20.05.2015

 م· اكبر كرگر

 د ميرزا خان انصاري عرفاني اوفلسفي نړۍ ليد په نوم له يو نوی چاپ شوې اثر څخه :

په پښتني تصوفي عرفاني جريان

کې د ټولنيز هويت مساله

 

له ځينو خالصو تصوفي اوعرفاني ښوونځيو او فکري لارو له څيړنو جوتيږي چې تصوف اوعرفان په تيوريک لحاظ نه خو له ژبې اونه له قوميت سره تړاو لري ، له دې امله جغرافيوي چاپيريال هم ورته مطرح نه دی · ددې ډول تصوفي افکارو دسر لارو اوسترو متفکرينو څخه يو هم شيخ محی الدين عربي يا شيخ اکبر دی · چې هغه په کامله توگه يو خالص اوناب عرفاني اوتصوفي ليد لوري ته قايل دی هغه په دې فکر کی دی چې طريقت اوسلوک هيڅ ډول حد اوسر حد نه پيژني·

عربي او نور وتلي صوفيان خپل افکار په انسان اودهغه په معرفت متمرکز کوي اودمعرفت اصلي اساسي ټکې هم حق بولي ·

په مجموع کې صوفيان په دې باور دي چې د ټول خلقت هدف او لنډيز د انسان وجود دی · هر هغه څه چې دواړو عالمونو کې وجود ي دي دانسان دوجود تابع دي · دانسان دوجود نه هدف دخدايي صفاتو اودذات معرفت دی·حقيقي معرفت له انسان پرته دحصول وړ نه دی · دا ځکه چې مَلَک اوجن سره له دې چې په تعبد کې دانسان سره شريک ول خو انسان دمعرفت دامانت دبار کړاوپه منلو کې له ټولو کايناتو ممتاز دي قراني ايت فرمايي : « عرضنا الامانۃ علی السموات والارض فابين ان يحملنها وحملها الانسان( احزاب .۷۲ ) »[1]

يعني ما له کړاو نه ډک امانت اسمانونو اوځمکي ته وړاندې کړ · ټولو ددغه امانت دقبلولو نه اوږه خالي کړه خو انسان هغه ته اوږه ورکړه · داسمان له خلايقو نه مراد ملايکي دي اودځمکې له خلايقو نه مراد حيوانات اجنه اوشياطين دي اوله غرونو نه دغرونو موجودات يعني وحش اوالوتونکي دي . دوی يو هم هيڅ ونه شول کړای چې دامانت بار ته اوږه ورکړ ي خو انسان دا کار وکړ دا ځکه چې دانسان نفس دخلقت له جملې دحضرت الوهيت دښکلا پوره هنداره ده ·نو که دانسان نفس چې دهندارې په څير استعداد اوظرفيت لري وروزل شي اوکمال ته ورسيږي، دحق دټولو صفاتو ظهور په کې مشاهده کيږي · نفس بايد ځان وپيژني چې دڅه له پاره هست شوی دی · بيا پوهيږي چې څوک دی اودکوم راز او سُر ، کرامت اوفضيلت يې موندلی دی ·

خو په پورتنۍ ليد توگې سربيره تصوف دانسان په وړاندې بل رسالت هم تر سره کړی دی چې له څو زاويو پرې رڼا اچوو:

۱-دصوفيانو اوصوفيانو ضد اثر څيړونکي په نظر پورتنی نصب العين يعنې دانسان دنفس تزکيه اودهغه روزل دصوفيانو له پاره دجهاد اکبر حيثيت لري اودې مبارزې ته جهاداکبر وايي خو نوموړی څيړونکي چې داسلامي نړۍ دزيات شمير تصوفي اوطريقتي جريانو نو په برخه کې يې څيړنې کړي وايي چې: دتصوفي جريانونو له پاره په ټولنيز،سياسي،فرهنگي يا بل عبارت عيني ژوندانه کې يو لړ اهداف هم مطرح شوي دي چې هغه دجهاد اصغر په نوم يادوي:

„په اسلامي نړۍ کې داروپايي استعمار چيانو په وړاندې لومړی عکس العمل دصوفيانو له خوا څرگند شو .ان تر دې چې په ځينو هيوادو نو کې دهغو دپوځي ځواکونو په وړاندې همدا صوفيان وو چې دمقاومت دځواکونو لومړۍ ليکه يې جوړوله . همدوې ددين له زاويي دکافر او اته ييست (بی دينه) دوښمن په وړاندې وسله وال جهاد پيل کړ . دغه وسله والې مبارزې ته دصوفيانو په منځ کې (اصغر جهاد ) ويل کيده په داسي حال کې چې اکبر جهاد ماناداوه چې نفس ته روحانيت وروبخښي . اودبي ارزښته نفس په وړاندې مبارزه وکړي · دنفس په وړاندې مبارزه دخپل نفس اودننيو تمايلاتو په وړاندې دهغوۍ هغه دنني مبارزه وه نه دبيروني دوښمن پر ضد جگړه . „ [2]

- دايادونه چې داتلسمې اونولسمې پيړيو داستعماري لاسبرۍ په وړاندې داسيايي –افريقايي هيوادونو پيښو ته اشاره دهنور زيات مثالونه هم لري ·

