رسیدن به آسمایی: 13.12.2009 ؛ نشر در آسمایی: 13.12.2009

 

رفيع الله ستانکزی
 

د رښتينولۍ پر لور


(د ښاغلی بدر د تبصرې په ځواب )


هيله كوم، خپله خوښي د نوروپه ناخوښي كې مه وينۍ


نه پوهېږم څنګه اوله کومه ځايه یې پيل کړم،ځکه چې ډېرې بوختيا (دفتري اوشخصي) ډېر وخت له ليکلو او لوستلولرې کړی يم، او نن بيا دې ځينو تش په نامه استادانوهسې سر راډډ كړ، خو بیا هم د لوستونکو څخه بښنه غواړم، چې ليکنيزې تېروتنې مې وبښي.
څو ورځې کيږي، چې له دفتر څخه مې د ځينو شخصي کارونوپه پار رخصت اخيستی و، خو کله چې نن دفتر ته راغلم، د تل په څېر مې خپل برېښليکونه وکتل،په دې برېښليکونو کې مې يو د ښاغلي امين زي صيب يو برېښليک هم وليد،چې په پرانيستلو سره مې يې د ګران رغاند صيب ليکنه وليده او تر لوستلو وروسته مې خوښه شوه، بیا مې چې لاندې د ښاغلي بدر صيب تبصره ولوسته؛ نو له خندا ورته شين شوم، ځان سره مې وويل چې زموږ په هېواد کې داسې تش کسان هم شته،چې د خپل ځان خوښي د نورو په ناخوښي کې ويني.
خوښ په دې شوم، چې له ډېرې مودې راهيسې مې دا کيسه په زړه کې ساتلې وه، البته زه، زما د پوهنتون د پېر ټولګيوال،زما د کوټې ملګري او ورسره ورسره د صميم ټولنې ټول غړي او مشر دروند استاد صميم صيب په دې حقيقت خبر و، خو اوس غواړم، دا کيسه له ټولو ډېرو درنود ادبي ډګر ملګرو ښاغلو او اغليوسره هم شريکه کړم .
ډېر ښاغلی بدر صيب ستاسې بې ځايه تبصرې ته به راشم، هغه دا چې زه ولې د يو داسې چا دوه پاراګرافه ليکنه په خپل نوم خپره کړم، چې هغه او نورې ليکنې یې له اقتباسونو او نقل قولونو ډکې دي، آيا دوه پاراګرافه ليکنه هم د خپرولو وړ ده ؟!!!
د محصلۍ د پېر کيسه ده،چې ښاغلي استاد پوهنمل جمشېد رشيدي راته د ادبي فنونو کورنۍ دنده راکړه او ما نورو ټولو ادبي ښايستونو ته شعري بېلګې پيدا کړې وې، خو يوازې د پرسنفکېشن ښايست ته مې شعر نه درلود، نو د ادبي ډګر ملګرو لخوا خبر شوم، چې د نورو ډېرو شاعرانو تر څنګ یې د نورمحمد لاهو په شعرونو کې هم پيدا کولی شم، ما هم ورپسې د هغه د شعرونو لټه پيل کړه، چې بالاخره مې د لاهو صيب ډېر شعرونه پيدا کړل خو ما دغه يو په کې راواخيست او ورباندې مې يوه دوه پاراګرافه د استاد غضنفر له خولې وليکل، چې دا ادبي ښايست څه شی دی او څنګه يې په شعرونو کې پيدا کولی شو. پوره يو کال وروسته مې د صديق الله بدر ليکنه د افغان ادبي بهير په ګورتپاڼه کې تر سترګو شوه، چې هماغه شعر او هماغه د استاد غضنفر نقل قول يې را اخيستی و؛ نو اوس دې دا پرېكړه ډېر درانه لوستونكي وړي چې ادبي غل څوک دی؟!...
