15.01.2018

سليم شاه

د لندن د ادبي بهیر د نوی کال لومړۍ ناسته

لندن کې افغان سفارت د افغانانو دمه ځاى شو :

وايي چې په نولسمه پيړۍ کې  د تنگ غارو يا ماهيپر نه کابل ته باميان ولايت نږدي وو. دليل يې دا وو چې په باميانو کې پټاټي پيدا کيدلي او له هغه ځايه کابل ته راوړل کيدلي . دې سفارت هم د کابل او باميانو په اندازه واټن درلود، خو داسې بريښي  چې هغه د داکتر ناشناس  سندره په دوعا  بدله شوه او دوعا هم مستجاب شوه ، هغه ويل :

نن د جانان ديدن ته ځمه تورې نرۍ وريځي + خدايه ته لنډ کړي دا د ځمکې تنابونه

مستي نازنيني ...

دا افغان سفارت هم يو وخت داسې وو لکه له مسکو نه چې کامچيتکا ليري و ، ټولو افغانانو ورته لاسرسي نه درلود خو هغه چا چې په افغانستان باور نه درلود  دهغو دغومبر ځاى و. سره له دې چې اوس هم دکابل دډېرو لوړ پوړو واکمنو ماشومان په کې خوسى کوي .او  په کې شته په خط اوکتابت خو شکر نه پوهيږي خو په مبايل کې يې داستوري شته چې ووايي : اينه ببين غني خان گفته است که پشتون وافغان يکې است ،ويک مانا دارد، . الکه خداى دې په کور سره تبه درگډه کړه ، خپل وطن ته گوره هلته دزلمو سرونو لو روان دى ، که دا وطن جوړ شو تا به هم خداى په خاورو موړ کي . کنه  نو دپاکستان غلام به وي  اوپه کور کې به دې بيا پنجابي اوړي راوړي .

دا لا څه چې يوه کوم بله را اياديږي اوس هم داسې کسان لا په دفترونو قانون چلوي او حاکم دي  چې دخپل خالي سر دوه تاره ويښتان له يوې خوا بلې ته خدمتي استوي  خو دننه توليت(خالي )  دى . اود ايران دواکمنانو دستور عملي کوي وايي چې٬٬ اين سرود ملي بايد په درې شود،،. ودرتذکره بايد هويت ما مشخص شود ، خداى دې همداسې بي هويته لره . چې هډو هويت پيدا نه کړي اوچي ملکولموت درته راشي او درته ووايي تمارا نام کياهې او ته ورته ووايي  چې نور نه سمج هى خو دحاجي ظاهر او  اته (۸+مامد ) په ډله کې ووم . 

ترمخه هم دې سفارت ډېرې بدې ورځي ليدلي دي .وايي چې يو ژورناليست ديو پخواني سفير نه پوښته وکړه چې تاسو په کوم يونيورستي کې درس لوستى دى ، هغه ورته وويل صيب من جهاد کردم ، هغه ورته سملاسي وويل جهاد پوهنتون است .؟

څو کاله دمخه چې داکتر اشرف غني دلند ن په سفر راغلی وو ، دبابک کرزي يو تارتق  سفير جان هم وو چې دقد په تناسب ډير سورور و ، دمولانا شعر چې هيڅ مورد يې نه درلود په ستيج غلط ولوست ، ټولو ويل چې دا په اش اومنتو پخولو کې ښه مهارت لري  خو ديپلوماسي کې خو دومره حد ته رسيدلي دي  چې دنکتايي پر ځاى  يې دکميسه لاندې ټې شرت ښکاري .   خبره لنډه سر يې يو  هغه زموږ دسرخردويانو خبره چې ؛: خرکاري هنر دارد سبق خو نيست که پړ پړ ميکني .

خير دا خبري مې ټولې داوسني سفير صيب  سید طیب جوادپه باب را واخيستي . دې دلوړو زده کړو خاوند ليکوال اودېوې مشهورې فرهنگي کورنۍ سره تړاو لري له هغه ورځې  چې  دی سفير شوي او په کار يې پيل کړي ، سفارت موږ هم وپيژانده چې دلته اوغانستان يو څه دسفارت په نوم لري اوښه يې لا دا چې  فرهنگي غونډي هم لرو  نو دادې چې د ناشناس  سندره دوعاه شوه اودوعا مستجاب شوه .