۲ـ همدارنگه زموږ په فرهنگي سيمه اوپه تېره دپښتنو په فرهنگ اوتاريخ کې د٬٬اسيايي ډوله استبدادي٬٬ رژيمونو اودپرديو يرغلگرو په وړاندې خپل ځاني (خودبخودي ) اونا اگاهانه (ناخبره ) توگه جريانونه ليدلی شو چې ددين تر پردې لاندې دعرفان اوتصوف په رنگ کې وو · موږ په تاريخ کې دوه مفهومه په ډېر صراحت اوڅرگنده توگه وينو اوهغه په وروسته پاتې ټولنو کې داستبدادونو نارواوو اوبې عدالتيو په وړاندې خپل سری (خودبخودي ) يانا اگاهانه (نا خبري ) جريانونومنځ ته راتلل دي ·

په تاريخي اوټولنيزو څيړنو کې ځينې داسې مقولات چې خپله افاده اوتعبير لري له پامه نه شو ليرې ويستلی .همدارنگه :

له يوې خوا خپلسري يعنې دتاريخي پروسو عيني تکاملي سير چی دټولنيزو قوانينو دنسج مطابق تر سره کيږي اوله بلې خو اگاهانه يا باخبره او دټولنيز تکامل پر قوانينو دانسانانو خبرتياده چې دتکامل دبهير دچټکوالي اوپه اړينو بدلونونو باندې له پوهيدنې څخه عبارت ده .

۳- يوه تيوري هم اقتصادي هغه ده چې دروښاني غورځنگ په څير دنورو غورځنگونو په اړوند ددې تيوري له مخې پرروښانې غورځنگ هم شننه کيږي .اوهغه دانگلس تيوري ده · انگلس دمنځنيو پيړيو اودمدرنې صنعتې ټولني دمخه بدلونونو دځانگړنو په اړه وايي: „د شپاړسمې پيړۍ په اصطلاح د مذهبي جنگونو په وخت کې اصلي مساله دپوره مادي اوطبقاتي گټو په خاطر را مخ ته وه · دفرانسې اوانگلستان دوروستيو کورنيو بحرانونو بنسټ پر طبقاتي گټو باندې ولاړ وو · که چېرې په هغه وخت کې دغه طبقاتي مبارزو مذهبي رنگ درلودی اوکه چيرې تر مذهبي پوښ لاندې دمختلفو طبقاتو گټی را مخ ته دی نو دا مساله دجنگونو څرنگوالی ته تغيير نه ورکوي اوکولای سو چې دهغه وخت دشرايطو دشننې له مخه يې څرنگوالی روښانه کو · ښکاره خبره ده چې دفيوداليزم اوکليسا پر ضد دمبارزې په صورت کې بايد ټولو انقلابي،سياسي اواجتماعي ايديالوجيو مذهبې رنگ درلودی · اوددې له پاره چې پر اجتماعي اړيکو باندې حمله ممکنه سوی وای لومړی بايد له هغه څخه دتقدس پوش ليری سوی وای .“ [3]

 انگلس په دې باور دی چې په منځنيو پيړيو کې مذهبي الحاد اوعرفان (صوفيگري ) دفيودالي رژيم په وړاندې دمخالفت اواپوزيسيون يو ه مظاهره اوبڼه وه · خو په مشخصه توگه کله چې دروښاني فکري جريان په باب خبرې کوو دځينو پوهانو په نظرياتو تم کيږو:

۱- مرحوم استاد روهي „دروښان جهانبيني اوفکري نوښتونو» نومې اثر کې په هر اړخيزه اورياليستيکه توگه دهغه ټولو نظرياتو چې دروښاني نهضت په اړوند ويل شوي شننه کړې ده . هغه دعبدالاکبر خان اکبر د(روښان دمغلو تاريکيان ) دا نظر را اخلي چې وايي: „دپير روښان اوروښانيانو برخلاف مذهبي الزامونو مخالفت کې لوی لاس دمغلو بادشاهانو وو هغوۍ بادشاهي دپښتنو نه اخيستې وه وپه دې وجهه دهغوۍ سياسي دوښمنان پښتانه اولوديان کمزوري شوي اووهلي شوي وو. دسرحد اوغرونو پښتانه يو لوې طاقت وو ازاد وو. په يوه مرکز را جمع کيدل يعنې دکاڼي گرم نه تر سوات،باجوړ پورې دبايزيد دمريدانو پيدا کيدل اوبيا ليوني مريدان چې په هيڅ اړ نه وو، داداکبر دپاره لويه خطره وه . ددې وجهي هغه دشاهنشاهيت دهغې غټ گُر نه کارواخيست چې قوم کې ډله پره پيدا کړه ډلې ډلې يې کړه بيا پرې حکومت کوه . بغير ددې نه دبايزيد دمذهبي عقيدې تعليم اودهغه په تصانيفو کې داسې هيڅ خبره نشته چې په هغې دکفر اوبې ديني الزام پري ولگول شي .“[4]

۲- هغه دعبدالاکبر خان له قوله وايي چي سيد علي دکورگانيانو خوريي وو اودروحانيت تر نقاب لاندې يې دخپلو ماماگانو خدمت کاوه .

