برخه کې د ښاغلي الماس له خوا انجنیر حضرت ته بلنه ورکړل شوه چې خپله وینا او د خپلې ټولنې پیغام برخوالو ته وړاندې کړي.

ښاغلي انجنیر حضرت د خپلو خوږو خبرو او د خپلې ټولنې د پیغام د لوستلو تر څنګ له کابل څخه  د اطلاعاتو او کلتور د وزیر ښاغلي عبدالباري جهاني ، د اقوامو او قبایلو د وزارت مرستیال ښاغلي عبدالغفور لیوال ، د اقوام او قبایلو د وزارت سلاکار امین باوري د رادیو او تلویویزیون د پخوانۍ ریس ښاغلي زرین انځور ، د ښاغلي نجیب احمدزي، د ښاغلي غریب او د خوست د پوهنتون د پخوانۍ رییس ښاغلي پوهندوی رسول باوري ، پیغامونه د ډاکټر صاحب ببرک ارغند د علمي، ادبي او فرهنګي هاندو هڅو د لمانځ غونډې په ویاړ ګډونوالو ته وړاندې کړل.

بیا د ښاغلي پوهاند استاد مجاوراحمدزیار او ښاغلی دستګیر نایل پیغامونه ، چې د ښاغلي ببرک ارغند د هاندو هڅو د لمانځ غونډې په ویاړ رالیږل شوی وی ، واورول شوی.

د مشاعری په برخه کی ښاغلی عبدالله نایبي ، اغلې سهیلا اصغري وردک حسرت نظیمي ، ښاغلي ستومان ، ښاغلی جابرمنظر ،  ښاغلی اسد خاطر، ښاغلي سهیل شینواري او  ښاغلي رحیم رامشګر خپل ښکلي او خوندرو شعرونه  واورول.

د غونډه په پای کی په بلجیم کې د «انجمن فرهنګي خط سوم» او یو شمیر نورو ټولنو لخوا  ښاغلي ببرک ارغند ته ستاینلیکونه ډالۍ شو.