طنز څه شی دی؟

 

«د طنز لیکلو اساسات» کتاب چې نهه څپرکي او ۲۰۷ مخونه لری ، پوهنمل محمود نظری لیکلی او د دانش خپرندویه ټولنې لخوا د( ۱۰۰۰) ټوکو په شمېر په ښه صحافت چاپ شوی دی.  په کتاب کې د اوسنی طنزلیکلو اساسات، ډولونه ،تاکتیکونه، تاریخ، تعریف ، اړتیا ، اوزار او نورو ورته خندا لرونکو ټوکو ډولونه باندې بحث شوی دی.
پر کتاب پوهاند دوکتور م.ا .زیار یو یادښت کښلی دی.
مینه وال دا اثر د دانش خپرندویه ټولنې څخه تر لاسه کولی شی