۳- يوسف زايي پټان کتاب چې په اردو کښل شوی ،روښاني نهضت دازادي غوښتني تحريک بولي· الله بخش يوسفي دمحمد عبدالشکور له قوله وايي چې بايزيد انصاري يو صحيح مبلغ،رهنما اواديب وو خو اخون درويزه دمذهبي تعصب،ذاتي عناد اودسياسي اختلافاتو په وجه ده ته ملحد اوزنديق وويل .

الله بخش يوسفي يو بل دليل هم راوړي چې که روښاني تحريک داسلامي تعليماتو مخالف وای نو جلال الدين اکبر به دمخالفت پر ځای له هغه سره مرسته کړي واي دا ځکه چې ده هم ددين الهی په نوم يو نوی دين راويستلی وو .

۴- څيړونکي دا هم وايي که اخون درويزه يوازې دديني احساساتو له مخې دروښانيانو سره مقابله کوله نو بايد چې دده دمبارزې تيره څوکه دجلالدين اکبر ته متوجه شوي وای ځکه چې مغلي پاچا دنوي دين دخپرولو له پاره هلي ځلې کولي .

۵-دپخواني شوروي څيړونکي لکه اسلانوف هم په۱۶ او۱۷ پيړيو کې دروښانيانو مبارزه په دوه استقامتونو کې توجيه کوي يو دبابري دولت پر ضد اوبل دفيودالي ملاکانو پر ضد اودې ته بزگري قيام وايي .

پروفيسور دوريانکوف دا نهضت دمغلي امپراتورۍ دلاسبري پر ضد اودخپلو فيودالانو پر خلاف داولسونو دازادۍ مبارزه بولي . اکثريت افغان ليکوالان اوڅيړونکي روښاني نهضت دپرديو دلاسبرې پر ضد يو جريان بولي.

۶-کله چې بايزيد روښان دقاضي خان سره په مناظره کې بريالي کيږي اوبراٌت اخلي نو دکابل حکمران ميرزا حکيم دځينو با نفوذه کسانو له پريکړو اوقهره ډار لري دهغو په وړاندې ځان نا چاره احساس کوي له روښان نه غوښتنه کوي چې له هغه سره يو ځای شي:

حالنامه ليکي:

„يا شيخ تو درميان اين قوم چرا ميباشي که اين طايفه ای اند که طهارت وغسل،جنابت را نمی دانند،قدر تو چه دانند ؟و از تو چه نفع گيرند·چون پير دستگير قدس سره از زبان ميرزا حکيم چنين شنيدند،فرمود که حق تعالی تولدمن درين زمره گردانيده وبر عالمي که وارث نبي است عليه السلام لازم وامر است که بی راه را راه نمايد وجاهل را عالم گردانيد · اگر چه هدايت وضلالت بدست قدرت حق تعالی است ·چنانچه ميشنوی قوله تعالی „يضل من يشاء ويهدی من يشا“ امانبی ووارث نبی مامور است به رسانيدن امر ونهی ما علی السول الالبلاغ „ ۰ [5]

۷- گورو چې بايزيد روښان تعهد لري هغه دمال،جاه اوجلال لټه نه کوي،بلکې هر څه دخلکو اوخپل اولس سره په نږديوالي کې ويني . کوم هدف چې يې ټاکلي هغه تر هر څه غوره بولي .

دپورتنيو توضيحاتو له مخې ويلې شو چې :

 په پښتو ادبياتو اوتصوفي فرهنگ کې دا مساله هغه ډول نه ده لكه  دتصوف اوعرفان  دفکري بنياد پر بنسټ  چې دعوه کيږي·دپښتنو تصوف اوعرفان هم پښتنې رنگ لري ·كه څنگه چې په دې سرزمين اوفرهنگ كې ابياري شوی اووده يې كړې ده دغه شان يې دهمدغه قلمرو دانسان په غوښتنو هم تمكز كړی دی ·روښان پير چې دروښانيه فرقي بنسټ ايښودونکي دی سره له دې چې په خپلو اثارو کې زيات ټينگار کوي چې دخپل طريقت اومقاماتو له لاری خپله لاره له هر ډول حد ومرز دپيژندلو پرته وښايي · هغه انسان اودانسان معرفت دخپلې لارې اصلي اوبنسټيز عنصر بولي خو دازادۍ اوخوداراديت په لار کې مبارزه هغه عنصر بللی شو چې دټول اولس دقومي لا شعور له لاري په خبره اونا خبره توگه دروښان په مبارزه کې انعکاس کوي .

۸- له بلې خوا دژبې په هکله دخيرالبيان په بدايته البيان کې دمذهبي اولاهوتې احکامو په رڼا کې دخپلې ژبې ته دهغه پاملرنه جوتيږي ·روښان دې مسالي ته يو ديني اومذهبي لوری ورکوي اودخدای تعالې دلار ښووني يادونه کوي: (اوبايزيده ! وکښه حرفونه چې په هره ژبه سازيږي دفايدې دپاره دادميانو .ته دانايي له هره څيزه .مانه زده بيرون حرفونو دقران اوسبحان „ [6]

قلندر مومند ليکي:

۹- “ دبايزيد انصاري اودهغه دخاندان دپښتو ژبې دپاره خدمت هم دروښاني تحريک دملي شعور په ثبوت کې پيش کيږي · ددې حقيقت نه هيڅوک انکار نه شي کولي چې دپښتو ادب په وده اوترقۍ کې دبايزيد اودهغه دتحريک ډېر لوی لاس دی · خو دپښتو دا خدمت خو دروښاني تحريک لوی دوښمن اخون درويزه هم کړی دی نو که صرف په دې روښاني تحريک ته ملي تحريک ووايو نو بيا به داخون درويزه د ضدبايزيد „ تحريک هم ملي تحريک گڼو هسی دديو دواړو خپلو کې دمخالفو قوتونو پښتو ته مخه کم از کم دا خبره ثابتوي چې دهغه وخت پښتنو کې يا کم از کم خوانده پښتنوکې دپښتنو سره دمينې يوه جذبه خامخا پيدا شوې وه···“[7]

قلندر مومند سره له دې چې دنورو افغاني څيړونکو له نظر سره ډېر موافقت نه ښايي خو يوه خبره جوتوي چې دا مهال په ليک لوستو پښتنو کې دځان پيژندنې خبرتيا اوشعور پيدا شوی دي چې دتاريخي واقعاتو پر بنا يې انگيزه پلټلی شو اوڅرگنده انگيزه يې په ماضي کې دپښتنو دحاکميت له منځه تلل اودپرديو په وړاندې پاڅون کيدای شي · ژبه دلته اهميت پيدا کوي اونه يوازې دمکالمي اووسيلې په توگه بلکې دملي اوقومي شتون اوتشخص له پاره يو ضروري عنصر دی چې دتاريخي اوټولنيز –اقتصادي اوفرهنگي تکامل په لړ کې له باالقوه حالت نه باالفعل ته سر راپورته کوي.

کيدای شي اخون درويزه هم ديو شخص په توگه ددې اړتيا احساس کړي وي چې دتذکرت الابرار والاشرار په خوا کې مخزن په پښتو وليکي . خو دروښانيانو دنهضت دټولو نوم وتلو پيروانو په تناسب دا کار دومره دحب اوعشق له مخي نه وو داځکه چې روښانيانو په باخبره توگه زيات ديوانونه هست کړل ·ددوی داثارو له کميت نه هم جوتيږي چې روښانيانو ديني اوسياسي خبرتيا زياته وه .

همدارنگه مرحوم استاد اكاديميسين پوهاند عبد الشكور رشاد دكابل چاپ خيرالبيان په سريزه كې يو بل ډېر ښه ټكي ته اشاره كوي اوداخوند درويزه دا قول دمخزن افغاني له سريزې را خلي چې وايي :

„دا كتاب ما ددې له پاره كښلی دی چې په پښتنو كې د بايزيد (پير تاريك) تبليغي اغيزه كمه كړم ،بايزيد پير تاريك پښتو شعرونه ويل په هغو كې به يې دشريعتونو (؟) علم اوملايانو غندنې كولي ،بي معنی شعرونه به يې پښتنو ته ورښوول ·ما دده پرضد دپښتو شاعري پيل كړه ،په نظموكې مې دكافرانو ،زنديقانو ،معتزله وو ،روافضو غندنې وكړلي،دديني عقايدو په باب می عربي خبرې په پښتو نظم كړی ، اوپښتنو ته مې وروښوولی ،زه په شاعرۍ كې ترده وړاندې سوم، ډېر خلك مې دده له پيروۍ را وگرزول·“[8]

زموږ بحث ددې لاري په يو محوري فکري شخصيت ميرزا خان انصاري په اړوند دي · دميرزا خان په ديوان کې ځای ځای دهغه دعرفاني اوتصوفي افکارو په ترڅ کې دخپل اصلي ټاټوبي اوژبي يادونه هم شوې ده .

ميرزا خان چې دهمدې لارې يو پياوړی فلسفي –عرفاني بنسټ گر دی په خپل ديوان کې هم دهنر اوفلسفي بيان دوړاندې کولو له زاويي اوهم دپښتو ژبې سره دمينې اوعشق دڅرگندونو له مخې جوتوي چې هغه دخپل فرهنگ اوخپلې ژبې سره بې توپيره نه دی ·

خو ميرزا پښتو اوعرفان يوله بله سره نغاړي واېې:

يو فاني ژوندون به مومي
دفنا دخوند په څکه

 

که دې دا لذت تر خوله شي
ځای دې پاس دی له ملکه

 

خليفه دکل عالم يې
چې معراج دی نهه فلکه

 

دا جهان په تا ليده شي
ددوو عينو مردمکه

 

دپښتو ساده خبرې
خوند يې زيات دی له نمکه

 

دميرزا په مخ قدم ږده
 ای دحقيقت عينکه [9]

 

يا په بل ځای کې:

په پښتو ژبه عجب دي دا خبري
په صفت ديگانه محبوب حاضري

 

دکثرت بازار يې جوړ که لونه لونه
په هر څه کې تماشه دبازيگرې
دصفات نوم يې په هر چا باندې کښيښو
اودذات دا يگانگۍ يې زور ورې

 

په ازل يې قسمت بيا موند گوښې گوښې
اوس ليده شي چيري وير چرې سندري

 

دعاشق خاطر يې پل که دښادييه
بيا گهی گهی پرې ځينه دغم پيری

 

