14.12.2017

 د سليم شاه رپوټ

د غلام محمد کامه وال د ورستیو شعری ټولګو ارزونکې غونډه

 

راقم د حروفو د دې رپوټ پريکړه کړې چې وليکي رپوټ خپل په جلا تون او  آواز ، په وزن او الحان جلا له نورو رپوټونو د روزگار . نن هم لرو رپوټ د شعر د غونډي ، خو په سر کې به ژاړو غميزه د خپل وطن چې وې کړلي څه نادودوي څو ښامارانو، يارانو د پيسو او د جيبونو خپلو ، نو زړه به نه تنگوئ حوصله به مو کړۍ فيراخه(پراخه ) په حکمت د اولياو . او بيا به راشو رپوټ ته د غونډې د شعر .

۱

بيان دى په باب د پيښو د روزگار چې را غونډ شول څو سرونه چې وپرزوي واکداران او پخپله کښيني په گدۍ د واک او راونغاړي ثروت د مملکت خداداد افغانستان. چور کړې بيت المال چې حق دې پدري او ميراثي د دوې چې کړى يې دى جهاد له پاره د ځان، نه له پاره د انسان او د اسلام . نو راټول شول ياران دپړه ماران په ديار د کندهار . اکټونه يې وکړل په څير د ناميانو د کندهار او خوشاله يې کړ روح د ناميانو د کندهار چې ايښودلي به يې سکروټې په ورغو ي کې جزههار به يې کاوه  او ختل به ترې دودان (لوگي ) .

نو رادبره شويو کولنگي او  وې ويل چې اخطار دى  واکمنانو د کابل لره ، چې راپريږدي زموږ کاروانيان په ساعتونو ۲۴ کې ، چې را ورسې زموږ د ډلې شرمښان ، زمريان ، د دوړو او دباو تازيان چې لگولى شي، خوله په غوږونو د ادميانو او پر مخلوق درب،  چې پيدا کړي يې دي ځمکي اسمانونه  او  انسان يې گرځولي خليفه خپل ،خو  دوې فرعونيان، قارونيان، چارې کا په تقليد د رب د عالميانو .

خو ساعتونه تیر شول څليرويشت، پاڼې د ونو ونه رپيدلي په امر د فراعنه وو د روزگار ۔ نو بيا ساعتونه ۴۸ شول او بيا همداسې زيات ، بل کلنگي هم چې سور يې د تنې  لږ څه زيات دی هغه خلقي زاده صيب درته يادوم چې نارامه کړى به يې وى روح د خپل والد  په گور کې  . امر يې وکړ وغړمبيد ،چې بايد ونه گرځي ستن د ساعت او پر ځاى دې  و دريږي په خپل کرامت. وروسته  هغه بل بيا را پورته شو وې وېل: چې داسې نه وې  نو بايد د لمر سترگه له مشرقه را ونه خيژي ، ودې ځليږي شمس يا افتاب له مغربه ، او کنه نو ودې درېږي په خپل مقام کې  پاس په  آسمان . خو ساعت اوگړۍ  ونه دريدي او نه خو آسمان د دوى په خبرو سر ګرولو . نو هغه دې چې تاويږي زمان لکه منگوټې د ارهټ او پر مخ ځي په ښه شان .

کولنگي جله باتي چرگ بيا په ناوه را سور شو  او بانگ يې و واهه  که نه مني څوک دا اخطار د ښامار  نو راچپه به کي  دا دولت خداداد افغانستان . نو روايت کا چې بل کولنگي هم الوتکې ته وخوت چې وکړي پرواز او راکوز شي په ښار د احمد شاه او ميرويس خان. خو گوره کانې د روزگار  او کرامات د اولياوو کرامو چې ودرېده الوتکه په هوا کې ،چمچا والا د سلمان رشدي هم شو حيران چې څه به کا پرتوگ د دې خبرې ، ښې ببرې په دې ان . کښيناسته الوتکه او راکوز شو چمچا والا په غور و فش کې چې ونه شو پرواز او دې کې شوى تقلب دى فراوان . نو بيا حيران شول عالمان د دې دهر او  ديار چې و خو امپراتور چمچا والا ، نو وې وېل چې ديگ پوخ نه شو ووتل باد له ديگ بخار نه په چساري په هر ان .

