09.01.2018

عبدالوکیل سوله مل

زړه انا او پمن سپي

توره لړه خپره ده. آسمان هم دا ډیره موده ده چې وریځو نیولی . کله کله تا لنده بریښنا پړق وهي . سپینه رڼا ټوله سیمه ونیسي ،خو هر څه دسترګو په رپ کې پناه او یبرته تپه تیاره شي. آسمان نه یوازې تورو وریځو پوښلی ځنې وختونه داسې وغوریږي ته به وایی ددوو لویو امپراطوریو ترمنځ د ټوپونو ډزې او وارونه يو په بل روان دي. باران هم کله ووري خو بیرته ژر ودریږي او باران ته دتږی اولس د فصلونو او ونو د خړوبولو امید ېې پرې شي. دلمر سترګه هم کله راوخیزي. او لمراو روښنا يۍ  ته د سترګې په لار او تږو وګړو په زړونو کې د روښانه سباوون هیله راوټوکوي خو لاېې لږې تودخې وجودونه نه وی ګرم کړي چې بیرته ېې وریځ مخه ډب کړي.

په دې ورځو شپوکې د کوڅه ډبو او پمنو سپیو غپلو له وړو او لویانو خوب وړی  دی. په خلکو کې دا اوازه او هنګا مه هم ښه ګرمه ده چې ددوي په منځ کې ځنې ګرګي سپي لیونی شوي هم دي. او که د کلی او چم ګا ونډ خلک یی چاره ونه کړي ګڼ وګړي به ددوی له داړلو وروسته لیونی شي. او کلی به هم د لیونیانو د کلی نوم ځا نته وګټي.

نن د کلی تر ټولو زړه ادې ته غوسه ورغلې ده،او په یوازې ځان ېې د سپيو مقابلې او مجادلې ته مټې رابډوهلي دي .

په لمن کې ېې ګڼې وړې او لوېې ډبرې اچولی دي. کوڅو ته راووځي او پر سپیو د ډبرو وارونه پیلوي. سپي هم له لیرې او نږدې رامنډې کړي. نږدې ده په خپلو داړو کې ېې ونیسي او خپل سپین غا ښونه ېې په وینو رنګ کړي،خو سپی د نا بلده او له لیرې ځا یه راغلو وسله والو له ویرې چې دا ډیره موده دکلي په پهره ولاړ دي زړې انا ته له ویرې نه ورنږدې کیږي .یوازې په ډیرو غپلو او ګواښلو ېې نږدې ده زړه وروچوي. خو زړه ادې لکه د زمري پوستکی چې ېې اغوستی وي د سپیو په لور ورودروي او په خپل ټول زور له خپلې لمنې او ځمکې کا ڼي رااخلي او دسپیو په لور ېې لکه د توپ مرمۍ ورولي. ناببره ېې پردي سرتیری ودروي. دهغوي بولندوی یی چې شنې سترګې اوله سور مخ سره یوځای ېې سره غومبری له ورایه خلیږي ودروی :

ـ ځان مه په عذابوه ، په دې وړو تیږوېې نه چوپولی او نه ویرولی شې. اوس هم زموږ له ویرې نه درنږدې کیږي کنه ونډۍ ،ونډۍ به دې کړي.

زړه انا چیغه کړي. یوه ډبره له غوسې په ځمکه وغورځوي :

ـ دا خو ستا سو د غوښو زور دی چې داسې پرې وپړسیدل .که پخوا مو غوښه پرې درولی وای ولې به ېې اوس دومره غپل اوله خلکو به ېې خوپ تښتاوه!

پردی او نا اشنا عسکر چوپ او بې ځوابه شي لکه پخپلو تیروتنو چې پښیمانه وي او خپله ګناه ومني . سر په ورو وښوروي:

ـ هو ادې ،خو اوس نه یوازې موږ پرې غوښه درولې ستا سو له مشرانو مو هم غوښتي دی چې ان سپوره ډوډۍ هم وروانه چوي. اوس موږ او تا سې ټول پوه شوی یو چې په لیونیو سپیو پهره او د کلي کور سا تل لویه تبا هي ده.

