22.04.2015

سلیم شاه

 

د لندن میشته افغان لیکوالو ادبې غونډه

 نن د لند ن په وخت زيړی مازديگر دی . د اپريل دمياشتې ديكشنبې خپه كوونكي ماښام راداخیليدونكی دی . پتيل شويده چې د لويديځ لندن په يوه څنډه كې څو تنه ليكوالان اوشاعران سره راټول شي . كه څه لري او كه نه يې لرې خو د زړه خواله خو به وكړي . د مازديگر لمر په پريوتو دی  د چا خبره په غړغړو دی. يو يو تن چې هم تيندك خوري او هم لنگر خوري ، سالون ته را ننووځي  . د غونډي سازمان وركوونكي وکیل سوله مل تيليفون په لاس  يو زنگ لا خلاص نه وي چې بل ترنگ ته يې يوه سترگه پټه اوبل وغړيږي . په لندن كې ډیری وختونه لمر نه وي ، نن برعكس ښايسته لمر وو . خو داسې مهال دی چې  د لمر وړانگي هم خپلې پښې سپكوي  او د خياله ورې پيغلي په څير پلو د ځان پسې راكاږي . له خړو كورونو اوتورو سړكونو  خپلې وزرې ټولوي  . سالون وروروگڼيږي،  ياران د ميز شاته  كښيني  . څو تنه په كې غير حاضر هم دي . سوله مل دهغو دناغيړۍ اوبهانو  نه گيلي كوي.  يو بل كس هم وايي موږ هر وخت نه راټوليږو اونه خو داشر اودغوبل  خبره ده  • خو زياتره ياران چوپ اوبي موده دي.

يو وايي پوهيږي چې تروتسكي څه ويل : بل پرې غږ وكړ ته ووايه چې څه يې ويل ؟

هغه ويل : هغه څوك چې دارام ژوند په لټه كې وو بايد په شلمه پيړۍ كې نړۍ ته نه وای راغلي ·

بل وويل : سمه خبره يې كړې د ه خو دافغانستان يو ويشتمه پيړۍ هم دوينو په سيلاب پيل شوې ده · يو يا ر  چې په يو كنج کې غلي ناست وو · دجلالا اباداوبيا يې دبدخشان دپيښو يادونه وكړه · ټولو دهغه سره دتاييد غبرگون وښوده ·

بل يار وويل: ايزا برلين يو وخت ليكلي وو  چې شلمه پيړی د اروپا له پاره د وحشت نه ډكه پيړۍ ده · په خوا كې بل تن وويل : د اروپا له پاره يوازې شلمه پيړی وه خو موږ ته شلمه اويوويشتمه دواړه له وحشته ډكې د، موږ ته دواړه پيړی داسې دي  لكه  دوينو يو لوی سيند چې  په شلمه پيړۍ كې په حركت پيل كړی وي اوپه يوويشتمه كې يې دڅپو شور اوزوږ اسمان ته پورته وی ·

يوه كيسه كړه : پرون سهار چی كار ته تللم اوتلويزيون مې روښانه كړ · سم دواره مې په يو بوډا سترگې ولگيدې چې يو په وينو كې ليت پيت ماشوم يې دجلالاباد له چاودونې نه وروسته په غيږ كې را نيولي وو · سمدواره مې كړيكه وكړه · بل وويل بس غمونه دي اودسرونو لو دې · زموږ شعرونو بې ځايه دلونگو دلو خبر ه را پورته كړې ده · دلته دلونگو لو ونه شو خو زموږ دزلمو دسرونو لو كيږي · ټول غلي اوچوپ وو ·يو وخت چې په چیلي كې كودتا وشوه اوپنوچت ډېر انسانا ن ووژل نو نرودا وليكل : راشۍ اووينې په واټونو كې وگورۍ ·

دلته هغه دكوم چا خبره صد ق كوي چي وايي په انسان كې پټه يوه مرموزه حيواني ځواك شته كله چې په ټولنه کې هغه دخپل معرفت خپل كنترول له لاسه وركړي   نو بيادغرونو وحشي حيوانا ت هم ورته حيرانيږي ، ټولو دسرپه ښورولو خبره تاييد كړه · هغه زياته كړه · اوس په افغانستان كې هر څوك چې دا مرگونه كوي هغه گرگان يا ليوان دي(( انسان دانسان ليوه دی))  خو دلته له بده مرغه ناوړه كارونه داسلام تر نامه لاندې كيږي · داچې ولي داسلام تر نامه لاندې كيږي  دا نو بيا بله اوږده كيسه ده ·

