05.02.2018

عبدالوکیل سوله مل

د غلو په پاچاهۍ کې

د شپې یولس بجې دي . آسمان وریځو نیولی او داسې تیاره ده چې په یو متر کې په ګرانۍ څوک لیدلی شې. خوب ته مې تیاری ونیو. څراغ مې ګل کړ. کټ ته وختم او وغزیدم. بړستن مې په ځان راوغوړوله. سترګې مې پټولې چې نا ببره دکور دروازه ووهل شوه. د دروازې په وهلو زه او میرمن دواړه هک پک او له پښو مو ساه ووته. بیرې ونیو. ځکه اوس چې ټول وطن غلونیولی وو. په نیمه شپه کې له غلو پرته بل چا په ښار او کوڅو کې مزل ته زړه نشو کولی. زړه نازه زړه له ځایه راپورته شوم خو لکه په پښو کې چې مې ځنځیر پروت وی زورېې نه اخیست. په ورو وخوزیدم. ددروازې پورې مې څو ځل کلمه پر ځان چوپ کړه. په داسې حال کې چې زړه مې له ویرې دربیده په ورو مې دروازه پرانیستله . دباندې د وسله والو پوره دلګی ولاړ و. ددوي په لیدلو مې زړه وښويد. غږ مې په ستونی کې ونښت. د وسله والو مشر چې څنګه زما بیریدلی او وارخطا حالت ولید. له ورایه ېې په خندا په لوړ غږ وویل:

ـ مه ویریږه .

خوله مې له هیښتیا وازه پا تې شوه .په نیولي غږ مې وویل:

ـ دې توره شپه کې !!

هغه موسکی شو:

ـ مهم کارونه او پریکړې ټول په شپو کې نیول کیږي.

فکرونو واخیستم . سر کې مې ګڼو پوښتنو او سوچونو ځای ونیو:

ـ په ما پورې د مهمو کارونو څه تړاو: زه کوم لوی منصبدار؟ ګوندي مشر؟ خان ، ملک . سوداګر....؟

خو دوی ته مې هیڅ ونه ویل ، په ریږدیدلی غږ مې پوښتنه مې وکړه:

ـ چیرې ځو؟

ـ صا حب ته

د صا حب په اوریدو مې زړه نور هم ولوید. رنګ مې له ویرې زیړ راواوښت. ځکه ما ددوی صا حب پیژاند او له زوراو اوره ېې پوره خبروم چې خلک په رڼا ورځ په ځمکه ننویستلی او غیبولی شي. که زما پر ځای بل هر کس وای دداسې زورور په بلنه به ېې لینګي سست او بې هوښه  شوی وای.دا ښاغلی نه یوازې لوی سوداګر،مخور او زورور ووچې د هیواد دننه او دباندې ېې ګڼې ودانۍ او ښار ګوټي رانیولی او په پيسو ېې ګڼ با نکونه ډک وو،بلکې په زور ،ډاډ او ملاتړ ېې د هیواد ټول غله او نور بانډونه هسکه غاړه ګرځیدل.  د همده او ملګرو په زور خود هغه غله په جنازه کې په زرګونه غله راټول وو چې څو ورځې وړاندې ېې د ګڼو تښتونو او وژنو له کبله په دار وځړاوه. خو په جنازه کې راټولو غلو او د غلوخواخوږو بې ګنا ه باله او د هیواد لوی قا ضی ېې دده په اعدام ګرم او پړ باله.

نه پوهیدم په ما پسې راغلي وسله وال څنګه ځواب کړم. غوښتل مې انکار وکړم او لیدنه سبا ته وځنډوم خو دوسله والو مشر لکه زما په نیت چې پوه شوی وي نا ببره زما په اوږه لاس کیښود:

ـ نور وخت نه لرو ، شا به موټر ته پورته شه.

د هغه لاس لکه د لوی ځناور پنجه ولړزولم . له ما یی د انکار کولو زړه واخیست . سرمې ټیټ ونیو. په ورو مې ځواب ورکړ:

ـ چې داسې ده لږ صبر وکړئ کورنۍ ته ووایم.

په بیړه بیرته په دروازه ننوتم . که څه هم کوچنیان مې په درانه خوب بیده وو خو میرمن مې لکه ساه ېې چې ختلی وي وارخطا نا سته او له ما نه دنا اشنا کسانو د حکا یت په طمعه وه. په ریږدیدلی غږ ېې وویل:

ـ که لږ نور ځنډیدلی وای زړه به مې له سودا بوټ راوتلای وای.

