09-04-2019

»پټه خزانه فی الميزان» د کره کتنې په تله کې

ليکوال: ارواښاد کانديد اکادميسين محمد صديق روهي

د «ادبي تحلیلونه» له کتاب څخه

پس منظر:

د شلمې پيړۍ په دريمه لسيزه کې د نشنلزم څپې د نړۍ ګوټ، ګوټ ته ورسيدې. نشنليزم مثبت او منفي اړخونه درلودل. دلته د مثبت او منفي يو يو مثال وړاندې کوم. د مثبت اړخ مثال يې دا دی چې نشنلزم په قومونو کې کهترۍ (inferiority complex) احساس له مينځه يوړ او هغوی يې له استعمار سره د مقابلې او د خپلو فرهنګي مواريثو د را ژوندي کولو د پاره چمتو کړل. منفي اړخ يې دا و چې د قومي تفوق او امتياز غوښتنې د پاره يې ځمکه هواره کړه.

افغانستان هم له دغې منفي اغيزې څخه بې برخې پاتې نشو، خو د افغانستان په لويديځ ګاونډي هېواد کې افراطي تفوق غوښتنه له پراختيا غوښتنې سره ملګرې شوه. د پراختيا غوښتنې د سياست له امله د دغه هېواد خلکو د خپل هېواد نوم د دې د پاره بدل کړ(۱۹۳۵ ع کال) چې د يوه بل هېواد پر خاوره، تاريخ، ژبې او ثقافت باندې غيږه راوګرځوي. هغوی په پښتنو دا هم نه لوريده چې په خپله ژبه ليک او لوست وکړي. نو کله چې «پټه خزانه» رابرسيره شوه، دوی د هغې پر ضد د تبليغاتو خزانه په کار واچوله او هغه يې جعلي اثر وباله.

دوی هيڅ سند نه درلود، ځکه چې هغوی نه پښتو پوهيدل او نه يې د پښتو ادب په باره کې معلومات درلودل.

د هغوی د تبليغاتو محرک يو ړوند ايتنو سنټريزم (ethno centrism) و. خو دا هم بايد وويل شي چې د دوی پرله پسې تبليغات د زيات تکراريدو په وجه بې اغيزې پاتې نشول او د هغو خلکو په مغزو کې يې د شک تخمونه وکرل چې د بې سنده او بې دليله تبليغاتو تر اغيزې لاندې راځي. سره له دې، د اکثره پښتنو دا خيال و، چې د نوموړي کتاب پر ضد پروپيګنډه د پښتنو د مخالفانو کار دی، پښتانه فرهنګيان د «پټې خزانې» د صحت او اصالت په باره کې شک نه لري.

په ۱۹۷۶ ع کال کې يو پښتون ليکوال د پښتو اکيډيمۍ په میاشتنۍ مجله کې يوه مقاله خپره کړه او په هغه کې يې د «پټې خزانې» د صحت او اصالت په باب شکوک ښکاره کړل.

د تعجب خبره ده چې د دغې مقالې په باره کې چا کومه تبصره ونه کړه. زه چې په هغه وخت کې د پښتو ټولنې رييس وم، د نوموړې مقالې له خپريدو څخه خبر نشوم. په ۱۹۷۹ ع کې هماغه ليکوال په هماغه سلسله کې يوه بله مقاله هم نشر کړه. په دغه وخت کې د افغانستان فضا د سياسي بحران په تورو لړو پټه شوې وه او د فرهنګي اختناق په وجه اکثر فرهنګي شخصيتونه د دغې مقالې له خپريدو څخه ناخبره پاتې شول. د پښتو ادب دوو يا دريو تنو محققانو چې د «پټې خزانې» په باب يې د ښاغلي قلندر مومند مقالې لوستي وې، د علمي سمينارونو په جوړولو سره يې په غير مستقيم ډول د نوموړي اعتراضونو ته ځوابونه ورکړل. ښايي دا پوښتنه وشي چې ولې غير مستقيم ځوابونه ورکړل شول؟

لومړی دليل دا دی چې تقریباً پنځوس کاله پښتو ادبياتو او محققانو له «پټې خزانې» څخه د پښتنو د دښمنانو په وړاندې دفاع کړې ده او دغه کتاب پښتنو فرهنګيانو ته د ملي وثيقې او ملي وياړ حيثيت غوره کړی دی. هيڅوک نه غواړي چې د خپلو مقدساتو او يا افتخاراتو په باره کې د چا اعتراضونو ته هرکلی ووايي او يا ورباندې زيات بحث وکړي. دا البته منطقي دليل نه دی، بلکې سايکالوجيک يا روحياتي دليل دی.

