رسیدن به آسمایی: 28.09.2009 ؛ نشر در آسمایی: 30.09.2009

محمود نظری
 

د کابل فن فیر*

طنز

 

د کابل نوی قصرونه چې له د باندې خلک وژني ، د ننه یې زه مړ کړم  د هغو د جل او بل په لیدو سړی ته دا ارمان پیدا کید ه: چې دلته دا حال دی هلته به څه حال وي! کاشکی د ننه وروبلل سم  او دا قصرونه له د ننه وګورم . زه یې هم د لیدو خوړي بوړي وم ، چې دا قصر زرین ، قصر برین، قصر رنګین ... به کله په ژوند په دې ګنهکارو سترګو ووینم. او بیا به په بهر کې د هغو نکلونه کوم: وګورئ دا ده آبادي ؟!
له نیکه مرغه د یو دوست د ورور واده و، نو د پلو خوري په ښه اوتو سوی دریشي کې چې په عطرونو مي لنده کړې وه . کارت په لاس قصر ته ورغلم د کارت د ښکاره کیدو وروسته په ډیرو زینو ستړی ستومانه یو سالون ته ورسیدم هلته سالون جل او بل کېدی سم خلک یې یوار سره ښوول بیا ژیړ بیا سپین بیا تور. ما له ځان سره ویل : دا ده آبادي ! اوله ډیرو احساساتو مې بارخوګاڼ وپړ سیدل او اتومات جرتک سوی لاس مې په ډیرواحساساتو چې ژړا راغلې وه ټولو ته ښوروه.
د یو میز شا ته کرار پر یوې څوکۍ کښېنستم او له ځان سره می غوم غوم و : څه درواغ ، چې وايي وطن نه دی آباد سوی، که څوک وغواړي وطن ډیر ژر آبادیږي دا یې یوه بیلګه ده.
د سالون په جل او بل کې یو توند موزیک ږغیده ماشومان چې تر نارینو لس چنده وه لاسونه او پښې غورځولې نر هغه وو چې ډیري لغتې وغورځوي.
یو واري « ګر » سو ،څو سپاهیان د ماشینګنو سره زموږ خواته په ځغاسته راغله .
ما منډه کړه ځکه ځان ساتنه فرض ده خو پښه مې د میز په پایه کې بنده سوه او ولویدم د څنګ میلمه له لاسه ونیولم او راپورته يې کړم.
ما د خپل زړه دربی خپله اوریده په وتلو سترګو کښیناستم او لاسونه مې لکه تسلیمي روسی پورته ونیول . یو سرغن چې دګوتو په سرو تی د شلو تنو وسله والو سپاهانو سره چې ګوتې يې د ماشینګنو په ماشو ایښي وي دقصر سالون ته راننوتل. هغه سرغن په یوه څوکۍ کښیناست او سپاهیان يې څلوروخواته پر ټولو میزونو یو، یو- دوه، دوه ګوته په ماشه کښیناستل او دڅلور خواو یې سنګر ونیوی او یو یې زما سره په میز لاس په لسټوني کښیناست
لاسونه مې کښته کړه او سوک موککښېناستم .
دا چې د واده ځینې خلک شناخته وه او زه هم څو کاله وروسته وطن ته راغلی وم نو هر یو چې به سالون ته راننوت غیږه به یې راته خلاصه کړه زه به هم ورته ودریدم او غیږ به مې ورته خلاصه کړه خو هغوی به زما څخه ښوی تیر سوه او دسرغن سره به یې سینه کشی وکړه
ماله ځانه سره ویل :لکه چې زه یې ونه لیدم شاید دا جنګونو هغوی لکه سپین ږیري لیري لید کړي وي.
یو وار چرت راولوید چې غلت قصر ته خوبه نه یم تللی یا هغه دی غټ لیکل سوې دی قصر...

