07.08.2017

عبدالوکیل  سوله مل

اوږده لار ،ځنځیري سپي او سپین ږیری ډرایور

په دې لار چې اوس سپین ږیري ډرایور د موټر اشترنګ په لاس کې نیولی ، ځای ،ځای بریک نیسي ، ګیرونه بدلوي رابدلوي

او سپرلۍ لیږدوي څولارۍ اوښتي دي. په هر اوښتون کې ښه پوره مرګ ژوبله پیښه او ګاډی هم له کاره ولیدلی او بیا رغول شوی دی.

لار نه یوازې چې پخه نه او خا مه ده .د لویو کندو کپرو هم ډکه او د هر ګاډی په چپه کیدو ېې کندې نورې هم ژورې شوي دي.

ځکه خو په دې ګاډی او دې لار تګ د زمري زړه غواړي او ډرایور ېې با ید د پوره مهارت ، زغم او زړورتیا لرونکی وي.

په دې هر څه برسیره په ډیرو ځا یونو کې لار د لویو سیندونو تر څنګ هم آباده او د لویو غرونو او درو په منځ کې تیره شوې ده . له دې کبله د موټروان لږه تیروتنه او تیز والی ګاډی سیند ته غورزوي او یا یی هم له غرونو سره جنګوي.

غله او د لارې شکونکي ددې اوږدې او خرابې لار بله ستونزه او غمیزه ده چې  لار نیسی او سپرلۍ لوټي . په دې ګاډی کې چې

سپین ږیري ډرایور ېې چلوي د سپرلیو تر څنګ  څو په ځنځیرو تړلي سپي هم لیږدول کیږي. دا ساده او معمولي سپي نه دي .خورا غښتلي ، هډور، په غوښو پټ ، چا غ  ته به وایی چا لیوان له غرو او یا ژوبڼه راوړی وی. خلک وایی پخواني ډرایور تل په غوښو ماړه ساتل خو اوسني نه یوازې غوښه پرې درولې ، سپوره ډوډۍ هم پوره نه ورکوي . ځکه خو ېې نه پخوانی موټروان ته غپل او نه ېې په سپرلیو خولې لګولې . له هغې ورځې چې اوسني ډرایور غوښه پرې ودروله او په سپوره ډوډۍ ېې راوستل ، د سپیو غوسه ورځ تر بلې زیاته شوې او نږدې ده چې په لیونو سپیو واوړي . اوس نه یوازې سپرلیو ته خوله اچوي ،سپین ږیري موټروان ته هم ټوله ورځ غا پي.

سپي کله دومره په زوره او زیات وغاپي نږدي وي پړي وشکوي او له پنجرو دباندې راووځي . سپین ږیری موټروان چې دا حال وویني ، وډار شي او اړوځي بریک ونیسي او تر هغې دمه شي چې هغوي بیرته آرام او غپیدل ودروي. سپرلۍ د سپیو له غپیدلو نور دوه پوزو ته راغلي . کله کله ېې غپیدل د کوچنیانو له ژړا سره یو ځای ټول موټر په سر واخلي او د هر چا په زړه راواوړي. هغوی نور د سپین ږیری موټروان زړه هم دوه پوزو ته راوستی دی او زړه ېې غواړی له موټره یی بهر په لار خوشې کړي .خو دسپیو شوقیان او خاوندان چې ځان د موټر خاوندان او شریکان ګڼي موټر وان له دې پریکړې راګرځوي او په دې باور دی چې په موټر کې ددوی شته والی د موټر او سفر خوندیتوب تظمینوی او له هغو پرته ډاډه او محفوظ سفر نا شونی دی. دوی ټول انګیری که ددې سپیو ویره او ډاډ نه وای ،اوس به ټولې سپرلۍ د غلو او ځناورو خوراک شوی وای.

عجیبه سپی دي له هغې ورځې چې نوی موټروان پرې غوښه درولې او په تشه ډوډۍ ېې په پنجرو کې ایسار سا تلي دي ، کله چې د موټر مخې ته غله راووځی او یا ځناور د غرو له سرو سمې ته راکیوزي، د غلو او ځناور سره د مقابلې پرځای موټروان او سپرلیو ته غاپي.

