15.10.2017
اکبر کرگر

 ولې«په ادبياتو کې د اسطورو څيړنه؟»

ليکوال د اسطورې له لارې چيرته غواړي ولاړ شي؟

ليکوال غواړي د ادب په هېنداره کې د بشـريت د لومړيو هڅو او د مادي او معنوي لاس ته راوړنو نندارتون وگوري.

ليکوال غواړي او هڅه کوي، په همدې نندارتون کې د پښتون فرهنگ عرف هم له پامه تېر کړي او له دې ټولو هلوځلو وروسته په دنگه غاړه ووايي چي: د بشريت د ذهن په کارخانه کې ډېرڅه د انسانيت لپاره هست شوي او له انسانيت سره په دوښمنۍ کې هڅونې غندل شوي دي.

***

په پښتو ادبياتو کې د اساطيرو په باب څېړنه ډيره کم رنگه وه. يوازې يو استاد (جاج پښتون زوى) څو کاله وړاندې ځينې يوناني اسطورې له بهرنيو ژبو ژباړلې او په وږمې مجله کې يې خپرې کړې وې. استاد عبدالرحمان  پژواک هم په دې اړه څه ژباړې درلودې، خو پر دې ټولو برسيره هغه اشارې چې د اسطورو اړوند مسايلو ته شهيد استاد بهاوالدين مجروح کړې  او د بېلګې په توگه يې د پروميتوس په اسطوره کې د شرقي او غربي انسان د غوښتنو توپيرونه مطرح کړي، په واقعيت کې يې اسطورې ته روح ورکړى دى. استاد په خپله څېړنه کې د پروميتوس د اسطورې پيغام وړاندې کړى دى.

له دې لنډې يادونې وروسته راځو د ځوان پوهاند عبدالغفور لېوال هڅو ته چې په دې برخه کې يې تازه په تازه تر سره کړي دي.

د لېوال اثر چې «په ادبياتو کې د اسطورو څېړنه» نوميږي، نوې چاپ شوې ده، سره له دې چې ډېرې پيچلې مسالې يې څېړلي، چې تر مخه په پښتو ادبياتو کې نه وې څېړل شوې او نه پرې په دومره زغم  سره چا کار کړى دى. ليکوال د شننې په ترڅ کې تطبيقي عنصر ته هم پام ساتلي دى. ليکوال په ډېر ښکلي انداز، مناسبه او سيستماتيکه بڼه مسايل څېړلي دي، ما هم په ډېره لېوالتيا ولوست، داسې لکه يو په زړه پورې ناول چې لولم.

زما په فکر د دې اثر په بوده تنسته کې يو اعجا ز هم  شته دى. څېړونکیو او تقريظ ليکوالو ورته  اشارې کړي دي. د لارښود استاد  لارښوونې او د استاد اورمړ ليکنه مېتوديکي ځانگړنې لري. کېداى شي چې هغو همدومره توضيحات لازم گڼلي وي.

خبره دا ده چې لېوال ولې اسطورو ته لاس اوږد کړى دى؟ ځواب دا دى چى لېوال پوهيدلى او غوښتي يې دي، چې د بشـريت د ژوندانه لومړنيو شپو ورځو ته ورستون شي، فکر وکړي. د صوفيانو په څېر مراقبه شي او بيا قلم واخلي. ليکوال  گوري، چې دغه لومړنى بشـريت په يوه ژوره څاه کې دى او هلته هم خبرې اترې لري. لېوال دغه څاه ته ورکوز شوى، هلته يې د لومړي بشريت لومړنيو سندرو ته غوږ نيولی، د دغو سندرو زمزمه يې اورېدلې او بيا بيرته چې د ژورې څاه سرته راغلى هڅه يې کړې، موږ ته هم د خپل سفر داستان  ووايي.

دلته له کتاب څخه زياتو نقلونو اخيستو ته اړه نشته، د فلسفې، اروا پوهني او ادبياتو لېوال لوستونکي بايد دا کتاب پيدا او ویې لولي. کتاب چاپ او خپور شوى دى. د مسايلو سره د تلوسې د ليرې کولو لپاره به دا ښه وي، چې کتاب ولوستل شي، خو دا چې ولې پر اسطورو تمرکز کيږي؟ يوه فلسفي، ارواپوهنيزه او انتروپالوجيکه اړتيا ده. د يو ولس د ښې پيژندنې لپاره، د يو ولس د روان او معنويت پېژندلو لپاره اړينه ده، چې د هغه اولس اسطورې، فولکلور، او روايتونه وڅېړل شي. دا څېړنه يوازې د هماغه اصلي متن له مخې نه کيږي، تر هغه چې د نورو معاصرو پوهنو څراغ نه وي. ځکه که پر هماغه لومړي متن شننه وشي، شننه به ډېره وچه او بې روحه وي، د پېژندلو او درک وس او ستعداد به يې لږ وي،  نو اسطوره چې د دې ټولو مسايلو پر سر کې راځي، کله هم دې ته اړتيا پيښېږي، چې د نورو معاصرو پوهنو په رڼا کې وڅېړل شي.

