11.03.2018

اکبر کرگر

د استاد دوکتور جنيد شريف  د ېوه شعر په څنډه کې

سرتوره ابيقوره

 مدخل

د  «سرتوره ابيقوره“  شعر  د استاد داکتر جنيد شريف  نوى شعر دى چې تر گوتو مې کړ؛ خو ما وپتيله او وهڅيدم  چې يو څه پرې وليکم  او ځينې گوټونو ته يې اشارې وکړم .  په ياد  شعر کې چې په ظاهر کې  د ابيقور يا اپيکوروس له استعارې کار اخيستل شوې  په واقعيت کې په منفي ارزښتونو، خرافاتو  او  کاذبو  مريي ډوله شخصيتونو کلک گوزار دى . همدا رنگه شعر د ماضې په  بستر کې د اوسمهال  داستان هم دى .

د «سر توره ابيقوره“   شعر که له يوې خوا ابيقور زموږ په وړاندې دروې او له هغه  او د هغه د بڼ له ښکلو سره زموږ د دوران  شاعر رازاو نياز کوي؛  نو له بلې خوا ناوېلي خبرې هم کوي؛ اعتراض هم کوي ؛ بغاوت هم تمثيلوي . او په ژوره توگه د انسانې ارزښتونو ياد هم راتازه کوي .  سرتور ابيقور راپيژنې، يو داسې انسان  چې د ځمکې پر مخ د هيڅ شي پروا نه ساتي - نه د زور مريي کيږي او نه د زرو، نه د وېرې او نه د ډار . له ځانه سره پريکړه کوي چې وچه ډوډۍ له اوبو سره وخوري خود  «موزيتوب“   لباس وانه غوندي . ابيقور فيلسوف دى خو ميړه  فيلسوف دى. دلته د ميړه کليمه د جنسيت په مانا نه بلکې د پښتنې ارزښتونو پر مقياس او معيار ده - يعنې هغه څوک چې زړور تيا لري او د خير او شر جگړې ته پښې ابل وردانگي  او له خير نه دفاع کوي،  بلکې خير پنځوي  . يو داسې څوک چې د زور او ځواک  او د اوهامو د خدايانو له خوا هست شوې ارزښتونو پسې دېوال ته ولاړ دى او د هغو انځورونه ويجاړوي او ورانوي يې . ولي شاعر دې ته اړ کيږي چې داسې شعر ووايي ؟ د دې پوښتنې ځواب د شعر په لوستلو او پر هغه باندې ژور دقت او غور دى  چې موږ ورپسې پر مخ ځو ·

شاعر وايي :

(۱)

سرتوره ابیقوره

په باغ کی دی یو نوی نارینه شاګرد

ته ځای شته؟

زه ستا د بی پروا سلوک مرید یم

تا ښکلی په دی باغ کی ټولې کړی

که موږ ته په تهذیب کی   تعلیم راکی

   نو به ښه وی :

دولت لری که نه لری

شانداره دسترخوان که دی لوی نه وی 

سوالګر یی لوڅ لغړ یی ،نواب نه یی

ژوندون لری که نه لری

که خوند ځینی وانه خلی

په ځمکه پریوتلی چمبر خیال یی—

  ژوندی نه یی

که ټول وطن زرغون  وی د انګورو په تاکونو

په ګوتو که یی یو یو

دانه دانه ټول نه کی

سوکه سوکه شراب ورنه جوړ نه کی

د بوټو ټیکه دار یی ملیار نه یی

شاعر  د ابيقور د ښکلو  د وينا له مخې د تهذيب په زده کړه ټينگار کوي ·هغوۍ بې پراو ابيقور ته وايي  چې دا مهمه نه ده چې تاسې دسترخوان لرۍ او که نه يې لرۍ ؟ که دولت درسره وي او که نه وي ؟ که سوالگر ياست او يا نواب  دا ستونزه نه ده . خبره په دې کې ده  چې په دې ټولو حالاتو کې له ژوند نه خوند اخلي او که نه ؟  د ژوند په خوند او متره پوهيږي او که نه ؟ او د دې په خوا کې که له دې متضادو او متناقضو حالاتو هم خوند وانخلي نو روښانه ده چې  وچ چمبرخيال يې چې په درد نه خوري . که سيمه ټوله د انگورو له تاکونو ډکه هم وي  خو چې يوه يوه دانه راټول نه کړي شراب ترې جوړ نه کى او پر سر يې وانه ړوې نو د بې گټې او عبث کار پسې سر گردانه يې · څرگنده خبره ده  چې موږ په خپل پيير او خپل دوران کې د لټو ،بيکاره ، تنبلو او تيار خورو سره مخ يو . چې د خپلو گټو يا متاع د ترلاسه کولو له پاره هره ورځ پلورل کيږي ،هره ورځ سودا کيږي ، هره شيبه  د مومو په څير د نورو په لاسونو کې مروړل کيږي  خو د غيرت او شهامت مزه يې اوبو وړې ده  او يا ډېر بې خونده او بې مترې دى · له بله پلوه  د ابيقور  د بڼ ښکلي د شرابو يادونه کوي  چې که  کړاو ونه گالي او له  دانه دانه انگورو نه شراب جوړ نه کې نو هسې د چا خبره کدو يې :