جدايي مې په مثال زهر قاتل شوه
دديدن شيريني زياته تر شکرې

 

دهجران ناوکی هسې رنگ تېره وي
چې علاج يې نه په سپر شي نه په زغرې

 

په مهجور به عمر څرنگه تيريږي
چې نيزدې ليدلی يارشي ځينې ليري

 

هوسناک يې له هوسه تماشه که
دخزان دونې اور ځي ترهترې

 

دفراق په سرخۍ زيب دسترگو گوره
بيا په تور باڼه چې زانگي مرغلرې

 

ای ميرزا دصبر اجر دې دېدار شه
چې دا هسی دهجران غمونه نغرې [10]

 

تردې مهاله يعنې دشاعر تر وخته په پښتو ژبه دداسې مسايلو مطرح کول چې د يواځيني ذات „د کثرت بازار“ پر هرڅه باندې د „صفاتو نوم) او د ذات يو والی چې ژور عرفاني فلسفي مفاهيم دي دلومړي وار له پاره په پښتو ژبه بيانيږي . دا په فرهنگي پر مختيا کې لوی اوښتون دی.

 

ميرزا او د زيږيدنې د ټاټوبي پښتونخوا ياد

له پورتني بحث نه پوهيږو چې روښاني غورځنگ دپښتنو دتاريخ په يوه خاصه زماني مقطع کې دپښتنو دازادۍ،خپلواکۍ اوملي هويت دڅرگنديدو يو خپل سری (خودبخودي ) جريان وو چې له يوې خوا دټولنې داقتصادي ټولنيز –فرهنگي ودې پر بستر دمذهب اوعرفان په پوښښ کې راپورته شو · د غورځنگ دسر لارو هڅه دا وه چې دپښتون اولس دفرهنگي هويت دتثبيت له پاره ژبې اوددوې سياسي اومذهبي يووالي ته پام وکړي ،په شعوري يا لا شعوري توگه يې دمغلو دامپراتورۍ په وړاندې مبارزو ته دوام ورکړ · ميرزا خان انصاري چې ددغه غورځنگ ديوه متصوف اوعارف سر لاري اوپيرو په توگه دوطن سره پردی نه بلکې په وار وار يې په خپل ديوان کې يادونه کړي ده ·دهغه له شعره هم جوتيږي · ميرزا خان چې په ډېره ځوانۍ کې له پښتونخوا څخه هند ته کډوال شوی دی · په ډير افسوس سره دخپل ټاټوبي يادونه کوي ·

کډوالي اوجلا وطني رواني درد زيږوي · موږ پوهيږو چې ميرزا خان په زلميتوب کې له خپلې علاقي اوله خپل وطنه مهاجر شوی دی دهغه په اشعارو کې يو ژور درد له دې امله هم دی · هغه وايي:

پر باڼه مې دي لوې لوې اوښې ولاړې
لکه در چې و پېیي په تور تارونه

 

ماوې زه به په زړه کوټ د صبر روغ کړم
ګرمو اوښیو مې رامات کړه حصارونه
چې جرس مې له فراقه نعرې وکړې
پر د ېسیو زلمیو وتړل بارونه
[11]

 

دميرزا له کلام نه جوتيږي چې دمجبوريت له مخې هند ته کډوال کيږي · اولکه دخوشال بابا چې په رنتبور کې بندي اوخپله روهه يا پښتونخوا يادوي .يا داشرف خان هجري په څيرچې دخپل وطن نه دليرې والي اوغربت ياد کوي · ميرزا سره له دې چې يو عارف اوصوفي دي کلام ،عقيده اوباور يې په انسان باندې متمرکز دی خو هيڅکله له هيواد اودزيږيدني له ټاټوبي سره بې پروا نه دی · (هر چاته خپل وطن کشمير دی · „ متل دهغه دباورونو څرگندويه ده · زموږ دشاعر اوعارف ميرزا خان په اشعارو کې دوطن انعکاس دېوې جدي مسالې را وړاندې کيدل اومطرح کيدل دي · دغه مساله په مهاجرت کې دوطن مفهوم دې اوپه هيواد اويا په خپل قلمرو کې شتون دازادۍ او خپل واک لرلو مفهوم دی · دا ديو عيني اړتيا په توگه دشاعر په كلام كې مطرح دي نو ځکه يې دهغه په عرفاني ليد توگه کې ديو ضرورت له مخې انعکاس کړی دی ·

په دا هسې سفر تله شي له ضروره
عاقبت د هر چا خپل وطن کشمیر دی

 

بې بها دده دیدن ؤ په بها شه
مشتري یې په دا پټ عېبو نوځیر دی

 

دا پتنګ چې وبل اورته هوسي کړي
په هردم یې په خندا کښې د ځان ویر دی

 

دا فقیر مېرزا به ومري ستا له دوکه
بیا به وایې له قسمته یې تقدیر دی
[12]

 

پښتون فلسفي شاعر لکه په خپلو نورو اشعارو کې ژور فلسفي مفاهيم کاروي دلته هم هم داسې چلند کوي . له هيواده تلل دېوي اړتيا له مخې مطرح کوي خو دا خبره چې هر چا ته خپل وطن کشمير دی نه هيروي. کشمير که څه هم ښکلي سيمه ده په پښتو ادب کې ان له پخوا يا دشوی دی . هر پښتون چې له خپل ټاټوبي سره مينه څرگندوي نو دتمثيل له پاره دا متل کاروي .

