رسیدن به آسمایی:  07.04.2009 ؛ نشر در آسمایی:   08.04.2009

محمود نظری

طنز

په دالان کې تالان

 

- اوسړیه! ټوله ورځ خبرونو ته ناست يې، اولادونه دی بېله هغه هم په خوله نه کوي.

- بیا دی خوله لکه خولۍ خلاصه کړه مطلب دی وایه!

- ویل مې لکه حضرت سلیمان په څو ژبو پوهیږې، په درواغو کې اتل یې ، ښه ژبور يي اوله ټولو لا دا چې یوه متره ژبه لرې...

- بس بس ښځې مه مې نظره وه.زه چې لرم همدا ژبه ده

وایم دلته خوشی پروت یې هلته په دالان کي تالان دی

ورشه ګوندی هما ستا پر دی غټ کډو سر کښیني او خولۍ به مو په غوړو کې شي

- ښځې! دا ستاد پيغورونو په پار به لا د سفر موزي په پښو کوم

له دیرشو کلو وروسته یې د الوتکې له ګردی کړکۍ د وطن شاړې مځکې او وچي میري ولیدې. له سترګو يې وینې توی شوې

په کابل کې يي د سړکونو په لیدو له ځانه سره وویل : که مې ټاکڼې و ګټې دا سړکونه به مخکې له دې چې خپل د ژوند سړکونه جوړ کړم جوړوم

کابل دخلکو زیچ وو؛ لاره روده ځینې ورکه شوه نو د یو ترافیک چې موټروانانو يې په خوله پياز نه میده کول وپوښتل:

وروره ! زه ددیرشو کالو وروسته راغلی یم دا د کاندیدانو د ثبت دوتر چیري دی؟

هغه په خندا ورته وویل :

ښه نو کابل جان ته ښه راغلاست!

- خو رښتیا دټاکنو دوتر دي څه په کار دی؟

- زه راغلی یم ځان کاندید کړم

بیا یي هغه ته ژبه راویستله او هغه ته يي وویل:

زما ژبه وګوره څومره اوږده ده !

ترافیک د خندا ځان مړ کړ او هغه ته يي وویل:

ته د امر کډو د مهال په کیسو کې يې زه چې ترافیک یم ته زما ژبې ته وګوره بیا قضاوت وکړه

هغه خپله ژبه ورته راوایستله او په هغه يي خپل بوټونه پاک کړل

بیا يي مسافر ته وویل ته پوهیږی زه ترافیک یم د هر کاندید ژبه تر یو بل هیواده رسیږی د هغې له دې ځایه د خپلو مشرانو بوټونه څټي ته مه خپه کیږه هلته دی یوازې اولادونه په خوله نه کوی شکر میرمن خو دی په خوله کوی

دلته ان میرمني د میړه په خوله نه کوي ان قانون یې ورته جوړ کړی دی

داخو لا پریږده دلته د پاچا مرستیالان د پاچا په خوله نه کوي؛ پیاده د وزیر؛ مجرم د څارنوال، سپاهی د جنرال او خر د خرکار ...

د مسافر ژړۍ تبه شوه وجود يې خولې خولې شو وچولی یي تریوا و په یوه نرۍ شانته ترخه موسکا بیرته سیده هوایي ډګر ته ولاړ

او په الوتکه کې يي له ځان سره خندل او ویل :

شکر چې ژبه می بوټو ته نه رسیږی