دلته  شراب دڅه سمبول دى ؟  د شرابو استعاره په صوفيانه يا عرفاني ادب کې  د ذات په تجلي باندي اطلاق کيږې . خو دلته  شراب د مېنې او محبت اور بلوي . يو شاعر وايي :

شرابې خور که جامش حسن يار است + پياله چشم مست باده خوار است  ( شبستري )

ابيقور د مينې او دوستۍ ليوال دى په مينه ټينگار کوي په همدې اساس د هغه شراب  عارفانه شراب نه دي بلکې د دې دونيا د محبت او دوستۍ قطرې دي .  د خبرتيا او هوښارتيا د پوهې او ځېرکۍ ماده ده .

اوسني جاري حالاتو او خونړيو جنگي پيښو زموږ د ټولنې انسان بدل کړې يا په بله مانا له هغه يې انسانې مينه  پريوللې ده . د ابيقور ښکلي زموږ په اوسنې افغاني چاپيريال کې له تيت پرکۍ ، نه يووالي ، او د ځان له ورکيدو نه سر ټکوي . رښتيا وايي که موږ تهذيب درلوداى ،نه يوازې ثروت او بډاينه  او د لوى دسترخوان درلودل به هر څه نه انگيرل کيدل بلکې انسانيت به د هرڅه محور واى . نو ځکه خو د تهذيب زده کړې ته اړه وينو . په تيار خورۍ او مفت خورۍ  ، او د بل د وينو په څښلو کې نو سړى خيالي چمبرخيال نه وي نو څه وي ؟  د شخصيت معيارونه نور څه دي نه دا چې معاصر يا اوسنې ښاروند يې فکر کوي ·  اوسنيو حالاتو د ټولنې له انسان  او د ټولنې په انسان  د نهى او امر واکمنو يوه ځانگړې فضا رامنځ ته کړي ده : د ثروت حرص ، د قدرت حرص او د شهوت حرص په ټوله کې د دې سبب دې چې انسان نه يوازې د خپلو نفساني غوښتنو مرېې شي بلکې د پرديو مريان هم شي . د اپيونو او پوډرو سوداگرې يوازې د صدور او ليږد په حال کې نه ده  بلکې خپله همدغه سوداگر داسې پرې نيشه دى  چې په رڼا ورځ يو انسان ته اور اچولي شي ، هغه په سړک کشولي شي  په لښتو يې وژلي او په ډبرو کې يې سنگسارولي  او وژلي شي . دلته دى  چې هټلر  ، نرون ، چنگيز ، سکندر او تيمور ورته په قهقه خاندې او  د طنز په ژبه تاريخ ته وايي : اوس به دې ته کوم نوم ورکوي؟ خو د شاعر دا وينا هم بې ځايه نه ده چې وايي :

دا ناولي د جنت ټيکه داران به + په پلورلو د وطن باندې نيول چا

دلته  د دې له پاره چې بحث بلې خوا ته ولاړ نه شي،  تر مخه تر دې چې  شعر راوسپړو لږ څه بايد د ابيقور په ژوند تمرکز وکړو چې دا څه ډول اشاه وه · دا ځکه چې  ابيقور چې د دې داستان مرکزي کردار دى.  لږه پيژندنه يې اړينه ده·

***

(۲)

ابيقور څوک و؟

په لرغوني يونان کې دوه فلسفي مکتبونه په يو مهال را وټوکيدل  چې يو يې رواقي او بل يې ابيقوري  وو· د رواقي مکتب سر لارې زنو   او د ابيقور  مکتب سر لارې  اپيکوروس و. دواړو يو د بل په وړاندې دريځ درلود . د ابيقور زياتره اثار لا درکه شوي دي خو يو څه چې پاتي دي  او يا دهغه له پيروانو  لاسته   راغلي له هغو د ابيقور  لارښوونې اوهدفونه  جوتيږي .  د هغه د فکر او ازاد خيالۍ ، بى پرواېې  او استغنا  حالت جوتيږي . په بله خوا کې د مخالف ښوونځي د سر لاري پروپاگندونه اوتبليغات هم د دې مکتب  په پيژندلو کې مرسته کوي .

د رواقي مکتب پيروان د ابيقور په اړوند  له رسوايي نه ډک داستانونه  بيان کړل ، خو د هغو  دروغجن داستانونه  سم نه بريښي . د مثال په توگه وايي چې د ابيقور مور جادوگره وه  .ديوجانس وايي  چې :  « هغه کور په کور گرځيدله  او د پاکۍ  او تطهير دوعاگاني يې کولي  او د ژوند قوت و لايموت يا دار و ندار يې پيدا کاوه . [i] 

خو د   «بيلي „ په نوم يو فيلسوف وايي  : که دا کيسه چې ابيقور د مور سره  د مرستندوي په توگه درويزه کوله او اوراد يې تکرارول، حقيقت ولري نو د دې خبرې احتمال شته چې هغه په هماغه وخت  چې لا ماشوم و د خرافاتو (لومړۍ شميره ضميمه  د ابيقور د خرافاتو ضد دريځ وگورئ  ) په وړاندې يې کرکه کوله   چې بيا وروسته  د هغه د فلسفي  لارې عمده څپرکى شو  .  دا خبره څرگنده او مستنده ده چې ابيقور له مور سره زياته مينه درلوده .

