رسیدن به آسمایی:21.07.2009 ؛ نشر در آسمایی: 14.08.2009

محمود نظری

طنز

 

خیراتي سلواغه

 

د سي این سي یو خبریال د څو تنو له ورځي خوب لیدونکو  کاندیدانو څخه  په  چوټ  انداز ډول څلور تنه  غوره  او له هغو  سره  يې یوه لکه  د مرچکو خوږه مربا مرکه   تر سره کړې ده  

 لومړی پوښتنه: تا سو  خپل بهرنی سیاست څنګه تعریفوئ ؟

ځوابونه:

د افغانانو  پر  ستوڼي  لغته ایښوول!

پړۍ د خپلو خلکو په غاړه کې اچول !

دبل تر  وزر لاندې ځان کرار  نیول!

خوږه ژبه د پردو په  خوله کې  ورکول!

 دویمه پوښتنه :کورنی سیاسیت  موڅه دئ؟

ځوابونه:

 د خلکو سره  ژبه کول !

 ډیره ژبه بدلول !

 کله کله ژبه په غاښول!

خلکو ته  ژبه راکښل!

 درېیمه پوښتنه : که تاسو ټاکنې یووړې په  هیواد کې  به ستاسو  لومړی کا رڅه وي؟

ځوابونه:

 زه لومړی پر خپله ټکۍ اور اړوم !

 زه خپل بار تر منزله رسوم!

لومړۍ ځان بیا جهان !

 زه سل سرونه خیښتومه!

 څلورمه پوښتنه :کار چا ته ورکوئ؟

ځوابونه:

 دیوال ته دریدلی وچ لرګو ته !

 هغو چې قسمو يې کړی   خپل ډالونه !

 هغه چی لري مله څه پروا لری له غله!

هغه خره چې  په شا يې وی  کتابونه  !

 پینځمه پوښتنه: څرنګه اقتصادي نظام غواړئ؟

ځوابونه:

هغه ډول  چې  خلک چپه  نعلوي  !

 هغه ډول چې لغتې له  شا غورځوي!

 هغه  ډول چې  خلک  سر در ګومه وي!

هغه ډول  چې د رقیب سره ښکیل  وي او د محبوب سره ایل!

 

 شپږمه  پوښتنه : تاسو څنکه سیاسي نظام غواړئ؟

ځوابونه:

 

 هم دا کوه هم هغه  !

سرمې تر تا جار خو پټو دی ټولوه  !

اول نوک بیا سوک !

کله وار د آبا کله د ادې!

 اوومه پوښتنه : خلکو ته څه پیام لرئ؟

ځوابونه

 

که مو ماته رای رانه کړه بخت به مو کوټه شي !

که مو ماته رای رانه کړه مځکه  به درباندې سره شي!

که  موماته رای رانه کړه لی په لی شي!

که مو ماته رای رانه  کړه پزه به مې تروه شي!

 

اتمه پوښتنه: د بهرنیو قواوو په اړه مو سیاست څه دئ ؟

ځوابونه :

هغوی د دم لاندې نیسم!

 پر اینه ترېخی پیدا کوم!

سوک ترې باسم !

هغوی ته مې سلام دی!

 

 نهمه پوښتنه :  تاسو سهار په څه شی پیژنې ؟

ځوابونه

 ټول ولس  غاړه غړۍ کیدل !

  په سترګو کې خاورې نه شیندل!

خدای ته مخ او بهرنیو ته شاکول!

چې سبا شي غول مې  راشي!

 

لسمه پوښتنه : ولې مو ځانونه  انتخاب کړی دئ؟

ځوابونه :

غواړم لاس پوڅی  شم!

 غواړم خیراتی سولاغه شم!

غواړم شا شجاع شم !

کونه می کاه کوله!

 

 یوولسمه پوښتنه :تاسو څنګه کاندید یاست؟

ځوابونه :

 

پښه پر لوټه اېښولی کاندید!

پښه پر پښه اړولی کاندید!

په اومه تار  تړلی کاندید!

خر په خر ګردانه کاندید!

 دولسمه پوښتنه :ستاسو خپل یو ښه صفت ووایاست ؟

ځوابونه :

 زه چغال ته  باج ورکوم!

 زه په هوا کې باد غوټه کوم!

زه په هاونګ کې اوبه  کوټم!

زه هر ډول (ډهل) ته نڅېدلی شم !

 

 دیارلسمه پوښتنه :  که مو دا ټاکنې وګټلې د خپلي دورې په پای کې به څه ووایاست؟

ځوابونه

  راتله يې خوند يې ښه دی!

اوس مې د ستني سپم پیدا کړی!

 اوس یې کله پریږدم!

اوس مې برابر کړئ جانانه!

 

 مننه

ځوابونه

تشکر

تانکیو

مرسی

دننه