دوهم دليل دا دی چې په کابل کې هغه وخت موجود حکومت په پښتو پسې راخيستې وه، پښتانه روښان فکران يې ځورول او بدنامول؛ د پښتنو پر ضد يې داسې کتابونه چاپ کړل چې په هغو کې پښتانه د افغانستان په اشغال متهم شوي. پښتانه يې د افغانستان اصلي اوسيدونکي نه ګڼل، دوی يې بې فرهنګه بللاو پښتنو ته سختې کنځلې په کې شوې وې.

که پرچميان د ښاغلي قلندر مومند مقالو ته متوجه شوي وای نو هغه مقالې به یې د لکونو په تيراژ چاپ کړې وای او ترجمې به يې همسايه ملکونو ته استولې وای.
هدف:
د «پټه خزانه فی الميزان» ليکونکی زيار ايستلی دی دا خبره ثابته کړي چې «پټه خزانه» د ارواښاد پوهاند عبدالحی حبيبي تاليف دی.

زما د مقالې هدف دا دی چې د محترم قلندر مومند د «پټه خزانه فی الميزان» د نقد او تحقيق اسلوب وڅېړم چې آيا ده خبره د شک نه ايستلې ده که نه؟ زما په نظر، د علمي تحقيقاتو په نړۍ کې هر څوک د شک کولو حق لری، خو شک کول د ثبوت معنا نه لري.
لومړی انسان شک کوي، له شک نه وروسته يوه فرضيه (hypothesis) جوړوي، د فرضيې د اثبات د پاره کافي مواد (data) برابروي، له ازموينې وروسته د خپلې فرضيې په صحت او سقم پوهيږي.

که د سياسي تبليغ خبره وي نو د خلکو په اذهانو کې شک پيدا کول ډيره موثره وسيله ده. که د عقيدې خبره وي نو دين يا عقيده هيچا ته د شک کولو حق نه ورکوي. خو کله چې د علمي تحقيقاتو خبره وي هلته شک د علم د پاره ضرور دی. خو، لکه مخکې مو چې اشاره ورته وشوه شک کول د ثبوت معنا نه لري.

د دې خبرې د توضيح لپاره به يو مثال راوړم: ښاغلی غني ښاغلی قلندر ښه نه پيژني او د ده له علمي تحقيقاتو څخه ناخبره دی، خو کله چې ښاغلی غني د ښاغلي قلندر «پټه خزانه فی الميزان» لولي نو تعجب کوي چې ده دا دومره معلومات له کوم ځايه پيدا کړي دي.

په پای کې ښاغلی غني شک کوي چې «پټه خزانه فی الميزان» به د ښاغلي قلندر د څېړنو او پلټنو محصول وي. ليکن د ښاغلي غني شک د ثبوت د پاره کفايت نه کوي، هغه بايد داسې فاکټونه او معلومات راغونډ کړي چې د ده د شک د ثابتولو د پاره کافي وي.

دلته دا هم بايد وويل شي چې د ښاغلي غني شک په عمل کې چندانې ارزښت نه لري ځکه چې دا د يوه شخص د پوهې په باره کې دی. خو کله چې «پټه خزانه» مجعول او له ځانه جوړ شوی اثر وګڼل شي هلته د يوه ملت د فرهنګي خزانې د مينځه تللو مساله مطرح کیږي.

ښاغلی محقق قلندر مومند د «پټه خزانه فی الميزان» لومړي مخ کې ليکي: «ما په افغانستان کې چې کومو وروڼو سره په دې سلسله کې د بحث کوشش کړی دی، د هغو اصرار دا و چې د دې کتاب د صحت په هکله شکوک ښکاره کول د قومي مصلحتونو سره سمون نه خوري. د دوی په ځواب کې زما موقف تل دا و چې هغه قومي مصلحت چې د انتقاد نه اوچت وګڼلی شي، په حقيقت کې د قومي مفاداتو خلاف وي

زه پخپله هم په دې عقيده يم چې مونږ بايد د خپل فرهنګ بنسټ په درواغو او جعلياتو بنا نه کړو خو د دې تر څنګ دا خبره هم بايد هيره نه کړو چې د شهرت او ځان ښودلو په خاطر د خپل قوم په افتخارانو لوبې کول د قومي مفاداتو خلاف عمل ګڼل کيږي.