اوس د صديق الله بدر د تبصرې بلې برخې ته، چې (د ژباړې فن) پر کتاب یې کړې او ښاغلي دا هم ويلي، چې دا زما د يو استاد جوړ چپتر دی، چې ګواکې ما په کتابي بڼه په خپل نامه خپور کړی، ډېره خندا او ډېره هاهاها ...
ډېره خندونکې نه ده، باور وکړﺉ، زه خو يې ډېر وخندولم، هغه ځکه چې د يو بشپړ کتاب خپرول هغه هم په خپل نامه، آيا دا به دا دوه کاله پټه پاتې شوې وه او آيا هغه محترم استاد به همداسې غلی پاتې و ؟؟؟ !!! او که يوازې دا د څو هسې خوشې هغه په کليوالي اصطلاح هسې خوشې چټي کسانو هسې خوشې چټي خبرې دي .
اوس به درته اصلي کیسه وکړم، خو خدای (ج) دې وکړي، چې سر موپرې ونه خوږوم :
کابو درې کاله پخوا يانې زما د محصلۍ په څلورم يا وروستي کال د لوړو زده کړو وزارت لخوا زموږ د پوهنتون مشرتابه ته ويل شوي ول، چې سږ کال بايد له هر ټولګي څخه يو يا دوه زده کوونکي علمي سيمينارونه برابر کړي او بيا یې د ګردو يانې د وزارت، پوهنتون، پوهنځي او ډيپارټمنت او همدا رنګه د ټولو محصيلينو په وړاندې ارايه کړي. له ښه مرغه چې زه هم د همدې محصيلينو په نوم لړ کې راغلم، ما هم چې څه موده وړاندې د صالح محمد صالح صيب، چې زما د زړه خوږ دى، يو کتاب (پښتواو د ژباړې اړتيا) لوستی و، د صالح صيب ټولې ليکنې پر ما ډېر اغېز ښندي، خو دغه کتابګوټي يې زما زړه راخپل کړ، نو ومې پتېيله چې پر همدې موضوع خپل سيمينار برابر کړم . يوه مياشت مې پر دې موضوع کار وکړ او سيمينار مې په ډېرې بريا سره تر سره کړ، چې بیا د وزارت او د پوهنتون د استازو لخوا د موضوع د ښه څېړلو او ښه سيمينار برابرولو لپاره راته يو ستاينليک هم راکړل شو؛ نو دا موضوع د ډېرو دوستانو، استادانو او ملګرو لخوا وستايل شوه او راته یې د نورې څېړنې مشوره راکړه،ماهم دخپلوملګرو،مشرانواواستادانو خبره ونه غورځوله او لومړنی پيل مې د صميم ادبي ټولنې څخه چې هغه وخت د نېکزاد هوټل شاته کتابپلورنځيو کې ځاى درلود هغه هم د دروند استاد صميم صيب په اجازه او مشوره پيل کړه او لومړنی ماخذ هم همغه ښاغلي راکړ.
وروسته کابو يو کال يا ډېر وخت يې ونيوه، چې دوستانو به ماخذونه پيدا کول او پر ما به يې لورول، په دې برخه کې د ښاغلي عطاالله حيران څخه هم مننه کوم، چې حتا له ايران څخه يې راته د ژباړې موضوع اړوند کتابونه راوغوښتل او خپل همکارچې په انګريزۍ کې به يې مقالې پيدا کړې نو پر ما به یې لورولې .
کتاب په داسې حال کې چاپ شو، چې زه کندهار ته د دفتر لخوا د يوې پروژې د ارزولو په پار تللی وم ،هغه مهال ګران حيران صيب راته زنګ وواهه چې کتاب دې څنګه کړ، ما ورته وويل برابر دی او ټايپ شوی هم دی، خوپه صميم صيب باندې یې يو ځل بياهم ايډيټ کړﺉ، د دوی ټولو دې کور ودان وي، چې زما په نه شتون کې يې دا ټولې چارې په سمه توګه سنبال کړې، يوازې چې په کومه شپه چې پېښور ته د چاپ لپاره د کتاب سافټ لېږل کېده په هغه شپه زه کابل ته ورسېدم او کتاب مو پېښور ته واستوه.