په مخ راروانې اوښکې ېې د خپل زړوکې په یوه څنډه پا کې کړې :

ـ څوک وو؟ څه ېې غوښتل ؟

زر مې د هغه زورورنوم واخیست چې وړاو زوړ ېې له زوره او اوره خبر وو. ښځه مې لکه په کومه مرغۍ چې د چریزې ډز وشي خو ونه لګیږي وریږدیده.

ـ دا څه وایی ،څه غواړي؟

ـ غوښتی یی یم .

ـ د څه لپاره ؟

ـ نه پوهیږم

تندي ته ېې ټس ورکړ:

ـ نه مې درته ویل چې دغلو او ورانکارو دوسیې مه راسپړه .

سرېې زما د پړولو او نیوکې په پار لربر تا و راتاو کړ:

ـ اوس به د ټولو هغو مقالو او راپورونو چې په ده او نورو لویو او وړو دې پرې ورځپاڼې او مجلې ډکې کړي ځواب ورکوې.

دهغې د سودا د راکمولو او ډاډ لپاره مې د هغې خبره با بیزه او هیڅ وبلله . هغه مې سینې ته رانږدې کړه. ډاډ مې ورکړ:

ـ مه ویریږه هغه چې له اولسمشره او له خدایه نه ویریږي . زما د راپورونو او مقالو څه پروا لري؟

میرمن مې آرامه او زړه ېې ولګید .ځکه ما رښتیا ویل اوس غلا دود او ډیرو غلوپرې ویاړ کاوه او د هغو د توجیې لپاره ېې داسې دلایل او طریقې یادې وې چې هیڅ قا ضی نشو پړولی .په دې شپواو ورځو کې چې څومره په غلو او ورانکارانو راپورنه جوړیدل هومره ېې په ننګه خلک میدان ته راوتل او هغوی ېې بې ګنا ه او ریښتیني ګڼل . ښځه مې غلې وه خو نا ببره ژړا ونیوه . لکه زړه ته چې ېې په نیمه شپه کې دداسې غلواوسړيو تښتونکوو د تښتونو او ربړونوټولې کیسې راشي. خو ما پرې چیغه کړه:

ـ مه ژاړه . واړه مه راویښوه . لا هیڅ خبره نه ده.

ژر له کوره راووتم او نیغ موټر ته پورته شوم .

په موټر کې نا ستو وسله والو مې پوره خیال سا ته او داسې کوم چلند ېې نه کاوه چې اندیښنه دې راواچوي. خو له دې سره سره ویرې نیولی وم. او هغه ټول راپورنه مې په زړه کې یو یو راشینیده چې ما ددغه زورورپه باره کې چې اوس ېې ځا نته غوښتی وم لیکلی اوخپاره کړي وو. داسې مې ګڼله لکه په موټر کې مې چې جنازه ایښي وي. لږه ګړۍ نه وه تیره چې زه ېې د دغه صا حب ما ڼۍ ته چې په څو جریبو کې د یو لوی با غ په منځ کې ودانه وه ورسولم .

نن سبا که څه هم ډیرو غلو او ډاکوانو داسې لوېې ما ڼۍ درلودې چې ددې تر مخه لویو خا نا نو ، سوداګرو او لویو ما مورینو هم لا په خوب کې نه وې لیدلې خو د اوسنیوبې شمیره غلو او ورانکارو له منځه د هیچا د ما ڼۍ  عظمت ،ښا یست او عالي معماری ددې صا حب ما ڼۍ ته نه رسیده ځکه خو ېې دا ما ڼۍ د غلو د پا چا ما ڼۍ بلله . سره له دې چې موټر ته په راختلو

ما پسې راغلو وسله والو لاندې با ندې له نظره تیر او وڅارلم او دوی ډاډه وو چې تش تور راغلی یم بیا یی هم د ما ڼۍ له دروازې تر صا حبه پورې لس ځا یه لاندې باندې په غور وپلټلم . که رښتیا درته ووایم دومره تا لاشي مې چې کوچنی وم او پا چا ته مې له پلاره سره تللی وم هم چا نه وه اخیستې.