پلار يې کډوال وو.  ابيقور هم زموږ د نسل په څير   «يهودې ډوله سرگردانۍ“  او د کډوالۍ   مزه څښلي ده . کوچنۍ اسيا ته تللي دى ،  همالته د «نوسيفانس“  په نوم له يو فيلسوف نه چې د ديموکريتوس شاگرد و فلسفه زده کړې وه . سره له دې چې د ديموکريتوس نه اغيزمن دى خو د نوسيفانس نوم نه يادوي .

ابيقور په ۳۲۱ کال خپل مکتب تاسييس کړ . لومړى په ميتلين  اوبيا وروسته لامساکوس کې و  په ۳۰۷ کال اتن ته راغي   اوهمالته ومړ .

***

خو  شاعر له  څو بيتونو وروسته دزمان او حالاتو اصلي مسالي يا موضوع ته داخليږي . دلته لاسبري ارزښتونه  چې  د نيتچه په قول  د زور اوځواک  او په هرڅه د قابضو عناصرو له خوا  جوړ شوې  دي ، د ابيقور په څير بې پروا انسان يې هيڅ خيال نه ساتي،د هغو حريم ته  ورداخليږي  او د هغو د نفى اواز پورته کوي .  نيتچه الماني فيلسوف د خپلو افکارو او نظرياتو د وړاندې کولو په ترڅ کې موجود ارزښتونه او اخلاق  وننگول او په دې باور و چې :

دلته د شعر لوستلو ته دوام ورکوو:

ای خلکو عزیزانو

د ویری غلامانو 

دا تکه سپینه پوڅه دا توده  ډوډۍ

سهار د لمر خاته په کرارۍ کی

د وړم کال کنځلو باندی ولی تریخوئ؟

د باندی د څلی شمال لګیږی

د ننه ماسختن تاوه خانه کی

ماشومان په لوبو بوخت دی

او تاسی په دی چورت کی ډوب چی --

   زر به مو د عمر کډی لاړی شی

او څه تورتم به راشی

په  دين پالي او مذهب پالي اشرافيت کې د حاکمو او اشرافو عادات فرمان چلوي . دا له پيله ناسم څه دي  چې  د ښو اونيکو اعمالو مخه نيسي . د نيچه په عقيده بشريت د دغه خامې دين پالنې په اثر ناروغه دى .

د نيچه په عقيده زور ،ځواک جنگ اوجگړه د ماجراجويي يا گډوډۍ غوښتنې او شرپسندۍ،  ښکار او نڅاه او نورې ټولې جنگي لوبې په عمومي صورت هغه څه دي چې د زور له مخې کيږي خو دين پالونکي اواشرافي ارزښتونه نورې وړاند ويني هم لري.

شاعر د ابيقور   له يوې عقيدې اوباور نه يو بل پاټکي ته  گام پورته کوي   . خلکو ته خطاب کوي. په خپل خطاب کې جوتوي چې انساني ژوند اوارزښتونه  يوازې هغه نه دي چې د ځواک او ثروت خاوندان پرې ټينگار کوي . يا   هغو هست کړي دي بلکې شاعر دا خبره د ابيقور له  دريځه روښانوي  چې دوېرې او ترهې سرچينه چېرې ده · [1][ii](لومړۍ   شميره  ضميمه توضيحات وگورۍ ) ويره چا د انسان له پاره  د انسان په اندامونو وغځوله . ابيقور دا خبره ښه په ډاگه کوي چې ماورا لطبعيت  يا په بله مانا   تيولوجي  Theology او مرگ  د دې ترهې سر چينه ده . نيتچه نه يوازې په مسيحي اخلاقو بلکې د تيولوژې په ټولو شکلونو ،لکه چې ټول ابرهيمي اديان يې مطرح کوي ،يرغل کوي · بالعکس يونانيان  او په لومړۍ درجه کې  د اپيکور ستاينه کوي . د اځکه چې هغه د خوند نه ډک ژوند په لټه کې و ·:

 «اپيکور لومړنې فيلسوف دى  چې د بلې دونيا  له سزا نه ويره يې له انسانه ليرې کړه . په داسې حال کې چې مسيحيت  د دوزخ   د اور له وېرې ډار  د انسان په غاړه واچاوه اومسيحيان يې په رواني رنځ اخته کړل .“ [iii]

غنې خان د پښتو ژبې نوميالى شاعر هم دا خبره په بيدريغه توگه کوي .

مرگى دې راشي +چې کله يې وس وي – گل به مې لاس کې وي + اويا به اس وي .