تر چاپېدو وروسته خبرشوم،چې ښاغلي استاد خموش هم غوښتل پر دې موضوع کتاب وليکي، باور وكړۍ چې هغه ورځې تېرې شوې ما وروسته ډېر داسې څه په فكر كې راټول ول چې كاش استاد سره هم مشوره شوې واى، بيا مې ځانته داسې قناعت وركړ چې خير زما دا خبره هېره وه او ښه ده پردې كار زه ړومبى شوم ، ډېره ښه خبره ده،استاد به د دې كتاب څخه پاتې د ژباړې په نورو اړخونو باندې خپل ليكل وغځوي، ځکه د ژباړې په اړه زموږ په خواره ژبه کې هېڅ نشته او ښاغلی استاد به یې نورډېر پاتې اړخونه راواخلي، خبر نه وم، چې د دې کار پرځای یې پر ما پسې خبرې پيل کړې، هغه هم په دې خاطر چې محترم استاد به ويل، د ژباړې فن په اړه به پښتو ژبه کې ترټولو لومړنی اثر زما وي، خو داسې ونه شو، زه دې ته حيران يم، چې ښاغلي استاد موږ ته هېڅ مواد نه دي راکړي او که راکړي يې هم دي هماغه زما خپل برابر شوی نوټ او د صالح محمد صالح له کتاب څخه څو سرليکه موږ ته د چپتر په ډول راکړي ول او بس . هغه د چا خبره نورمعلومات یې پر موږ حرام شه که یې راکړي وي .
صدیق الله بدر د استاد د لکچر نوټ يا چپټرنوټ خبره کوي، استاد په هغه وخت هېڅ نه درلودل زما د کتاب تر چاپېدو وروسته يې بیا نورو محصلينو ته کورنۍ دندې ورکولې او د اړونده مواد به يې په اړه را پيدا کول.
ياده دې وي چې ما ته په هغو ورځو كې د آريانا ټلويزيون سهارنۍ يو ساعته خپرونې له لوري بلنه راكړه شوه او د همدې كتاب په اړه مې ورسره يو ساعت مركه وكړه چې د اريانا ټلويزيون څخه په ژوندۍ بڼه خپرېده، نو هيله مې ده چې ښاغلی بدر دې هسې بل ته په خوشامندو خپل ځانته کرېډېت نه اخلي او کوښښ دې نه كوي چې نور خپل ګران وخت په بل پسې په خبرو کولو تېر كړي . زما مشوره ورته دا ده چې ښاغلى دې دغه شېبې په زده کړه، ليکنه او لوست تېرې کړي، چې په دې سره به يې هم څه لاسته راوړي وي او هم به يې له ګناه څخه ځان ژغورلی وي؛ نو محترم بدر صاحب زما مفته مشوره درواخله، چې هم د ثواب څښتن شې او هم د خرما.
يوه خبره ويل غواړم، هغه دا چې ښاغلي استاد پوهنمل خموش ما ته تر اوسه پورې د دې موضوع په اړه هېڅ نه دي ويلي، ځکه چې زه او ښاغلی استاد خموش ډېر ځلې سره مخامخ شوي يو او سره ناست يو بانډار مو سره کړی، خو هېڅ یادونه یې نه ده شوې؛ البته د بل چا له خولې مې اورېدلي، چې ښاغلی استاد داسې وايي دا دی اوس مې د صديق الله بدر صېب له خولې هم واورېدل.
د لوی څښتن تعالی څخه لومړی ځانته او بیا نورو ته که هغه ليکوالان، استادان او نور وي د لارښوونې غوښتونکی یم.

 

په رښتينې مينه
ستاسې رښتينی
رفيع الله ستانکزی
نوی ښار/ کابل
13/12/2009