رسیدن به آسمایی:  23.02.2009 ؛ نشر در آسمایی:  25.02.2009

 

پوهنمل محمود نظری

 

د طنز نیوکه

 

د طنز د تعریف په اساس د طنز یو بله اساسی پایه نیوکه ده؛ که نیوکه له طنز لیري شي په هغه کې څه نه پاته کیږي. نیوکه کم ښوول یا سخت نیول نه دی اونه هم یو برید دی

په طنز کې د اخلاقو درس ، ښوونه او روزنه نشته ځکه د طنز جوهر نیوکه ده هغه نیوکه چې ښه اوبد سره بیل کړي.

دطنز موخه فردی یا ټولنیزو نیمګړتیاوو سمون دی نو چې طنز لیکونکی و غواړي کوم شی سم شي پرهغه دملنډې په لفافه کې نیوکه کوي او کوونکی يې خپلي تیروتنې ته ځیروي .

نیوکه په فردي یا ټولنیزو ناخوالو لکه: حماقتو، ضعيفو اخلاقو ، فسادونو، تيروتنو ،  ناتارونو، ناورينونو، بدو ورځو ،غوسو ، دردونه، رواني عقدو ، ټګیوبرګیو، ظلمونو ، بلوسګریو، غولولو  ، درواغو، دومخیو، تیرایستلو ، ختا استلو، غرور، حرص او داسی نور او د ټولنې په بدو رسمونو اودودونو، عنعناتو او رواجونو اوداسی نور کیږي

نیوکهد هغو پټو او نه لیدونکو ( نامریي) لایو (برخو) بررسي ته وایي چې د ډیرو له سترګو نیام وي نو نیوکه د یو چا دپټو کړو یو لایه دښکاره کیدولامل ګرځي او کوونکی یې ښیي

که په یوه ټولنه کې نیوکه ونشي یا نه وي نه پوهیږو څوک ښه کار کوي که بد. ځکه هغه متل دی چې وایي خپل عیب د ولومنځ دی

هغه څوک چی د نیوکی مخ ډب کړي په واقع کې د ودې او پرمختګ لاره بندوي باید نورو ته اجازه ورکړ شي چې نیوکې وکړې او هر څوک باید په ځان کې دسالمي نیوکې فرهنګ ایجاد کړي.

عموما خطرناک، مغرور او پوچ خلک نیوکې زغملای نشي
طنز لیکونکی په ټولنه ، شخص ، ادابو ، دودونو او نورو موجوده مسایلو په نیوکې سره د ټولنې سمون غواړي ځکه وایي طنز لیکونکی د روح ډاکټر دی او دنده يې د شخص یا ټولنې دپورته ویل شوو مهمو ناروغیو جرړی له منځه وړل دي.

ډاکټر سامویل انګریز ادیب وایي:« طنر هغه شعر دی چې په فساد او حماقت باندې نیوکه کوي ».

جان درایدن انګریز منتقد اوشاعر وایي: « د طنز موخه دفساد سمون او اصلاح ده»

طنز دوی پایې خندا(خوږه) او نیوکه (ترخه )د سمون لپاره لاس سره ورکوي اوطنز ساتي
نیوکه فساد بربنډ وي د خلکو کرکه ورسره پیدا کوي یاني طنزهغه ترخه دوا ده چې د شاتو( عسلو) خوند لري.

د طنز نیوکه ورانونکي نه ده بلکې جوړونکې ده او طنز لیکونکی ګټور منتقد دی. د طنز په نیوکی کې سپکاوی او تنبه ټولنیز غرض لری خو د هجو نیوکه سپکاوی او تنبه شخصي غرض لري چې هغه د مدح (ستایش) ضد دی . سوییفت په خپلو شعرونو کې وایي:« زما په اثرونو کې نیتونه او نیوکې بدغوښتونکي نه دي موخه یې سمون دی »

هغه په خپله مرثیه کي وایي:

«اخلاقی عقاید يي مطرح کړی

چې انساني شرارتونه سم کړی

د هغه نیت چې اوس د مړینې په حال کی دی

دا حمقانو پیژندل او د بدکارو رټل دی

خو موخه يې بد غوښتل نه وه

هغه بدۍ وغندلې خو د بدو خلکو نوم يې وانه خیست

هیڅ څوک نه شوای کولی په غوسه شي

چې د هعه موخه زرګونه نفر وي

دهغه طنز هیڅ عیب ته ګوته نه نیسی

بلکه هغه شی ته نغوته کوي، چې ټول فاني انسانان کولی شي هغه اصلاح کړي»

سوییفت وایي:« د طنز لیکونکو موخه تر توانه د نړۍ ټولنیز سمون دی هغوی د انسانانو په کامله اصلاخ باور نه لري که څه هم پوهیږي د ا ټول فسادونه نه اصلاح کیږي خو هڅه کوي هغه لږ کړي»

الکساندر پوپ وایي :«هیله لرم که طنز کمۍ اصلاح نه کړي لاقل د هغه مخنیوی وکړي.هغه بد ګمانۍ چې په ډیرو طنزي اثرونو کې لیدل کیږي داسې ښکاري هغه باطل خیالونه نه دي، هغوی کولی شي په خپلو هڅو له مځکې نه جنت جوړ کړي. که څه هم طنز باید تل اصلاح کونکی وي خو دا نشوی تضمینوالی . ولې موږ یوازې کولی شو نقصونه او دومخی وښیوو او د هغو عیبونه بیان کړو»

باید وویل شی چې ټول طنزونه اصلاح کونکي نه دي ځینې وخت طنزونه په هغه انسانې نقصونو باندې نیوکې کوي، چې د تغیر وړ نه دي یا لږ کیداشي بدل شي لکه حسادت، غرور...

طنز لیکونکي د خلکو د تقوا دهڅونې لپاره اخلاقې ټکي نه لیکي، هغه یوازې په عیبونو او فسادونو باندې نیوکې کوي نو ځکه دډیرو دا دطنز نړۍ نه ده خوښه ځکه نړۍ د پستو او ساده خلکو ډکه ده هغوی دا نیوکې نه مني یا نه په پوهیږي ځکه فساد کوونکی ادعا کوي دا فساد د هغوی حق دي. هغو تقوا رد وي اوشرارت ته تقوا وایي.

ډاکټر جانسون وایي: «خلک تر ښوونې ډیر یادونې ته اړتیا لري

کله چې نړۍ د بدیو او فساد به سیند کې لاهو شي بیا طنز ته ځای نه پاته کیږي خو د نیکه مرغه زموږ په دوران کې چې په یوه برخه کې فاجعه پیدا کیږي نو د طنز لیکل لازمي دي.»

طنز یوازې نه شوای کولي بد کړه تغیر کړی خو د هغه کوونکی تر پيژندولو وروسته تر برید لاندې نیسی او هغه اړ باسي ځان اصلاح کړی .

په حقیقت کې د طنز نیوکه یو ټولنیز فشار دی خو که طنز لیکونکی د پراخ ټولنیزجهل او ناپوهی سره مخامخ وي نو هغه وخت ټولنیز فشار ګټه نه لري ځکه کله چې ټول خلک په شریرو کارو اخته وي نو دهغو اصلاح کول ناممکن دي

خو د هغو د اصلاح لپاره باید په یو یا دو تنو باندې نیوکې وشي نه پر ټولو باندې.

ډاكټر آربوت نات Arbuthnot وایي:« زما په نظرطنز د عمومي فساد په مقابل کې هیڅ واک نه لري چې ډیر خلک په جرم کې شریک وي بیا هغه جرم شرم نه لري نو هغه باید په یو یا دو و بیلګو په توګه ټولنې ته وښیو.

هغه وايي: که ټول ژوند د غلو او فاسیدو خلکو سره مبارزه وکړئ آیا کومه اغیزه به وکي ؟

آیا هغوی به لږ شي ؟ که یو شمیر یې په دار وځړیږي بیا دا کار نه کوي، زه په دې لږ واک امیدوار یم که جرم اصلاح کولی نه شم لاقل د هغه خنډ شم»

طنزي نیوکه هغه څوک کولي شي، چې په هیواد مین او دهیواد ودې او پر مختګ يې تر ټولو لوړه ارزو وي.