هغه څه چې له موږ سره د کتاب په متن کې د غځيدلي روح په پېژندلو کې مرسته کوي دا خبره ده، چې ليکوال وايي:

((د اسطورو لومړنۍ ريښې د لرغونو انسانانو په هماغه پلټونکي ذهنيت کې غځيدلي دي. مگر دا په دې معنا نه ده، چې اسطورې يوازې په لرغونو زمانو کې رامنځته کيدې او گواکې په وروسته زمانوکې يې بيلگې نه شته …. له هاغې زمانې را په دې خوا چې ليک را منځ ته شوى او د تاريخ د نسبتا نوې دورې پريمانه مادي توکي را پاتې دي، اسطورې له نورو بشـري ميراثونو سره  گډې شوې دي او په دې توگه وينو، چې په نويو دورو کې اسطورې له ادبياتو، باورونو، بشرپېژندنې، فلسفې او نورو بشري پوهنو سره گډې وډې تر موږ رارسيدلي دي.))  د اثر ۲۷مخ

د بشري فرهنگ په تاريخ کې په تيرو وروستيو دوه پېړيو کې وتلي ارواپوهان او وگړ پوهان په دې وپوهېدل، چې د بشري ذهن او تفکر د پېژندنې لپاره بايد هغه ته مخه کړي، چې په هغه کې د لومړني بشر فعاليتونه( ذهني او مادي) منعکس شوي دي. فرويد، يونگ او اشتراوس، هڅه وکړه، چې بشري ذهن په ژوره څاه کې خپله ورکه وپلټي. په تېره کارل گوستاويونگ دې پايلې ته ورسيد او د خپلوڅېړنو په لړ کې يې د انسان د روان د ډېرې ژورې سطحى يا طبقې د پېژندنې لپاره د اساطيرو مسايل راپورته کړل او د همدې کشف(يعنې د ټولنيز ناخبري شعور) په کشف سره يې خپله لار له فرويد نه جلا کړه.

د انسان د روان په باب  همدغه لاس ته راوړنه ده، چې په د وراني توگه لومړى د فرهنگ د ايجاد سبب شوه او بيا له ډېرو لرغونو زمانو يعنې د لومړي بشريت له دورانه تر ننه پورې په فولکلور، رواياتو او سننو کې دوام کوي.

نن ورځ همدغه فکري او معنوي ښکارندې په ليکلي ادب او په تېره په معاصر ادب کې بيا سر راپورته کوي.

ليکوال او څيړونکي لېوال د خپل اثر د لا روښانتيا او ټينگښت لپاره د نړۍ د مشهورو اسطورو لکه د مصر، يونان، هند او نورو اسطورو يادونه کوي او ان د ځينو اسطورو لکه گلگاميش، ايلياد و اوديسه، راماين، راماينا او اريايي اسطورو لنډيز اخلي.

ليکوال او څيړونکى د دغو مشهورو اسطورو بنسټيز پيغامونه له ياده نه باسي. دلته اړينه ده چې يوازې د دوه مشهورو اسطورو پيغامونه واخلو؛

گيلگاميش: په دې پوهيږي چې مرگ د انسان حتمي برخليک دى.

يوه برخه:

ژوند ځکه دوام لري، چې مرگ ويرونکى دى.

ټول عمر کورونه جوړوو،

ټول عمر ژمنې کوو، وعدې ورکوو، بيا پرې ودريږو

تل ورونه د ميراث پر وېش لگيا وي

هميشه يوځاى چې تاوتريخوالی او گړ بړ پېښيږي،

نو يوه لويه څپه سر را پورته کوي او هرڅه په سيلاو لاهو کيږي.

هغه مخ چې لمر ته گوري، تل نه پايي

ويده او مړي سره يو بل ته ورته دي

له مرگ څخه انځور نه شو جوړولى

بنيادم، له بنيادمه پرته بل څه نه شي زيږولاى..

په آسمانونو کې د مرگ او ژوند پرېکړه کيږي

خو د مرگ وخت هيچا ته نه ورښيي

يوازې د عمر د ورځو شمېره ورته ليکي او بس.))