د متنني کره کتنې ميتود

متني کره کتنه (textulal Criticism) د نړۍ د فرهنګ په تاريخ کې اوږده سابقه لري. له ادبي کره کتنې سره د متني کره کتنې توپير دا دی چې ادبي کره کتنه د يوه اثر هنري ارزښت څېړي، په داسې حال کې چې متن کره کتنه د يوه اثر اصالت او صحتاو د اعتبار يا وثوق اندازه معلوموي. کله چې د يوه اثر لومړۍ نسخه په لاس کې نه وي، متني کره کتنه د اصلي (original) نسخې د احيا کولو د پاره هم زيار باسي.

په اجتماعي علومو (social sciences) کې ډيره ځله له احصاييوي قانون ګټه اخيستل کيږي او د يوې فرضيې د احتمال درجه اهميت پيدا کوي، خو په متني کره کتنه کې د يوه اثر د صحت او اصالت د تثبيتولو د پاره کله کله يو مهم دليل د برهان قاطع درجې ته پورته کيږي. سره له دې، په اجتماعي علومو کې د برهان قاطع پيدا کول ډير مشکل کار دی.

اجازه راکړئ دا خبره د يوه مثال په ترڅ کې بيان کړم:

»پټه خزانه فی الميزان» په (۱۷۰ ـ۱۷۲) مخونو کې ليکي: « پوهاند رشاد وايي: د (ځ) اوسنی مروج شکل چې د (ح) پر همزه (ء) کښلي دي، د وزير محمد ګل خان مومند ايجاد دی چې وروسته عام شو او په لروبر پښتونخوا کې رواج وموند (۲۸) د فاضل پوهاند دا تحقيق په دې لحاظ ډير اهم دی چې دوی په کوم کتاب کې دا تحقيق کړی دی، د هغه په تاليف کې ورسره په مشرانو کې مرحوم حبيبي او مرحوم بېنوا هم شامل دي او تر اوسه د دې مشرانو له خوا د دې مقالې د دې حصې واضح ترديد نه دی شوی. ځکه نو موږ مجبور يو چې د فاضل پوهاند رشاد دا تحقيق د ليک دود په باره کې د افغانستان متفقه موقف وګڼو.

که د (ځ) دا توری د وزير محمد ګل خان مومند ايجاد وي نو د «پټې خزانې» د حقانيت او قدامت د حاميانو په خدمت کې زه دا حقيقت پيش کول غواړم چې وزير محمد ګل خان مومند عين په هغه کال کې پيدا شوی دی، په کوم کال (۱۳۰۳ هـ) چې د پټې خزانې دوهم کاتب «محمد عباس کاسي» خپل کار «باستعجال تمام» خلاص کړی ... نو د پټې خزانې په املا کې د (ځ) استعمال د دې نه بغير بل هيڅ تشریح نشي کیدای چې «پټه خزانه» د محمد ګل خان مومند د سن شعور ته د رسيدو نه پس ته دور کې ليکلی شوی کتاب دی او ځکه نو دا سروپ دروغ دي چې دا کتاب په (۱۳۰۳) کې ليکلی شوی شوی دی.

د خيرالبيان په چاپ کې برخه اخيستونکي مهربانان ... د کتاب د چاپ کيدو نه پس تر اوسه يعنی تر ۱۹۸۶ ع د فاضل پوهاند رشاد په تحقيق خاموشه پاتې شوي دي او ځکه د خپلې خاموشۍ په وجه يې دا ثابته کړې ده چې دوی ورسره متفق دي ... د فاضل رشا دا بيان د «سلطانی ګواه» د بيان حیثيت لري.