چې څه مو بخت وي + دومره به بس وي – چې جام کې گوټ  گوټ + شراب کميږي

سپرلى خلاصيږي + گلاب کميږي  + ستار کې شرنگ هغه + د ماښام نشته دى

سرور په سترگو کې + د خيام نشته دى

ځکه شاعر هم دا خبره دغني اوابيقور په څير درک کړې ده  چې ماورالطعيت د بشر يا انسان په کارونو کې لاس نه وهي ، بې ځايه مه ډرايږئ . وايي :

 (۳)

سرتوره ابیقوره

خدای ته ګوره

د باغ د دروازی په تندی ولیکه

که چا عمر خیام لوستلی نه وی

راتلای نشی

ماښام دی ابیقوره[iv]

تا څو تنه ډیسی ملګری کور ته را بللي

که تا ته ژوندون خوند دی --

    دا خلک نوپه خوند کله پوهیږی؟

که تا ته آشنایی د ژوند مانا ده

دا خلک په مانا مانا آشنا آشنا پوه نه دی

دا غټ چارتراشان

اوښان ورته سرونه خوځوی چی --

 دا پوده لرګی به څوک زمونږنه واخلی

دا لټ دوکه ماران

چی میندی یی حیرانی دی

موږ ولی دا بی ننګه  اولادونه زیږولی؟

دا ستړی نندارچیان

جامونه شرمیدلی

په شږو کی مو توی کړئ شرابیانو!

خو داسی شوده ګان را باندی مه نشه کوئ

شاعر د ابيقور له  باغه  اود هغه  له گلبڼه خپله خبره کوي . ابيقور هم په  «ديسې „ ملگرو يا د بنگالي په ټگانو  چليپا را کاږي. شاعر هم دا کار کوي·( د ديسې لغت د اصلي ضد مفهوم له پاره کارول کيږي  هغه چې تقلب او چل په کې وي) .

د ابيقور په درسونو کې يو دا هم دى  چې په دوستۍ او ملگرتيا کې يو خوند او لذت موجود دى . صداقت او رښتينواله  لوړ انساني ارزښت دى . بايد د اخوند او لذت له پامه ونه غورځول شي . دوستي او ملگرتيا د صداقت او رښتينوالې په ارابو  د ژوند په کنډو کپر واټ کې ځغلي . خو د دوکې ، دوه مخيتوب  او منافقت په پښو  نه درومي . هغه څه چې له دې هم زيات مهم دي  هغه د دې دوستۍ خوند او لذت دى.  شاعر سره له دې چې په دونيا کې د ابيقور پر  خط پر مخ ځي ،څه نا څه د خپل فرهنگ اوارزښتونو په مقياس خپل  تريخ او زهر جن اعتراض هم کوي .  د نامردۍ او مريتوب په وړاندې خپله کرکه او نفرت نه پټوي . ان د شرابو په ژبه وايي چې  «په شگو کې مو توى کړې  خو دا سې شوده گان را باندې مه نيشه کوۍ·“  .

شاعر چې کله د ژوندانه جاري بهير څاري او د دې بهير لوبغاړي ارزوي ،په  هغو کې

د غټو لرگو ،پوده چارتراشو ، بې ننگه اولادونه ، لټ دوکه ماران  چې له شرم او خجالت نه يې تاريخ ته بل سوغات پرې نه ښود، او پتيېلي يې ده  چې پرې يې نه ږدي  ، له نورو جلا کوي او پرمخونو يې  «ابيقوري تف“  کوي . پرې اعتراض کوي  . ابيقور   د همداسې حالت په وړاندې   د استغنا لاره خپله کړې وه . په وچه ډوډى او اوبو يې ژوند کاوه  خو  د نامردو پر مخ توف کوي .

(۴)

ژوندون د خیال نڅا ده ای خیالی انډیوالانو

ژوندون خوږه خندا ده ای د غم کلا بندیانو

یو غړپ یوه خبره

یو نقل یوه ټوکه

ډار نه وی سودا نه وی

د ګټی د تاوان، د لاندی باندی پروا نه وی

په ګډه ګوښه شوی د دنیا له شورماشوره

 هغه وايي : نو د خيال په خندا کې څه کوئ  . خو کله چې خطاب کوي  نو ورته د غم کلابنديان وايي · د غم کلابنديان همدوى دى ، همدا نسل ، همدا ناخبره ، چې نه خو په دوستۍ اوملگرتيا پوهيږي او نه يې د ملگرتيا څه خوند څکلى دى · خو ابيقور په دې باور و چې ويل به يې د کړاو او شکنجې لاندې حالت کې هم نيکمرغي شته . نيکمرغي په ژوند کې ده،  په يوه ساه اونفس کې ده . ډار او ترهه پخپله انسان جوړ ه کړې ده . ما ورالطبعيت د انسان د ذهن اوروان محصول دى . خو د حرص اوطمعې خاوندان ،د هوس او په ځواکمنۍ  مينان تل هڅه کوي چې ترهه او ډار ايجاد کړي او د نورو د مريي کولو له پاره د نورو د ازادۍ  د پښو لاندې کولو له پاره لاره هواره کړي· خو شاعر د ژوندانه له بهير نه داسې پوهاوى لري لکه چې وايي :  . .......