ـ دزړې انا چې لا ېې هم لمن له ډبرو نه ده تشه تندي ګونځې شي . غوسه ورشي :

ـ نو بیا ولې له دې لیونیو او پمنو سپیو ځان او موږ نه بې غمه کوئ؟

سرتیری اوږې وخوزوي .ساه واخلي او په خپل ځواب له لنډتم کیدو او غوره لنډ او کوټلی ځواب ورکړي:

ـ ځکه چې دا زموږ دنده نه ده

زړه انا برګه شي . په ځیر وروګوري ،او بې واکه ېې په زوره له خولې ووځي:

ـ نو ستا سو دنده څه ده او د چا څار کوئ؟

دسرتیر ومشر وخاندی :

ـ زموږ دنده له غلو ،ستا سواو زموږ له تربرونو ستا سو ساتنه ده . سپی ستا سو خپل کار دی.

زړه انا په خبرو کې ورولویږي . په شاوخوا سپیو نظر واچوي او په لوړ آواز وپوښتي؟

ـ نو بیا مو ولې په دښته کې خوشې کړي سپی بیرته کلي ته راوستل ؟

دهغه ورمیږناببره د سپیو لورته کوږشو. بې واکه ېې لاس د هغوی خواته ونیواود خپلو کارونو په ننګه ېې خوله پرانیستله :

ـ ځکه چې ددوي په مرسته دې کلي ته راغلو . لار دوی راوښوده. موږباید غوښې ورچالان کړی وای . خو اوس چې موږ او تا سو ټولو ته خوله اچوي .پمن او شور زوږ ېې کلی په سر اخیستی هر څه پرې بند دي.

هلته له لیرې څو تنه چې یو سپین ږیری ېې هم په منځ کې راروان و راڅرګند شول. د سرتیرو مشر د هغوی لور ته لاس ونیو:

ـ نورنوتاسو پوهیږئ او دا ګرګي سپي چې څنګه کلی ترې پاکوئ!

سپین ږیری چې د ځوانا نو په بدرګه راروان ولکه باد په منډه راورسید . زړې بوډۍ ته ېې لکه عسکر رسم التعظیم وکړ. په ورو ورغئ د هغې لاس ېې لکه سپیڅلی کتا ب ښکل کړ. بیرته شا ته راغئ .هغې ته مخامخ ودرید :

ـ بس دوعا کوه . د سپیو نورې ورستۍ شپې دی. هم مرض په کې ګډ دی . هم خپله یو بل خوري . او هغه چې پا تې دي په کفس کې اچووځکه د مرګ آزار ېې نه اخلو.

دسپین ږیري په دې خبره د زړې انا رنګ لکه جټه پیغله وغوړیږي. سپین ږیری غیږ ته رانږدې کړي . تندی ېې څو ځل ښکل کړي .

ـ خدای دې خبره په ګل بدله کړه .

سبين ږیری نه د زړې انا په اندیښنې سر وګرځوی او نه د نا بلده سرتیرو د مشر مشورې ته غوږ شي، لکه زمری د سپیو په لور روان شي .  سپي ېې پخپله دایره کې را بند کړی څوک ېې پښو ته خوله ورواچوي . څوک ېې په ټټر خوله ورښخه کړي . خوپه سپین ږیری لکه د اوسپنې زغرې  ېې چې اغوستی وي هیڅ اثر ونکړی . سپیي نا امیده د هغه له خوړلو لاس واخلي . سپین ږیری شا ته زړې انا ته مخ راواړوی. بیادهغې د درناوی په پار لاس په نامه سر او ځان کړوپ کړي، او پخپله لار د ځوانانو په بدرګه د خپل مقصد په لور وړاندې رهي شي .

سوتهال ـ لندن

دشپې یولس بجې او دیرش دقیقې

د۲۰۱۸میلادي کال دجنوري څلورمه