ما چې د سپاهیانو دا بېړنی حالت ولید په زړه کې راوګرځیده ه نه چې کومه جګړه کیږی یا به په کوم یو میلمه بد ګمانه وي
زما زړه ولوید، چې زه خو له بهره راغلی یم ، پر ما د دښمن خیال ونه کړي. غوږونه را باندې وځړیدل ، خولې راباندې ماتې سوې ،له ویرې مې جیب ته لاس نه وروړی، چې دسمال راوباسم ځکه سپاهیانو ټوله تر نظر لاندې نیولې وه شاوخوا يې ځیر ځیر کتله د هر یوه ګوته پر ماشه وه
ما شل زړونه یو کړه د هغه زما سره ناست سپاهي ته مې وویل :
وروره! د ماشینګن خوله لږهغه خواته که ، چوچه داره یو!
هغه په بریتو کې وخندل او ویل يې: څوک نه دی چوچه داره؟
زما ټول پام د هغه د ماشینګن میل ته و ،چې ښه ځیر سوم دټولو د ماشینګنو دمیلونو خولې زما خواته اوګوتې پر ماشو وي.
په چرت کې مې له ځانه سره ویل :که يې وویشتم هرومرو د څیړنې وروسته پوهیږي،چې بې ګناه یم ،نو هرومرو زما وارثینو ته یو لک افغاني ورکوي وده چې و شمېرم څو ډالره کیږي. هو ، په «چوک چوک)دا ټوله دو ه زره ډالره کیږی یاني یو زرو یو سلو پینځوس پونډه دا ډیر لږ دی ...
خدای دی وکړی هغه وخت چې دا پيسې ورکوي نرخونه لوړ سی او خدای دی وکړي زرګونه ورکړي...
دیوې غوماشې بنګاري له خواږه چرته راویستم سترګې او غوږ ونه مې لکه رادار د هغې ملاریا د غوماشې پسې سوې، چې زموږ د میز خواته په سفر وه ما ویل چې خدای مه کړه د سپاهي په لاس کښېني ،نو ولاړسوم لاسونه مې ورته لکه چکچکې چې کوم خلاص و نیول او هری خواته مې چکچکې پسې کولې تر هغه چې مغلوبه مې کړه او د سوبی په خندا سره خوشاله کښېنستم.
یو غم نه و دغم له پاسه غم، خدای خدای مې کول چې موزیک مست نسي چې له سپاهي څخه د ګوتو په نڅاه کې ماشه کش نسي او ما بې پاسپورته وانه ستوی .
وخت نه تیریدی، هغه و چې دډوډۍ اعلان وسو او د سوپ دیشونه یې میزو ته راوړه
ما لومړی ژر یوه کاسه سپاهي ته ډکه کړه هغه ظالیم لکه د کلنو زړه خوږی چې وی په یو ه حمله غوړپ کړه ماد خوشالي من من غوښه اخیسته ځکه د هغه ګوته له ماشې لیری سوه، بیا مې خپله کاسه ورواړوله، هغه يې هم په یوه حمله پر سر پورته کړه ، بیا مې د څنک سړی کاسه چې د هغه مخ بلي خواته سو ژر ورواړوله، بیا مې د شا له میزه یو بله کاسه لکه فنر راواړوله اودسپاهي مخي ته مې کېښود ه
بیا مې نورمیزونه هم تر نظر تیر کړه، نور سوپ نه وپاته نوپه افسوس بیرته کښېنستم.
سپاهي دي زما دا ښه ړوند کي بیا يې سیده ګوته پر ماشې کیښوده. په چرت کې سوم ،چې یو بله لاره پیدا کم (کړم)، چې هغه له ماشې څخه ګوته لیري کي خو د هغه د شهادت ګوټه لکه پوخ ټایپست اوتومات ، سیده ماشې ته تله.
بیا په چرت کې سوم که ټپي سوم خو بیا هم پینځوس زره راکوي...
یو وار مې څوکۍ په هوا سوه اریان سوم ماچې ویل نه چې ماشه کش شویدې ده، پورته ولاړم ،خو« درب »په میز د څوکۍ سره ننوتلم
ماژر سترګې وموښلې ،کلمه مې وویله، شاوخوا مې وکتله ، چې په دې دنیا کې یم که په بله ، څو لوڅي پښې ګارسونان مې تر شا ولاړ وه او بله څوکۍ یې پورته کړی وه
ماورو ترې وپوښتل : څه کوئ؟
هغو په کورس راته وویل: میز ته دي برابر وو.