هغه ضعیف مدیریت نه شوای زغملای او زړه له اخلاصه د هغه په سمون کې هڅه کوي نو قلم په ګوتو کې نیسي نیوکه کوي او په هیڅ ډول يې نیوکې څوک نه تخریبوي .

په طنز کې که یو چا یا شی نيمګړتياوو ته ګوته نيول کيږي، دا ګوتنيوى د سمون لپاره وي نه د سپکاوی لپاره نو د طنز نیوکې اصلاحي موخې لري او ډیري اغیزمني دي طنز عموماً په سرچپه یا پایله کې د سمون لاره ښیي چې عام خلک هغه مني.

دطنز د نیوکې زغم تر وچي نیوکې ډیر وي ځکه وچه نیوکه کله کله دوښمني ګڼل کیږي.

که چيرې يو څوک په خپل توان یو کا ر پر مخ بیايي هغه بیا د نیوکې زغم نه لري او ځینې بیاله غروره دا زغم نه لري خو هغو ی باید دنیمګرتیاود پوهیدو په پار په ورين تندې دنيوکو زغم پيدا کړی ځکه نیوکه دکارونودلاښوکولو لامل ګرځي.

هغه نیوکی چې کرکې او ځانګړی دوښمنۍ بیانوی هغه هجوی نیوکې دی چې شخصی غرض لري

طنزي نیوکې لمسون او دچا نه دکرکې اورټلو لپاره ځای نه لري

نیوکه د غلطۍ د اصلاح لپاره غوره لاره ده.
له بده مرغه ډېرځل نيوکه د کار د رغولو پر ځاي کار نور هم خراب وي او د هغه چا حساسيت راپاروي چې تر نيوکې لاندې راځي.
ددې لپاره چې نيوکه له يوې خوا د چا د حساسيت د راپارېدو لامل نشي؛ هغه د منلو وړ وګرځي او په پايله کې د کار د رغېدو لامل شي؛ نو پوهانو د نيوکې لپاره ځنې بنسټونه ټاکلي دي چې په لاندې ډول دي.
۱- طنزی نيوکه بايد تل په کار وي او هيڅکله د چا په شخصيت نه وي.
۲-نيوکه بايد تل د يوه رغوونکي وړانديز سره ملګرې وي ؛ پدې مانا چې څوک په يوه کار نيوکه کوي نو بايد د هغه کار د ښه کولو په موخه ورسره وړانديز ولري چې د نيوکې څخه وروسته ېې بايد وړاندې کړي.
۳-ددې لپاره چې نيوکه اړونده سړي ته دمنلو وړ وګرځي ؛ د هغه حساسيت را ونه پاروي او په پايله کې د غلطۍ د اصلاح لامل شي نو نيوکه بايد د په لفافه کي وی .

۴- نیوکه باید سالمه وي د چا د کړو د بدلون هڅه وکړی او موخه يې د هغه دکمزوره ټکي بررسي وي نیوکه باید دقیقه، صریح او بې غرضه وی

هغه نیوکه جوړونکی ده چي پایله يې په مخاطب کې د منفی کړو بدلیدل وي او هغه ښه کار ته وهڅوي.

ډیر کسانو شاید په خپلو چارو کي ښه هڅه کړی وي نو نیوکه یو برید ګڼي ددوو همکارو تر منځ نیوکه داسې هم تعبیر یږي، چې ګوندې نیوکه کونکی ښيي چې تر هغه ښه کار کوي یا د امر په وینګ نه وی

نو د نیوکې لپاره دا اصلونه مهم دي:

( مناسب وخت ، خصوصي ډول. ملایمه،لنډه او کوټلې، رښتنی دهغه په صلاحیت کې وي،شخصی نه وی، د وړاندیز په ډول وویل شي، د نیوکی وروسته نیوکه کوونکی باید د ځان دفاع ونکړي او بښنه ونه غواړي).

 

 

 

اخځلیکونه

Daftartanz.com-1

Aryayac.com-2

Nilgoon..org-3

Pishgo.wordpress.com-4

Daneshnamah.roshd.ir-5

Fzmaster.com-6

Ebtekarnews.com-7
khorasannews,com-8

Avalinkhabar.com-9

Rohi.af-10

Benawa.com-11