 (وگورئ دويمې شميرې توضيح ته )

***

(۵)

سر توره ابیقوره

زه وایم دنیا ډهل دی شپیلۍ نه ده

چی  ټوله شپه زګیروی کړی له بیلتونه

چی مینه له نیستۍ نه پیدا کیږی

چی ړنګ شول په یونان کی دیوالونه

ساړه شول په بغداد کی بازارونه

چی سترګی د خیالونو قافلی دی

چی بیرته دی ازل ته لیږدوی

او سپینه خوله شربت نه دی کړکۍ ده

چی سپوږمۍ په کی ښکاره شی

زه جار شم له ډولچی نه چی سپوږمۍ ورته ګډیږی

زه جار شم له ډولچی نه چه اوږی را خوځوی

زه جار شم له منګی نه چی اوږو باندی نڅیږی

دا غټی غټی سترګی پلمی نه دی پیمانی دی

دا توری توری زلفی زولنی نه دی نغمی دی

دا سپینه خوله د پیغلی طالب جان ښه پیژندلې :

ولله د جنت ور دی

شاعر  په  دې برخه کې  د نى يا شپيلۍ په ژبه خبرې کوي  :  شپيلۍ چې له بيلتانه او له جدايي شکايت کا . هغه چې له همدې بيلتونه  درد گالي او   د درد د پاى له پاره هڅه کوي چې بيا د وصلت مقام ته ورسي·

د مولاناى روم  د مثنوي لومړى دفتر هم  د «نى „  په تمثيل پيل کيږي . په دې تمثيل کې هغه  عرفاني روح چې انسان د نړيوال روح يوه برخه ده  او د وجود په پنجره کې بندي دى ، د دې ليواله دى  چې يو وار بيا خپل اصل ته ورستون شي ، نورو عارفانو او فلاسفه وو هم په نورو ډولونو   تمثيل کړى دى . خو د مولوي تمثيل ډير شاعرانه دى . هغه چې وايي :

بشنو از نى چون حکايت مى کند

وزجدايي ها شکايت مى کند

کزنيستان تا مراببريده اند

ازنفيرم مردوزن ناليده اند

سينه خواهم شرحه شرحه از فراق

تا بگويم شرح و وصف اشتياق

اوپه يو بل ځاى کې په دوام سره وايي :

تن زجان وجان زتن مستور نيست

ليک کس را ديد جان دستور نيست

په شعر  کې د شپيلۍ  اواز  نور هم ژور بريښي . دلته هم جهان يا کاينات د روح مطلق مظهر دى . چې له نيستۍ هستي رامنځ ته شوه.

په شعر کې تر زياته حده  د مولانا له انده د فلوطين د ښکلا پيژندنې نظر را اخيستل شوى او د شپيلۍ په ژبه تمثيل شوى دى . د فلوطين په گروهه زموږ روح  د خپل طبعيت له مخې د معقول جهان او حقيقي وجود سره اړيکه  لري . هرکله چې له يو څه سره مخامخ کيږي چې ورسره اشنا وي ، خوښيږي  او په حرکت راځي . او له هغه سره په خپله اړيکه خبرتيا پيدا کوي · بيا ځان ته راگرځي او خپل ذات او يا هغه څه چې خپله دى په ياد راوړي . نو خبره په دې کې ده چې :  د ښکلو محسوسو شيانو  او معقولو ښکلو ترمنځ څه ورته والى موجود دى ؟ فلوطين وايي  چې د محسوسو شيانو ښکلا  له هغه گټې او بهرې نه رامنځ ته کيږي  چې  هغه د ښکلا له ايديي نه اخيستل شوې  ده . او ښکلي جسم د هغه گټې او ونډې (بهرې) له لارې يا د هغه قوت څخه  چې د خدايي له  روښنايي څخه رامنځ ته کيږي، عبارت  ده . د هغه په اند  د محسوسې ښکلا  برسيره يوه بله ښکلا هم شته  چې موږ يې په حواسو نه شو درک کولي . هغه دې پايلي ته رسيږي چې ښکلا د انسان له روح سره تړلې ده . دا  بدرنگي ده چې له روح سره يو ځاى کيږي. ښکلا هماغه د روح رښتينى ژوند دى . او که ځان له ځانه سره يوازې پاتي شي  نو له بدرنگۍ يا ناوړتيا نه ژغورلي شي .

خو شاعر په بله برخه کې  وايي چې دونيا ډهل دى . ډهل دلته د عيني ،جاري او طبيعي دونيا  استعاره او مظهر دى . شاعر د شعر په وروستۍ برخه کې بيا هم د ابيقور د لذت او خوندونو مسالې ته ورگرځي . د يونان د ديوالونو ړنگيدل او د بغداد د بازارونو شړيدل  د دې مفکوري مصداق نه دى  له دې ړنگيدلو مينه رامنځ ته نه شوه  بلکې کرکه او نفرت يې خور کړو او خوروي يې ، بلکې خوند په همدې دونيا کې دى او خيام ډوله غږ هم ورسره شته  چې وايي :

گویند کسان بھشت با حور خوش است +  من میگویم که آب انگور خوش است

این نقد بگیر و دست از آن نسیه بدار +کاواز دهل شنیدن از دور خوش است

يا په يوه بله رباعي کې :

چون امدنم بمن نبد روز نخست +وين رفتن بى مراد عزميست درست،

برخيز و ميان ببند اى ساقى چست +کاندوه جهان بمى فروخواهم شست. [v](۳)

شاعر هم د شپیلۍ د ښکلا تصوری مفکوره نه منی او د هغه په ځای د ډهل عینی او جسمی ښکلا ته ترجیح ورکوی:

چې سترگي د خيالونو قافلي دي

چی  سپينه خوله شربت نه دى کړکۍ ده .