صا حب دوتر ته په ننوتو مې په زړه داسې ساړه ننوتل تا به ویل د اعدام پر تخته خیزم.  نه پوهیدم چې زما د زړه درزا به ېې اوریده او که د خپل مخالف د خپلولو لپاره به ېې له دې چله کار اخیست چې پر ما ېې څنګه سترګې له لیرې ولګیدې له میزه راپا څیداو له لیرې ېې پر ما غږ کړ:

ـ راځه ،راځه ! هرکله راشئ.

جوخت لکه د ډیرې مودې یار راغاړې وت.

ـ پوهیږئ ولې مې په دې توره شپه راوغوښتئ ؟

زما چې لا هم ویره په زړه نا سته او اروا مې تښتیدلې وه په ورو له خولې ووتل:

ـ نه صا حب

پخپله مونډۍ ږیره ېې لاس راکښود . لاس ېې زما لور ته ونیو:

ـ ما ته دې یوه یوه مقاله په یاد ده چې په ما پسې دې څه او څه نه دی لیکلی .

ویی خندل په دیوال کې ولاړې هنداره کې ېې ځان ولید ما ته ېې بیرته مخ راواړاوه :

ـ خو زه په دې خبرو پسې سر نه وړم ځکه پوهیږم همدومره چې راپسې  رسنۍ درواغ لیکي له دې زیات مې په ننګه لیکنې هم کیږي.

لاس ېې بیا زما لور ته ونیوه :

ـ کنه ته خو پوهیږي چې زه له پا چا او فلکه نه ویریږم .

ویرې ونیوم. نږدې وم ځان ګرم او هرڅه تیروتنه وبولم او له خولې مې بیواکه ووځي :

ـ ما وبخښئ.

خو صا حب چې د تسبحو بند ېې په لاس کې تاواوه راتاواوه زه خبرو ته پرینښودم .او لکه یو قوماندان او یا د کوم شرکت مالک چې خپل ما مور ته دنده سپاري راته وویل:

ـ غواړم یوه دنده دروسپارم .

ټکان مې وخوړ . هک پک شوم :

ـ دنده

ـ هو دنده . سبا زموږ د ګوند له لورې لویه مظاهره رابلل شوې ده.

نور هم حیران دریان شوم:

ـ مظا هره

هغه سر وخوزاوه :

ـ بلې مظا هره . دا مظا هره د هغو غلو ننګه ده چې بې ګناه دي خو حکومت ېې هم لاسونه پرې کوي اوهم ېې شتمني اخلي .

هک پک او سر مې په دې ناشولته خبر وګرځید . نه پوهیدم چې د غلو د ننګې دې غونډې له ما سره کومه اړیکه وه . بې واکه مې له خولې ووتل :

ـ زه نو څه کولی شم؟

صا حب له ځا یه پا څید . د خپل لوی میز په بل سر کې ېې له  یوې دوسیې څو پا ڼۍ رابیلې کړې . ما ته ېې ونیوې او امر ېې وکړ:

ـ سبا به په هم دې لویه غونډه کې  له ما وروسته دا ته لولې .

غوښتل مې ورته ووایم :

ـ دا نو پر ما څه اړه لري؟ زه له کومه ادرسه او ولې  دا باید ولولم؟؟؟

خوصا حب دسترګو په رپ کې پورته شو.پخپله مخه لاړ او خپل دوتر ېې تر ګهیځه ما ته پریښود څو هغه وینا لکه د قران ایاتونه ضبط کړم چې د ورانکارانو په ننګه په کې دوه سوه ددرواغو ایاتونه او حدیثونه راغلی وو.

سبا په رښتیا لویه غونډه رابلل شوې وه. ټول ښار او د غونډې میدان داسې په خلکو ډک و تا به ویل لکه ښار او ټول هیواد چې غلو او نورو ورانکارو نیولي وي.  د غلو ددې غوڼډې ملاتړي وسله وال هم داسې برچه پک او تیارسۍ ولاړووچې د صا حب په وړه اشاره ېې ټول ښار په وینو کې لمبولی شو.

کله چې صا حب د ستیج سر ته راغئ . هغه ته ولاړواو راټولو وګړو داسې لاسونه وپړکول او داسې چیغې او شور ېې جوړ کړ تا به ویل د کوم هیواد پاچآ او یا کوم مذهبي لارښود ېې په وړاندې راڅرګند شو. هغه هم په پوره احسا ساتو او ولوولو خپله وینا واوروله .

