16.03.2018

سليم شاه 

د سوله مل ناشناس که ناشناسه سوله مل

د ېوې کيسې په باب 

دلته په دې ليکنه کې د سوله مل شينوارې په يوه لنډه کيسه لنډې خبرې کوو، د کيسې سر ليک هم ناشناس دى · زيات کسان چې په کيسه يې سترگې ومښلي فکر کوي چې د ليکوال هدف  د افغانستان مشهور هنرمند  او موزيسين دى . ځکه خو ېې پام له  اصلي خبرې بلې خواته اوړي  . سبب دا دى چې زموږ لوستونکې د تگ په وخت کې په ليرى افق سترگې نه گنډي او يوازې خپلو قدمونو ته گوري . له بلې خوا باید ووایوچې کيسه ، داستان  ، رومان  ، ناول، شعر اونور څه چې له دى قبيله دي، هنر دى  او د هنرې پدېدې برداشت او پر هغه پوهيدا هم د لوستونکي او ليدونکي  د ذهن  او درک پر مقياس  ټاکل کيږي .

 وايي افلاطون که څه هم پياوړى شاعرانه ذوق او استعداد درلود له شعر  سره ېې دومره جوړه نه وه او زيات د رياضي او هندسې ليوال اومينه  وړى و . ويل کیږی چې د خپلې اکادېمې په دروازه يې کښلي وو:  که څوک په هندسه نه پوهيږي نو اکادېمې ته دې نه راننووځي ·

که له يوې خوا د سوله مل کيسه ډېره ساده کيسه ده ، کرکتر ، د کرکتر خبرې ،ديالوگ ، ماحول او فضا او هر څه ېې د درک او پوهيدا وړ دي او يو سوډر سړى هم کولي شي چې د ده کيسه ولولي خو د هغه برداشت به روښانفکرانه نه وي بلکې ٬٬سوډرانه٬٬ به وي .ځکه خو ګرانه ده چې سوډر او بې هنره لوستونکي  دې د دې ساده مطلب شاته د هنر او تحجر ترمنځ کنتراديکشن يا تناقض  وویني !!؟ دا ځکه چې  د ٬٬هغه آس هماغومره غاښونه لري چې په اصطلاح د ارسطو په کتاب کې يې ويلي دي٫٫ .  هغه د آس غاښونه نه شميرې ، د هغه په نظر د چرگې او د هگۍ د پيدايښت او د تقدم او تاءخر خبره هماغه د زيړو د قصه خواني چاپ کتابونو کى سمه ده . نه دا چې بيولوژي او مدرنه علومو ته مراجعه وشي .

د کيسې مرکزي کرکتر مولوي دي . زه فکر کوم د مولوي ذهنيت او مينتاليتي پيژندنې ته به اړه نه وي . ٫٫ان  چه  که عيان است  چه حاجت به بيان است٬٬. هغه په کور کې د ېوې ښځينه سندرغاړې اواز او سندره له راديو نه اوري . او خپلې ميرمنې ته وايي :

„دا څوک ده ؟ چې د غواغوندې رمباړې وهي . „

خو ميرمن ېې په نا اگاهانه توگه وايي : „څنگه د ځينو هلکانو اوازونه درباندې ښه لگيږي . چې کله سندره وايي ، نو جادو درباندې کيږي . „

مولوي په بل ديالوگ کې وايي :

„ ښځه خداى په زوره خندا کولو نه منع کړې ته ېې لا د سندرو وايې ·“

بيا د خپل زوى پوښتنه کوي چې چيرې دى  :

„ دا د ډمې زوى بيا چیرې دى ؟ پلار يې قران خلکو ته ښايي او دى سندرې وايي „

خو ميرمن ورته وايي :

„ وا سړيه خپله ځواني دې درياده کړه ، چې طالب وې څه غږونه دې نه ايستل · او څه اتڼونه دې نه اچول .“ خو مولوي وايي چې :

„ خو چې ډ متوب يې وظيفه نه شي . „

د قديم سندرې خو دې ښې خوښيږي ؟

- کومه يوه هغه چې وايي :

 راواړه څڼې ، راوړې مې گلونه .“

وايي چې قديم هم د ملا زوى و .