له بلی خوا:

 زه جار شم له ډولچي نه  چې اوږې را خوځوي .

 دا سپينه خوله د پيغلې طالب جان ښه پيژندلي

 ولله د جنت ور دى .

 دلته طالب جان  (د طالب جان او گل بشری د نقل قهرمان) هغه څوک دى  چې په دروني لحاظ روښانه شوې وې يا  «نيروانا“  ته رسېدلي وي ،نه هغه طالب چې واسکت په تن کل نفس ته د مرگ ذايقه ورکوي. روښانه انسان ، د زده کړي او تهذيب لرونکي انسان   د دې خوند د اخيستلو  وړتيا لري . 

(۶)

په دې ډول د شعر پاى ته ورنږدې کيږو . شاعر د تيښتي لاره گوري له فلسفي درسونو څخه تيښته کوي . نوره فلسفه نه وايي او نه يې په کتابونو کې گوري . بلکې د عملي ژوند په سطحه کې  هغه لکه يو لامبوزن چې د اوږده سمندري سفر نه د اوبو مخ ته راشي . وايي :  او په دې تيښته کې شاعر  د پسرلي منظر کشي کوي  . د پيغلو  او ځلمو د اتڼونو ياد کوي . بيا خپل فرهنگ  او  د خپلو خلکو د روان سره يو ځاى  ډهل ته گوري . غني خان هم د ډهل اوټنگ او شرنگ ليوال دى:

په زړه پورې نوښت دا دى  چې شاعر يو ډول سنت ماتونه کوي يا د دود پرخلاف جنډه پورته کوي او په شعر کې د ښکلا درعايت له پاره قافيه  او بحر بدلوي . په وروستي بند کې گورو چې قافيه په بشپره توگه بدليږي .

راغی سپرلی راغی له ډهلو سره

خاندی سره ګلونه د اغزو سره

مړ به شی، سکاره به شی، ایری به شی

اور چی مخامخ شی د اوبو سره

واوره سردرو کی ویلی شوی ده

ګرځی شا ځلمیان د جنکو سره

ښکته خلک ناست دی د چنار لاندی

سپین بادام راغلی له  باجو سره

راشه ابیقوره میلمستیا ته دی

کور بختور کیږی میلمنو سره

څومره نزاکت باندی اتڼ کوی

پیغلی یونانۍ د پښتنو سره

 د شعر په  وروستى برخه کې هم مضمون بدليږي  هم فورم اوقافيه بدليږي .

د پښتو ژبې مشهور شاعر او ازادې غوښتونکي مبارز  خان عبدالغني خان چې د ښکلا پيژندنې او پښتون فرهنگ په اړوند ژور نظريات لري  . په خپلو کلياتو کې غزل ډېر کم لري ،يايې هډو وېلي نه دى · د هغه په نظر چې وايي ، د غزل صنف  زموږ خپل نه دى ، زموږ د مزاج سره مطابقت هم نه لري . د اځکه چې  غزل په لى کې يو خوبولى ترنم لري اوپښتون فطرت  تيزي ، تندي  ډنگ ډونگ، ټنگ ټکور،شړنگا اوکړنگا خوښوي .

په پښتو فولکلور کې چاربيته او د هغې اهنگ د غني خان ډير خوښيده . په موسيقۍ کې يې د ډهل هغه ټاپ خوښ و ، چې په کې يو را لړزوونکى کيفيت دى  او همدا سبب دى چې هغه د خپلو نظمونو انداز د داسې اهنگونو په تړون کې دى .  د سرتوره ابيقوره شاعر  هم نى يا شپيلۍ له ډهل نه جلا کوي  داسې بريښي چې په نا خبره توگه يې  د پښتون روان  مطابق اهنگ پيدا کړى دى  او ډهل  يې غوره بللى دى ، دا ځکه چې ډهل اوږې پورته غورځوى ، د اواز ترنگ يې د وجود په حواسو کې لاره کوي اوهغه په شور او زوږ راولي .

او بيا همدارنگه د همدې فرهنگ په موازاتو کې  د سپين بادام (سپين بادام محلي پښتو سندرغاړي و  چې په داستان ويلو کې يې زيات شهرت درلود ) د داستان او باجې کيسه يې   استعاره را ژوندى کوي . همدغه محفل ته سر ورښکاره کوي اوهلته ابيقور  د پښتون هوجري اودېرې ته بيايي . چې له يوناني پيغلو سره پښتانه  خپل  اوربلونه غورځوي .