د دغه اوږده اقتباس نه څرګنديږي چې د ښاغلي قلندر مومند «سلطانی ګواه» هماغه برهان قاطع دی يعنی د ده په عقيده همدغه يو دليل کافي دی چې «پټه خزانه» يو جعلي اثر وګڼل شي. ما وويل چې د «سلطانی ګواه» موندل ډير مشکل کار دی. په پورتني مثال کې دغه پوښتنې راولاړيږي:

۱ ـ فاضل استاد پوهاند رشاد په رښتيا لوی عالم او ستر محقق دی. آيا دا ناممکنه ده چې عالم دې هم کله کله اشتباه وکړي؟

ما د «وفا» په جريده کې ولوستل چې استاذ خپله خبره تيروتنه ګڼلې ده. يو رښتوني محقق ته نه ښايي چې د مشهورو  عالمانو خبره د کاڼې کرښه وبولي، حتی د کاڼي کرښه هم ويجاړيږي.

۲ ـ ښايي ارواښاد محمد ګل خان مومند د (ځ) ليکدود خپل ایجاد بللی وي، خو وروسته داسې آثار لاس ته راغلل چې د وزير محمد ګل خان له زيږيدو نه مخکې ليکل شوي وواو (ځ) يې په همدغه بڼه ليکلی و. د دې خبرې معنا دا نه ده چې د ارواښاد وزير صاحب به هغه آثار ليدلي وي، کیدی شي دغه يو توارد وي.

۳ ـ د يوې موضوع په باب څه نه ليکل او خاموشه پاتې کيدل د اتفاق معنا نه لري. د پښتنو ځينو مشرانو، لکه خان عبدالصمد خان اڅکزی او وزير محمد ګل خان مومند پر ليکدود باندې ما پخپله کوم انتقاد نه دی ليدلی خو د دې خبرې معنا دا نه ده چې پوهانو د هغوی ليکدودونه منلي دي. ښاغلی قلندر مومند وايي: «نو مونږ مجبور يوو چې د فاضل پوهاند رشاد دا تحقيق د ليکدود په باره کې د افغانستان متفقه موقف وګڼو».

تاسې مجبور نه يئ چې دا د افغانستان متفق موقف وګڼئ.

۴ ـ د «پټه خزانه فی الميزان» ليکونکي «سلطاني ګواه» غلط ثابت شواوس بايد بل «سلطاني ګواه» پيدا کړي.

د اصلي او جعلي اثر د تشخیص د پاره باید ټول کتاب په مجموع کې د زمان او مکان سره په ارتباط کې وڅېړل شي. که څه هم په دې برخه کې ځينې اصول او موازین شته، خو د نقاد د لياقت او فراست د تشخيص په برخه کې مهم رول لوبوي. د کتاب نوم، رنګ او کاغذ، املا، ژبه (لغات، ترکیبونه د جملو جوړښت، سبک style )، محتوا او مضمون (مفکورې، ارزښتونه، عقايد، د تمدن سطح) د خپل وخت او چاپيريال له متداولو معيارونو سره سمون خوري؟ دا ډول پوښتنې مهمې دي، بايد ميخانيکي شکل هم و نه لري.

د مثال په توګه خوشحال خټک ځينې ډيرې لوړې مفکورې درلودې چې د ده د عصر نه اوچتې وې. نو که څوک د خوشحال بابا «سوات نامه» يا «دستار نامه» د خپل عصر له معيارونو سره وڅېړي نو کیدی شي چې ليکونکي نوی سبک ايجاد کړی وي، يا يې له ځانه جوړ کړي لغاتونه استعمال کړي وي.
«
پټه خزانه فی الميزان» د کره کتنې په تله کې:

کله چې يو کتاب د چا لاس ته ورشي، نو لومړی د کتاب نوم او د مولف نوم له نظره تيروي اغلب احتمال دا دی چې ورپسې به د موضوعاتو فهرست ګوري ـ څو په دې وپوهيږي چې کتاب له څه شي نه بحث کوي او د لوستونکی اړتياوو ته ځواب ويلی شي که نه ؟ اکثرو لوستونکو ته د کتاب د چاپيدو نېټه او د چاپ ځای هم ارزښت لري خو زه پر دغې موضوع بحث نه اوږدوم.