خو راويان د کيسو د افسانو وايي چي هلته په کندهار کې راغونډ شول ښاماران ، تورپيکۍ جگه شوه په ستيج  چې ورکا بيان غونډې ته په ښه شان . وې غورځاوه اوربل دانه دانه . خو وې کړې لاپې له امو تر اباسينه لړزيدله ځمکه هم اسمان . هغه چې غوښت يې يو موټې افغانستان ، او قانع دي په يو موټې  د دې خاورې او د دې گلستان . نو مالومه شوه  چې په لاس ورنه رغى کرک   او هم  دا موټى وطن په اسان . او ختمه شوه همدا غونډه د زورو ۔ شرمښانو ښکره ورو خولاپي بادېدلې په ټول ملک خداداد  افغانستان .

۲

دويم بيان دى په باب د بيت المقدس کې چې کعبه وه د کفر او اسلام په سبا کې د انسان.  اوس وټاکل شوه پلازمينه د حضرت عاليشان موشي دايان . ورغى حاجي ترومپ  ټوپۍ پر سر قبر ته  ودريد  د موشي دايان . وې ويل : وې دې پلازمينه د يهودو دپخوا په شان ، سلامي وکړه ټول چلتار فيصلانو د جهان او نارې شوې له هرگوټ نه په جگ غږ لکه اواز وي له اسمان : چې ټيک ده پيره ټيک ده پيره .موږ يې منو په دواړو لاسو په ښه شان ،په قهر شول مجاهلين د افغانستان چې موږ وران کړي دى  ديوال د برلين د المان . موږ يو چې وربه وړو هغه کانکريټ د برلين د ديوال چې چپه کړ  موږ په مټو خپلو ، وربه وړو ډبري او کانکريټ د ديواله له  پاره د اسلام او نجات غواړو د سپيڅلي اسلام . اوس نو سرې دى سترگې ددې مجاهد سر به کف ، ديار افغانستان. ليده به وشي چې څه کا دا زمري دکوهستان اوکه به کيسه شي د  ٬٬وردگو دخداى نظر خان چې مه کوه چې څه کا،، ؟

همدا شان روايت دى د خولي د گواهانو چې پتييلې ده هغو چې پرون وو سواره په واک او اقتدار اونن ورځ پلې دي روان ، په لاره نامالومه چې جوړ به کا يو قاموس ، د المنجد . او تعريف به کړې له سره دا گړنې په ښه شان  و المعنى و الدقيق :

فاسد :هغه څوک دى چې نيسى گوته موږ لره . او نه شريکوي اقتدار  له موږ سره .

او د غاصب کليمه هغو لره بويه چې نه يې  ده  غصب کړي يوه ټوټه ځمکه په دې زمان او روزگار نو ايمان به څنگه تېر کا په ورځ د عرصات  . او د ملحد اوکفر او غاصب او فاسد کليمات ټولې هغو لره  په برخه   چې خطاب  کوي  موږ  مفلسين د ايمان  او نه پيژنو وطن خپل ،  او هغوۍ  چې کا حساب له موږ سره ۔ نو بايد پوه شي  چې  موږ يو پرښتې د روزگار ، حلال دي  که حرام ، روا دې موږ لره ، چې کړى مو دى جهاد له پاره د اسلام . نه مو کړى دى  له پاره  د وطن او د انسان .  او دا بايد زيات شي  په قاموس د المنجد و الاشرار کې  چې جوړ به يې کړې اگايان سياسي  د مملکت خداد چى ارزانه دي په اوسنې  ماکيت کى  او دوکان يې داى پرانيستى د دروغو  د هزيان

همدارنگه وويل يو جناب الصادق و الخادم د کلونو د وطن چې پروژه د ٬٬عينو،، ده  منشا د فساد اوکه څوک وکا خبره په دې باب، موږ به کيږدو يو ټکې پر سر د ٬٬ع،، يا په تورې  د  اول د کليمي . او بيا دى خلاص وي لاس د هر هر چا ان تر څنډې د اسمان .

۳

وروسته بيا پيل شوه غونډه د شعرونو، گلورينو د ويلو او نمانځلو د شاعر چې دى د غزل او کله ناکله وايي ازاد شعر په ښه شان، رندانه . دا شا عردی د کامې کامه وال غلام محمد . چې چاپ کړى يې دى سرابونه ،غزلزار... او نن ده دستوره د نمانځلو د اثارو د ده چې خداى پاک او مياعلي صيب چې نيکه دى د مومندو  جرگه مارو .  وادې چوي برکت په شعرونو دشاعر کې چې وليکي غزلې ۔ ښي رنگيني همداسې  ماجبيني .شعرونه ښه ازاد  له انځور سره د خيال چې دى منظور لوستونکو ته په کمال .

