رسیدن به آسمایی: 17.10.2009 ؛ نشر در آسمایی: 20.10.2009

 

محمود نظری

 

د ټاکنو کیسۍ

 

ګرده ورده ګاښ، ورته  ټینګ که پرتوګاښ، شوخ بچه ای کابل ځان ټاکلی  په پټو سترګو پر دیوال رهي دی چې  یې ونه وځي غاښ،  دپردو شوې ناوکۍ ،  په لاس اوپښه یې تار تړلی  ، پزه  په هوا نیولې،  سترګې لرګي کړي، غټي غټي لکه زوم  خبرې کړي، په چارک کوی د سیر ګواښ ،د افغانستان  د ټولو جنجالونو جادویي ګوته په لاس.

ووایه څه شی دی؟

- اشری خر   

 -  شا باش

 

اوس زه یوه کیسۍ اچوم

 

زما یو شی دی ټوله ورځ تللی تللی  له ویرې خره   د شپشتو په ونه خیژوي،  ښامارانو ته  په لستوڼي کې ځای ورکوي، ټوله لمبر بدل  یې په ځان راټول کړي، په اهل مار ځان ساتي ،د پوچو غوزانو بیه يې لوړه  کړی، شرمښان  یې شپانه کړي  .  له بې واکي يې  پردي د ولس پلندران کړی، دناپوهي یې  دولت خر په خر ګردانه  کړی ،ټوله شیان خړېړی وي .دشپې چې ستړی ستومانه  راشي د ډنګروالي  يې څوک پياز په خوله نه ریزه کوي .

له ساده توبه يې  خپلوان   لم ورپورته کوي، نیم منی يې څوک په چارک نه مني  چي پریوځي د یوې  ټکۍ ځای  ونیسي

ووایه څه شی دی؟

- کوسۍ اغوستی پسه

- هو ولا

 

زما وار دی :

 

 اې زما  فرینده!  ولس ته نارې کړه راغلی امریکن دی د وطن دی خاوند دی .

ووایه څه شی دی؟

- دیموکراسی

- شاباش

  

 

زما وار دی :

 

عجب آدمي  دیدم ګرد وغلتان، دو نام خوب دارد لیک بدنام هر که نام او نه داند  تیر کند ایمان

ووایه څه شی دی؟

 - کډو( د هلاوین کډو)

- شاباش

 

 

زما وار دی :

په لاره ځم بیا  اوربښېنه خورم

ووایه څه شی  دی؟

-دویم وار ټاکنې

- هو، په خدای رښتیا وایي!

 

زما وار دی  :

 

که یې بیا کوم  شرمیږم  که یې نه کول  په ځان ویریږم

ووایه څه شی  دی؟

 -بیا ټاکنې

شاباش بلایې بلا!

 

 زما وار دی:

 

 زما یو شی دی  دټاکنو په سر  کې  په دو ځي ، که  وټاکل شو په څلور وځي،  که  ونه ټاکل شو بیا   په درو ځي.

ووایه څه شی دی؟

-کاندید

هو ولا!

 

زما وار دی:

 

زما یو شی دی چې لږ ورکړم هغه  ډیریږي.

ووایه څه شی دی؟

-ووټونه

 - شاباش!

 

 زما وار دی:

 زما یو شی دی چې لاس ور وړم شخیږی

ووایه څه شی دی؟

- بایللی کاندیدان

- شاباش!

 

زما وار دی :

زما یو شی دی چې بهرنیان ځی  هغه ورسره ځي، چې هغوی و دریږي  هغه هم دریږي

ووایه څه شی دی؟

 -د شکایاتو کمیسون

 - هو ولا!

 

زما وار دی:

 

زما یو شی دی چې موږ ووینی  نیغ شی چې پردي ووینی  کوږ شی

ووایه څه شی دی؟

-درغلیان

- شاباش!

 

زما وار دی

زما یو شی چې ټوله ورځ  یې  غوږ په هوا نیولی دی

 ووایه څه شی دی؟

-د ټاکنو کمیسیون

 په خدای ښه وایي!

 

زما وار دی:

 

زما یو شی دی د ورځی ډیر  سترګګونه وهی

ووایه څه شی دی؟

-پڅ مداری

 - شاباش!

 

زما وار دی:

 

د پاسه راغی سور بلوڅ اغوستی یي  دی پېنځه  پوست دری يې سره دی دوه یی پوچل

ووایه څه شی دی؟

-د شکایاتو کمیسون

- شاباش

 

زما وار دی:

له پاسه راغی تیز رود، ورولویده څلوېښت کسه،  لمبو کوی څلور کسه خدای چې بهرنیان به  راوبه باسی څو ک

ووایه څه شی دی؟

- ټاکنې

 

زما وار دی:

 

زما یو شی دی  تلی تلی چی راشی د یوی ایکۍ ځای نه نیسی

ووایه څه شی دی؟

 -دولس ووټونه

آفرین!

 

زما وار دی:

زما یو شی دی چې په تنګ شی بیا په جنګ شی

ووایه څه شی دی؟

-چو تار ماما

شاباش!

 

زما وار دی:

زما یو شی دی چې کشوم یې  اوږدیږی د خدای نه د پردو ویریږی

ووایه څه شی دی ؟

- نه پوهیږم

- په تا کي ډم

هو ډم

    - زموږ اوسني له اول وتلی رابړان دی

-  هوولا!