خواري دي دا دیدنۍ سي، ما بی خبره چې تر اوسه څوکۍ ته برابرول لیدلی وه اوس مې میز ته برابرول هم ولیدل
ما ورته وویل: زما لاس مو را خوږ کئ!
هغو راته په خندا ویل: چورت مه واهه اوس به داسې خواړه درته راوړوچې د مور په واده دي نه وي خوړلي او ټوله دردونه به دی ټک او پتره کي!
زما درد چې دوچنده سوی و نه پوهیدم څه وکم ،څو لوڅو پښو ګارسونانو غټ پتنوسونه (مجمې) د ډول ډول خوړو ډکو غابونو سره پورته د لاس پرورغوي ایښي بېله دی چې د لاس څنګل کت کي نیولي په لو څو پښو په یخمالک« کښ، کښ »زما تر څنګ لکه جنګي ټانکونه تیر سول
ګوته مې دی ډالبازانو ته په غاښ ونیول
زما د زړه یو الله خبر و ، چورت راولویده که دیوه یو پتنوس د لاسه ختا سو هرومر لکه سل کیلويي بم دیو- دوو سرونه پرې کوي .
هغوی یو د بل پسې ( کښ کښ) تیریدل ما ویل: د کوم یوه ځان ګوښه کم د خود کشه که دماشینګنه؟!
چې زموږ د میز وار سو په ډیره بېړه یې غابونه زموږپر میز اوډل پيل کړل او زما څټ کرار کرار یخیدی
ګارسون ته مې وویل: وروره پام کوه !
زما په څټ کې دی څه را واچوله
هغه ددې پر ځای چې څټ وګروي لکه نر طاوس راته ببرسو او ویل یې : وروره سر دی نوی جوړ کړی دی نو ځکه څټ دی یخ یخ کیږي.
خواړه مې د سپاهي خواته ژر ژر ور اړوله چې لاس یې په خوله کې وي
بیا موسیقی پیل سوه یو- دو ه اومه خوله هلکان میدان ته ګډ سول او هغو ټول بدن لکه برق چې نیولي وي ریږدول او نورو هلکانو په خوله کې پیسې ورکولې له ځانه سره می وویل : وی ! پیسه خوړونکي هلکان هم سته .
ستونی مې وچ سو،له یو ګارسونه مې وپوښتل:
دایت کوک لرئ ؟
هغه په شکمن ډول راباندې برچ ووهه داشیان بر الا بند دي.
د هغه دی برچ غوڼې راوتښتول
ما ورته وویل: زه د شکری ناروغی کوک غواړم
هغه ویل :ښه سیروم یادوی هغه په روغتونونو کې و ی تر اوسه دلته دود سوی نه دی
ما له ځانه سره ویل وايي خولۍ ښه ده خو په دی سر دردی نه ارزی
راځه پښې باسه نو کرار ولاړ سوم
سپاهی وپوښتل : د خیره ؟
هغه ته می کوشنی ګوټه پورته کړه کرار کرار چی دشا فیر راپسې ونه کړی رهی سوم د زینو تاکیم چې یو وار دسپاهیانو را پسې منډه کړه
زما لاسونه له واره اتومات پورته سول او په پټو سترګو ودریدم او سر مې کښته ونیوی چې په سر مې ونه ولي
درب او دروب چې خلاص سو
سترګې مې خلاصی کړی پوه سوم چې هغه سرغن د خیره ولاړی
له قصره چې ووتم پښه مې یخه یخه کیده چې ښه ځیر شوم د پتالانه می یو سپین شی څاڅکی څاڅکی ( چک چک) تویده
د بوټ پاکولو په چم ټیټ شوم تر شا مې وکتله یوه سپينه لیکه را پسې وه کرار می هغه بوی کړه ،هغه فریني وه .
په افسوس مې قصر ته وکتله، له ځان سره می ورو ویل: دا يې خدای د سرو زور خول راکړی کومه دی هغه سر چی پری برابر شی!
په سړک ودریدم چې ټکسی ونسیم یوسړی چی وارختا مالومیدی لکه چی پری ناوخته شوی وی خپل کارت ماته راوښود زما څخه يې وپوښتل د قصر کوم یو دی؟
ما د فرنی لیکه وروښوله او ورته مې و ویل: دا سیده هوری تللې د ه!


* فن فیر( د کوشنیانو د ساتیر ی د پاره ښه جل و بل ځای دی چې هغوی ځان ته جلب وی )