دکډوالۍ چاپيريال : موږ دکډوالۍ په چاپير يال کې يو ، ددې ځاى خلک موږ انگريزان نه بولي د خپل هيواد خلک فکر کوي چې موږ دخير په غونډۍ ناست او له هيواده خبر نه يو  ، خو داسې نه ده، په هيوادکې هر واسکټ والا زموږ په ټټر خيژې او بيا چاودنه کوي ،  په هيوادکې هر زورواکي او د پيسو اودقدرت  زور واکې  اول موږ حلالوي او بيا يې مرکزي دولت ته له پايڅي را باسي .  دا ځکه چې په موږ کې دبيرته ستنيدو ليوالتياو وژني .  داسمه ده   لکه څنگه چې  غير محقق وايي موږ دلته سگ شويي او پيشک شويي کوو ، خو ياره پام دې وي  چې موږ دچا په ستوني چاړه نه ده ايښې او نه مو غلا کړې ده ، موږ هلته په پوهنتون کې درس هم ورکاوه خو چې کله پوهنتون په طويله بدل شو زموږ ژوند گران اودلته را کډه شوو. ته يو وار خپل  سر په گريوان کې کښته کړه  چې موږ څه کړي دي اوتاسو اوس  څه کوئ ،

شيخې به زنې فاحشه گفتا مستي + هر دم به پاى ديگران پابستي

گفت شيخا !من چنانکه گوي هستم + اما تو چنانکه گويي هستي ؟

دلته دافضل ټکور يو نظم را نقلوم چې په همدغه غونډه کې يې ولوست .  په دې کې زموږ دکډوالو ژوند بريښي . یوه شاعرملګری له ګیلی وروسته

ځواب

چا راته ووی تیلیفون کی

چی مزی دی وکړې

لندن کې اوسې او روپی به ګټی

موږه دلته هره ورځ مړه کیږو لعنتی جګړه ده

موږدلته هره ورځ ورکیږواجنبی جګړه ده

ما وی:

خبره دی په ګل بدله

داخو منم لندن کی اوسمه

مزی می وکړی

له لعنتی جګړی نه لری یمه

دجنګ له سری لمبی نه لری یمه

خو

دلته هم اور دی پری سوزیږو موږه

دلته کرارکرار مړه کیږو موږه

تا اوریدلی خو به وی او که نه

موږه دسروزرو قفس کی بند یو

موږه دژوند په هرنفس کی بندیو

منم دغلته لعنتی جګړه ده

ومنه دلته هم ذهنی جګړه ده

موږه کرارکرار مړه کیږو 

دلته 

پردی وطن دی او ورکیږو دلته

 

که چیری سوال زما قبلیږی وایم

اول دی روس او امریکا ورکه شی

وروسته دی چین او برتانیا ورکه شی

ګرانه ګرانه

خبره دی په ګل بدله 

موږ هم په کور داجنبی مړه کیږو

ګرانه والله  چی تدریجی مړه کیږو

موږ په لندن کې دنوې سفير  جواد صيب  ددې کړنو هر کلي کوو چې افغاني فکر کوي او ځان اوموږ دافغانستان بولي . موږ که سگ شويي اوپشک شويي هم کوو۔ خو موږ له افغان سفارت نه يوازې يوه خوله خندا غواړو  چې له نيکه مرغه دا لياقت او زړه سوى په ځوان سيد طيب جواد صيب کې شته . خو دکابل له څلور واکو نه چې په څلورو قدم وهي ، گيله نشته. اوپه موږ کې هم دپروا کولو احساس نشته ، .

مشاعره اومناثره پيلامه : دداکتر ناشناس په راتلو  سره  غونډه پيل شوه دغونډي چلوونکي يا انسانسر  چې ژبه يې لږه پڅه بريښيده  دڅو پيښو يادونه وکړه اوپه سر کې يې له داکتر مجاور احمد زيار صيب نه وغوښتل چې  دشوروي افغان پوه اودپښتو ژبي دڅيړونکي  ليبيدوف په باب څه ووايي : ليبيدوف څو ورځې له مخه  ومړ . داکتر زيار  دليبيدوف سره خپلې خاطري يادي کړي ، هم يې دهغه دکار ستاينه وکړه . دغونډې په پيل کې هم له داکتر زيار نه غوښتنه وشوه چې خپل شعر ولولي ، هغه يو ښکلي غزل ولوست خو دژبي فصاحت يې غزل لږ ټپي کړ، همدارنگه سم دواره  له هغه وروسته  دغلام حيدر يگانه نه غوښتنه وشوه ،  خو هغه لکه چې خپل شعر نه درلود  دبيدل بيدل نوم يې ياداوه   لکه چې دبيدل کوم شعر يې ولوست ښه نه اوريدل کيده ،  بيا له ښاغلي   ايرج شهباز نه غوښتنه وشوه  هغه خپل مبايل را وويست ، خو مبايل يې کار نه کاوه ويل چې له لږ ځنډ وروسته به شعر ولولم ځکه زما دمبايل فشار پورته تللي اوقلنج هم لري ، نو چې په سر شو بيا به ارشاد شم چې همداسې وشو ،

دا وار داکتر فطرت ناشناس  له خپل يو پنډ کتاب سره راغلي وو ، چې دموسيقي په باب يې کښلي و ، چا ترې غوښتنه وکړه چې  دکتاب په هکله څه ووايي خو داکتر زيار رغنده وړانديز وکړ وې وېل چې دکتاب په باب بايد يوه جلا غونډه ولرو ، ټولو تاييد کړه خو دناشناس خبري دومره اوږدي شوي  چې دټولو نفس يې تنگ کړ دا ځکه چې دپروگرام نه بهر وې .  په همدې ترڅ کې دايرج شهباز  مبايل هم معجزه وکړه قلنج اوبواسير يې جوړ شول فشار يې کښته راغئ او خپل شعر يې ترې ولوست .