هغه وايي ديو شي پټ عيبونه اونيمگړتياوې يوازې اخيستونكي يا مشتري په ډاگه كولای شي · نه بل څوك·له شاعر سره ددې كمال شته چې په ارزښتونو وپوهيږي · ميرزا په خپل شعر کې ځای ځای دتمثيل له صنعت نه هم کار اخلي چې که پتنگ داور هوس کوي نو خپل مرگ په کې ويني اوپه خپله خندا کې دځان وير کوي . شاعر دزمان ناخوالو ته وايي چې اخير به ستا له غمه اودوکه ومرم دا جبر به ستا له لاسه وي خو بيا به تقدير اوسرنوشت ملامته کيږي .

شاعر په پورته شعر کې په ډير مهارت سره دخلقت اسطورې ته اشاره کوي چې که ادم يا ابولبشر سهوه وکړه نو دتوبې دروازه ورته خلاصه پاتې شوه اودسهوې توبه منل کيدای شي . خو دا خبره نه پټوي چې که په ويره اوډار سره يم ،نو دډار سبب دادی چې دانسان سره شيطان ملگری دی . هغه دی چې انسان له سمې ليارې کږوي اوپه ناسمه يې برابروي .

ميرزا په يوه بل غزل کې دوطن ياد کوي· هغه دوطن دبيا ليدلو ليوال دی · له وطن څخه دليرې والې نستالژيا دهغه پر روح اوروان لکه دغرونو لړۍ پرته ده .هغه ددې پنډونو اوبارونو لاندې ستمی وهي خو دهغه شعر ته يې ځانگړي سوز اودرد اودانعکاس قوت ورکړی دی · چې وايي:

ښه دیدن لکه باران پرې تازه کېږم
جدایي په مثال اور په ما
لګینه

 

پټ پنهان مې دا خراب خاطر ورتیږي
اوکه آه کړم ډېر عالم به وسوځینه

 

محبت خبرې ګرمې تر لمبو دي
کاتبان به یې په کومو ګوتو کښوینه

 

چې قلم په دا لمبه کښې لوغړن شي
ترو باریک کاغذ به یې څشکله سهینه

 

یکباره به قراري له خلقو پاڅي
که د زړه شغله تر ژبې تیره شینه

 

د عشق اور مې یو په یو تر عالم پرېوت
په محفل به یې څوک څه حصاروینه

 

هغه راز چې په خلوت کښې پوشیده ؤ
په بازار عالم دغه خبرې کړینه

 

او قسمت یې د هر چا جدا جدا که
لاس وپښې پخپل مقصود پسې وهینه

 

دا مېرزا په برهان پور کښې ننداره کا
له اصلي وطنه راغی بیا به ځینه
[13]

 

هجران،جدايي اوليری والی يوه هغه مساله ده چې دميرزا خاطر يې زمول کړی دی .هغه په دې اعتراف کوي چې دعشق اومينې خبرې سور اوردی چې کاتب يې نه شي کښلی اوکله چې قلم وسوځي نو پر کاغذ به څرنگه کښل وکا .هغه دخپلې مينې اوعشق مساله رسوا ويني چې په عالم کې دټولو په خوله څرخي .تقدير اوقسمت دهر چا جلا بولي خو دميرزا په برخه کې برهان پور رسيدلی دی چې له خپله هيواده يې جلا کړی اوهلته يې ايسار کړی دی .

د هجران غمازي اوښې
چې پر مخ باندې بهیږي

 

دا د راز ډیوه شوه بله
په محفل کښې نه پټیږي

 

د عشق درد څه هسې نه دی
چې حکیم پرې وپوهیږي

 

نه علاج نه یې درمان شته
په دارو به نه رغیږي

 

طبیبان شوه بې مجاله
څو کوش
يش کاندي تبریږي

 

دا بیلتون د زهرو ګوټ شي
د رنځور تر حلق تېریږي

 

 

په تقدیر مې دا ساعت دی
چې خپل یارله مابیلیږي

 

هره بخره ازلي ده
پر قسمت به ورسیږي

 

نن مېرزا تیاري وکړه
ووطن
ته روانیږي[14]

 

له پورتني بحث نه پوهيدای شو چې په پښتنو کې چې کوم تصوفي اوعرفاني جريان را منځ ته شويدي ، هغه نه يوازې د“اکبر جهاد“ لاره نيولي ده بلکې دعارفانو په اصطلاح د“اصغر جهاد“لارې نيولو ته هم اړ شوي دي ·دعارفانو په اصطلاح داصغر جهاد لاره په عملي ژوند کې مطرح شوې ده ·صوفي اوعارف نه شول کولای دمطرح شويو اوموجوده اړتيا وو څخه سر غړونه وکړي · دلته په استعاري توگه زموږ هدف له اصغر جهاد څخه دادی چې اولسونو ته دتاريخ په خاصه زماني مقطع کې دهويت اوخپلواکۍ مساله مطرح وي يا دازادي غوښتنې اوداجنبيانو سره دمخالفت مسايل را وړاندي شي نو تصوف اوعرفان دمذهب سره په نږديوالي کې هغه لاره اوروش وو چې دهغه په سيوري کې يې ملې مبارزو ته لورې اواستقامت ورکړی دې · دلته دخپلو خلکو دازادۍ خپلواکۍ په يو مرکز دراټوليدو له پاره هڅې دژبې اوفرهنگي ارتقا له پاره هڅه اومبارزه ده چې روښانيانو په خپل وخت کې کړی ده ·