همدا راز د مهاباراته د اسطورې د پای څو مصرې اخلو، چې زموږ له روان ژوند سره هم سر خوري:

اى(کرشنا!) دا هرڅه مو اوريدلي او ليدلي دي.

حيران يم ، چې څنگه د پاچاهي او شتمني لپاره ځان په گناهونو کې لتاړوو.

او د خپلوان د وژلو لپاره مو ملا تړلې ده.

نو دا به را ته ښه وي، چې ترجگړې مخکې

پرته له دې چې خپل لاسونه د چا په وينو سره کړم .

او وسلې ته لاس وغځوم،

دا به راته ښه وي، چې د(دريترا شترا) د زامنو په توره ووژل شم .

سنجايا:

هو! ارجن په ډېرخپگان، د جگړې د ليکو تر منځ داسې وويل:

خپله ليندۍ او غشي يې لرې وغورځول او په خپله بگۍ کې کيناست. د کتاب ۱۱۴ مخ

***

ليکوال د ځينو مشهورو اسطورو چې په((تورات)) او نورو سپېڅلو کتابونو کې يې يادونه شوې ده ترې  په څنگ تيريږي او د هغو يادونه اړينه نه بولي.

که لږ څه خپلې مخکينۍ خبرې ته ورستانه شو، وبه وايو چې که لېوال د لومړي بشـريت د ذهن ژورې څاه ته ورکوز شوى او هلته گيلگاميش او راماينه او نورڅه گوري، غواړي وويني او د هغو خبرې اورېدل غواړي، نو دا پوښتنه هم کوي چې د پښتون فرهنگ د اتلانو هوجر او ديره چيرې ده؟ هغه د الادين څراغ په لاس آريايانو پسې ورځي او د هيرمند او د سيستان دښتو ته را کوچيږي. هلته د پښتون ټبر د اسطوره يي اسلافو څرک لگوي. په «خبره توگه» دا په فرهنگي او ادبي څېړنو کې  لومړنی او با ارزښته کار دى، چې  په پښتو ادب او فرهنگ کې  تر اوسه نه وه تر سره  شوې، خو هغه څه چې لېوال يې په کشف او برسيره کولو برى مومي، چې هغه د ټول لومړني بشريت گډې او شريکې زړبېلگې دي، چې ليکوال يې پايلې ته رسيږي او د کارل گوستاويونگ د څراغ «ټولنيز ناخبري شعور» په مرسته هغه ورکه روښانه کوي.  

دا سمه ده چې د نورو ادبياتو په پرتله د پښتو ژبې په ځوان ادب (شعر او داستان) کې اسطوره  لږه تته بريښي يا په بل عبارت نوی يې څرک وهلی دى، خو په فولک او ولسي ادب کې يې پراخې سرچيني شته، چې د هغو پر بستر کيداى شي په زړه پورې وده وکړي.

په پښتو ادب کې د لنډيو ژانر د پام وړ دى. په لنډيو کې د اسطورو زښتې ډېرې ريښې شته، چې ليکوال هم ورته اشاره کړې ده، د استاد بهاوالدين مجروح په يوه ليکنه کې چې په پښتو لنډيو کې يې د ښځو په باب کړې ده،  د پښتني ټولنې د محروم او بې برخې قشر ناخود اگاه ته زياتې اشارې شوي دي.

***

د يو با ارزښته اثر په باب په لنډه توگه ويلي شو: چې  په ادبياتو کې د اسطورو څېړنه يو با ارزښته اثر دى. د دې اثر د معلوماتي اړخ برسېره د اثر  ښوونيز او لارښوونيز ارزښت  لا زيات دى. دا اثر نورو څېړنو او پراختيا وو ته لار هواروي. اثر د مسالې اهميت په ډاگه کوي. د معاصرې ارواپوهنې يا فلسفې ارواپوهنې پر بنياد څېړنه چې زموږ په ادب او فرهنگ کې تته او ناروښانه وه، د ځوان نسل پام ځانته اړوي.

ډېره په زړه پورې دا هم ده چې تر اوسه کومې څېړنې د فولکلوريکو اشعارو او داستانونو په باب په پښتو کې شوې وې،  هغو دا روح او ساه نه درلوده، چې لوستونکي ته يو تحليلي څراغ ورکړي ، د پښتنو او يا اريايانو د اسطورو دا ډول څېړنه هم يو بې بديله گام و، چې اخيستل شوی دى، هيله ده چې په راتلونکي کې نوره پراختيا هم وکړي. نوى نسل چې د معاصرو او مدرنو زده کړو وس لري، وکړاى شي، خپلې څېړنې نړيوال معيار ته پورته کړي، چې دا اثر يې ښه پيلامه کيداى شي.