دغونډې سازمان وركوونكي دتاثراتو لړۍ بلي خواته كړه · اوپه سليم حيات يې غږ وكړ چې نن سپين تڼی نشته نن به دغونډي جلالتمابي ته وكړې · بل په ټوكه وويل :مطلب چې تقلب او شرارت مابي ونه كړي · كنه نو دوينو ويالي به جاري شي  ·

سليم حيات خپل ځای ونيو اودبسم الله په ويلو يې دغونډې دپيل اعلان وكړ · اودايي هم وويل فكر كوم چې نن زموږ غونډه دمخكيني  كليشه يې حالت نه وتلي اويو څه نوی والي لري · مطلب دادې چې دغونډي په سر كې به ښاغلي  اكبر كرگرصا حب  په ادبياتو كې دمدرنيزم اوپوست مدرنيزم په باب څه ووايي· له كرگر نه يې غوښتنه وكړه :

 په دې مو ضوع ښا غلي کرګر لیکلی لکچر چمتو کړی وو خولکچریی ونه لوست او له ياد نه يې خبر ې كولي لومړې درنسانس دوري اودمنځنيو پيړيو په زړه كې دجيورادنو  اوگاليله يادونه وكړه ·ددانته الگيري دمشهور شاهكار   كميدي الهي په باب اوله هغه وروسته يې دمدرنيزم په ظهور سره د درياليستيكو اورومانتيكو اثارو خصوصيات بيان كړل · وروسته يې دپوست مدرنيستي اثارو ، اوله هغه جملې دكافكا ،پروست ، جيمز جويس  او ځيني معاصرو ليكوالو اثارو ته اشاره وكړه ·

-----

 له خبرو اوادبي بحثونو وروسته پوښتني پيل شوې  په يوه ځاې كې راغلي وو چې د گارسيا ماركز سل كاله يوازيتوب داسې يو اثر دی  چې يو كركتر مړ كيږي خو بيرته په داستان كې را ژوندې اوخپل نقش لوبوي · دټوكې په توگه سيال شينواري وويل : دا خو لكه دعدليي پخواني وزير چې څو كاله دمخه ومړ اوددملي دفاع وزارت دتيلو دتړون له پاره راغي اواسناد يې لاسليك كړل اوبيرته ولاړل · يوه بل دتاييد له پاره وويل هغه څه چې نن په افغانستان كې روان دې دجادوويي رياليزم له پاره ښه مواد وړاند كوي ·

يو بل هم وويل  دا ما هم واوريده :  پرون يې په تلويزيون كې وويل چې دملي دفاع وزارت دتيلو په قرارداد كې دپخواني يو وزير چې دوه كاله دمخه مړ وو · خو يو كال دمخه يې بيااسناد  لاسليك كړی دی · په دې خبره ټولو وخندل · يوه شاعر وويل اړينه نه ده چې جادويي رياليزم په كتابونو كې وگورو  بلكې دافغانستان حالت يې ژوندی مثال دی ·

د مشاعرې په برخه كي ښاغلي غلام حيدر يگانه ډېر يو په زړه پوري شعر ولوست · چې داوريدونكو له خوا يې هر كلي وشو ·

 

د غونډې دويمه برخه د ماښامني نه وروسته پيل شوه چې د فريد مل له خوا يې بندوبست شوی وو . بيا راغلو كسانو اودغونډې چلوونكي له سوله مل نه غوښتنه وكړه چې خپله كيسه ووايي .

هغه خپله كيسه دوسلې په زور تر نوم لاندې كښلي وه   · له كيسې لوستلو وروسته  په كيسه خبرې پيل شوې  ·سيال شينواري وويل : دې كيسی موږ ته تير كليوال ژوند را تداعي كړ · هاغه وختونه يې را ياد كړل چی موږ به په زور دمشرانو له خوا اړكيدلو چې جومات ته ولاړ شو اولمونځ وكړو  · مشرانو به دا هم ويل : چې اسلام په زور راغلی دی په رضا نه دی · سره له دی چې دزور اسلام اوس دكور دمشر نه بلكې دداعش ،طالب اومجاهد په لاس دی · خو له نيكه مرغه موږ لا ددئ ټولو ناخوالو سره مسلمانان پاتي يو ·