په پښتنو سيمو کې داسې ډير صوفيان اوعارفان وو چې کله يې دهيواد اوازادی په وړاندې دوسله والي مبارزې اړتيا احساس کړې ده سم دواره يې وسلې ته لاس کړی دی اوخپله خانقاه يې پرې ايښې ده · ډېر څرگند مثال يې دوزيرستان فقير ميرزا علي خان يا ايپي فقير يادولی شو .

 

فقير ای پي ميرزا عليخان :

كه دخپلو خبرو په راټولولو فكر وكړو نو دتيرو پيړيو په دوه نورو سر لارو هم غور كول اړين بريښي · له دغه دوه سرلارو څخه يو هم ميرزا علي خان مشهور په فقير ايپي دې · اوبل هم حمزه شينواری دی ·

فقير ای پي يو صوفي اودرويش شخصيت تير شوی په هماغه ماحول كې چيرته چې بايزيد روښان را څرگند شوی وو سر راپورته كړ ·ميرزا علي خان په ډيره تنكۍ ځوانۍ كې له خپله پلاره ديني كتابونه زده كړل ديو څو كلونو كورنۍ زده كړې ورورسته هغه بنو ته واستول شو ·دوخت له عالمانو يې زده كړي وكړې ·

داكتر ببريگل وزير ليكلي دي کله چې هغه دملا په توگه دينې زده كړې ترسره كولې نو يې دخوشحال خان خټك ،رحمان بابا ،اوپيروښان كتابونه اوهم دبريتانوي نيواک تاريخ اودبرتانوي سر كار سره دافغانانو دجنگونو په هكله لوست کاوه نوموړی زياتوي چې فقير ای پي ميرزا علي خان له پښتوژبې سره سره په اردو اوعربي ژبو هم پوهيده · دمشهور مورخ استاد حسن كاكړ په قول فقير ای پي هغه شخصيت وو چې كله قومونو خپل مشر وټاكه نو پاسيف صوفيانه ژوند يې پريښود ،خانقاه يې بنده كړه اودازادۍ غوښتنې جنډه يې پورته كړه اودزياتو کلونو له پاره يې دخپلو خليفه گانو په ملتيا دانگريزي استعمار په وړاندي وسله واله بريالۍ مبارزه وكړه · دافكتور زموږ داادعا ثابتوي چې په پښتنو كې را پورته شوی صوفيزم اوعرفان كوم منزوی اوپاسيف يا منفعل صوفيزم نه وو اونه دی · ددې جريان مثالونه په نړۍ كې هم ليدلی شو · دمثال په توگه : په (۱۲٠٠ – ۱۲۲۷ق )يا (۱۷۸۶-۱۸۳۱م ) كې داحمد بريلوي تحريك هم يو اصلاح غوښتونكي اومتحرك هغه وو · يا په لويديځه افريقا كې داوسومان دن فوديو (۱۱۶۷-۱۲۳۲ق) چې يو تصوفي نهضت وو خو دملي خپلواكۍ له پاره يې مبارزه كوله · دتيجانيه جنبش هم يو اصلاح غوښتونكي فرقه وه چې دافريقا په شمال اولويديځ كې را منځ ته شوه ·همدارنگه په سودان كې دمحمد احمد سوداني (۱۲۵۹-۱۳٠۵ق)(۱۸۸۱م )تصوفي جنبش دملې ازادۍ له پاره مبارزه پيل کړه . همداراز دقفقاز په شمال اومنځنۍ اسيا كې دروسيي پر ضد داسې جريانونه وو چې د تصوف په خم كې رنگ وو · زموږ هدف دادی چې تصوفي جريان يو منفعل اوپاسيف حرکت نه بلکې دهرې ټولنې اړتياوې يې منعکسې کړي اوکله چې ټولنه دسياسی اواگاهانه حرکتونو نه بې برخې وه نو ځای يې دغه صوفيانه حرکتونو ډک کړی او داکبر جهاد په څنگ کې يې اصغر جهاد هم کړی دی .

په پښتنو كې حمزه بابا يو بل متفكر دې · سره له دې چې په هېڅ سياسي جريان كې شامل نه وو،په دولتي ادارو کې يې هم کار کړی دی .خو دهغه شعر اوليكنو هميشه له ځانه سره يو عرفاني اوتصوفي پيغام درلود · هغه په خپل شعر اوغزل كې له پښتانه سره مينه ځای کړه · دحمزه په تصوف کې دفلسفي باريكۍ هم بيان شوي دي حمزه كه يو پښتون عارف اودسلوک خاوند دی خوپه خپل شعر كې په زغرده وايي :

دمومن ګفت و کردار واړه معلوم دی
دسپوږمی دچړې غشی وایه کوم دی

 

ستا په نوم می چی خپل نوم او نښان ورک کړ
اوس چ
ې هر یو نوم ته ګورم زما نوم دی

 