***

گورو چې  په پورته شعر کې چې اوس يې د پاى ټکي شميرو ، ژوند په کې غزونې کوي ، خو دا ژوند کوم مصنوعي او ظاهري هغه نه دى . دلته د ژوند او د  ژوندانه د بهير ژورتيا متصوره ده . په هنري انداز کې په هنري استعارو کې  تر سترگو کيږي .  د يونان د مشهور فيلسوف ابيقور   د خيام او غني  د فکري سمندرونو په څپو کې انځور شوې ده .  شعر په دې  افق کې هغه څه ويني چې نور عادي خلک يې نه ويني . شعر د خپل ليرې واټنه د اسمان  په لمن کې د بوډۍ تنور گوري چې لمبې يې را پورته دي . هرڅه په کې سوزي . شاعر  د صادق هدايت  «رجاله „  هم گوري . مرييان هم گوري د جهالو لښکر ته هم سترگي اړوي او د ژوند له خونده بې برخي څلور بولي هم ، خو  شاعر د خپلې دونيا  په پاى کې خپل لورى  بدلوي او  د خوند او لذت کيسه را اخلي .

 د پورته شعر  ښکلاييز اړخونه :

 د دې شعر د ښکلاييزې ارزوني له پاره اړينه ده چې د يو ليکوال دا خبره  را واخلو چې وايي :

ټول ليکوالان په کليمو ليکنه کوي . خو يوازې شاعران دي چې کليمه ويني هغه څه چې شعر او نثر سره جلا کوي همدا د کليماتو ليدل دي . شاعر د کليمي په  لومړي احساس سره ليکي ·

له بله پلوه هغه څه چې د پورته شعر په مورد کې صدق کوي دا دي چې په ټوله اوږده قصيده کې مسايل په منظم او سيستماتيک ډول رعايت شوي دي . تصاوير او يا انځورونه يې منظم راغلي دي . په مهارت سره  له يوې برخي نه بلې ته اوښتى دى . په ټول شعر کې تمرکز په پوره قوت سره رعايت شوى دى . کله چې يوه مساله را مخ ته کيږي  په پوره وضاحت سره انځوريږي او تمرکز پرې کيږي . په شعر کې په انگيزي ، بيان  توازن  يا انډول متضادو عناصرو وړاندې کولو ته پوره پام شوى دى .

د هيدگر په وينا کله چې هنر په ژبه راځي نو په شعر بدليږي . دلته هم دا کار شوى دى . دلته هم کليمات په نڅاه راځي.  کليمات اتڼ کوي ، شور کوي او ښکلا پنځوې . دا چې وايي :

«که خوند ځينې وانخلي نو پر ځمکه پريوتلى چمبرخيال يې »‌يا دا چې : «اى خلکو عزيزانو + دوېرې غلامانو

دا تکه سپينه پوڅه دا توده ډوډۍ + سهار دلمر خاته په کرارۍ کې + دوړم کال کنځلو باندې ولې تريخوئ ؟ »

په بله برخه کې وايي : «دا لټ دوکه ماران + چې ميندې يې حيرانې دي  + موږ ولې دا بې ننگه اولادونه زيږولي ؟»

د شعر په پاى کې چې کله قافيه بدليږي يو ډول  د دوديز والي خلاف کار دى، خو له بلي خوا هغه څه چې شاعر يې په مدرنه توگه په پام کې نيسي  هغه دادى چې شعر او کليمات او محسوسات   او د کليماتو رقص او نڅاه ته اهنگ ورکوي . چې دا په خپل ذات کې يو نوښت دى . نه يوازې د شعر په ښکلا کې زياتونه راولي  بلکې د شعر موسيقايي اړخ پياوړې کوي .

 *

نښليدنې :

لومړې توضيح :

۱-خرافات  ويره اوترهه :

د ابيقور په نظر  ( دوستي نه شي کولى له خوند نه جلا وي . او په همدې سبب بايد  هغه وروزو  دا ځکه چې له هغې پرته نه شو کولي په امان او فراغ کې  له وېرې پرته ژوند وکړو . او ان نه شو کولې خوشاله ژوند وکړو . ) ابيقور د وېرې او ترهي په باب عقيده درلوده چې :

دوه شيان دويرې سترې منبع دې . تيوکراسي  او مرگ · او دواړه يوله بله سره تړاو لري . دا ځکه چې تيوکراسي دا نظر تایيدوي . چې مړي نيکمرغه نه دي . په دې اساس ابيقور د داسې فلسفي په لټه کې و چې ثابته کړي چې ارباب الانواع په بشري چارو کې لاسو وهنه نه کوي  بلکي روح له جسم سره يو ځاى له منځه وړي .

د نن ورځي زياتره متفکران  ماوارءالطبيعت  د بشر ې خاطر د تسلي په توگه انگيري . خو ابيقور د دې عقيدې خلاف و . د هغه په نظر  د ماوراءا لطبعيت مداخله  د وحشت زيږنده ده  او د روح په بقا باندې عقيده د انسان  د اميد  له پاره ډېره شومه او ناوړه ويني · نوموړي   دهغه عقيدو په وړاندې  چې د انسان له پاره وحشت  راوړي مخالف دى .