يوه خبره دلته دکولو ده دا که نقد څوک گڼي اوکه يې نسياه بولي ، داده چې يو فرهنگي معمول دکاغذاوقلم سره کار لري ، بايد خپل شعر په کاغذ اويا کتابچه کې وليکي اود هغه له مخه يې ولولي ، خو اوس يو بد اوناوړه دود دا راغلي دې  چې هر يو له جيبه مبايل راباسي او خپل کلام ترې وايي ، په دې ډول  فرهنگي  کار  کې  هغه متل صدق کوي چې وايي :٬٬ دبدب دې دحلوا دى اوپخه کړې دې ليټۍ ده،، دغونډې له پاره دشعر ويلو تابيا کو خو په کاغذ دې گوتې نه چليږي .دغونډي په جريان کې ښه شاعر  غلام محمد کامه وال يو ښکلي غزل او اوازاد شعر ولوست: زياتو ناستو ښاغلو په دې ټينگار کاوه چې کامه وال صيب بايد په شعر کې همدا ډول نوښت ته مخه کړي . دخيال اوتصوير توکي له پامه وناه باسي ، غزل يو ډير زوړ اوکلاسيک فورم دى ، هغه دې هم وي  خو ازاد شعر هم له پامه ليرې کول نه دي په کار .

دمحبت په نیل کې

موږ دواړه   ــــبيگاه ،،،،،، دشپې ناوخته

دسپوږمۍ پر مهال ،،،،، دمحبت په نیل کې 

خپله !  دمینې گناه 

ومينځله

لندن .۲۰۱۴

 

د افضل ټکور د شعر په زړه پورې والي دې کې وو چې  هغه په لندن کې دافغانانو ژوند ترسيم کړي و  چې تر مخه مو وړاندې کړ .. يو ښه نظم و ،  نظيف الله تکل هم  يو غزل ولوست  چې دوزن اوقافيې  دتصوير او ايماژ له مخې ښکلى او   په تول پوره و . ، سپين تڼي هم د کاروان شعر زمزمه کړ ، پير باوري هم د (دغه) په نوم ديو بل شاعر شعر وويلو او ورپسى يې څو ټوکې  هم پيوندي کړي .

بله خبره داوه  چې يو شمير کسانو چي خپل شعر نه درلود ددې پر ځاې چې دنورو واوري نو دخپلو همسايه گانو شعرونه يې لوستل اوپه دې يې ځان ته تسلي ورکوله  چې ما هم په غونډه کى برخه واخيسته ، دخداې دوسته چې خپل شعر نه لولي يا نه لري  نو دبل د شعر اوريدو ته خو موږ نه يو راغلي  . لکه چې په موږ د ،.... ،  گومان کوي . خو زه دا گناه دانانسر بولم چې ښه اداره يې نه شوه کولي .  اونه يې چاته خپل موقعيت ښوولي شو محافظه کاري هم اندازه  اوحد لري .

بله خبره  دا وه چې تکرارې کليشه په کې زياته وه ، ځيني داسې  شعرونه هم ولوستل شول چې نه خو شعر وو اونه خبري اوان  داوږدې عالمانه مقدمې وروسته يې خپل يو داسې څه چې دشعر ارواح يې خپه کړه ولوست  انانسر بايد دغه خورکۍ ته  چې گلالۍ نوميده  ويلي وايي چې دميلمنو دحرمت باوجود دشعر حرمت هم بايد په پام کې وساتي  چټيات  دى په خپل پخلنځي کې وايه .

زموږ هيله داده چې  دغونډې چلوونکي بايد راتلونکي کې دهر چا وخت وټاکي . همدا راز دبې ځايه کمپليمينت اوستاينو اوتشکرونو له لښکر نه ځان وژغوري . چلوونکي بايد قاطع هم وي . هر سړي بايد خپل شعر ووايي  که نه وي  نو غوږ ايښودل خو هم يو اساسي کار دى . دا هم اړينه نه ده  چې څوک شاعر نه وي اوځان دشاعر په توگه په خلکو تحميل کړي ، اړينه نه ده چې هر سړې دې شاعر وي ،

تربلې غونډې پورې

 

سليم شاه

لندن جنوري  ۲۰۱۸