فدا نظري : دخپلو خبرو په ترڅ كې وويل چې كه ددې كيسې  ځينې خبرې اوعبارات  واوړي ښه به وي  ·مثلا دپلار كليمه په تره واوړي · اوداسې  نور · خو اكبر كرگر د هغه په ځواب كې وويل چې كيسه ليكنه داريانا تلويزيون دخپلو خوښو كړيو سندرو پروگرام نه دی چې كوم اهنگ غواړي هغه به در خپور شي · كيسه ليكنه هنر دی · اودپخوانيو افغانيو په نوټ ددی كليشي  چی وايي : ددې نوټ غوښتونكې ته دغوښتني په وخت لس افغانۍ وركړی · دټولو خزانه دار نظر محمد ·په څير نه ده ·   كيسه هنر دی · اودليكوال دذهن له صافي نه راوځي پريږده چې هغه خپل هدف تعقيب او پر مخ بوزي·

ښاغلي دستگير نايل په خپل وار وويل : زه كوم خاص نظر نه لرم · ځينې عبارات : لكه چی وايي دين په زور راغلی دی  لږ بايد نرم شي  دا كلمات حساسيت را پاروي · سره له دی چې د داستان پيل په جگړه او خشونت سره دی ·

يگانه د خپلو خبرو په ترڅ كې وويل : دا كيسه يو لړ روانشناختي بعدونه لرې اوبل دا چې ددوه درې نسلونو دارزښتونو خبره هم تمثيلوي · دلته دا خبره هم مطرح شويده چې څرنگه كليوال ژوند په ښاري ژوند بدليږي · اوارزښتونه څنگه له يوه نسل بل ته توپير كوي ·

ښاغلي مياخيل  چې نوی ځوان ميلمه وو اودلومړي وار له پاره يې په دې غونډه كې گډون كړې وو  وويل : څه فكر كوۍ كه دپلار په ځاې نيكه وای څنگه به وو · اوبل دنجلي چې سترگو ته اوبه وركوي  دا عبارت بايد بدل شوی وای ·

خو دغونډي په پای كې سوله مل خبري وكړې اوداوريدونكو څخه يې داوريدو مننه وكړه · هغه وويل

دپښتو د لیکلو داستا نونو لویه برخه تر نن ورځې ریا لیستیک فورم جوړوي او د کیسو کره کتونکي مو هم هره کیسه په همدې تله تلي ، ډیر له معا صرې کیسې چې دمخه کرګر صا حب پخپل لکچر کې دهغو بیلګې یادې کړي اشنا نه دي ، هر هنری خلا قیت که څه هم له رښتیا خړوبیږي خو هر خلا قیت با ید په تما مه معنا فا نتزی وي او تا سو ډیرو دلته د فا نتا زۍ په ځا ی په حقیقت تمرکز وکړ. د کیسې دا عبا رت : دین په زور راغلي . لکه څنګه چې نا یل صا حب غوښتنه کوی چې با ید حذف شی ،ثقیل او حسا سیت پارونکی دئ که دده خبره ومنم کیسه به خپل ټول ما هیت او ښکلا له لاسه ورکړي او هيڅ هدف او پیغا م به ونه لري. او زه دا کار با ید ونه کړم دا که حساسیت پاروي او که سخت دئ زه په دې پسې نه ګرځم.

دسوله مل داوږدو توضيحاتو نه پس گران صيب خپل يو ښه اوپه زړه پورې غزل ولوست اودغزل په لوستلو غونډه دشپی په لسو بجو پای ته ورسيده ·

دگران غزل په دې ډول :

لاره شوله خلاصه اومزل هماسی پاتې  لا

ساه مې په وتو شوه خو اجل هماسې پاتې لا

پروت يم داوهامو دايره كې ځم را گرځمه

هيلې مې شوې ستړې خو تكل هماسې پاتې لا

مستو طلايي كمڅو په منځ كې دلته پروت يمه

مينه می په زړه دتور اوربل هماسې پاتې لا

ډېرو ورته لوڅې كړې پښې چې تارو مار يې كړي

دوې خپله تباه شول خو كابل هماسې پاتې لا

بوش نه تر سكندره دښكيلاك كولمې پرې ووتې

دادتاريخونو لوی اتل هماسی پاتې لا