 خو ميرمن ېې وايي چې هلک له ملگرو سره واده ته تللى دى . مولوي بيا هم مخالفت کوي . خو يوه سندره چې له راديو نه اوري دهغي د فيتې يا پټې غوښتنه کوي .

محبت اول اسانه په نظر راغئ

په اخير کې مې نصيب خوني جگر راغئ

 زوې يې را ځي او هغه وايي  چې زه به يې راوړم  . زياتوي چې فيته په هاغه بله کوټه کې ده. او بيا هماغه سندره وايي : چې ...

بالاخره د کيسي غوټه په همدې خبره خلاصيږي چې د کيسې په اصطلاح  زوى ېې سندرغاړى وي او په يوه مستعار نوم سندرې وايي :

 اوس را ځو د کيسې طلايي او مسې اړخونو ته

د کيسې بنيادي او اساسي اړخ دا دى چې د موسيقي او هنر په وړاندې د يو متحجر ذهن د يوه نا انساني کرکتر عکس العمل دى . موسيقي هنر دى ، هنر له تعقل سره دومره زيات سروکار نه لري  لکه څومره چې عواطف او احساسات راپاروي . د غني خان دا خبره چې د پټانز په کتاب کې يې کوي وايي : „ پښتون نه غواړي سندري ووايي  او سندرغاړې شي بلکې ځانته يې شرم گڼي خو پخپله يې سندرې او موسيقي زياته خوښيږي .“

مولوي که له يوې خوا د پښتون ماحول پديده ده خو له بلې خوا مذهب او دېنې تعليمات پر هغه دومره اغيز کړى چې د هغه په تن او روان کې ېې عاطفه او احساس داسې وژلی لکه کوم انتې عاطفه او انتى احساس واکسين چې ورته پيچکاري شوی وي .

له بلې خوا د ميرمنې دا خبره چې ور ته وايي : د ځينو هلکانو اوازونه خو درباندې ښه لگيږي ، يا دا چې خپله ځواني دې درياده کړه چې کله طالب وي څه غږونه به دې نه ايستل . „

دا دواړه خبرې د مولوي يا ديني قشر ځانگړنې را بر سيره کوي . په دوديز او تاريخي لحاظ ملا په ټيټ کاست کې واقع دى . هغه د نورو عادي خلکو نه زيات محروم دى . د گيډې او سکس له لحاظه په صفر کې  ولاړ دى . طالب خپل کالي پخپله وينځي . او  ډوډۍ  د ټوک او چنډې په توگه له کورونو را ټولوي . همدا دوه عنصره دي چې جوماتونه سره له دې چې سپيڅلي ځايونه دي خو د طالبانو په موجوديت او محروميت کې او د ملايانو په شتون سره په کې جنسې فساد  هم کله ليدل شوى دى.

له بلي خوا د طالبانو اتڼ ،غومبر وهل  او نورې پيښې څیرې کوم عرفاني او صوفيانه بنسټ نه لري . بلکې محروميت د هغو درواني زندان ديوالونه ړنگوي او يو ډول لاشعوري  غبرگون راپاروي   چى د وچو مذهبي تعليماتو او چاپيريال په وړاندې سر راپورته کوي.

بله خبره په تاريخي لحاظ د وچ مذهبي ذهنيت  او هنر تر منځ شخړه هم ده . د سوريي مشهور اديب  او د فلسفي استاد  صادق العظم  د  سر  او په ادبياتو کې حقيقت په نوم رساله کې ليکي :