لومړۍ پوښتنه د کتاب له عنوان نه پیل کوم، د کتاب نوم دی : «پټه خزانه فی الميزان» په دغه نامه کې «پټه خزانه» خاص اسم دی چې ليکونکي دغه نوم ته تغيير نشو ورکولای. د دغه ټکي په پام کې نيولو سره، ويلای شو چې «پټه خزانه فی الميزان» د عربي ژبې ترکيب دی. که چيرې په راتلونکې زمانه کې دغه عربي نوم د يوه ادبي مؤرخ له نظره تير شي، نو هرو مرو به له هغه سره دا پوښتنه پيدا شي چې آيا دغه نوم د طنز او ملنډو د پاره انتخاب شوی دی او که په دغه وخت کې د پښتو کتابونو د پاره دغه ډول نومونه مروج وو؟ که دغه کار د طنز د پاره شوی وي، نو بيا د مؤلف دغه خبره سمه نه ده چې وايي:

«که زما په نيت څوک حمله کوي يا زما خبره بې دليله ګڼي، نو دا به له ما سره ډيره لويه بې انصافي وي.» د يوه سړي نيت خو د ده د عمل نه معلوميږي دا خبره به يوې خوا ته پريږدو چې مؤلف نوموړی کتاب په څه نيت ليکلی دی. خو د ده دغه ادعا چې هيڅوک بايد د ده خبره بې دليله و نه ګڼي، د تحقيق له اصولو سره سمون نه خوري. يو محقق هيڅکله په دغسې الفاظو له ځانه دفاع نه کوي چې ځان «عقل کل» وبولي.

بله خبره دا ده که د کتاب عنوان د طنز د پاره نه وي انتخاب شوی نو بیا دا نوم غريب شانته ښکاري. اوس به راشو د کتاب فهرست ته. د کتاب له فهرس (!) نه په لومړي نظر دا څرګنديږي چې د ليکلو ډيزاين يې منطقي تسلسل نه لري او له فهرس نه د کتاب محتوا هم په روښانه توګه نه معلوميږي.

فهرست په دې ډول ترتيب شوی دی:
وړومبۍ خبرې، ابتدايي معروضات، د يونس د ديوان شهادت، بېلګې، تاريخي پس منظر، جديديت د پټې خزانې ماخذ، د پتې خزانې راويان، فني اړخونه، اينکرانيزم، متفرقات، ضميمه الف، ضميمه ب، اشاريه ا، نومونه، اشاريه ب، کتابونه.

په دغه فهرست کې (وړومبۍ خبرې) په خپل اصلي ځای کې راغلي دي. (ابتدايي معروضات) په خپل مفهوم کې هماغه (وړومبۍ) خبرې دي، خو مونږ به يې د پيژندګلوۍ (introduction) په مفهوم تسليم کړو. که داسې وي نو د مؤلف اساسي اعتراضونه تقریباً په مقدمه يا پيژندګلوۍ کې ختم شوي دي. (د يونس د ديوان شهادت) په عنوان پسې (بېلګې) راغلي دي ـ خو دا نه ښکاري چې د څه شي بېلګې؟ ورپسې (تاريخي پس منظر) راغلی دی چې بالکل په نامناسب ځای کې کينول شوی دی او د تحقيق له ميتود سره سمون نه خوري.

«پټه خزانه فی الميزان» له ټولو ضمايمو سره په (۳۷۳) مخونو کې چاپ شوې ده، په داسې حال کې چې (تاريخي پس منظر) له (۱۴۴) مخ نه شروع کيږي.

د تيسيس (thesis) ليکنې يوه معمولي قاعده داسې ده چې (ړومبۍ خبرې preface) زياتره تشريفاتي جنبه لري. په هغه کې ليکوال له رهنما استاذ، ټايپسټ، خطاط او داسې نورو څخه مننه کوي. ورپسې د ريسرچ پرابلم يا د څېړنې موضوع او هدف بيانيږي. بيا د پرابلم تاريخي پس منظر څېړل کيږي.

ځينې محققان دا غوره ګڼي چې د تحقيق د موضوع او هدف نه مخکې د ليکنې د موضوع يا پرابلم تاريخي پس منظر وليکي په هغه کتاب کې د پرابلم حل کولو د پاره پخواني کوششونهاوسنی ضرورت او د موضوع اهميت شرح شي. ورپسې د تحقيق موضوع او هدف بيان شي. له هغې وروسته د تحقيق اسلوب باندې رڼا اچوله کيږي.

