رسیدن:  15.07.2011 ؛ نشر : 15.07.2011

طنز

محمود نظري

خبرې کوونکی خر


یو خره یوې پيغلې ته ویل:

زه انسان وم د سیاست جادو خر کړم ، ما مچ که (کړه) چې بیرته انسان سم .

هغې دی خوا هاخوا وکتله ، خریې تر غاړې ونیوی او کور ته يې بوت .

د هغې خورلڼي په شک له هغې وپوښتل : ولي ځان دوري هوري کوې او هغه نه مچوې ؟

هغې ورته ویل : خپل بخت خپله په لغته ووهم؟!

ته نه پوهیږې د خرو بازار ډیر تود دی د خره بیه اوس تر انسان ډیره لوړه ده ،نو ولي باد غوټه کم (کړم )، ټوله بزرګان اوس خرتوب خوښوي، نو زه ولي ناحقه سم اصلي طبیعی خر انسان کم( کړم ).

تا ته ډاډ درکوم چې هغه سر له سبا پارک ته بیایم چې انسانانو ته نصحیتونه وکي (وکړې)!

خورلڼې يې په حیراني وپوښتل:
- نو بیا څه؟
- که یې اخیر ټاکنې یونه وړې او ددنیا باچا نه سو آ آه!

ځکه اوس ولسونه له هغو انسانانو څخه چې د خره پېښې او خرتوب کوي ستړي سوي دي د طبیعي شیانو سره مینه کوي او خوښوي یې، هر یو هیله لري دخره خبرې د خره له خولې واوري نه د انسان له خولې.

رښتیا هم په سبا د هغه تاریخي وینا ته زیات تر یو میلیون خلکو انتظا ر کاوه.

پر ستیج د هغه په ښکاره کیدو سره د خوشالی د غوغا یوه چپه خپره سوه، هغه محترم یرغه ستیج ته راغی او د خطابې میز ته په دوو ودرید.

د خلکو هیڅ باور نه کیده چې خبرې کوونکی خر په خپلو ګناهکارو سترګو ویني .

د خره چې توري عینکې په سترګو وي او د زرو کړۍ یې به ژبه او غوږونوکې ورکړي وې. د یو منظومي هنګا وروسته خطاب خلکو ته وویل :

ګرانو انسانانو !

ستاسو یو متل دی چې د خره یا  تیز دی یا لغته

دا اوس غلط ثابت شوی دی، موږ خره وایو د سیاستمدارو یا تیز دی یا لغته!

دې خبرو پر خلکو ډیره اغیزه وکړه ، چا ژړل، چا د زړه له کومي چکچکو کولې.

د خره څښتنې له ډیرو ولولو او خوشالی هغه مچ کړ ،هغه انسان سو.

خلکو هغه دومره په بوټونو او رومیانو او هګیو وویښت چې هغه بیرته به خرتوب راضی و خو امکان يې نه لره

هغه له ستیجه کښته شو او په څلور وتښيد.

خلکو دهغه پسې ځغستل او نارې یې وهلي : هلۍ مه يې پریږدئ ! دا انسان شوی خر دی، موږ لا کم و چې هغه هم انسان شو!

هغه لکه لیوني ځغاستل او خلکو په ډبرو ویښته .

هغه نارې وهلې : توبه مي ده ، توبه مي ده !