۲.دويمه توضيح دوستي او خوند

هغه څه چې د ابيقور په کار کې ډېر د پام وړ دي  هغه دوستي او ملگرتيا ده  انساني اخلاص دى  او د دې کار له پاره يې زيات وس او ظرفيت درلود .هغه خپلو بچو او دوستانو ته په زړه پورې ليکونه ليږل او ليکل. خپل احساسات يې په کې جوتول  کوم چې  هغه وقار او احتياط  چې د هغه مهال له فلاسفه وو نه تمه کيده  نه مراعات کول . د هغه ليکونه په حيرانوونکي توگه طبيعي او له تظاهر نه پاک ول .

د هغه فلسفي ښوونځي چې د هغه دکور په بڼ کې دايريده هم ساده و يوازې اوبه اوډوډى يې خوړله او د ډير   خوند او مزې پروا يې نه کوله . ابيقور د ساده ژوند نه خوند اخيست  هغه وايي :

په داسې حال کې چې په اوبو او ډوډى ورځ تېروم ځان مې له خوښيو مالامال دى . او پر تجملي خوښيو باندې توف کوم . نه يوازې د هغه خوښيو په خاطر  بلکې د هغه ستنونزو په خاطر چې ورسره ملې دي . هغه لومړې انسان و چې ويل يې :

انسان کولي شي  ان د کړولو شکنجې لاندې هم نيکمرغه وي .هغه په يوه ليک کې ليکي :

زه په دې ورځو کې  چې تا ته ليکم په واقعيت کې خوشاله ژوند کوم . مرگ مې څرنگه را نږدي شو . زما ناروغي او د مثانې ستونزه او معدى تکليف خپله لاره وهي  او کم وزيات په کې څه نشته . خو دا چې تا سره يادونه کوم زړه مې له خوښۍ نه ډک دى . دا ځکه کومه مينه چې  دې له پخوا څخه  له ما او له فلسفي سره درلوده ، اوس هيله لرم چې د ميترودوس د ماشومانو ښه پالنه وکړې . ( ميترودوس د ابيقور  يو پخواني شاگرد و چې ومړ  او ابيقور د وصيت له مخى د هغه ژوند تامينولو.)  

دريمه توضيح :

 

  ابيقور د خوند په باب خاص نظر درود . ويل يې : «لذت دنيکمرغه ژوندانه پيل او پاى ده» ديوجانس او لاتريوس له هغه نه نقلوي چې : که زه د څښلو او عشق ،لذت او د ليدلو او اوريدلو لذت يوې خواته کړم نو بيا نه شم کولي ښه والي  تصور کړم . بيا زياتوي چې : دټولو خوبيو اوخوندونو سر چينه خيټه ده . ان حکمت اوفرهنگ هم بايد دهغه پورې وتړو . وايي چې د تفکر د روح لذت د جسم د لذتونو په په باب دې  او يواځيني امتياز يې د جسم په لذتونو باندي دا دى چې چې موږ کولي شو د تفکر پر ځاى د خوشالي  د تفکر درنځ په باب  خبرې وکړو .نو په دې اساس موږ د جسمي لذتونو په نسبت زيات په روحي لذتونو تسلط لرو .

۴·توضيح : لوکرتيوس :

د ابيقور يواځيني پيرو لوکرتيوس شاعر و چې د ژوليوس سزار هم دوران و . هغه د ابيقور فلسفه په نظم کې بيانوي.

په يو شعر کې وايي :

يوناني سړي سر راپورته کړ ،

هغه  په مړاوو سترگو خوپه قهر ورته وکتل

 لومړې کس چې ددين په وړانې ودرېد ،

نه د خدايانو افسانې، نه تندر او نه  برښنا 

هيڅ يوې ونه شول کړاى هغه له پښو وغورځوي .

بلکې په لا زيات بې پرواىى اوغرور يې را پاڅاوه

دا ځکه چې هغه لومړى کس و چې دطبعيت تړلي دروازې يې ړنگې کړې ،

همدا سبب و چې دهغه له شوره ډک  او ځواکمن روح يې بريالي کړ .

دا سې وه چې پر مخ لاړ اوپرمخ لاړ .  ..    

 

اکبر کرگر   لندن کال ۲۰۱۸ فبروري ۲۷

------------------

ماخذونه :

۱. برتر اندراسل ·تاريخ فلسفه غرب (ترجمه نجف دريابندري ) چاپ اول کال · ۱۳۴۰. صفحات  ۱۹۴ -۲۰۲۲.

 ۲.فاضل غيبي · فلسفه مدرن  و..پيام .۱۳۹۰. ۶۵ مخ

 ۳   يادونه : مشهور ليکوال صادق هدايت ·په خپل اثر  ترانه هاى خيام کې  پورتنۍ رباعي داسې رااخلي وايي :

 ·گويند بهشت عدن با حور خوش است + من ميگويم که اب انگور خوش است

اين نقد گيرو دست از ان نسيه بدار،+ کاواز دهل برادر از دور خوش است .

يادونه  دخيام په پورته را وړل شوي رباعي کې دوژن له پلوه سکته ليدل کيږي خو په متن کې  همدغه رباعي   حکيم عمر خيام له رباعياتو اثر  چې حکيم دانشيار په نوم يو ليکوال را ټول کړې  واخيسته ·  موږ دامانتدارې له مخې دلته  دواړه  ډولونه را نقل کړل ·