٫٫ تور فکره او د عقل او عقل پلوه کسانو پر ضد خپل جهاد ته دوام ورکوي . کتابونه سيزي  هر څوک چې کتاب وليکي چې د هغو په خوښه نه وي ، له منځه يې وړي . د هر مسووليت پيژندونکي روښانفکر  وينه ورته مباح بريښي . جهالت يې واداره کوي  چې نور يې هم وغځوي . له دې تر مخه يې همدغه ډول ځواکونو  د ابن عربي  فتوحات مکيه او  يوزرو شپه اثر کې غرق وو، او د دغه اثارو دله منځه وړلو حکم يې کړى وو.  ٫٫زموږ د کلي ماشومان٬٬  چې د نجيب محفوظ اثر و د زنديقانو اثر يې  وباله . او د مدرنيت پر ضد اثر يې خپور کړ . په هغه کې يې د هر هغه چا اثر چى په ژوندۍ ژبه وليکل شي حلال گڼلى و. په دې وروستيو کې د تورتم فکرو کسانو څپه را پورته شوى او د ليکوال د سر پريکولو له پاره جايزه ټاکي .  ٬٬

*

اوس راځو د کيسې جستي يا مسي اړخ ته

کيسه د پښتو د هنرې ادبې کيسو د زاړه سبک استازولي کوي . کیسه د ديالوگ په بڼه د دوو کرکترونو تر منځ په خبرو اترو کې پر مخ ځي او کرکترونه خپل خط تعقيب او هغه روښانه کوي· په لومړي سر کې د ناشناس نوم بيا د قديم د مشهورو سندرو سرونه ټول هغه څه دي چې د اوسني نسل په وړاندې تیر شوى دى او د دوى له ذهنه پټ  پاتې نه دى . يا په بل عبارت  دواړه نومونه ستيريو تاېپ نه بلکې مونوتايپ دى.  دا د دى سبب کيږي چې کيسه په يوه عادي روايت بدله کړي .

د هنري ادبې داستان په بڼه کې بايد نومونه او هر څه د پيښو شاته تمثيل شي داله  لارو نه يوه لاره ده . که په دې برخه کې مبالغه هم وي ښه به وى · خو چې لوستونکى ته يې سملاسي کرکتر نه واى ورپيژندلاى ، بلکې تمثيل کړي يې واى .

د نيچه خبره څومره پخه په نظر راځي چې وايي : ٫٫ موږ داسې هنر ته اړه لرو چې حقيقت موږ له منځه يو نه سي . ٬٬

شکسپير وايي : ٫٫ ډېر رښتيني اديبان او شاعران هغه کسان دي چې له نورو زيات جعل کاري کوي . ٬٬

او ژانه ژنه وايي : بايد دروغ ووايو تر هغه چې وکړاى شو حقيقت په ژبه جاري کړو . ٬٬

له بلې خوا دواړه کرکترونه ترخه ژبه او ترخه کليمات کاروي . لومړي کليمات د مولوي له خوا کارول کيږي. د دې له پاره چى د هغه اوږده او گڼه ږيره ترسيم شوي واى ، پلنه خيټه  او سورور سورين ، ښودل شوي واي يوه دوه متره تسبيح ورکړل شوي واى  پرله پسې ارگمي يې له خولي وتلي يا (د خولي ټيزونه ) او په هره جمله کې يې د ماشاءالله او ماشاءلله عبارت تکرارولى . سم له واره د يو ساده بزگر او کليوال په توگه دخرې او د ډمې زوى ،ناولتوب ، ،مرداره ، د خنځير لورې  کليمات کاروي .

په داستان اوهنري اثر کې دا کليمات جواز لري  خو د ټاکلي کرکتر له خوا . داستان او کيسه د بهرنيو چارو د وزارت مکتوب نه دى بلکې د خلکو محاوره او دک رکتر ژبه هم رول لري. وگورو چې کرکتر څنگه اشاه ده . 

نن ورځ په افغاني ټولنه کې د اسلام مبارک دين يو دوښمن لري  او هغه نادان ملا او ناپوه طالب دى . که چيرې خپلواکه سروى وشي  او د خپريدو وړ وي مالومه به شي چې ديني او مذهبي ډگر کې د یو نیم ملا ، مولوي  او طالب ځاى چیرې دى؟ او د نغمې  ، سيداگل مينا او خان قره باغي ځاى چيرې دى ؟ خان قره باغي دين ته سپکاوى ونه کړ خو یو مولوي فرخنده (د خداې مخلوق) په رڼا ورځ د الله اکبر په نارو سره ووژله او وې سيزله .