د «پټه خزانه فی الميزان» د تحقيق ډيزاين ځينې څرګندې نيمګړتياوې لري. کیدای شوه چې فهرست په دې لاندې توګه ترتيب شوی وای:

فهرست

وړومبۍ خبرې

تاريخي پس منظر

د کتاب د ليکلو ضرورت، هدفاو د تحقيق ميتود

لومړی فصل: د «پټې خزانې» متني کره کتنه

۱ ـ  د«پټې خزانې» نوم

۲ ـ د «پټې خزانې» ليک دود او املا

۳ ـ د «پټې خزانې» لغتونه او ترکيبونه

۴ ـ د «پټې خزانې» شعرونه

۵ ـ د «پټې خزانې» سبک او ژبه

دوهم فصل

۱ ـ د يونس د ديوان شهادت

۲ـ د «پټې خزانې» ماخذ

۳ ـ د «پټې خزانې» راويان

۴ ـ متفرقات

دريم فصل: لنډيز او نتيجه

ضميمه الف

ضميمه ب

د نومونو فهرست

د کتابونو فهرست

ښايي د «پټه خزانه فی الميزان» ليکونکی ووايي چې د ده د کتاب عمده برخه هغه دوې مقالې دي پخوا نشر شوې وې او ده نشو کولای چې ډيزاين ته بيخي تغيير ورکړي.

تر دې ځايه د ريسرچ پر شکلي اړخ خبرې وشوې، شکلي اړخ د تحقيق د کاميابۍ د پاره ضرور دی.
اوس به د انتقاد په څرنګوالي بحث وکړو ـ د کار د آسانتیا د پاره به له تصنیف (Classification) نه کار واخلو. په عمومي ډول د «پټه خزانه فی الميزان» انتقادونه دوه ډوله دي:

لومړی ډول يې هغه انتقادونه دي چې له هدف سره ارتباط لري په ښه ډول طرح شوي دي، خو جامع او مانع نه دي او له همدې لامله هدف ته نه رسيږي.

دوهم ډول يې هغه انتقادونه دي چې له موضوع سره اړه نه لري يعنې د کتاب د اصالت او صحت له مسالې سره اړخ نه لګوي. د مثال په توګه، د «پټه خزانه فی الميزان» ليکونکی په (پټه خزانه) کې د سيدال خان ناصر پر بدله انتقاد کوي او وايي چې په دغه بدله کې د وزن او بحر مراعات نه دی شوی. د ښاغلي قلندر مومند الفاظ داسې دي:

«... د سيدال خان ناصر دا بدله د بې بحرۍ او بې وزنۍ د صنعت يو شهکار دی.» (۳۰۴ مخ) دا خبره د «پټې خزانې» د جعليت د پاره سند نه شي کيدای. که د ښاغلي مومند مقصد دا وي چې شعر پوهاند حبيبي جوړ کړی ځکه چې هغه په وزن او بحر نه پوهيده. نو دا خبره هم سمه نه ده، ځکه چې لوی استاذ حبيبي پخپله هم د دغې بدلې بحر او وزن ته متوجه و او په دې هکله يې داسې ليکلي دي:
«
اين بدله که از طرف يک نفر سپه سالار معروف و دلاور سروده شده از حيث بحر و عروض از نوادر آثار ادبی زبان ملی است و بحر مخصوص دارد که در بين اشعار پښتو که اکنون در دست است کمتر ديده شده و حفظ اين وديعه ادبی از غنايم اين کتابست.» (۲۴) د «پټه خزانه فی الميزان» په حواله، (مخ ۳۰۳).
وګورئ ښاغلی محقق قلندر مومند وايي چې د سيدال خان ناصر بدله وزن او بحر نه لري. استاد حبيیبي وايي چې نادر بحر او عروض لري. د استاد خبره سمه ده. د «پټه خزانه فی الميزان» د (فني اړخونو) تر عنوان لاندې چې څه ليکل شوي دي، هغه اکثر د کتاب د صحت له مسالې سره تعلق نه لري.
هغه انتقادونه چې په لومړئ کټيګوري کې راځي او د ليکوال د هدف سره ارتباط لري به ډير مهارت طرح شوي دي او چا ته چې اصلي حقيقت نه وي معلوم، ډير ژر د دغه اعتراضونو او انتقادونو تر اغيزې لاندې راځي. که منتقد په صادقانه ډول خپل اعتراضونه بيان کړي وي، دا د ده مسلم حق دی او زه په خپله دغسې صداقت ته د قدر په سترګه ګورم. خو که دغه انتقادونه عالماً او عامداً د اذهانو د تېر ايستلو د پاره شوي وي نو د بخښنې وړ نه دی. د تحقيق اسلوب ته چې وکتل شي نو دغه وروستۍ مفکوره په ذهن کې قوت پيدا کوي ځکه ډير ځله مؤلف يو کلي حکم صادروي په داسې حال کې چې د دغه حکم د صادرولو د پاره ده ټول فاکټونه (facts) او د تحقيق مواد (data) نه دي کتلي. که کوم خاص غرض په منځ کې نه وي نو هغه څه مجبوريت لري چې د نيمګړو معلوماتو پر استناد يوه کليه قايمه کړي او کلي حکم صادر کړي.
د مثال په توګه، د (هېواد) کلمه درواخله. ښاغلی مومند وايي چې ښاغلي حبيبي د (هېواد) په معنا غلط پوهيدلی دی او فکر يې کړی دی چې (هېواد) وطن ته وايي نو بيا يې د «پټې خزانې» د ليکلو په وخت کې همدغه په غلطه معنا (هېواد) په هغه کتاب کې راوړی دی. د مومند صيب په شان يو ذهين شخص که د چا د غولولو نيت نه لري په خپله ځان ته قناعت ورکولی شي. لومړی په دې دليل چې پښتانه ډيرې زياتې لهجې لري کیدای شي چې هماغه لغت په مختلفو سيمو کې بېلې، بېلې معناوې ولري. د مثال په توګه د پخواني پاچا اعليحضرت محمد ظاهر شاه د پاچاهۍ په وخت کې د لرې پښتونخوا يوه پروفيسر د کابل په يوه کنفرانس کې ځوانانو ته توصیه وکړه چې د جمهوريت د پاره کار وکړئ. د کنفرانس ګډون کوونکي حیران شول چې د حکومت ميلمه پروفيسر څنګه د شاهي نظام د ختمولو خبرې کوي. وروسته يو چا وويل چې په لره پښتونخوا کې جمهوريت، دموکراسۍ ته ويل کیږي. په دې خبره غلط فهمي له منځه ولاړه. دوهم دا چې منتقد پخپله اعتراف کوي چې (هېواد) د وطن په معنا هم راځي،، لکه شمس الدين کاکړ چې وايي:

په هوا مې د کشمير د تورو سترګو

له زړه وياسته نیازمن د خپل هېواد

په دې مقاله کې د دې ګنجایش نشته چې دغه بحث اوږد کړم. خو اصلي خبره دا ده چې ښاغلی قلندر مومند پر نيمګړو معلوماتو(data) استناد کوي، نو ځکه د ده تصميم د (Generalisation) د تحقيق له اصولو سره تطابق نه کوي. څوک چې له حقيقت نه خبر نه وي ډير ژر د کلي حکمونو تر تاثير لاندې راځي.
د کلي حکمونو يو څو مثالونه دا دي: ښاغلی منتقد وايي چې د «پټې خزانې» د وړمبۍ خزانې په ۲۲ شاعرانو کې د اسمعيل، خرښبون، شيخ بوستان بړيڅ، شيخ متی، علی سرور لودهي، حميد لودي، عیسی مشواڼي، سلطان بهلول لودي، خوشحال بابا او رحمن بابا احوال له هيچا نه پټ نه وو. ښاغلی منتقد استدلال کوي چې په دې حساب د «پټې خزانې» نوم صحيح نه دی.

تاسو وګورئ « له هيچا نه پټ نه وو» څومره عام حکم دی او څومره په غرور او بې پروايۍ صادر شوی دی. د ښاغلي منتقد په نظر، ټول خلک د پښتو د ادبي تاريخ پوهان او متخصصان دي که څه؟ حتی که ټول خلک د پښتو ادب متخصصان هم وي نو د «پټې خزانې» له چاپيدو نه مخکې خو د نوموړو ټولو شاعرانو له شعرونو سره اشنا نه وو. که فرض محال دا هم ومنو نو بيا خو د (۲۲) تنو شاعرانو له جملې نه يوازې د لسو تنو شاعرانو احوال به معلوم و، د دولس تنو شاعرانو احوال خو چا ته نه و ښکاره يعنې له اکثرو څخه يې خلک ناخبره وو. د همدې اکثريت په لحاظ هم مؤلف حق درلود چې خپل کتاب «پټه خزانه» وبولي.