هغه نه یوازې پخپلو خبرو کې د هیواد لوی څارنوال او لوی قا ضي ګواښه او د نیول شو ورانکارو په ننګه ېې رنګاررنګ ایاتونه او متلونه تیرول. د خبرو په منځ کې به ېې د یو ماهر ټوکي په څیر یوه نیمه داسې ټوکه هم کوله چې په غونډه کې راټول کسان به ېې داسې وخندول چې د خندا څپې به ېې لیرو کلیو او بانډو  ته وررسیدې . هغه نه یوازې ماهر ټوکي واو پخپلو ټوکو ېې خلک له خندا شنه رااړول . کله به داسې له غوسې او قهره سور اوشین شوتا به ویل اوس به پر ټولو دوترنو یرغل وروړي او سبا به خپله بیله د غلو پا چا هي اعلانوي. دغوسې او ژړا تر څنګ ېې د ژړا چل هم له وتلو تیاتري لوبغاړو ښه زده و او پخپله ژړا به ېې د غونډې ګرد ګډونوال داسې وژړول تا به ویل په غونډه کې د کربلا ویر ګډ شوی وي. هغه نه یوازې د ځان او نورو ورانکارو او غلو په ننګه رنګا رنګ ایاتونه او حدیثونه بیانول حکومت ېې هم د خپلو وسله والو په موجودیت ګواښه. دده له احسا سا تي وینا وروسته زما د خبرو وار راغئ.

زه چې اوس د غلو او ورانکارو دپیژندنې په ما هر مشهور وم او د خپل هیواد په غلو او ورانکارانوبرسیره  مې دنورو سیمو او هیوادو  پرورانکارانو هم ګڼې رسالې او کتابونه لیکلی وو په زور اړوتی وم ننګې ته ېې راپورته شم او له دې لار مې ټولې څیړنې او لیکنې تیروتنې وبولم. ټوله شپه مې د صا حب راسپارل شوې پا ڼې په زور او زور ولوستې خولکه څوک چې نا اشنا ژبه لولي یوه جمله مې په ذ ‌هن کې نه کښینا سته. په سترګو مې داسې تیاره وه لکه هیڅ کرښه چې نه وینم.

چې څنګه د میکروفون شا ته وبلل شوم له پښو مې سا ه ووته. د میږي په پښو ستیج ته لاړم او میکروفون ته ودریدم. لا مې د وینا یو پراګراف نه و لوستی چې ژبه مې ګونګه شوه . لکه څوک چې مې ژبه غوڅه کړي.نوره مې کلمه له خولې نه وتله.

ناببره مې لاسونه لکه ګوزړن ېې چې ووهي وریږدیدل. په ګرانۍ مې لیکلې وینا په داسې تون لوستله چې هیڅوک پرې نه پوهیدل لکه په پردۍ او بله ژبه چې ګډ یم او یا هم لکه کوچنی ما شوم چې نوی په لوستلو راغلی وي. زما دې ستړې کوونکې

وینا په ټوله غونډه کې چوپتیا خپره او ټول ېې داسې هک پک کړل لکه کوم لیونی چې له ځا نه ورته ګډ وي . نا ببره مې په ولو د صا حب درندې پنجې ولګیدې چې زه ېې له ګویا لږ څه راپورې وهلم او ګویا ته پخپله دی ودرید:

ـ مه ېې ګرموئ ، دا دده د وجدان عذاب دئ . دی اوس په ټولو هغو راپورونو او لیکنو شرمیږي چې دبې ګنا ه غلو په با ب ېې تر اوسه لیکلی او خپاره کړي دي.

صا حب بیرته شاته او زه ېې بیا ستییج ته ودرولم . خو ما لا بل پروګراف پوره نه ولوستی چې ژبه مې ګونګه شوه . او لکه په ستوني کې مې چې هرڅه ونښلي له خبرو ولویدم . نور مې یوه کلمه او توری له خولې ونه وت. نا ببره مې لینګي وریږدیدل. بې هوښه شوم اوځای پر ځای راولویدم .

له دې پیښې وروسته سبا دا دټولو رسنیو دسرخبروو:

هغه لیکوال او خبریال چې تل به ېې د ورانکارو په باب تر ټولو ښه راپورنه لیکل اوس پر ټولو لیکنو او څیړنو پښیما نه او هغه ټول له حقیقته لیرې ګڼي .

سوتهال ـ لندن

دشپې یولس بجې

د ۲۰۱۸ میلادي کال د جنوری ۲۲