رسیدن به آسمایی: 13.11.2009 ؛ نشر در آسمایی: 17.11.2009

 

اسدالله زمری

 

 

مېنه

 

 

څوک يې د بسمل نڅا  ،څوک  د  سپي  چورنګ   بولي
څوک  يې  د زړګي وینې  ،څوک  يې   هسی  رنګ  بولي
چاته  مینه  خدای  ښکاری ،  پروت  يې  په  سجده  وی تل
چاته     د     ریا     لوبه  ، څوک    يې   هم     نیرنګ     بولي
يو ته    د جانان     کوڅه ،    رګ    د میین   زړه     ښکاري 
یو ته    يې  کوهی، لاره   ؛ ی  و يې     لوی  ګړنګ   بولی
څوک  يې  د پله خاورې نه ، سترګو ته رانجه جوړ کړې
څوک يې نوش دارو ګڼی، څوک  يې هم   خدنګ  بولي
یو    ته   د   ژوندون    مفهوم   :مینه ، مینه،  مینه        ده
یو  يې   مصیبت   د ژوند ،یو يې  د مرګ  شرنګ  بولي

 

۲۰۰۳.۲.۱۳