ښاغلی منتقد ورپسې ليکي: «د محمد هوتک په زمانه کې هره قلمي نسخه، پټه خزانه وه ځکه چې هغه وخت چاپخانې نه وې.» (مخ ۳) دلته بيا عام حکم په ډيرې بې پروايۍ صادر شوی دی. که دا خبره سمه وګڼله شي نو د حضرت سعدي ګلستان او بوستان، د حافظ شيرازی ديوان، د رحمن بابا ديوان به هم د پټې خزانې په لړ کې راشي. محمد هوتک د خپل کتاب د پاره ډير مناسب نوم اختيار کړ ځکه چې د پښتنو ښه زيات اکثريت له خپله ادبي مشاهيرو څخه نه وو خبر. د تعجب ځای دی چې دغسې مناسب او معقول نوم ولې د «پټې خزانې» د صحت مساله راپورته کړه؟

که ښاغلی منتقد د تحقيق له ميتود (اسلوب) سره آشنا وای نو ده به دغسې ادعاګانې کولې، کومې قلمي نسخې چې ما کتلي دي په هغو کې (ځ) نشته يا دا چې: کومې نسخې د پېښور د پښتو اکيډمۍ په کتابخانه او پلانۍ پلانۍ کتابخانه کې ما پلټلي دي په هغو کې پيرګرافونه نشته. ليکن ښاغلی منتقد داسې حکم کوي: «د پيراګرافونو اهتمام خو د شلمې صدۍ جدت دی او شايد چې د انګريزۍ د روايت په تتبع کې د دنيا ټول ادبونو ته راننوتي دي.» که ښاغلی منتقد د پښتو، فارسۍ او عربي ټولې قلمي نسخې نه وي کتلي (او دا کار که ناممکن نه وي نو سخت مشکل خو دی) په دې صورت کې به ده داسې ويلي وای:
تر کوم ځآيه چې ما ته معلومه ده د پښتو په هغه قلمي نسخو کې چې له شلمې صدۍ نه مخکې ليکل شوي دي د پيراګراف استعمال نه و مروج.

ورپسې بيا عام حکم کوي او وايي: «د عربۍ، فارسۍ او پښتو قلمي کتابونو يو عام روايت دا هم دی چې په صفحاتو په هندسو کې شمېر نشي ليکلی کيدی» دلته ده بیا د نيمګړو معلوماتو په اساس کلي حکم صادر کړی دی.

ځوان محقق زلمي هېوادمل د ده دغه ادعا سمه نه ده ګڼلې او سند يې ورته ښودلی دی.
ورپسې بيا کلي حکم صادروي او داسې ليي: «د پښتو قلمي نسخو کې (د)، (دا)، (ده) يو شان (د) ليکلی شی.» د پښتو محققانو ثابته کړې ده چې دا دعوه هم بې ځايه ده.

ښاغلی منتقد پر محمد هوتک يا په اصل کې کې پر استاد حبيبي اعتراض کوي چې ولې يې غلط ترکيبونه جملې او لغتونه استعمال کړي دي، له د «حمد و ثنا ده هغه خدای لره» په ځای يې «حمد و ثنا ده هغه خدای ته» یا «د انسان زړه انشراح پرې مومي» په ځای «د انسان زړه انشراح په مومي او د «کښم» په ځای «کاږم» او داسې نور.

دلته ښاغلی منتقد د خپل انتقاد مقام ډير راټيټ کړی دی ځکه هغه فکر کوي چې د ده خپله لهجه د پښتو معياري ژه ده او استاد حبيبي غلطه پښتو وايي.

هسې خو د ښاغلي منتقد پر ټولو اعتراضونو بحث کول په يوه مقاله کې نه ځاييږي. زه غواړم د مقالې لنډيز وړاندې کړم: د ښاغلي قلندر مومند «پټه خزانه فی الميزان» د تحقيق د اسلوب له نظره غټې نيمګړتياوې لري. د کتاب د تحقيق ډيزاين سم نه دی. د مضمون په لحاظ د کتاب ځينې برخې د ليکوال د اصلي هدف سره ارتباط نه لري د هغو معلومات نيمګړي دي، له واقعيت سره تطابق نه کوي او له دې لامله د کتاب تعميمونه (Generalizations) علمي اعتبار او تحقيقي ارزښت نه لري.