ستا دزلفو دورک شوو درک چرته
چ
ې می سیوری هم په دې شپه کی معدوم دی

 

 

شقاوت دفلک ګوره په مینو
چی ګردش یی هم زما له پاره شوم دی

 

عشقه څه شوی زه قتیل یمه دعقل
چی جهان راته موجود کله موهوم دی

 

ستا یادونو هم اشنا یوازې نه کړم
دغمونو چی هجوم و لا هجوم دی

 

اضداد هله په کاریږی چی موجود وی
په وجود او په عدم کی څه لزوم دی

 

که پخې پخې خبرې کړې بی عشقه
په د
ې لاره کې یې وګڼه لا اوم دی

 

حمزه هغه چې دعوه یی دمحرم وه
چ
ې په غور مې وروکتل محروم دی

 

خو ددې په خواکې چې هغه يو صوفي اوعارف دی .دا خبره هم په جهر کوي واي :

ما ټيټ ورته ليمه كړه زما سر نه ټيټيده
شايد چې په الفت كې هم افغان پاتې كيدم .

 

يا داچې :

حمزه سفر که دحجاز وی نو هم
زه دپښتون
له قافلې سره ځم

 

همدارنگه په بل غزل کې وايي:

په هر مخ کې ستا دمخ په ننداره یم
چی له ډیر
ې پیدایې یی نا پدید یم

 

يا دا بيت چې وايي:

ته اسلام پښتو ګڼه خو زه وایم
خدای که هم انسان وی نو پښتون به
وو

 

داسی راته ښکاری چی پخلا به وو
ما چی ور
ته غږ وکړ راستون به وو

 

هغه ولې دا خبره په زغرده کوي؟ ددې له پاره چې دپښتنو په ملي خود اگاهي اوهمدارنگه په ټولنيز تحت الشعور کې يو څه ورک اونيمگړي دي اوهغه ددوې خپلواکي استقلاليت اوخود مرکزيت دی· همدغه ټكې چې يو څه تفصيل ته اړه لري هغه يې دی ته اړ كړی دی چې دخپل قوم دلاشعور خبره وكړي ديونگ خبره دلته صدق كوي وايي: „يوازې شاعران زما په خبرو پوهيدای شي...

ساغلي اصف صميم ليكي: دحمزه په شاعرۍ كې دبنيادي اوبنسټي ټكيو په توگه دعشق اوعرفان له شتون سره سره مذهبي اوملي جذبه دواړه په ډېر فطري اواستادانه هنر غاړه غوټۍ شوې دي اوددې فطري حقيقت چې دين اومليت نه يواځې ټكر خور نه دي بلكې ملاتړ هم دي · خو داعتدال اوانډول ساتني په شرط حمزه ددې حقيقت منلو ته ښايسته ډېر پلويان اولاروي پيدا كړي دي · ان چې خپل دې پيغام ته يې ديوه ادبي سياست رنگ وركړی دی [15]·

دپښتنو په ژوند کې لکه دهر بل شرقي اولس په ژوند کې دوه ډوله جريانونه را منځ ته شوی .چې يو سياسي ټولنيز اوبل فكري عرفاني · كه تير تاريخ ته پام وكو نو دخوشحال خان ايمل خان وبيا پاچا خان مبارزو كه له سياسي پلوه خپل رسالت تر سره كړ نو دبايزيد روښان ، اودهغه دپيروانو بيا دفقير صيب اونورو فكري اومعنوي هڅې دپښتنو دخبرتيا اوشعورې بيدارۍ بل موازي جريان دی.


 

[1]صوفيان وضد صوفيان –اليزابت سريه ٬ترجمه دکتر مجد الدين کيواني، ص ۶۱ چاپ مرکز سال ۱۳۵۸

[2] صوفيان وضد صوفيان ·اليزابت سريه –ترجمه دکتر مجدا الدين کيواني –ص۶۱ چاپ مرکز ·چاپ ۱۳۸۵

[3]دروښاني نهضت دپرمختگ اوماتې عوامل ·دع٬جهاني ليکنه دمقالي دويم مخ · دروښان ياد اثر ۲۰۶ مخ پښتو ټولنه ۱۳۵۵ (مارکس –انگلس کليات ۸ج ۱۲۸ مخ روسي چاپ )

[4] استاد روهي · دروښان جهانبيني اوفکري نوښتونه (۱۳-۱۴ )۴۹ مخ

حالنامه (۳۴۲ او۴۳ مخ )[5]

دخيرا لبيان تنقيدي مطالعه · ۲ مخ قلندر مومند [6]

 (دخير البيان تنقيدي مطالعه ) ن - ۵۰مقدمه [7]

[8]عبدالشكور رشاد (سريزه )·خيرالبيان كابل چاپ · ۸۲مخ كال :۱۳۵۳

[9] ميرزا ديوان ۱۱۸

 

همدا ثر ۱۷۸ [10]

همدا ثر ۱۴۴[11]

[12]همدا اثر ۲۰۳

[13] همدا اثر۱۴۶

همدا اثر ۱۶۸[14]

[15]حمزه شينواري كليات ·محد اصف صميم ·داطلاعاتو اوفرهنگ وزارت ·كابل افغانستان :۱۳۸۷