رسیدن به آسمایی: 15.09.2009 ؛ نشر در آسمایی: 16.09.2009

 

 محمود نظری

د بي بي ټاکنې لنګون په لېټۍ و نه  ارزيد!

 

 طنز

هغې خوارې کونډې څه دردونه ، خوارۍ  - مارۍ ونه ګاللې؛ په کومو کومو دولتي او شخصي  پیسې چاپونکو روغتونو ونه ګرځېدله ؛څه  رنګه بندونه نه وه چې هغې   د پیرانو  - میرانو په جنډو ونه  تړله ، څه عطاری او  ښځینه  دارو  او کپې يې  تیرې نه  کړې؛  د کومو کومو ښه خلکو د قبرونو خوردی يې ونه څټلې؛

  خو دا ټولو د یو ې ایکۍ  ګټه ورته ونه کړه  په نس کې  یې کوږ ماشوم نه  سیده کیده چې نه کیده

ان ځینو ورته ویل د مړینې شتون  يې شته یاشاید دعملیاتو  اړتیا  ورته پيدا شی مړینه خو يې  لابلا ورپسې  بې هغه يي  مخه افعانانو ته  ده  خو عملیاتو يې  بیا بهرني ډاکټران  غوښتل .چا چا لا لکه هغه کسان چې مفتی خبری کولې ځکه    خپله   مور او خور يي نه وه ویل چې مړه شی  ښه ده خو عملیات یی نا روا دی

خو ډیرو سترګې عملیاتو ته نیولي وې  . د عملیاتو وروسته ټولو  د غاړې کاغذی ګلونه په لاس د زیږنتون مخکې ته سترګې په لاره ولاړ وه  او هر یوه تلوار کوه د هغې د نازولې ماشوم  په  لیدو سترګې روښانه کړی اود هغې په غاړه کې کاغذي ګلونه  ورواچوي  .

 په وار یو یو  ورتلی د هغه په لیدو به يې د مغزلوڅ سیمونه شاړت شوه   خپل  ورسره  کاغذی ګلان به يې په خپله غاړه کې اچولی   په چکچکو به له زیږنتونه  بهر را وتل

 چا چا به لا  خپله پکړۍ په لاسو کې نیولی اود هغه په  ټکولو سره  به  په لوڅ سر  له  زیږنتونه بهر را وت

زه هم  اریان -دریان وروسته له ډیره انتظاره  د کونډی بي بي  ټاکنې کوټې ته د ماشوم د لیدو لپاره ورسیدم سترګې مې وموښلې

   هغه انسان ته  نه پاته کیده سر یې  د انسان خو یو ښکر يې درلود دا لا دومره بد نه ښکاریده   په خولۍ کیدای شول   پټ شي خوبدن  يې د څو ژویویو ترکیب وو

بدن يې لکه  بیزو د وېښتو ډک  وو  او لکه د ګیدړې  غوندې یې لکۍ  لرله  اولکه خر  پینځه پښې يې لرلې  

 بهرنیو ډاکټرانو سپیني چپنې، سپيني دستکشي او سپین ماسکونه اغوستي وه  او سپنې خولۍ يې له خوشالې د مازیګر پر ځای ایښی  اوکړس کړس یې  خندله تا چې ویل توره یې کړې ده  له حیوان  څخه يې انسان زیږولی دی

د هغه په لیدو به  د هر لیدونکی خوله    لکه د تنور خوله  خلاصه پاته شوه  ان د یوه یوه په  خوله  کې به   دمچ سفر پای ته ورسید هغه به لا خبر نه و

 ما له  شرمه   څټ  ګروه او ګل مې د یو بهرنی ډاکټر په غاړه کې واچوی  او په  اسکېرلي ږغ  می  هغه ته وویل :« نو »انسان

هغه ماشوم ته په  مینه وکتل  او ما ته يي په ډاډ و ویل : «دیس» ایتلاف

تر انسانه ډیر ګران «انیمل »په ټوله «ورد »کی بل «نو  »

زه د ګیلې مانې په ډول د  بي بي ټاکنې خوا ته ورتیر شوم

 بی بی ټاکنې  له شرمه سر ګومه پرته و ه مخ يې له شرمه  پټ کړی   او قسمونه يي خوړل او په ژړا يې ویل:

 دا ټوله  فسادد بهرنیو  ډاکټرانو  د بلاربولو په پيچکاري کې دی  ما  کومه ناروا نه ده کړې  

بهرنیان  دی اشا ته ډیر خوشاله وه  په غوږ کې يې اذان هم هغو وکړ او نوم يي هم هغو کیښود: ایتلاف  مشارکت

ما د انا هغه لېټې چې بي بي ټاکنې ته یې پخکړې وه  په ویاله کې چنجانو  ته توی کړه   ځکه دا نه په  ارزیده.

کور ته رهی وم  په غوږو کې مې  ازانګې وې:

دا ډیر ګران «انیمل» دی  ایتلاف، ایتلاف، ایتلاف ،ایتلاف، ایتلاف ایتلاف مشارکت............