چالانه شوله غونډه ښه په منډه له خوانه د شيخ اعظم  د غونډې د عبدالوکيل سوله مل چې تخلص يې دى اپوټه، خو غواړې جنگ ښه په شرنگ  په ارزانه نرخ د ورځي  د بازار .

پتييلي شوې وه چې وکړي گډون په غونډه د نمانځنې کې پوهاند زيار ، خو له بده مرغه د واورې او اورښت له امله يې ونه شو په غونډه کې گډون وال . د غونډې په سر کې غوښتنه وشوه ، له ښاغلي او درانه شاعر او ليکواله  له دستگير نايله ۔ چې هم شاعر دى هم ليکوال ، وې لوست خپله يوه ليکنه ښه په مزه او خوند ، په باره کې د شعرونو د کامه وال ، ليکنه وه ډېره په زړه پورې چې ولوستل شوه هم په مينه گلورينه . وستايل شوه په مينه . له خوانه  د ټولو کسانو حاضرو، ماهرو . هغه کړې وه ليکنه په رباب کوم چې کوي خبرې . وې وېل ، په دې ټولگه کې ځاى شوې څو غزلي په مزه دي او په  خوند ، په لوستلو کې لوستونکي کړې حيران. چې ځاى شوي دي صور اوهم خيال په ښه خوند او په ښه رنگ .

او بيا پف کړه يوه ليکنه يوه ليکوال چې نوم يې دى اکبر صيب کرگر . چې وې ويشتل غرونه په غرونو ،سيندونه په سيندونو دکونړ ،په ليکنه کې يې وښودلي لارې د نقدونو او نسيه وو د شعرونو او مهرونو.

له کرگره وروسته وار و د ټکورافضل خان ، چې لوستونکي ورته غوږ وو په ډير شوق شور، دا هنگام  . ټکور وکړله کيسه د ملگرتوب:  وې ويل چې کامه وال مې د ى ملگرې ان له وخته   دماشومتوب . د هغه د شخصيت يې کړه  ستاينه ډيره ډيره  ښه ورتېره .  اوريدونکو ته جالبه وه هر گوره .

بيا حضرت لغماني  غلام حضرت اعظمی وکړې خبرې په مزه د کتاب نه يې يوه شعر کړ زمزمه . هغه وکړه په دې چل باندې دوعا ، د دوعا شعر يې  ولوست په خپل تون  لغماني او په نوا .

په همدې شيبه د سيال شينواري وار شو . چې په منډه، او يو ځغلند شان نظر يې اراېه کړ ، په جالب انداز په څنډه . هغه تیري خاطرې کړلي بيان ۔ په هر چا به لگيدلې په ښه شان .

په همدې کې يگانه غلام حيدر چې داخل  په دروازه  شو . او سم دواره يې وار واخيست په ستاينه . هغه ډېر څه وويلي په انداز چې پوهان دې د عرفان او د روان د يو انسان ، په کرار انداز يې ورکړه بيانونه هم يې  و ويل شعرونه ښه بيتونه .

په همدې ترڅ کې چې وار شو  د محک عبيدالله .، هغه هم په ښه انداز باندې گويا شو ، د غلام کامه وال شعريې وستايلو ، او د داستان او د کيسو صفت يې کړلو. په همدې کې يې يوې کيسې ته  وکړه اشاره ، چې د سيال له خوا ولوستي شوه په مزه ، دا کيسه   چې نوميدلله کڅوړه ۔ مدنيت کې نن رواج ده  دا کڅوړه . خو کڅوړه چې دوه لارې لري خپلې، د هر چا له پاره ډيره وه  پر سوزه . په محک پسې  راپورته  شو تکل . هغه هم کړى تکل و د خبرو  ښو ببرو .   په خبرو کې يې  وارزول شعرونه او مهرونه  د ښاغلي کا مه وال.

بيا سليم حيات د بحث گير بدل کړ.  په شعرونو بيا راستون شو هم مهاله ، د  رقيب د کليمي يې توصيف وکړ.  چي د بحث سره سازگاره دومره نه وو، خو تشريح يې مزه داره با کماله.  د ډوډى ترنگاري واوريد شوه بې واره. بيا ډوډې باندې شول بوخت ياران په غونډه  او د شعرونو ټغر ټول شولو په مڼډه . بیا څو لنډې مرغلرې او خبری په اخر کې سید سرور کړې ګټورې. په ډیر خوند او درنګ او دې سره مجلس شو ختم په یو ډنګ .

د ماښام په اوو بجوکې بحث شو تمام ځکه ژر کورونو ته  د تللو شو د ټولو ژر ورپام .

لندن ـ نومبر ۲۰۱۷