موټروان په پوره زغم خپله لار وهي. لکه بیده او يا په غوږو چې دروند وي د سپیو د غپلو هیڅ پروا نه کوی . په هرڅه ېې ځان ړوند او کوڼ اچولی .خو د سپرلیو زغم نور مخ په خلاصیدو دی.یوه ورځ نا ببره ټولې سپرلۍ له ځا یه راپورته او یو تن استاذی ېې په لوړ آواز چیغه کړي.

ـ با با یا دې سپیو ته د پخوا په څیر بیرته غوښه ورچالان کړه او یا یی له پنجرو دباندې په لاره خوشې کړه.

د سپرلیو  له منځه یو بریتور ځوان اوږې وغورځوی له غوسې شین راواوړي . هغه ته سترګې برګې ونیسي:

ـ غوښه د کومه شوه . موږ په ګرده لار په مړه ګیډه سپوره ډوډۍ نه ده خوړلې.

په پلوۍ ېې بل تن په ټوکه وویل:

ـ دا ښاغلی به ورته حلا ل کړو کنه؟

له دې سره ټول موټر خندا ونیو . سپین ږیری موټروان چې په دې شیبه کې ږیر بدلاوه په کټ کټ وخندل . خو یوه تن استدلال وکړ:

ـ نو پخوانی موټروان غوښه له کومه کوله؟

بل تن یی په ځواب کې په بیړه ورغبرګه کړه :

ـ بل خو له غلو سره لاس وو.

په دې خبره ټولې سپرلۍ لکه خوب یی چې یوسي غلي او په ټول موټر کې چوپتیا خپره شي . سپین ږیری موټروان په ورو بریک ونیسی ، لنډه دمه جوړه کړی مخ سپرلیو ته راواړي.

ـ مه بیریږئ ، توکل په خدای (ج) ډیر ژر به ښار ته وررسیږو.او له دې سره یی موټر ګیر کې واچاوه او په اکسیلټر ېې پښه ټینګه کړه. په ورو روان شو. ګړۍ لا تیره نه وه چې پاس د غره سرته وخوت. تندی یی وغوړید. له لیرې ېې ښار ولید .

سترګو یی له ډیرې خوښۍ د خوشحالۍ اوښکې وکړې . ښی لاس ېې له اشترنګه لیری او لکه ما شوم چیغه ېې کړه:

ـ هغه دې له خیره نږدې شوی یو:

له دې سره کوچنیانو او څو ځوانانو اوږې وغورځولې ، او له خوښحالۍ ېې په روان موټر کې اتڼ واچاوه.لکه جشن او یا د چا واده چې وي ټول په سندرو او ګډا شول خو نورې سپرلۍ لکه په سترګو چې ېې چې پردې خورې وي ، هیڅ نه لیدل.

سپیو هم وغپل. کوچنیان هم خوشحاله وو . له سپیو اوس نه ډاریدل . خو هغوی چې څه نه لیدل نور هم وارخطا شول یوه بل ته حیران حیران وروکتل. یوه سپین ږیری چې غږ ېې د سپیو په غپا کې په ګرانه آوریدل کیده ،له ځا یه پورته او په لوړ آواز وویل:

ـ چیرې نږدې شوي یو ؟! موږ خو څه شی نه وینو .

سپین ږیری ډرایور په سړه سینه ځواب ورکړ:

ـ چې نږدې شو ټول به ېې ووینئ . تا سولیرې شیان کله وینئ ؟.

یوه ځوان چې له ډیرې خوښۍ ېې په سترګو کې اوښکې راماتې وې سپیو ته مخ واړاوه:

ـ چې له خیره ورسید له سپیو سره به څه کوو؟

سپین ږیری ډرایور وخندل:

ـ سپی له پنجرو راباسم او له ښاره لیرې ېې په دښته کې پریږدم .

یوه سپین ږیری له شا راغږ کړ:

ـ نو موټر به بیا په بل سفر کې له غلو او ځناورو څنګه سا تئ؟

موټروان په ورو او سړه سینه ځواب ورکړ:

ـ موټربه نوی او لار به هم که خدای کوله په لڼده موده کې داسې هواره او پخه شی چې د شپو مزل به په سا عت کې وهو.

له دې سره د ټولو سپرلیو زړونه له خوشحا لۍ ټوپونه واچول . موټروان بیا ګیر بدل او په اکسلیټر پښه کیښوده او په ورو درڼاد ښار په لور روان شو.

 

سوتهال ـ لندن

د سهار نهه بجې ـ

 د ۲۰۱۷ میلادی کال د اګست دریمه